فریتیوف شوون

فریتیوف شوون (فریت-یوف شو-ون/ فونتیکي سمبول یې: /ˈʃuːɒn/، په الماني ژبه: [ˈfʁɪtjɔf ˈʃuːɔn]؛ زوکړه د ۱۹۰۷ کال د جون ۱۸مه -مړینه د ۱۹۹۸ کال د مې ۵مه) یو سویسی میتافزیک پوه و چې د الماني ټبر د تل پاتې هوښ یا فرهنګ‌پال ښوونځي سره یې تړاو درلود. هغه د میتافزیک، معنویت، دین، انسان‌پوهنې او هنر په برخه کې په فرانسوي ژبه له شلو څخه زیات اثار لیکلي چې په انګلیسي اوګڼو نورو ژبو ژباړل شوي دي. هغه همداراز انځورګر او شاعر و.   

شوون له رنه ګنون او اناندا کوماراسوامي سره د شلمې پېړۍ د تل پاتې هوښ فلسفې د اصلي استازو په توګه پېژندل کېږي. نوموړي هم د هغوی په څېر د یو مطلق اصل – خدای – واقعیت ومانه چې نړۍ ورڅخه سرچینه اخلي او باوري و چې ټولې الهې څرګندونې د خپلو اختلافاتو سره سره یو مشترک جوهر لري: یو ډول واحد حقیقت. هغه همداراز له هغوی سره دا ډاډ شریک کړ چې انسان په بالقوه ډول د عقلي پوهې وړتیا لري او په دوامداره ټوګه یې پر مدرن ذهنیت چې د هغه په وینا یې د عقلي پوهې له دودیزو ريښو څخه سرچینه اخیسته نیوکه کړه. شوون تر اپلاتون، پلوتین، ادې شانکارا، مایسټر اکهارت، ابن عربي او نورو میتافزیک پوهانو وروسته هڅه وکړه د اصل او د هغه د مظهر/تجلي تر منځ یووالی ومني.    

هغه د شېخ احمد العلوي په نوښت د شاذیلي په تصوفي طریقت کې د مریمیه طریقه رامنځته کړه. د هغه لیکنې په پياوړې توګه د یو دین د عملي کولو د اړتیا تر څنګ د میتافزیکي عقیدو پر مطلق‌پالنې ټینګار کوي؛ همداراز د فضیلتونو او ښکلا پر اهمیت هم ټينګار کوي.

شوون د بېلابېلو مذهبي او معنوي افقونو لرونکو ګڼ شمېر شخصیتونو سره نږدې اړیکې جوړې کړې. هغه د شمالي امریکا د سورپوستو له دود سره ځانګړې مینه لرله او د هغوی له یو شمېر مشرانو سره یې کلکه ملګرتیا وه چې هم د لاکوټا سیوکس او هم د کرو په قبیله کې ومنل شو. هغه چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په فرانسه او سویزرلنډ کې تېره کړې وه، په ۷۳ کلنۍ کې يې متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړ.  

کار او ژوند

سمول

بازل، سویزرلنډ (۱۹۰۷-۱۹۲۰)

سمول

فریتیوف شوون د ۱۹۰۷ کال د جون په ۱۸مه، د سویزرلنډ د الماني ژبو په سیمه بازل کې نړۍ ته راغی. هغه د المانی الاصله پل شوون او د الزاسي سیمې اړوند فرانسوي ژبې مارګارت بولر د دوو زامنو کشری و. پلار یې مینه‌ناک او نامتو سړی و، چې د کنسرت ویلون غږوونکی و او په کورنۍ کې يې د موسیقي سربېره ادبي او معنوي فرهنګ هم شته و. شوون که څه هم کاتولیک و خو خپل زامن یې په بازل کې د لوتري مذهب غالبه فرقه کې شامل کړل. [۱][۲]

شوون په ابتدایه ښوونځي کې د راتلونکي میتافیزیک‌پوه او د هنر متخصص، تیتوس بورکهارټ سره ولیدل چې وروسته یې د ټول عمر ملګری پاتې شو. د حقیقت لټون نوموړی له لس کلنۍ څخه نه یوازې د انجیل بلکې د اوپانیشادونو، بهاګاواد-ګیتا، قران او همدارنګه د اپلاتون، امرسون، ګویټه او شیلر لوستلو ته اړ کړ. [۳]

فرانسه (۱۹۲۰-۱۹۴۰)

سمول

د شوون پلار په ۱۹۲۰ کال کې ومړ او د هغه مور پرېکړه وکړه چې د فرانسې مولوز ته څېرمه له خپلو تنکیو زامنو سره خپلې کورنۍ ته راستنه شي، چېرته چې شوون د ورسای تړون پر بسنټ د فرانسې ښاروندي ترلاسه کړه. هغه ته یو کال وروسته په ۱۴ کلنی کې د کاتولیک په توګه د تعمید غسل ورکړل شو. په ۱۹۲۳ کال کې یې ورور د تراپیست یوې صومعې ته دننه شو او شوون د کورنۍ د لګښتونو د تامینولو لپاره ښوونځی پرېښود او د ټوکر د طراح په توګه يې دنده پیدا کړه. [۴][۵][۶]

وروسته هغه ځان د بهاګاواد ګیتا او ویدانتا په نړۍ کې ډوب کړ. هغه لس کاله د هندوییزم د دعوت دې لړۍ کې پاتې شو، که څه هم هغه په بشپړه توګه په دې پوه و چې په‌خپله هېڅ‌کله هندو کېدی نه‌شي. په ۱۹۲۴ کال کې چې لا یې په مولوز کې ژوند کاوه، د رنه ګنون په نوم فرانسوي فلیسوف اثار یې کشف کړل چې د هغه د فکرې پوهاوي له منلو سره یې مرسته وکړه او د هغه د کشف شویو میتافزیکي اوصولو څخه یې ملاتړ وکړ. شوون وروسته د ګنون په اړه وویل چې هغه «د هر هغه څه ځواکمن او ژور نظریه پوه و چې مینه يې ورسره لرله»[۷][۸][۹]

په ۱۹۳۰ کال کې په بزانسون کې تر ۱۸ میاشتو مېشتېدو او د فرانسې په پوځ کې تر پوځي خدمت وروسته شوون په پاریس کې مېشت شو. هلته هغه بېرته د ټوکرو د طراح په توګه خپله دنده پیل کړه او د سیمه‌ییز جومات په مدرسه کې يې د عربي ژبې زده‌کړه پیل کړه. په پاریس کې ژوند کولو هغه ته دا فرصت هم ورکړ چې تر پخوا ډېر د دودیز هنر د بېلابېلو ډولونو له نندارو سره مخ شي، په ځانګړي ډول د اسیا هنرونه چې نوموړي له ځوانۍ راهیسې وروسره ژوره اړیکه لرله. [۱۰]

د ۱۹۳۲ کال په پای کې هغه د لتجېدنکن زر اربسینی (Leitgedanken zur Urbesinnung) په نوم خپل لومړنی کتاب بشپړ کړ چې په ۱۹۳۵ کال کې خپور شو او وروسته د لومړني مدیتېشن: پر حقیقت تفکر له سرلیک سره انکلیسي ژبې ته وژباړل شو. د نوموړي له طبیعت سره د لویدیځ د عصري ارزښتونو ډېر مخالفت، له لویدیځ څخه د وتلو لېوالتیا او له اسلام سره د هغه زیاتېدونکې مینې هغه دې ته وهڅاوه چې د ختیځ پر لور د مارسیل لوی بندر ته ولاړشي. هلته یې له دوو کلیدي کسانو سره وپېژندل چې دواړه د الجزایر په مستغانم ښار کې د شېخ احمد العلوي په نوم د یو صوفي له زده‌کوونکو څخه وو. شوون په دغو مخامختیاوو کې د خپل برخلیک نښه ولیده او د الجزایر پر لور لاړ. په مستغانم کې یې اسلام ومانه او ۴ میاشتې یې د شېخ په زاویه کې تېرې کړې. شېخ د هغه لپاره لومړی ګام پورته کړ او هغه یې عیسي نورالدین ونوماوه، شوون ډېر ژر د فرانسې د استعماري چارواکو تر فشار لاندې اروپا ته ستنېدو ته اړ شو. [۱۱][۱۲]

شوون له اسلام سره خپل تړاو د دین د بدلون په توګه نه باله، ځکه هغه له عیسویت څخه انکار نه کاوه. د حقیقت د لټون په هره جوتونه کې یې د واحد او ورته حقیقت تشرېح په بېله بڼه موندله. خو د هغه د هم‌هغه وخت د ګنوني باور پر بنسټ داسې برښېده چې د یو روحاني استاد تر نظر لاندې د لویدیځ عیسویت پر لاره تلل نور د هغه لپاره د «پوهې لار» نه‌شي کېدی، حال دا چې دا لاره د شوون د اسلامي اساطیریزم د تصوف په چوکاټ کې لا هم پرانیستې وه.  [۱۳][۱۴]

د شوون د راپور پر بنسټ د ۱۹۳۴ کال په جولای کې کله چې د بهاګاواد-ګیتا په لوستلو کې ډوب و له یوې غیر معمولي روحاني پېښې سره مخ شو. هغه وویل د خدای نوم «الله» د هغه پر وجود ولکه کړې او تر درېیو ورځو یې له دوامدار ذکر پرته نور څه نه شوی کولی. څه موده وروسته وپوهېده چې د هغه شیخ په هم‌هغه ورځ مړ شوی. [۱۵]

سرچينې

سمول
  1. Michael Fitzgerald, Frithjof Schuon Messenger of the Perennial Philosophy, World Wisdom, 2010, pp. 1–2
  2. Jean-Baptiste Aymard, Frithjof Schuon: Life and Teachings, SUNY, 2002, pp. 5–7
  3. Michael Fitzgerald, Frithjof Schuon Messenger of the Perennial Philosophy, World Wisdom, 2010, pp. 3, 6
  4. Jean-Baptiste Aymard, Frithjof Schuon: Life and Teachings, SUNY, 2002, p. 10
  5. Jean-Baptiste Aymard, Frithjof Schuon: Life and Teachings, SUNY, 2002, p. 9
  6. Pierre-Marie Sigaud, Dossiers H : René Guénon, L’Âge d’Homme, 1984, p. 321 [۱]
  7. Jean-Baptiste Aymard, Frithjof Schuon: Life and Teachings, SUNY, 2002, p. 10
  8. Barbara Perry, "Introduction" in Frithjof Schuon, Art from the Sacred to the Profane, World Wisdom, 2007, p. xiv
  9. Jean-Baptiste Aymard, Frithjof Schuon: Life and Teachings, SUNY, 2002, p. 10
  10. Michael Fitzgerald, Frithjof Schuon Messenger of the Perennial Philosophy, World Wisdom, 2010, p. 26
  11. Jean-Baptiste Aymard, Frithjof Schuon: Life and Teachings, SUNY, 2002, pp. 16–17
  12. Michael Fitzgerald, Frithjof Schuon Messenger of the Perennial Philosophy, World Wisdom, 2010, pp. 32, 34
  13. Michael Fitzgerald, Frithjof Schuon Messenger of the Perennial Philosophy, World Wisdom, 2010, p. 40
  14. Jean-Baptiste Aymard, Frithjof Schuon: Life and Teachings, SUNY, 2002, p. 61
  15. Michael Fitzgerald, Frithjof Schuon Messenger of the Perennial Philosophy, World Wisdom, 2010, pp. 36–37