فردوس جمال خپلې هنري چارې يې له پيښورراډيونه پيل کړې چې وروسته تلويزيون شو. فردوس جمال دخپل ژوند ٣٠ کاله سيمنا ته ځانگړي کړي دي. دى په ١٩٥٤ کال کې په پېښور کې نړى ته راغلى دى .په خټه درانى دى اونيکونه يې له کندهاره پيښورته کډه شوي دي.

خپلې هنري چارې يې له پيښورراډيونه پيل کړې چې وروسته تلويزيون شو. لومړنى تلويزيوني سريال يې ورکې لارې نوميدې چې دسيدرسول رسا دپيغلې دليکنې له مخې ترتيب شوى و، دى له هغولومړنيو لوبغاړونه دى چې په پنځوژبويې رولونه ترسره کړي دي . څه موده وړاندې يې دکوټې له تلويزيون نه يوه ډرامه خپره شوه چې ده پکې دترهگر رول لوبولی وو. دلاهوراوپيښورپه تلويزيونوکې دده زياتې ډرامې خپرې شوې دي. ډيرانعامونه اومډالونه يې ترلاسه کړي دي . دښه ځوان اداکار، دزريزې دغږ او ډيرځله دکال دښه اداکارلقبونه ورکړل شوي دي .