فریدریکا بریمر

فریدریکا بریمر (زوکړه: د ۱۸۰۱ زکال د اګست ۱۷مه – مړینه: د ۱۸۶۵ زکال د ډسمبر ۳۱مه نېټه) په فېنلنډ کې زیږېدلې سویډنۍ لیکواله او اصلاح غوښتونکې وه. د ورځني ژوند د طرحو (Sketches of Everyday Life) په نامه د هغې اثر د ۱۸۴۰مې او ۱۸۵۰مې لسیزې پرمهال په بریتانیا او متحده ایالاتو کې ډېر شهرت وموند او له امله یې دا سویډنۍ جېن آسټن (انګریزي لیکواله وه) بلل کېده چې ادبي واقعیت پالونکی ناول یې په سویډني ادبیاتو کې د شهرت اوج ته رسېدلی و. هغې د خپل ژوندانه د ۳۰مې لسیزې په وروستیو کې په بریالیتوب سره له پاچا څوارلسم چارلز څخه وغوښتل دا د خپل ورور له قیمومیت څخه آزاده اعلان کړي؛ د ژوندانه په ۵۰مه لسیزه کې یې هرتا (Hertha) ناول د داسې یو ټولنیز خوځښت لامل وګرځېد چې پرمټ یې له ۲۵ کلنۍ څخه ټولې مجردې سویډنۍ ښځې له قانوني پلوه آزادې ګڼل کېدې. ورته مهال یې د سویډن لومړنی ښځینه پوهنتون (دارالمعلین؛ Högre Lärarinneseminariet) تاسیس کړ. نوموړې سوفیا آدلرسپار ته الهام بخښونکې شوه چې د سویډن د لومړنۍ ښځینه مجلې (Home Review) او همدارنګه یې وروسته د هرتا مجلې په خپرولو لاس پورې کړ. د ۱۸۸۴ زکال پر مهال په سویډن کې د ښځو د حقونو لومړنی بنسټ د دې په ویاړ د فریدریکا بریمر د بنسټ په نامه ونومول شو.

د لیکوالۍ ژوند

سمول

بریمر له نوې ځوانۍ وروسته د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ناروې په ټامب مانور سیمه کې د خپلې ملګرې کونټیس سټینا سامرهایلم مېلمنه وه. دې په پیل کې هوډ درلود چې په یو سیمه ئیز روغتون کې د ناروغ پالونکې په توګه کار وکړي، خو له دغې چارې څخه پښېمانه او پرځای یې خپل وخت ادبیاتو ته ځانګړی کړ. دغه مهال د یو زیات عمر لرونکي خپلوان اړوند د کونټیس کیسې د بریمر الهام بخښونکې شوې چې له امله یې دې په ۱۸۳۷ زکال کې خپل شاهکار اثر د ګاونډیانو (The Neighbors) تر عنوان لاندې ولیکه. د ګویټه او ګیجر – دې د ۱۸۳۷- ۱۸۳۸ زکلونو پر مهال په سټکهولم کې ورسره لیدلي و - د اثارو اړوند د هغې کره مطالعې د کور (The Home؛ ۱۸۳۹ زکال) په نامه د دې د راتلونکي ناول ګڼ شمېر برخې تر خپل اغېز لاندې راوړې. د بریمر د همهاله نارینه لیکوالانو ګویټه پالنه لامل وګرځېده څو دا په ۱۸۴۰ زکال کې د غلامۍ (The Thrall) په نامه ډرامه (نمایشنامه) نندارې ته واړندې کړي، هغه ډرامه چې په وایکېنګ دوره کې یې د ښځو مسایل شرح کړي و. بریمر د کونټیس له مړینې وروسته په ۱۸۴۰ زکال کې سټکهولم ته بېرته راوګرځېده.

فریدریکا په ۱۸۳۰ زکال کې د خپل پلار له مړینې وروسته خپلې مور ته ډېره نږدې شوې وه. ورته مهال د سویډن د ۱۷۳۴ زکال د مدني قانون له مخې ټولې مجردې ښځې د واده تر مهاله د خپل تر ټولو نږدې نارینه خپلوان تر واک لاندې راتلې او له واده وروسته بیا د مېړه تر قیمومیت لاندې وې. یوازې کونډې او طلاق شوې ښځې په اتومات بڼه د قانوني عمر بشپړونکې بلل کېدې. د دغه قانون له مخې دا او خور یې، اګاته د خپل پلار له مړینې وروسته د خپل مشر ورور تر قانوني کنټرول لاندې راغلې او د دوی مالي چارې یې په واک کې وې؛ هغه چاره چې دوی ترې ناخوښه وې ځکه چې ورور یې د پلار له مړینې وروسته په وروستۍ لسیزه کې د دوی د کورنۍ شتمني په بې ځایه توګه لګولې وه.

د دغه ډول حالت د له منځه وړو په موخه یوازنۍ حل لار پاچا ته مستقیم شکایت و؛ دغه ډول غوښتنې چې د سوداګرو ښځینه وو ترمنځ دود وې په معمول ډول باندې یې د هغو د خوښې وړ ځواب اخیست او غوښتنه به یې د پاچا له خوا تائید کېده، همدا شو چې پاچا په ۱۸۴۰ زکال کې په رسمي ډول هغوی د قانوني عمر لرونکې وبللې. هغې د ۱۸۴۱- ۱۸۴۲ زکال ژمی په اورسټا کلا کې تېر کړ او د سهارنیو ساعتونو (Morning Watches؛ ۱۸۴۲ زکال) په نامه خپله رساله یې بشپړه کړه؛ په دغه رساله کې دې خپل شخصي مذهبي باورونه په لومړي ګام کې د یوې حسي موضوع او بیا د عرفاني چارو په توګه بیان کړل. دغې چارې یو لړ مخالفتونه راوپارول، خو ګیجر، تګنر او بوکلین ترې ملاتړ وکړ. له ټولو مهمه هم دا چې دا یې لومړنی اثر و چې دې په خپل بشپړ نامه سره خپور کړ او دا یې د یوې ادبي مخکښې په توګه معرفي کړه. له همدې امله نوموړې په ۱۸۴۴ زکال کې د سویډن د اکاډمۍ د سرو زرو تر ټولو لوی مډال ترلاسه کړ. [۱]

بریمر په پیل کې د سویډن نورو برخو او ورپسې یې له هېواده بهر سفرونو ته مخه کړه. په ۱۸۴۱ زکال کې د بروکهاوس په نامه جرمنۍ خپرندویې ټولنې د بهرنیو کلاسیکو ادبیاتو د کتابونو د خپرولو لړۍ (په جرمني ژبه: Ausgewählte Bibliotek der Classiker des Auslandes) پیل کړه، د دغې لړۍ بریا لامل وګرځېده چې یاده ټولنه د راتلونکي کال تر وروستیو پورې د بریمر اووه جلده نور اثار خپاره کړي. له دې وروسته ماري هویټ په لندن او نیویارک کې د دې د اثارو د انګلیسي ژباړو په خپرولو لاس پورې کړ؛ دغو ژباړو په سویدڼ کې د هغو د اصلي بڼو څخه زیات شهرت وموند او بهر ته یې د سفرونو پر مهال د هغې پراخه هرکلي ته زمینه برابره کړه. بریمر له خپل هر سفر وروسته د لیدلو سیمو څخه په غوره بڼه سفرنامې لیکلې او یا یې هم له هغو ځایونو څخه خپل خاطرات لیکل. دې په ۱۸۴۶ زکال کې راینلنډ ته سفر وکړ، هغه سفر چې پر مټ یې دې په ۱۸۴۸ زکال کې د راین د حوزې څخه د څو پاڼو (Few Leaves from the Banks of the Rhine)، د اوړي د نیمايي سفر (Midsummer Journey) او د خور او ورور ژوند (Sibling Life) په نومونو آثار ولیکل؛ دغو کتابونو له هغو ستونزو الهام اخیست چې بالاخره په فرانسه کې د پاچا لویي فیلېپ د ګوښه کېدو لامل وګرځېدې. [۲]

سفرونه

سمول

بریمر د دوتوکویل او مارټینو له چارو څخه په الهام اخیستو متحده ایالاتو ته سفر وکړ او د هغو له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. دې د ۱۸۴۹ زکال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه له کوپنهاګن څخه حرکت وکړ او د اکتوبر په ۴مه نېټه نیویارک ته ورسېده. هغې له بوسټون او نیوانګلنډ څخه په دې موخه لیدنه وکړه څو په ټولنه او په ځانګړې توګه په ښځو باندې د دیموکراتیکو بنسټونو اغېز وارزوي؛ چېرې چې دې له امرسون، لانګفلو، لاول، هاثورن او ایروینګ سره هم ولیدل. سربېره پر دې یې د اتلانتیک په منځ کې د ایالتونو له شاکرز ټولنې او کواکر ټولنو څخه لیدنه وکړه، په سویل کې یې د تورپوستو غلامانو وضعیت وارزاوه او په منځني لویدیځ کې یې سکانډنیویايي او بومي ټولنو ته سفر وکړ. هغې د دو توکویل په څېر د امریکا له بندونو څخه لیدنه وکړه او له بندیانو سره یې خبرې وکړې.[۳][۴]

نوموړې نیویارک ته له راګرځېدو وړاندې له هسپانوي کیوبا څخه لیدنه وکړه او د ۱۸۵۱ زکال د سپټمبر په ۱۳مه نېټه یې بېرته د اروپا پر لور حرکت وکړ. دې د خپل دغه سفر پر مهال خپلې خور اګاته ته پرېمانه لیکونه ولیکل، هغه لیکونه چې بیا په ۱۸۵۳ زکال کې د نوې نړۍ د کورنو (Homes in the New World) په نامه په یو دوه ټوکیز اثر کې خپاره شول. بریمر له دې وړاندې سویډن د ځان لپاره د کور په بڼه انځور کاوه، خو اوس یې امریکايي نړۍ د هغه لوی کور په توګه انځور کوله چېرې چې ګڼ شمېر کورنیو د دې کوربه توب کړی و او ځای یې ورکړ. دې شپږ اونۍ په بریتانیا کې تېرې کړې، په دغه موده کې یې لیورپول، منچسټر، برمنګهم او لندن ته سفرونه وکړل او د خپلو سفرونو په ترڅ کې یې له الیزابت ګاسکل، چارلز کېنګزلي او جورج الیوت سره هم ولیدل.

فعالیت

سمول

په نومبر میاشت کې سویډن ته له راګرځېدو وروسته بریمر هڅه وکړه څو د منځۍ او لوړې طبقې ښځې په هغه ډول ټولنیزو چارو کې بوختې کړي چې په امریکا او انګلستان کې ترسره کېدلې. هغې د ماشومانو د پالنې په موخه د سټکهولم د ښځو ټولنه (Skyddsmödraförening or Stockholms Fruntimmersförening för Barnavård) جوړه کړه څو له هغو یتیمو ماشومانو پالنه وکړي چې د ۱۸۵۳ زکال د سټکهولم له وبا څخه ژوندي پاتې شوي وو؛ سربېره پر دې یې په ۱۸۵۴ زکال کې د بندیانو د وضعیت د ښه توب په موخه د ښځو بله ټولنه (Fruntimmersällskapet för Fångars Förbättring) جوړه کړه څو ښځینه بندیانې پر خپلو پښو درېدو ته چمتو او سمې لارې ته یې برابرې کړي. د ۱۸۵۴زکال د اګست په ۲۸مه نېټه د کریمیه د جګړې په را نږدې کېدو لندن ټایمز مجلې «د سولې د اتحاد لپاره د بلنې» په نامه د هغې مقاله «عیسوي مېرمنو ته د یوې سولې غوښتونکې د وړاندیز» تر عنوان لاندې خپره کړه.

بریمر د ۱۸۶۲ زکال له جولای میاشتې څخه تر اکتوبر میاشتې پورې جرمني ته له وروستي سفر وروسته خپل پاتې عمر په سویډن کې تېر کړ. د راپورونو له مخې نوموړې دغه مهال په سویډن کې د اشرافي رژیم او په متحده ایالاتو کې د غلامۍ له لغو کېدو خوشاله وه. بریمر د ۱۸۶۵ زکال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه له سټکهولم بهر په ارسټا کلا کې مړه شوه.

سرچينې

سمول
  1. Pleijel, Agneta, "About Fredrika Bremer", Årstasällskapet för Fredrika Bremer-studier, نه اخيستل شوی 22 January 2016
  2. "Prefatory Notice", President's Daughters: A Narrative of a Governess, James Monroe & Co., 1843
  3. Anderson, Carl L. (June 1965), "Fredrika Bremer's 'Spirit of the New World'", The New England Quarterly, Vol. 38, No. 2, p. 187
  4. Pleijel, Agneta, "About Fredrika Bremer", Årstasällskapet för Fredrika Bremer-studier, نه اخيستل شوی 22 January 2016