فریمن ډايسن
فریمن جان ډايسن (15 ډيسمبر 1923 – 28 فبروري 2020) يو برتانوي الاصله امريکايي نظرياتي فيزيک پوه او رياضي پوه و، چې په «کوانټم فيلډ تيوروۍ»، فلکي فيزيک، تصادفي ماټريس، د کوانټم ميخانيک د رياضیاتي فارموله جولو، کېمنډل شوې مادې فيزيک، هستوي فيزیک او انجنيرۍ کې د خپلو اثارو له امله شهرت لري. نوموړی په پرنسټن کې د پرمختلليو مطالعاتو په انستيتيتوت کې متقاعد پروفيسر و، او په «Bulletin of the Atomic Scientists» مؤسسه کې د بسپنه کونکو د پلاوي غړی و.[۱]
ډايسن ګڼې مفکورې پيل کړي، کومو ته چې د هغه نوم ورکړل شوی، لکه د د ډايسن بدلون، کوم چې د متناهي شمېرو په تيورۍ کې يو بنسټيز تخنيک دی، کوم چې نوموړي د «Mann» د قضيې د اثبات په توګه جوړ کړی و؛ د ډايسن ونه، يو فرضي له جنيټيکي اړخه انجنيري شوی بوټی، چې په يو ستوروزمه کې د وده کولو وړتيا لري؛ د ډايسن لړۍ، يوه مضطربه لړۍ، چېرته چې د هرې اصطلاح استازولي د «Feynman diagrams» په مټ کېږي؛ د ډايسن کره، يوه فکري تجربه، کومه چې د دې ويلو هڅه کوي چې په تشيال کې سفر کونکی مدنيت، د خپلې انرژۍ اړتياوې د يو فرضي لوی جوړښت (لوی مصنوعي جوړ شوی شی) په مرسته څه ډول پوره کولای شي، کوم چې په بشپړ ډول له يو ستوری څخه چاپېر وي، او د هغې د ځواک د پيداوار يوه ستره برخه تر لاسه کوي؛ او د ډايسن تلپاتې ځيرکتيا، يوه داسې لاره د کوم په مټ چې په پرانيستو کايناتو کې د ځيرکو انسانانو لا فاني معاشره يوازې په يو محدود مقدار کې د انرژۍ په مصرف کولو سره د نه شمېرل کېدونکي وخت تر لامحدوديت پورې زياتولو سره د کايناتو د تودوخې د مړينې له شونتيا څخه ژغورل کېدای شي.[۲][۳]
ډايسن د اقليمي بدلون په اړه د ساينسي اجماع سره مخالفت څرګند کړ. هغه باور درلود چې د CO2 مخ پر زياتېدونکې کچې يو شمېر اغېزې مناسبې دي، خو د اقليمي ساينسپوهانو له خوا په پام کې نه دي نيول شوي، لکه په کرنيز تولید کې زیاتوالی، او سربېره پر دې د CO2 مثبتې ګټې په احتمالي ډول له منفي اغېزو څخه ډېرې زياتې دي. نوموړی د اقليم د بدلون د اټکل کولو لپاره استعمالېدونکي يو شان کونکو نمونو په اړه د شکونو ښکار و، نوموړي دليل وړاندې کاوه چې اقليمي بدلون د لاملونو کمولو لپاره سياسي هڅې د نورو نړيوالو ستونزو څخه پام اړوي، کومو ستونزو ته چې بايد لومړيتوب ورکړل شي.[۴][۵]
ژوندليک
سمولد ژوند لومړي کلونه
سمولډايسن د 1923ز کال د ديسمبر په پنځلسمه نېټه د انګلستان د برکشاير په «کروتورن» کې زېږېدلی و. نوموړی د «ملډريډ» او موسيقار «جارج ډايسن» زوی و، چاته چې وروسته دولتي اعزاز ورکړل شو. مور يې په قانون کې سند درلود، او د ډايسن له زېږېدو وروسته، نوموړې د ټولنيزې فعالې په توګه کار وکړ. ډايسن يوازې يوه خور درلوده چې له ده مشره وه، او «اليس» نومېده، چا چې ډايسن د يو داسې هلک په توګه يادولو چې دايرة المعارفونه ورڅخه راتاو دي، او هر وخت د کاغذ په پاڼو محاسبې کوي. د څلور کلنۍ په عمر کې هغه په لمر کې د اتومونو د شمېر د محاسبه کولو هڅه وکړه. په ماشومتوب کې، نوموړي په سترو شمېرو او په لمريز نظام کې لېوالتيا پيدا کړه، او د «ايرک ټيمپل بيل» د « Men of Mathematics» په نوم کتاب په نوموړي سخت اغېز دلود. له سياسي اړخه، ډايسن ويلي چې هغه د يو ټولنپال په توګه ستر شوی و.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
له 1936 څخه تر 1941ز کال پورې ډايسن په ونچسټر کالج کې څېړونکی و، په همدې کالج کې د هغه پلار د موسيقۍ لارښود و. په اولس کلنۍ کې، نوموړي له «ابرام بيسکووچ» سره چې د کامبريج په ټرنټي کالج کې د هغه ښوونکی و، سوچه ریاضي ولوسته، نوموړي په همدې کالج کې په پنځلس کلنۍ کې تعلیمي بورس ګټلی و. په دې ځای کې، ډايسن همدا راز د شپې له مخې د پوهنتون په ودانيو د ختلو تمرين هم وکړ، او يو ځل له خپل ملګري «اسکر هان» سره په يوه ورځ کې له کامبريج څخه لندن ته ولاړ، اسکر هان د «کرټ هان» خوريی و، چا چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله لاسي ګاډۍ کاروله.[۱۲][۱۳]
په نولس کلنۍ کې، نوموړی د RAF بمبار قوماندانۍ د عملياتي څېړنې څانګه (ORS) کې د جګړې په کار وګومارل شو، چېرته چې نوموړي د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال شاهي هوايي ځواک له خوا د الماني اهدافو د بمبارۍ په برخه کې د مرستې کولو په موخه د بم جوړونکو لپاره د بېلګه ييز کثافت د محاسبې تحليلي طريقې چمتو کړې. له جګړې وروسته، ډايسن په ټرينيټي کالج کې بیا داخل کړای شو، چېرته چې نوموړي په رياضياتو کې د BA سند تر لاسه کړ. له 1946 څخه تر 1949ز کال پورې، نوموړی د دې کالج همکار و، چې له فيلسوف «لډوګ وټګنسټاين» څخه بيخي لاندې خونې يې نيولې وې، څوک چې په 1947ز کال کې له پروفيسرۍ څخه تقاعد شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
په 1947ز کال کې، ډايسن د شمېرو په تيورۍ کې دوه لیکنې خپرې کړې. ملګرو او همکارانو هغه د یو حياناک او شرمېدونکي په توګه بيان کړی دی، له يوې مخالفې ليکې سره چې د هغه ملګرو تازه کونکې بللې، خو فکري مخالفينو لپاره يې ناهيلې کونکې و. «سټيون وينبرګ» د هغه په اړه ويلي "زه داسې احساس کوم، کله چې توافق په يو جهيل د واورې د کلکېدو په توګه جوړېږي، ډايسن په واوره د پوره نښلېدو هڅه کوي". د هغه ملګري د اعصابو متخصص او لیکوال «اوليور ساکس» ويلي: "د ساينس کولو او پنځونکي ګرځېدو په اړه د فريمن تر ټولو د خوښې لفظ «له منځه وړونکی» دی. هغه احساسوي چې دا يوازې مهمه نه ده چې سم و اوسې، بلکې له منځه وړونکی کېدل اړين دي، او هغه په خپل ټول ژوند کې همدا کړي دي".[۱۸][۴][۱۹][۲۰]
په متحده ايالاتو کې د دندې مسلک
سمولد « G. I. Taylor» په مشوره او سپارښتنه، ډايسن په 1947ز کال کې د ټولګټو د همکار په توګه په کارنيل پوهنتون (1947-1948) کې له «هنس بيت» سره له لوړو زده کړو لپاره متحده ايالاتو ته ولاړ. نوموړی په دې ځای کې له «ريچارډ فينمين» سره وپېژندل. ډايسن د دې ځلانده امریکايي ځيرکتيا وپېژنده او له هغه سره يې کار وکړ. له دې وروسته نوموړی بيا د پرمختللو مطالعاتو انستيتيوت ته ولاړ (1948-1949)، مخکې له دې چې بېرته انګلستان ته ستون شي (1949-50)، چېرته چې هغه د برمنګم په پوهنتون کې د څېړنې همکار و. په 1949ز کال کې، ډايسن د کوانټم اليکټروډاينامکس (QED) د دوه فارموله جوړولو برابري تاييد کړه: چې هغه د ريچارډ فينمين ډياګرامونه او د عمل کونکي طريقه دي، چې د «جولين شونګر» او « Shin'ichirō Tomonaga» له خوا چمتو شوې وه. هغه د دې له جوړنکي وروسته لومړی شخص و چې د فينمين د ډاياګرامونو د ځواک ستاينه يې وکړه او په 1948ز کال کې د هغه ليکل شوې او په 1949ز کال کې خپره شوې مقاله لومړۍ هغه وه چې دا يې وکارولې. نوموړي په دې مقاله کې وويل چې د فينمين ډاياګرامونه نه يوازې دا چې محاسباتي وسيلې دي، بلکې فيزيکي تيوري ده او د دې ډاياګرامونو لپاره يې اصول وضع کړل، چې د بيا عادي کولو ستونزه يې په بشپړ ډول حل کړه. د ډايسن مقالې او د هغه درسونو د فينمين QED تيوريانې په داسې بڼه وړاندې کړې، چې نور فيزيک پوهان ورباندې پوهېدای شوای، له کومو څخه چې د فيزيک د ټولنې له خوا د فينمين د اثارو د منلو په برخه کې مرسته کېدای شوه. په ځانګړي ډول « J. Robert Oppenheimer» د ډايسن له خوا قايل کړای شو، چې د فينمن تيوري د «Schwinger» او «Tomonaga» د تيوريانو په څېر سمه ده. سربېره پر دې په 1949ز کال کې، په اړوند کار کې، ډايسن د ډايسن لړۍ اختراع کړه. دا همدا لیکنه وه چې «جان وارډ» ته يې الهام ورکړ، تر څو خپل مشهوره د «Ward–Takahashi» پېژندګلو تر لاسه کړي.[۲۱][۲۲][۲۳]
ډايسن په 1951ز کال کې د فيزيک د پروفيسر په توګه د کارنيل له پوهنځي سره يوځای شو، داسې حال کې چې لا يې هم دوکتورا نه درلوده. د 1952ز کال دديسمبر په مياشت کې، د نيوجرسي په پريسټن کې د لوړو زده کړو انستيتيوت رئيس «اوپن هايمر»، د هغه په ټکو "زما د غلط ثابتولو په بدل کې"، هغه ته په دې انستيتيتوت کې د ټول عمر ګومارل کېدو وړانديز وکړ. ډايسن د خپل مسلک تر پای پورې په دې انستيتيوت کې پاتې شو. په 1957ز کال کې هغه د متحده ايالاتو تبعه شو. له 1957 څخه تر 1961ز کال پورې، ډايسن د «اوريون» په پروژه کار وکړ، کوم چې د «nuclear pulse propulsion» په استعمال سره د تشيال الوت د امکان وړانديز کړی و. د دوديزو چاوديدونکو توکو په کارولو سره يوه نمونه وښودل شوه، خو په 1963ز کال کې په جزوي ازموينې د بنديز تړون، په کوم کې چې ډايسن هم ښکېل و، او له کومې څخه چې هغه ملاتړ کړی و، يوازې له ځمکې لاندې هستوي وسلو ازموينو اجازه ورکړه، او دا پروژه په 1965ز کال کې خوشې کړای شوه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
سرچينې
سمول- ↑ کينډۍ:Cite q
- ↑ Halberstam او Roth 1983.
- ↑ Nathanson 1996، م. 42.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Dawidoff 2009.
- ↑ Connor 2011.
- ↑ کينډۍ:Cite q
- ↑ Ghodsee 2015، م. 5.
- ↑ Lin 2014.
- ↑ Dyson او Rītups 2016.
- ↑ Finkbeiner 2013.
- ↑ Stocke 2008.
- ↑ Schweber 1994، م. 487.
- ↑ کينډۍ:Cite q
- ↑ Dyson 2006a.
- ↑ Dyson 2012.
- ↑ Aharony او Feder 1989، م. 66.
- ↑ Brower 2010.
- ↑ کينډۍ:Cite q
- ↑ Dyson 1946، مم. 409-420.
- ↑ Dyson 1947، مم. 225-240.
- ↑ Aaserud 1986.
- ↑ Ward 1950، م. 182.
- ↑ Schweber 1994، مم. 392-.
- ↑ Stone 2020.
- ↑ Schewe 2014، مم. 162-164.
- ↑ Schewe 2014، مم. 147-149.
- ↑ Klaes 2016.
- ↑ Schewe 2014، مم. 88–89.
- ↑ Dyson 1979.