فريده هوډ سيفي

ډاکټره فريده هوډ سيفي (۱۳۴۸ ل. - ) (په انگرېزي: Farida Hod Saifi) يوه افغانه خبرياله ده چې د آزادۍ راډيو سره په کار بوخته ده. د خبريالۍ د دندې سره سره شعرونه هم وايي چې تر اوسه پورې يې د پښتو شعرونو يوه ټولگه له چاپه راوتلې.

مخينه سمول

فريده هوډ کابل کې زيږېدلې ده. پلار يې مير افغان كامه وال نومېږي. په اصل کې د ننگرهار د کامې ولسوالۍ ده. دوه زامن لري، دا مهال په امریکا کې ژوند کوي، تر دې مخکې د چک جمهوريت په مرکز پراگ کې اوسېدله.

زده کړې سمول

لومړنۍ او لوړې زده کړې يې په کابل کې بشپړې کړي دي.آغلې هوډ د خپلو زده کړو تر څنگ د ادبي کتابونو لوستل هم کول. فريده هوډ سیفي په ديارلس سوه اويايم (۱۳۷۰)لمريز کال کې د کابل د طب له پوهنتون څخه فارغه شوه او په همدې کال پاکستان ته ولاړه.

رسمي دندې سمول

آغلې هوډ لا د ښوونځي په اتم ټولگي کې وه چې د افغانستان په ملي راډيو ټيلویزیون کې ېې دادبي راډيويي خپرونوپه لړ کې د دیکلیماتورې په توگه برخه اخیسته. همداراز ېې د کډوالۍ پر محال په سیمه کې په بېلابېلو بهرنيؤبنسټونو پورې اړونده روغتيايي کلينیکونو او روغتونونو کې په کار پيل وکړ.دې سره يې د بي بي سي په تعليمي پروژو کې څه وخت د روغتيايي پروگرامونو د پروديوسرې په توگه هم کار کړی .د دوه زره دريم (۲۰۰۳ ز)زېږدي کال په ډیسمبر کې د چک جمهوري هېواد ته ولاړه او تر ننه پورې هم هلته د ازادۍ راډيو د روغتيايي پروگرامونو د جوړولو ترڅنگ خبرونه او راپورونه وړاندې کوي .

کورنى ژوند سمول

دښوونځي له اتم ټولگي يې له را ډيوافغانستان سره همکاري کوله اوپه لسم اويوولسم کې خويې بيا ان کره کتنې لوستلې. په هيواد کې دستونزواوجگړوله امله پيښورته کډه شوه. هلته يې دخپلې طبي رشتې په لړکې کارته دوام ورکړاوکتنځى يې لاره. په ټل اوهنگوکې يې ميرمنې کتنځي ته ورتلې.دهغودخاطرو په اړه ديوه کتاب دچاپ هيله هم ورسره ده .

چاپي اثار سمول

تر دې مهاله د ډاکټرې فريده هوډ سيفي يوه د شعرونو ټولگه چاپ شوې چې (دشگو مزل ) نومېږي او يوه بله شعري ټولگه ېې چاپ ته چمتو ده.ددې ترڅنگه ېې د بېړنیو روغتيايي مرستو په برخه کې هم يوکتاب گوټی خپورکړی. همدارنگه ډاکټره هوډ سیفي د ښځو په اړه خورې ورې ژباړې او خاطرې لري چې هيله منه ده په راتلونکي کې دلويديځ د بوخت ژوند برسېره ورته د ليکنوموقع په لاس ورشي او خپاره ېې کړي.

سرچينې سمول

  1. بي بي سي پښتو

باندنۍ تړنې سمول