فرانک راسل، دویم ارل راسل
جان فرانسېس سټنلي راسل، دویم ارل راسل (زوکړه: د ۱۸۶۵ زکال د اګست ۱۲مه – مړینه: د ۱۹۳۱ زکال د مارچ ۳مه) چې د فرانک راسل په نوم پېژندل کېږي؛ بریتانوی اشرافي، وکیل او سیاستوال، د فیلسوف برتراند راسل مشر ورور او د جان راسل، لومړي ارل راسل لمسی و چې نیکه یې دوه ځلې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی د ویسکانټ جان راسل او ویسکانټیس امبرلي مشر زوی و چې په ودونو کې یې د ستونزو لرلو له امله شهرت وموند او په ۱۹۰۱ زکال کې د لارډانو د جرګې له خوا د دوه ښځو په لرلو محکوم شو. دا وروستۍ جوړه وه چې په ۱۹۴۸ زکال کې د اشرافي امتیازاتو د لغو کېدو څخه وړاندې د لارډانو په جرګه کې د یوه جرم په ترسره کولو محاکمه شوه.
راسل وروسته له هغه د خپل پلرني بابا او انۍ له خوا را لوی شو چې د هغه غیرمتعارف (له دود څخه بهر) والدین د ځوانۍ پر مهال مړه شول. نوموړی له خپل بابا او انۍ سره له ژوند کولو ناخوښه و، خو په وینچسټر کالج کې یې د زده کړو له څلور کلنې دورې څخه خوند واخیست. د هغه علمي زده کړې په ناڅاپي ډول هغه مهال پای ته ورسېدې چې نوموړی د اکسفورد له بالیول کالج څخه وویستل شو، دغه چاره هم په ډېر احتمال سره له دې امله وه چې د اکسفورډ چارواکي له راتلونکي شاعر لیونل جانسون سره د هغه په اړیکې شکمن و (یعنې دا چې ګویا همجنس باز دی) او دی هم د اکسفورډ له چلن څخه ناخوښه و. په متحده ایالاتو کې له یو څه وخت تېرولو وروسته نوموړي په ۱۸۹۰ زکال کې د خپلو دریو مېرمنو له ډلې له خپلې لومړنۍ مېرمنې، میبل ادیت سکاټ سره واده وکړ. دوی دواړه ډېر ژر له یو بل څخه جلا شول او څو کاله وروسته د دوی دواړو ترمنځ په محکمه کې شدیدې دعواوې رامنځته شوې، خو د هغه مهال انګلیسي قوانین په دې معنی و چې طلاق په کې شتون نه درلود. راسل په ۱۸۹۵ زکال کې د لندن د ښاري شورا غړی وټاکل شو او تر ۱۹۰۴ زکال پورې یې دلته خدمت وکړ. په ۱۸۹۹ زکال کې یې نواډا ته د مولي سامرویل ملتیا وکړه چې بیا یې دویمه مېرمن شوه، په همدغه ځای کې دوی دواړو هم واده وکړ او همدلته سره جلا شول، خو بېرته لندن ته راغلل څو د ښځې او مېړه په توګه دلته ژوند وکړي. راسل لومړنی مشهور انګلیسي کس و چې په نواډا کې یې خپلې ښځې ته طلاق ورکړ، خو دغه طلاق د انګریزي قوانینو له مخې په رسمیت وه نه پېژندل شو او نوموړی د ۱۹۰۱ زکال په جون میاشت کې د دوه ښځو لرلو له امله ونیول شو. هغه د لارډانو په جرګه کې په خپلې دغې چارې اعتراف وکړ او له همدې امله یې درې میاشتې په هالووې بند کې تېرې کړې چې له بند وروسته یې د انګلیسي قوانینو سره په مطابقت له مولي سره واده وکړ. نوموړی په ۱۹۱۱ زکال کې له دغه جرم څخه په وړیا توګه معاف شو.
د ۱۹۰۲ زکال په پیل کې راسل د طلاق په قانون کې د اصلاحاتو په موخه مبارزه وکړه، ده د دغې چارې څخه د دفاع په موخه د لارډانو په جرګه کې له خپلې میراثي څوکۍ ګټنه وکړه، خو چندان بریا ته یې لاسرسی وه نه موند. نوموړی همدارنګه د موټر چلوونکو د حقونو یو له مبارزینو څخه و، هغه یوځل په ۱۹۰۵ زکال کې د دغې چارې اړوند د استدلال په موخه دربار ته وغوښتل شو؛ دغه مهال هغه اې ۱ نمبر پلېټ هم درلود. د هغه دویم واده په ۱۹۱۴ زکال کې وروسته له هغه پای ته ورسېد چې په ناول لیکونکې الیزابت فون ارنیم باندې مین شو او په ۱۹۱۶ زکال کې یې له ارنیم سره واده وکړ. دوی هم ډېر ژر سره جلا شول، په داسې حال کې چې طلاق یې هم ور نه کړ. الیزابت د نوموړي د غصې پارولو په موخه په ویرا نومي خپل ناول کې د هغه کاریکاتور انځور کړ. فرانک راسل په ۱۹۱۸ زکال کې له خپل ورور برتراند سره مرسته وکړه چې د جګړې ضد فعالیتونو له امله په بند کې و. راسل چې په مخ پر زیاتوالي بڼه یې د کارګر ګوند سره همکارۍ ته مخه کړې وه په ۱۹۲۹ زکال کې یې د مک ډونالډ په دویم دولت کې څوکۍ ترلاسه کړه، خو کاري دوره یې په ۱۹۳۱ زکال کې د مړینې له امله را لنډه شوه. له دې سره چې لاسته راوړنې یې لرلې، خو بیا هم د هغه ژوند د خپل نیکه او ورور په پرتله تر ډېره مبهم دی او همدارنګه په ودونو کې یې ستونزې لامل وګرځېدې چې نوموړی د «شر جوړونکي ارل» لقب خپل کړي.
کارګر سیاستوال او مړینه (۱۹۲۱ – ۱۹۳۱ زکال)
سمولد الیزابت له خوا د ویرا په نامه د ناول خپرولو د وکیل راسل له خوا هغې ته ګواښونه را وپارول، خو دغو ګواښونو کوم ځای وه نه نیو او یوازې له دغه اثر سره یې د خلکو لیوالتیا زیاته کړه. برتراند او سانتیانا د هغه دغه ډول انځور کول ظالمانه چاره وبلله، خو سانتیانا اعتراف وکړ چې جزئیات یې کره دي. ارل به د دغه ناول یوه نسخه له ځانه سره ګرځوله او هڅه یې کوله چې د هغو یو شمېر برخې هغو کسانو ته رد کړي چې لیوالتیا لري خبرې یې واوري. د دغې چارې په غبرګون کې د راسل اساسي ځواب د خپلو خاطراتو د کتاب لیکنه وه چې «زما د ژوند او زما د ستونزو» تر عنوان لاندې یې په ۱۹۲۳ زکال کې خپور کړ، هغه په دغه کتاب کې د الیزابت نوم یاد نه کړ. دغه کتاب له پراخه هرکلي سره مخ شو او منتقدینو یې هغه سرګرم کوونکی باله. [۱][۲][۳]
د ۱۹۲۰مې لسیزې له لومړیو را وروسته راسل د لارډانو په جرګه کې په زیاته کچه را څرګند کېده. نوموړي وروسته له هغه کارګر ګوند په بشپړه توګه ومنه چې دغه ګوند د لومړي ځل لپاره د رمزي مک ډونالډ تر مشرۍ لاندې په ۱۹۲۴ زکال کې واک ته ورسېد. په ډېر احتمال سره یې په خپل ګډ ژوند کې د ستونزو له امله په دغه لنډ مهاله حکومت کې کومه څوکۍ ترلاسه نه کړه. خو هغه مهال چې په ۱۹۲۹ زکال کې دغه ګوند بیاځلي واک ته ورسېد، راسل د خپلو نورو کارګرو سیالانو سره په پرتله په ګوندي بحثونو او مناظرو او همدارنګه په نورو کمېټو او سلطنتي کمیسیونونو کې د خدمت له امله خپله وړتیا ثابته کړې وه. راسل هیله لرله چې د دولتي شورا لارډ او یا هم د لارډانو د جرګې مشر وټاکل شي، خو دغه څوکۍ لارډ پارمور ترلاسه کړه. راسل د ټرانسپورټ د وزیر هربرټ موریسون پارلماني منشي وټاکل شو، هغه څوکۍ چې د موټرو په برخه کې د هغه پام وړ تجربې یې په شرایطو برابر کړ. [۴][۵][۶]
په دغې څوکۍ باندې د کار کولو پر مهال د راسل اصلي لاسته راوړنه د لارډانو په جرګه کې د ۱۹۳۰ زکال کې د ټرافیکو د قانون جوړونه وه. دغه قانون په ساعت کې د ۲۰ مایله (۳۲ کیلومتره) چټکتیا محدودیت له منځه یووړ چې له ۱۸۹۳ زکال راهیسې په موټرونو لګېدلی و، خو د موټرو اجباري بیمه، د موټر چلونې لپاره حد اقل عمر او همدارنګه د ګواښونکې موټر چلونې څخه د مخنیوي مقررات په کې شامل وو. د لیونیانو د درملنې اړوند په سلطنتي کمیسیون کې د خدمت پر مهال راسل هغه قواعد معرفي کړل چې په ۱۹۳۰ زکال کې د لیونیانو د درملنې قانون ترې جوړ شو او د اروايي ناروغیو په روغتونونو کې یې د داوطلبانه نوم ثبتونې اجازه ورکوله؛ همدارنګه یې سیمه ییزو چارواکي مکلف ګڼل څو په خپلو سیمو کې د اروايي ناروغیو د درملنې لپاره کلنیکونه جوړ کړي. [۷][۸]
راسل د هند لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر ویلیام وېډووډ بنین د مرستیالۍ څوکۍ ترلاسه کړه. هغه د خپلې دغې دندې پر مهال دا څرګنده کړه چې «په دغه مهال کې د هند خپلواکي ناشونې ده»، هغه لرلید چې په چټکۍ سره یې بېرته واخیست، ځکه چې نهرو یې له خبرو څخه دې پایلې ته ورسېد چې دا د بریتانیا د دولت واقعي لیدلوری دی. هغه د دغې ستونزې د له منځه وړو په موخه سخت کار وکړ او د خپلواکۍ د لومړۍ دورې په مذاکراتو (۱۹۳۰ – ۱۹۳۱ زکال) کې یې د بریتانوي اړخ استازولي وکړه. نوموړی چې د لارډانو په جرګه کې د کارګر ګوند له محدود شمېر استازو څخه و، له هغه به غوښتل کېدل چې د هغه قوانینو لپاره کار وکړي چې د ده له کارنامو سره یې هېڅ اړیکه نه لرله. د ۱۹۳۱ زکال په فبروري میاشت کې هغه رخصتي واخیسته او ریویرا ته ولاړ. دغه مهال نوموړی په انفلونزا اخته و. په داسې حال کې چې مخ پر رغېدو و، خو د ۱۹۳۱ زکال د مارچ په ۳مه یوه ورځ وړاندې له دې چې هوډ یې درلود کور ته ستون شي په مارسي کې په خپل هوټل کې ومړ. د نوموړي مړی همدلته وسوزول شو او ایرې یې د خپل پخواني کور، ټلګراف هاوس په باغ کې خښې کړای شوې. [۹]
لومړي وزیر مک ډونالډ د هغه اړوند څرګنده کړه، «هغه یو له هغو جذابو کسانو څخه و چې ما تر اوسه لیدلي دي، د هغه د جذابیت تر شا ځیرکتیا او هوښیارۍ شتون درلود. نوموړی د مذاکراتي غونډو په جوړولو کې زما ارزښتمن همکار و او مرسته یې کوله چې په موجودو ستونزو باندې د بریا لپاره څېړنې وکړو، ستونزې حل کړو او بیا خپلې غونډې بریالۍ پای ته ورسوو». [۱۰][۱۱]
سرچينې
سمول- ↑ Savage 1996، م. 81.
- ↑ Derham 2021، مم. 392–393.
- ↑ Derham 2021، م. 392.
- ↑ Derham 2021، مم. 401–403.
- ↑ Bartrip 2012، م. 121.
- ↑ Derham 2021، م. 398.
- ↑ Derham 2021، مم. 404–405.
- ↑ Bartrip 2012، م. 122.
- ↑ Derham 2021، مم. 405–408.
- ↑ "Earl Russell Dies: British Statesman" (PDF). The New York Times. 5 March 1931. p. 5.
- ↑ "Earl Russell Dies: British Statesman" (PDF). The New York Times. 5 March 1931. p. 5.