فریدریخ اېبرت

فریدریش ایبرت (۴ فبروري ۱۸۷۱ – ۲۸ فبروري ۱۹۲۵ زکال) د جرمني د سوسیال دیموکراتیک ګوند جرمنی سیاستوال او له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۵ زکال پورې په خپل دفتر کې د مړینې تر مهاله د جرمني لومړنی ولسمشر و.

فریدریخ اېبرت
فریدریخ اېبرت
فریدریخ اېبرت

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت جرمني   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
فریدریخ اېبرت
فریدریخ اېبرت

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ایبرت په ۱۹۱۳ زکال کې د اګوست بیبیل له مړینې وروسته د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند منتخب مشر و. په ۱۹۱۴ ز کال کې وروسته له هغه چې له مشرۍ یې لنډه موده تېره شوې وه، ګوند په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني د جګړه یيزو هڅو لپاره د مالي پورونو له برابرولو څخه د ایبرت د ملاتړ له امله په ژور ډول وویشل شو. د منځني سوسیال دیموکرات په توګه، ایبرت د بورګفرایډن سیاست پلوی و، هغه سیاسي پالیسي چې د جګړې پر مهال یې خپل ټول پام د سیاسي ګوندونو ترمنځ د داخلي مسایلو پر ځای ټولنې او د ځواکونو تمرکز ته اړاوه، څو د جګړې په هر ډګر کې بریاوې ترلاسه کړي. هغه هڅه وکړه چې په ګوند کې له جګړې سره مخالف کسان له صحنې وباسي، خو د ګوند د وېش مخنیوي یې ونه شو کړای.  

ایبرت د ۱۹۱۸-۱۹ زکال د جرمني په انقلاب کې یو له محوري څېرو څخه و. هغه مهال چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته جرمني په جمهوري دولت واوښت، نوموړی یې لومړی ولسمشر شو. هغه مهال د نوموړي د سیاستونو موخه تر ډېره په جرمني کې د سولې او نظم ټینګښت او هم  د کیڼ اړخو ځپل و. دغو موخو ته د رسېدو له امله نوموړي له محافظه کاره او ملت پاله سیاسي ځواکونو په ځانګړې توګه د جنرال ویلهلم ګرونر تر مشرۍ لاندې پوځ او فرای کورپس کمونیزم ضد ملیشه ډلې سره لاس یو کړ. د دوی په مرسته د ایبرت حکومت وکولای شول یو شمېر سوسیالیستي او کمونیستي بغاوتونه وځپي او همدارنګه یې د ښي اړخو یو شمېر پلانونه لکه کاپ کودتاه شنډه کړه، هغه موضوع چې نوموړی یې په یو بحث جوړوونکې تاریخي څېره واړوه.

د ژوند لومړي کلونه

سمول

ایبرت د ۱۸۷۱ زکال د فبروري په ۴ مه نېټه د جرمني سترواکۍ په هیډلبرګ کې وزېږېد، هغه د خیاط کارل ایبرت (۱۸۳۴-۱۸۹۲ زکال) او د هغه د مېرمنې کترینا (په هینکل مشهوره ۱۸۳۴-۱۸۹۷ زکال) له نهو ماشومانو اووم و. د هغه له وروڼو او خویندو درې یې د ځوانۍ په عمر کې مړه شول. په داسې حال کې چې هغه غوښتل پوهنتون ته لاړ شي، خو د کورنۍ د مالي ستونزو له امله دغه چاره ناشونې وه. د دې پر ځای نوموړي له ۱۸۸۵-۱۸۸۸ زکال پورې زین (د آسونو زین) جوړول زده کړل. وروسته له هغه چې نوموړی په یو ماهر کارګر بدل شو، د جرمنیانو د رواج له مخې یې په ۱۸۸۹ زکال کې د جرمني له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته سفر پیل کړ څو ټول هېواد وګوري او همدارنګه د خپل نوي کسب یا سوداګرۍ اړوند تازه معلومات ترلاسه کړي. په مانهایم کې د هغه یو تره نوموړی سوسیال دیموکرات ګوند ته ورمعرفي کړ او په ۱۸۸۹ زکال کې له دغه ګوند سره یوځای شو. په داسې حال کې چې ایبرت د کارل مارکس او فردریش انګلز لیکنې لوستې، خو ډېر لږ یې له داسې سازماني او عملي ایډیالوژیو سره لېوالتیا لرله چې کولای یې شو، هماغه مهال او همالته د کارګرانو وضعیت ښه کړي. ایبرت د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله د پولیسو په تور لیست کې شامل شو، له همدې امله به هغه تل خپل استوګنځای ته تغییر ورکاوه. له ۱۸۸۹ زکال څخه تر ۱۸۹۱ زکال پورې نوموړي په کاسل، برانشوایګ، البرفیلډ-بارمن، رمشایډ، کواکنبروک او برمن کې ژوند وکړ، چېرې چې ده د Sattlerverband (زین جوړونې) سیمه ئیزې ټولنې جوړې کړې او د هغو مشري یې پر غاړه لرله. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په ۱۸۹۱ زکال کې په برمن کې د ژوند کولو پر مهال ایبرت د خپل ژوند تېرولو په موخه ډول ډول چارې ترسره کولې. په ۱۸۹۳ زکال کې نوموړي په Bremer Bürgerzeitung سوسیالیستي نشریه کې د سرمقاله لیکونکي دنده ترلاسه کړه. د ۱۸۹۴ زکال په مۍ میاشت کې نوموړي د یوه عادي کارګر له لور لویس رمپ (۱۸۷۳-۱۹۵۵ زکال) سره واده وکړ، نوموړي هغه د کور د چارو د ترسره کولو او په قطیو د ټاپې نښلولو په موخه استخدام کړې وه او همدارنګه د ټولنې په چارو کې فعاله وه. وروسته له هغه نوموړی د یوې میخانې څښتن شو چې له هغې به یې د سوسیالیستي او اتحادیې د فعالیتونو لپاره کار اخیسته او همدارنګه په برمن کې د سوسیال دیموکرات ګوند منتخب مسئول وټاکل شو. ایبرت په ۱۹۰۰ زکال کې د کارګري اتحادیې د منشي په توګه وټاکل شو او په سوسیال دیموکرات ګوند کې یې د وګړو د کمیټې یو منتخب غړی د ځان استازی وټاکه. په ۱۹۰۴ زکال کې ایبرت په برمن کې د ګوند د ملي کنوانسیون مشري پر غاړه لرله، دا هغه ځای و چې نوموړی په پراخه کچه د عامو خلکو له خوا وپېژندل شو. نوموړی د سوسیال دیموکرات ګوند د منځنۍ یا معتدلې څانګې مشر شو او په ۱۹۰۵ زکال کې د یاد ګوند د عمومي منشي چوکۍ ته ورسېد، له همدې امله برلین ته وکوچېد. له دې سره نوموړی د اجرائیوي برخې تر ټولو ځوان غړی هم و. [۹][۱۰]

په ورته مهال، ایبرت څو ځله له هغو ټاکنیزو حوزو څخه ځان رایشتاګ (جرمني پارلمان) ته نوماند کړ چېرې چې SPD یا سوسیال دیموکرات ګوند د بریا هیڅ چانس نه درلود: په ۱۸۹۸ زکال کې له ویچتا (اولډنبرګ) او په ۱۹۰۳ او ۱۹۰۶ زکلونو کې له سټیډ ( هانور له ولایت) څخه، خو له دې سره نوموړي په ۱۹۱۲ زکال کې وکولای شول، د البرفیلډ – برمن (نن ورځ دووپرټال برخه ده) ټاکنیزې حوزې څخه رایشتاګ ته لار پیدا کړي. دا هغه ټاکنې وې چې SPD په کې د رایشتاګ له ۳۹۷ څوکیو څخه ۱۱۰ خپلې کړې او مخکښ کاتولیک مرکزي ګوند یې شاته کړ. د ۱۹۱۳ زکال د اګست په ۱۳ مه د اګوست بیبیل له مړینې وروسته، ایبرت د سپټمبر په ۲۰ مه نیټه په ینا کنوانسیون کې له ۴۷۳ رایو څخه په ۴۳۳ موافقو رایو د ګوندي ډلو د ګډ مشر په توګه وټاکل شو. د هغه مرستیال هوګو هاس و.

د جرمني ولسمشر

سمول

په وایمار کې د ملي شورا له غونډې پنځه ورځې وروسته د جرمني د لومړیو ولسمشریزو ټاکنو له مخې چې د ۱۹۱۹ زکال د فبروري په ۱۱ مه نېټه ترسره شوې، ایبرت د جرمني د لنډ مهاله ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د نوي اساسي قانون تر اجرایي کېدو او د ۱۹۱۹ زکال د اګست په ۲۱ مه د رایش ولسمشر په توګه د لوړې کولو تر مهاله لنډ مهالی ولسمشر و. نوموړی د جرمني لومړنی منتخب دیموکراتیک ولسمشر او همدارنګه لومړنی عادی کس، لومړی سوسیال دیموکرات، لومړی ملکي وګړی او لومړنی پرولتاري مخینه لرونکی کس و چې دغه ځایګي ته ورسېد. له ۱۸۷۱ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې د یو موټي رایش آلمان یوازنی ولسمشر و چې په کلکه سره دیموکراسۍ ته ژمن و. [۱۱]

د ولسمشر په توګه د ایبرت لومړنۍ دنده دا وه چې د وارسا هوکړه ترسره کړي. هغه مهال چې د ۱۹۱۹ زکال د مۍ په ۷ مه نېټه د دغې هوکړې شرایط څرګند شول، د ټولو آلماني سیاسي لورو له خوا هغه «آمرانه» وبلل شوه، په ځانګړې توګه له دې امله چې دغه هوکړه آلمان ته سپارل شوې وه او له هغو یې غوښتي و چې له کوم بحث پرته یې دې لاسلیک کړي. ایبرت خپله دغه هوکړه «نه پلې کېدونې او نه زغمل کېدونې» وبلله. له دې سره ایبرت ډېر ښه په دې پوهېده چې جرمني په داسې موقعیت کې نه دی چې دغه هوکړه رد کړي. هغه باور درلود چې که چېرې هم رد یې کړي نو متفقین به له لویدیځ لوري دوی برید وکړي. نوموړي د عامه افکارو د رضایت جلبولو په موخه له هینډنبورګ نه پوښتنه وکړه چې د متفقینو د بریدونو په بیاځلي پیل کېدو سره پوځ د دې وړتیا لري چې مقاومت وکړي. ده ژمنه وکړه که چېرې ډېر لږ دا امکان هم ومومي چې پوځ مقاومت کولای شي نو دغه هوکړه به رد کړي. هینډنبورګ د ګرونر په هڅونه دې پایلې ته ورسېد چې پوځ آن په ډېره لږ کچه هم نور د جګړې د پیلولو توان نه لري. هغه د دې پر ځای چې خپله ایبرت ته ووايي، ګرونر یې ولېږه، څو ولسمشر ته د پوځ د ارزونې پایله وړاندې کړي. له همدې امله ایبرت ملي شورا ته لارښوونه وکړه، څو دغه هوکړه تصویب کړي چې د جولای په ۹ مه د رایو په اکثریت تصویب شوه. [۱۲][۱۳]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118528610  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118528610  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. "Biografie Friedrich Ebert (German)". Deutsches Historisches Museum. خوندي شوی له the original on 11 July 2014. بياځلي په 22 May 2013.
  4. "Biografie Friedrich Ebert (German)". Bayerische Nationalbibliothek. بياځلي په 2 August 2013.
  5. Dennis Kavanagh (1998). "Ebert, Friedrich". A Dictionary of Political Biography. Oxford: OUP. p. 157. بياځلي په 1 September 2013.{{cite book}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  6. "Friedrich Ebert: Leben 1871–1888 (German)". Stiftung Reichspräsident-Friedrich-Ebert-Gedenkstätte. بياځلي په 30 October 2016.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  7. Herzfeld, Hans, ed. (1963). Geschichte in Gestalten:1:A-E (German). Fischer, Frankfurt. pp. 335–336.
  8. Harenberg Personenlexikon: Ebert, Friedrich. Harenberg Lexikon Verlag, Dortmund. 2000. pp. 274–275. ISBN 3-611-00893-1.
  9. "Friedrich Ebert (1871–1925).Vom Arbeiterführer zum Reichspräsidenten (German)". Friedrich Ebert Stiftung. بياځلي په 23 July 2013.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  10. کينډۍ:Cite EB1922
  11. Kolb, Eberhard (2005). The Weimar Republic. Psychology Press. p. 226. ISBN 978-0-415-34441-8. بياځلي په 10 February 2012.
  12. Koppel S. Pinson (1964). Modern Germany: Its History and Civilization (13th printing ed.). New York: Macmillan. p. 397 f. ISBN 0-88133-434-0.
  13. William Shirer, The Rise and Fall of the Third Reich (Touchstone Edition) (New York: Simon & Schuster, 1990)