فریادي سرور زر داد
سرور زرداد فریادي چې (په زرداد خان او قوماندان زرداد هم شهرت لري) یو پخوانی جګړه مار دی. په ۱۹۹۰ لسیزه کې په افغانستان کې په یرغمل کولو او شکنجه کولو کې د لاس لرلو په تور، په ۲۰۰۵ ز کال کې په انګلستان کې (چېرې یې چې ژوند کولو) مجرم وبلل شو.
فریادي سرور زر داد | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | تړون 1960 |
عملي ژوند | |
سمول |
جنګي جرایم
سمولسرور زر داد فریادي نژدې په ۱۹۶۳ ز کال کې زېږېدلی، یو پښتون او د مجاهدینو پخوانی مشر دی، چې په افغانستان باندې د روسانو یرغل پرمهال یې جګړه وکړه. هغه په سروبي ولسوالۍ کې د کابل او جلال اباد د لارې په اوږدوکې د پلټنې یوه پوسته لرله او لار یې بنده کړې وه. نوموړي د ۱۹۹۱ دسمبر له ۳۱، د ۱۹۹۶ ز کال سپتمبر تر ۳۰ مې پورې خلک تښتول، لوټل او وژل.[۱]
په زرداد باندې یو لګول شوی تور، چې په پراخه کچه خپور شو، دا ؤ چې، د عبدالله شاه په نوم یې یوه ملېشه درلوده، چې بندیان یې ډېر وهل، ډبول اوان د یوه قرباني خوټې یې هم خوړلې وې. ویل کېږي چې شاه یو انساني «سپی» ؤ، چې ځنځیر یې په غاړه کې و، د زرداد له خوا په یوه سمڅه کې ساتل کېده او د یرغمل شوو کسانو د وېرولو لپاره به کله نا کله له سمڅو را ایستل کېده. ویل کېږي چې، شاه د افغانستان حکومت له خوا، په ۲۰۰۲ ز کال کې اعدام شو.[۲][۳][۴]
زرداد، د دې لپاره چې په ۱۹۹۸ ز کال کې د طالبانو د حکومت له خوا ونه ځورول شي، د جعلي پاسپورت په مرسته بریټانیا ته وتښتېد او هلته یې د پناه اخیستو غوښتنه وکړه. نوموړی د بي بي سي په نیوز نایټ ټلویزیوني پروګرام کې د افشا کولو یوه موضوع وه، چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۰ ز کال کې د جولای په ۲۶ مه خپره شوه. په لندن کې د زر داد شتون، په ۱۹۹۹ ز کال کې د بي بي سي د یوه خبریال جان سیمپسون او په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل ترمنځ ورباندې بحث وشو.[۵][۶]
د بهرنیو چارو وزیر یوه پوښتنه داسې ځواب کړې وه، « ښه، تاسې بریټانویان مجرم قوماندان زرداد ته پناه ورکوئ!». بي بي سي وتوانېده چې، نږدې یو کال وروسته زر داد پیدا کړي، نوموړي په میتچم ـ ساري( Mitcham, Surrey )کې اوسېده. سمپسون له نوموړي سره په نیوزنایټ کې مرکه وکړه او په دغه مرکه کې زر داد ادعا وکړه چې، دی په کابل کې و او یوازې یو ځل یې د سیمه ییزې قوماندانۍ د سلاکار په توګه له سروبي لیدنه کړې وه. د بي بي سي له راپوروروسته، د افغانستان ښځو انقلابي سازمان (RAWA) نړیوال کمپاین پیل کړاو د بریټانیا له دولت نه یې وغوښتل، څو زر داد محاکمه کړي. دوی په بېلابېلو ژبو ویناوې خپرې کړې او د انټرنټ له لارې یې شریکې کړې. [۷][۸]
دغه راز، د افغانستان د ښځو انقلابي سازمان، « په افغانستان کې د زر داد له خوا ترسره شویو جرمونو په اړه ځینې راپورونه» خپاره کړل، چې بیا یې په محاکمه کې ورڅخه کار واخیست. [۹]
زرداد، د ۲۰۰۳ ز کال په مې میاشت کې د سکاتلنډ یارد د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې افسرانو له خوا د لنډ وخت لپاره ونیول شو او وروسته په ضمانت سره خوشې شو، خو دویم ځل د ۲۰۰۳ ز کال کې د جولای په ۱۴ نېټه ونیول شو، چې په دغه وخت کې یې په استراتام Streatham کې ژوند کاوه او تر هغه وخته پورې یې، تر درې کلونو پورې په Bexleyheath کې د پیټزا یو دوکان درلود.[۱۰]
محکمې
سموللومړنۍ محکمه
سمولزرداد، له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، د ۱۶جرمونو په ترسره کولو تورن وبلل شو، چې نوموړي د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې، کله چې یو پوځي قوماندان و، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پرمهال ترسره کړي وو. ۹ تورونه، د ۱۹۸۸ ز د جزا عدالت قانون ۱§ ۱۳۴(۱) له برخې، له دې امله چې کله نوموړی د افغانستان په سروبي ولسوالۍ کې پوځي قوماندان و، د خپل رسمي مسؤلیت د یوې برخې په توګه یې خلک شکنجه کول یا یې د شکنجه کولو امر ورکاوه، پر نوموړي لګېدلي وو،۵ تورونه په ۱۹۸۲ ز کال کې، د یرغمل کولو قانون د §۱ (۱) برخې، له دې امله چې نوموړي یرغملیان زنداني کول، پر نوموړي لګېدلي وو او له دوی نه یې د غیر قانوني پیسو په اخیستو کې کار اخیست او ۲ تورونه، د ۱۹۷۷ز جزايي حقوقو قانون د §۱(۱) برخې، چې نوموړي د شکنجه کولو او یرغمل کولو لارښوونې کولې او یا هم ورسره هم نظره وو، له دې امله لګېدلي دي.
سره له دې چې ادعا شوي جرمونه، له انګلستان نه بهر رامنځ ته شوي وو، خو حقوقي لاردانو د ۱۹۹۹ کال مارچ میاشت کې د جنرال اګوستو پېنوشې د قضیې څېړلو پرمهال حکم ورکړ چې، شکنجه د نړیوالې قضیې د حوزې اړوند یوجرم دی او له دې امله کولای شي، په انګلستان کې د ننه محاکمه شي. په واقعیت کې انګلستان، د ملګروملتونو شکنجې د کنوانسیون پربنسټ مکلف و، څو هغه څوک چې په شکنجه تورن دي، یا اخراج او یایې محاکمه کړي. په همدې توګه، د یرغمل کولو پرضد د مبارزې نړیوال کنوانسیون له مخې، یرغمل کول د نړیوالې قضايي حوزې اړوند یو جرم دی. دغه محکمه، د ۲۰۰۴ ز کال په اکتوبر کې جوړه شوه او زرداد په هېڅ تور ګناهکار ونه بلل شو. [۱۱][۱۲]
د محکمې په ترڅ کې قاضي لرد ګولډ سمېټ وویل: نوموړی باور لري، دا لومړی ځل دی چې داسې یو کس، چې په یوه قضايي حوزه کې یې جرم ترسره کړی وي، په بله قضايي حوزه کې محاکمه کېږي. یو شاهد شاهدي ورکړه چې، دی د تلاشۍ په یوه پوسته کې د مخ پټو کسانو له خوا ودرول شو او وروسته بیا په یوې اوسپنیزې چوکۍ و تړل شو او پوښتنې او ګروېږنې ورنه وشوې. بل شاهد چې د لارۍ موټر چلوونکی و، ادعا وکړه چې، شپږ میاشتې بندي شوی وو، تر هغې چې ورور یې د خلاصون لپاره یوه اندازه پیسې ورکړې. زر داد هم، هغه څه چې مخکې یې د بریټانیا پولیسو ته ویلي وو، چې په یوه پنډ غالي کې یې ۱۵ ورځنۍ روزنیزه دوره تېره کړې او هلته یې له کلاشینکوف، راکټ او د نورو وسلو زده کړه کړې ده، رد کړل. په دې سره، منصفه پلاوی ونه توانېد چې حکم اعلام کړي.[۱۳][۱۴]
دویمه محکمه
سمولزرداد یو ځل بیا په ۲۰۰۵ ز کال کې په شکنجه کولو او یرغمل کولو کې له ورته تورونو سره چې دواړه د ۱۹۷۷ ز د جزا قانون خلاف وو، محاکمه شو. مدارک له ۱۶ شاهدانو اخیستل شوي او د ویدیويي لېنک له لارې په کابل کې د بریټانیا سفارت ته سپارل شوي وو. د لومړۍ محکمې په څېر، د محکمې یو فرمان د ډېرو قربانیانو او شاهدانو د هویت له افشا کولو ډډه وکړه، له دې وېرې، داسې نه چې دوی د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخامخ نه شي.
په دغه محکمه کې لاندې شواهد شامل وو:
- خپل سري اعدامونه او د دوی یرغمل کول.
- په میني بوس کې د ۱۰ یا ۱۱ کسانو وژل، کورنۍ یې د سړک پرغاړه چیغې وهي.
- یو سپین ږیری وهل شوی او په اوسپنیزقفس کې اچول شوی دی.
- هغه کس چې په مخ یې پترول تویې شوي او د صالح اړونده ملېشه وايي چې ، پترولو ته اور اچوي.
- یو کوچنی هلک چې د خپل پلار د غوږ پرې کولو شاهد دی.
پایله
سمولد ۲۰۰۵ ز کال د جولای په ۱۸مه نېټه، په دویمه محکمه کې منصفه پلاوي، نوموړی مجرم اعلام کړاو هغه په ۲۰ کاله بند محکوم شو. ۲۰ کاله زندان دواړو مجرمینو: هر یوه ته ثابت شوی، چې هممهاله به تېرېږي. ښاغلي کولمان تریسي(قاضي) QC، لارښوونه وکړه چې: زر داد باید له زندان نه له خوشي کېدو وروسته له بریټانیا وشړل شي.[۱۵]
په ۲۰۰۲ کال کې، په کابل کې د عبدالله شاه د محکمې یوه برخه، د زرداد د سپي ویډیو چې د ۲۰۰۴ ز کال اکتوبر میاشت کې د ټورنر جایزې له نندارتون نه له لومړۍ محکمې وړاندې، محکمې ته د نه سپکاوي له امله وایستل شوه. دغه ویډیو د ۲۰۰۵ ز کال د اکتوبر تر ۳ نېټې پورې په عامه توګه نه وه خپره شوې.[۱۶] [۱۷]
سرچینۍ
سمول- ↑ Sturcke, James (18 November 2004). "Afghan warlord could face retrial". The Guardian. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Afghan warlord guilty of torture". BBC. 18 July 2005. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ Ahmed Rashid (4 August 2005). "Afghan human rights abuses: A chance for change". Eurasianet. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ Jury, Louise Revealed at last: art film of an Afghan warlord's 'human dog'[مړه لينکونه] London:The Independent 1 October 2005
- ↑ Tighe, Andy (18 July 2005). "No impunity for warlords in UK". BBC News. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ John Simpson (18 July 2005). "How Newsnight found Zardad". BBC News. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Take action: Join us to urge the UK government to prosecute Zardad and other Afghan criminals who are living in the UK". Revolutionary Association of the Women of Afghanistan. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Zardad and Gulbaddin Hekmatyar". Revolutionary Association of the Women of Afghanistan. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Some reports of crimes committed by Zardad in Afghanistan". Revolutionary Association of the Women of Afghanistan. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Afghan 'warlord' arrested in London". BBC News. 16 July 2003. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "CPS secures Historic Torture Conviction". Crown Prosecution Service. 18 July 2005. Archived from the original on 27 September 2007. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ 'Warlord' retrial jurors retire BBC News Online 15 July 2005
- ↑ Sandra Laville (9 October 2004). "Landmark torture trial opens at Old Bailey". The Guardian. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Victim shows jury 'torture scars'". BBC News. 11 October 2004. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Afghan warlord guilty of torture". BBC. 18 July 2005. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Warlord's artwork finally hits Tate". BBC News. 27 September 2005. نه اخيستل شوی 12 April 2007.
- ↑ "Langlands & Bell: Zardad's Dog". Tate Online. 3 October 2005. Archived from the original on 1 January 2007. نه اخيستل شوی 12 April 2007.