فریدریک وینسلو ټیلور


فریدریک وینسلو ټیلور (زوکړه: د ۱۸۶۵ زکال د مارچ ۲۰مه – مړینه: د ۱۹۱۵ زکال د مارچ ۲۱مه) یو امریکايي میخانیکي انجینر و. نوموړي د صنعتي موثریت په برخه کې د خپلو لارو چارو له امله پریمانه شهرت وموند. هغه د مدیریت په برخه کې یو له لومړنیو مشوره ورکوونکو څخه و. په ۱۹۰۹ زکال کې ټیلور د مدیریت په برخه کې خپلې اغېزمنې لارې چارې د علمي مدیریت د اصولو (The Principles of Scientific Management) تر عنوان لاندې کتاب کې خپرې کړې؛ دغه اثر په ۲۰۰۱ زکال کې په نیویارک کې د مدیریت د ځانګړې اکاډمۍ د غړو له خوا په شلمه پېړۍ کې د مدیریت تر ټولو اغېزمن اثر وبلل شو. د کارخونو دننه د انجینرۍ له اصولو څخه په ګټنه کې د نوموړي مخکښې چارې لامل وګرځېدې څو د انجینرۍ یوه نوې څانګه پراختیا ومومي چې اوس مهال د صنعتي انجینرۍ په نوم یادیږي. ټیلور پریمانه شهرت وموند او له نورو چارو څخه یې زیات په خپلو علمي مدیریتي چارو ویاړ کاوه؛ په داسې حال کې چې نوموړي خپله ډیره شتمني د فولادو د تولید په بهیر کې د یوې پراختیایي اختراع د ثبت پر مټ ترلاسه کړه. د دغو ټولو چارو په پایله کې ځینې مهالونه د علمي مدیریت لپاره د ټیلورېزم اصطلاح هم کارول کېږي.[۱][۲][۳][۴]

بیوګرافي سمول

ټیلور په ۱۸۵۶ زکال کې د پنسلوانیا د فلادلیفیا ښار د جرمن ټاون سیمې په یوه کواکر کورنۍ کې وزیږېد. د ټیلور پلار، فرانکلېن ټیلور په پرینسټون کې روزل شوی وکیل و چې خپله شتمني یې د استوګنې د ځایونو لپاره د پورونو له ورکړې ترلاسه کړې وه. د ټیلور مور، امیلي انت ټیلور (کورنی نوم یې وینسلو و) په امریکا کې د غلامۍ د پای ته رسېدو پیاوړې ملاتړې او د لوکرېشیا مات همکاره وه. پلرنی نیکه یې، ساموئل ټیلور په ۱۶۷۷ زکال کې د نیوجرسي په برلینګټون کې اوسېده. مورنۍ نیکه یې، اډوارډ وینسلو د مۍ پلاور له اصلي پنځلسو زیارت کوونکو څخه و چې له ځان سره یې خدمتکاران یا ماشومان راوستل او له دغو اتو څخه یوه یې د ښاغلي افتخاري لقب درلود. وینسلو د کلونو لپاره د پلیموث مستعمرې د والي په توګه خدمت وکړ. [۵]

ټیلور د ماشومتوب پر مهال له خپلې مور سره زده کړې وکړې او دوه کاله یې هم په فرانسه او جرمني کې زده کړې وکړې، له دې وروسته یې د ۱۸ میاشتو په ترڅ کې د اروپا بېلابېلو برخو ته سفرونه وکړل. په ۱۸۷۲ زکال کې نوموړی د نیوهمپشایر په اکسیټر ښار کې د فیلپس اکسیټر اکاډمۍ ته ولاړ، هغه هوډ درلود چې باید هاروارډ ته ولاړ شي او د خپل پلار په څېر وکیل شي. ټیلور په ۱۸۷۴ زکال کې د هاروارډ پوهنتون د شمولیت ازموینه ورکړه او په عالي درجه کامیاب شو. ورته مهال هغه په چټکه بڼه د سترګو د لید د کمښت له امله ځانته په بشپړه توګه جلا مسیر وټاکه. [۶]

ټیلور په هاروارډ پوهنتون کې د زده کړو پر ځای د موډل جوړونې او میخانیک په برخه کې شاګرد شو او د فلادلیفیا په اینټرپرایز هیډرولیک ورکز کمپنۍ کې یې کاري تجربه ترلاسه کړه؛ دا د پمپونو جوړولو کمپنۍ وه چې مالکینو یې د ټیلور له کورنۍ سره د ملګرتیا اړیکې لرې. هغه د کار زدکړې دوره د شپږو میاشتو لپاره خوشې کړه او د نیوانګلنډ د ماشین تولیدونکو په استازولۍ یې د فلادلیفیا د سلمې کلیزې په نندارتون کې ګډون وکړ. ټیلور د خپلې شاګردۍ د څلور کلنې دورې له پای ته رسولو وروسته په ۱۸۷۸ زکال کې د میډوېل د فولادو په فابریکه کې د ماشین کار په توګه دنده ترلاسه کړه. په دغه کارخونه کې د کار کولو پر مهال په ډېرې چټکۍ سره د کاري مهال د تنظیم کولو منشي، په ګرځنده ډول د  ماشینونو کنټرول کوونکی، د ماشین کارانو مشر، د څېړنو مشر او بالاخره د دغې کارخونې لوړ پوړی انجینر وټاکل شو (په داسې حال کې چې د ماشین چلونکي په توګه یې هم خپل ځایګی ساتلی و). د ټیلور چټکې ودې د هغه د وړتیاوو او همدارنګه د دغه فابریکې له ونډه وال، اډوارډ کلارک سره د هغه د کورنیو اړیکو څرګندويي کوله. (د اډوارډ کلارک زوی، کلارنس کلاک چې د میډوېل د فولادو د فابریکې له مدیرانو څخه و د ټیلور له خور سره یې واده وکړ).

ټیلور هغه مهال چې نوی میډوېل ته تللی و او د یو کارګر او ماشین چلوونکي په توګه یې کار کاوه، دې ته یې پام شو چې کارګران خپله او یا د خپلو ماشینونو پر مټ دومره کار نه ترسره کوي څومره چې کولای شي (هغه ډول کار چې هغه مهال «عسکري کار» بلل کېده)؛ له همدې امله شرکت ته کاري قوه لګښتمنه پرېوزي. هغه مهال چې نوموړی د کارګرانو مشر شو، له کارګرانو څخه یې د لا زیات کار تمه لرله. د دې لپاره چې ومومي څومره کار په سمه توګه ترسره کېدای شي هغه یوه څېړنه پیل کړه څو د کاري بشري قوې او ماشین الاتو تولیدي موثریت تجزیه او تحلیل کړي. په دې سره ټیلور د تولید په انساني مولفې باندې تمرکز ته د علمي مدیریت نوم ورکړ. [۷]

په داسې حال کې چې ټیلور په میډوېل کې کار کوه، هغه او کلارنس کلارک په ۱۸۸۱ زکال کې د متحده ایالاتو د ټېنس د آزادو سیالیو د اتلولۍ دوه کسیز ټورنمنټ وګاټه. ټیلور له دې وروسته د سټیون د ټکنالوژۍ د انستیتیوت زده کړیال شو او زده کړې یې د مکاتبې پر مټ کولې. نوموړي په ۱۸۸۳ زکال کې د انجینرۍ په څانګه کې لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه د ۱۸۸۴ زکال د مۍ په ۳مه نېټه د فلادلیفیا له اوسېدونکې، لوئیز ام سپونر سره واده وکړ.[۴][۸]

ټیلور له ۱۸۹۰ زکال څخه تر ۱۸۹۳ زکال پورې د فلادلیفیا د تولیدي پانګونې د شرکت د عمومي مدیر او همدارنګه د دغه شرکت د مدیره پلاوي د انجینرۍ د برخې د سلاکار په توګه کار وکړ؛ دغه شرکت په مېن او ویسکانسین کې د کاغذ تولیدونکې لویې کارخونې لرلې. ټیلور په ۱۸۹۳ زکال کې په فلادلیفیا کې د سلا مشورې یو ځانګړی دفتر پرانیست. د هغه په بېزنس کارت باندې «سلاکار انجینر – د سوداګریزو چارو تنظیم کوونکی او د تولیدي لګښتونو متخصص» لیکلي وو. د مشورو د ورکړې په برخه کې د تجربو پر بنسټ ټیلور خپل ځانګړی مدیریتي سیسټم بشپړ کړ. هغه خپله لومړنۍ مقاله د ۱۸۹۵ زکال په جون میاشت کې د توکو د بیو د سیسټم (A Piece Rate System) تر عنوان لاندې د امریکا د میخانیکي انجینرانو اتحادیې ته وړاندې کړه. [۹]

نوموړی په ۱۸۹۸ زکال کې د بیتلهم د فولادو تولیدي شرکت ته ولاړ څو د هغو د ډېرو قیمتي ماشینونو د کاري ظرفیت ستونزه حل کړي؛ په دغه کمپنۍ کې و چې نوموړي خپله تر ټولو پیژندل شوې او ګټمنه اختراع ثبت کړه: له ۱۸۹۸ زکال څخه تر ۱۹۰۰ زکال پورې ټیلور او ماونسل وایټ (کورنی نوم یې دریم ماونسل وایټ، ۱۸۵۶- ۱۹۱۲ زکال؛ د ماونسل وایټ لمسی، ۱۷۸۳-۱۸۶۳ زکال) ګڼ شمېر جامعې تجربي ازموینې ترسره کړې او دې پایلې ته ورسېدل چې د فولادو له الیاژ څخه جوړ تنګستن د پرې کولو چټکتیا دوه یا څلور چنده زیاتوي. دغو مخترعینو د خپلې دغې اختراع له امله ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ترلاسه کړل چې په ۲۰۲۲ زکال کې له ۳ میلیونه ۵۰۰ زره ډالرو سره برابریږي. [۱۰][۱۱][۱۲]

ټیلور د بیتلهم د کمپنۍ له مدیرانو سره له ستونزو پیدا کولو وروسته اړ شو چې دغه کمپنۍ خوشې کړي. دغه مهال چې نور نو بډایه و، تر ډېره یې په دې تمرکز وکړ چې د مدیریت او ماشین کارۍ اړوندې خپلې کړنلارې د ویناوو، لیکنو او مشورو ورکولو پر مټ ترویج کړي. په ۱۹۱۰ زکال کې د ختیځو بیو د قضیې (Eastern Rate Case) له امله، فریدریک وینسلو ټیلور او د هغه د علمي مدیریت کړنلارو په ټوله نړۍ کې شهرت وموند. ټیلور د کار ځایونو د مدیریت د مقالې له لیکلو اته کاله وروسته په ۱۹۱۱ زکال کې د علمي مدیریت د اصولو په نامه بله مقاله د امریکا د میخانیکي انجینرانو ټولنې ته وړاندې کړه.

ټیلور ته د ۱۹۰۶ زکال د اکتوبر په ۱۹مه د پنسلوانیا پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه. بالاخره نوموړی په دارتموث کالج کې د سوداګرۍ په برخه کې د ټک انستیتیوت ښوونکی شو. ټیلور د ۱۹۱۵ زکال په پسرلي کې د سږو په پړسوب اخته شو او له همدې امله د خپلې ۵۹مې کلیزې څخه یوه ورځ وړاندې د ۱۹۱۵ زکال د مارچ په ۲۱مه ومړ. نوموړی د پنسلوانیا د بالاکاینویډ سیمې په وېسټ لارل هېل هدیره کې خښ کړای شو. [۱۳][۱۴][۱۵]

چارې سمول

ټیلور یو میخانیکي انجینر و چې د صنعتي موثریت د رامنځته کولو په لټه کې و. نوموړی د علمي مدیریت پلار ګڼل کېږي او د مدیریت په برخه کې له لومړنیو مشاورینو او د یو مخکښ شرکت له مدیرانو څخه و.

په ټیلور باندې نیوکې سمول

په ټیلور باندې ډیری نیوکې مارکسېستانو کړي دي. پر نوموړي باندې تر ټولو وړاندنۍ نیوکه ایټالوي کمونېست انتونیو ګرامشي د بندخونې د کتابچو (Prison Notebooks؛ ۱۹۳۷ زکال) تر عنوان لاندې اثر کې کړې ده. ګرامشي استدلال کاوه چې ټیلورېزم کارګران د مدیریت مطیع ګرځوي. هغه همدارنګه څرګنده کړې چې د ټیلورېزم پر بنسټ تکراري تولیدي چارې احتمال لري، د کارګرانو په ذهنونو کې انقلابي افکار رامنځته کړي.  [۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. Epstein, 1996، صص. 579–580.
  2. Bedeian & Wren, Winter 2001، صص. 221–225.
  3. Wall Street Journal, June 13, 1997، ص. A17.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ New York Times, March 22, 1915، ص. 9.
  5. Papesh, February 14, 1998.
  6. Miami University, 2003.
  7. Hughes, 1989، ص. 190.
  8. Kanigel, 1997، صص. 182–183, 199.
  9. Copley, 1923، صص. 396–397.
  10. Drury, 1918، ص. 100.
  11. "F.W. Taylor Collection," 2001.
  12. Roeber & Parmelee, March 1909.
  13. D'Aveni, Winter 2003.
  14. Frederick Taylor University.
  15. Harrison Letter, October 8, 1906.
  16. Gramsci, Selections, او 1929–1931.
  17. Gramsci, او 1929–1931.