فرانسیسکو فریر

فرانسیسکو فریر آی ګواردیا (۱۸۵۹-۱۹۰۹ زکال) چې په عامه توګه د فرانسیسکو فیریر په نوم پېژندل کېږي، راډیکال آزاد خیالی، انارشېست او د بارسلونا په شاوخوا کې د سیکولار، شخصي، لیبرترین ښوونځیو د شبکې تر شا روزنکی و. د هغه اعدام په بارسلونا کې د پاڅون لامل وګرځېد، هغه یې په شهید واړاوه او د راډیکالانو او د آزادي غوښتونکو نړیوال خوځښت ته یې وده ورکړه چې د هغه د بېلګې له مخې یې ښوونځي تاسیس کړل او د هغه د ښوونځي تګلاره یې ترویج کړه.

فرانسیسکو فریر
فرانسیسکو فریر
فرانسیسکو فریر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ جنوري ۱۸۵۹[۱][۲] او ۱۰ جنوري ۱۸۵۹[۳][۴]
مړینه 13 اکتوبر 1909 (50 کاله)[۵][۶][۷][۸][۱][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بارسلونا   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اسپانیا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ښوونکی
ليکوال
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ازاداندي   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فرانسیسکو فریر
فرانسیسکو فریر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فریر بارسلونا ته څېرمه په یوه کرونده کې را لوی شو او همالته یې جمهوري غوښتونکي او روحانیت ضد باورونه پیدا کړل. هغه د رېل د ټکټ پلورونکي په توګه په فرانسه کې تبعید شوي جمهوري غوښتونکي رهبر مانوئل رویز زوریلا ته پیغامونه استول. په ۱۸۸۵ زکال کې د جمهوري غوښتونکو له ناکام پاڅون وروسته، فریر له خپلې کورنۍ سره پاریس ته کډه وکړه او هلته ۱۶ کاله پاتې شو. فریر د انارشېزم په څېړنه او زده کړو پیل وکړ. د پېړۍ په پیل کې فریر پرېکړه کړې وه چې د پاول رابین د یتیم خانې په څېر یو ازادي غوښتونکی ښوونځی پرانېزي. هغه لوی ارث چې ده د خپلې پاریسي زده کوونکې څخه ترلاسه کړی و، د دغه کار لپاره وسایل برابر کړل.

په ۱۹۰۱ زکال کې بارسلونا ته په بېرته راګرځېدو سره یې، د برسلونا معاصر ښوونځی Escuela Moderna تاسیس کړ، چې د مذهبي عقایدو او د هسپانیا په ښوونځیو کې یې د اجباري زده کړو پر ځای سیکولر او آزادي غوښتونکی درسی پروګرام درلود. د فریر د روزنې مېتود د ۱۸ مې پېړۍ له عقل پالنې او د ۱۹ مې پېړۍ له رومانتېزم سرچینه اخیسته. هغه باور درلود چې ماشومان باید د انطباق، مقرراتو او نظم او دسپلین پر ځای له یو شمېر آزادیو برخمن وي. د هغه ښوونځي د ماشومانو د تنبیه کولو، مکافاتو ورکولو او ازموینو څخه ډډه کوله او په اکاډمیکو زده کړو کې یې عملي تجربه تشویق کوله. د هغه ښوونځی د د لویانو د ویناوو کوربه، د ښوونکو د روزنځای او راډیکال چاپخونې لرونکی و چې درسي کتابونه او د ښوونځي مجله به یې په کې چاپوله.

د دغه ښوونځي نږدې ۱۲۰ څانګې په ټوله هسپانیا کې جوړې شوې. د فریر د څرګندېدو چټکتیا ایالتي او د کلیسا چارواکي له ګواښونو سره مخامخ کړل، هغو چې ښوونځي یې د یاغیتوبونو لپاره جبهه بلله. فریر په ۱۹۰۶ زکال کې د هسپانوي پاچا د وژنې په هڅه کې د ونډې لرلو په تور ونیول شو، هغه تور چې یوازې د هغه د ښوونځیو تړلو په موخه و، خو په پای کې د نړیوالو فشارونو له امله یو کال وروسته خوشی شو. فریر د هسپانیا د انقلابي ارمانونو د مدافع په توګه اروپا ته سفر وکړ او له آزادي غوښتونکو زده کړو څخه یې د ملاتړ سازمان تاسیس کړ او خپل نشریات یې بېرته پیل کړل.

فریر د ۱۹۰۹ زکال په نیمايي کې ونیول شو او د بارسلونا د تراژیکې اونۍ په نامه د مشهورې یوې اونۍ بغاوت په طرح کولو تورن شو. په داسې حال کې چې د هغه د همزولو په خبره هغه په دغه بغاوت کې بې ګناه نه و، خو هغه ډول یې چې تورن کړ، هومره طراحي یې نه وه ورته کړې. د هغه د دوسیې څېړونکې محکمه چې د کانګورو محکمې د یوې نمایشي محاکمې په توګه یادېږي او د هغه د اعدام لامل وګرځېده، نړیوال غبرګونونه یې راوپارول، ځکه په پراخه کچه دا تصور کېده چې هغه د خپلې مړینې پر مهال بې ګناه و. هغه په پام وړ توګه په درېو لویو وچو کې په لیکنو، تاریخي ودانیو او لاریونونو کې یادګار پاتې شو. دغه بغاوت د هغه د روزنیزې نظریې په تبلیغ کوونکي خوځښت واوښت او د هغه په نوم مډرن ښوونځیو په ټولو متحده ایالاتو او اروپا کې وده وکړه او برازیل او اسیا ته ورسېدل. [۱۴]

لومړی ژوند او مسلک سمول

فرانسیس فریر ای ګواردیا د ۱۸۵۹ زکال د جنوري په ۱۰ مه یا ۱۴ مه نېټه د هسپانیا په الیلا کې بارسلونا ته څېرمه په یوه کرونده کې وزېږېد. هغه په ځوانۍ کې په یو ازاد خیالي او جمهوري غوښتونکي واوښت. په داسې حال کې چې مور او پلار یې متدینه کاتولیکان و، خو هغه خپل خپلواک او روحانیت ضد عقاید له خپل آزاد خیالي تره او خپل لومړي بې دینه مبارز کارورکوونکي څخه ترلاسه کړل. فریرد خپلې شل کلنۍ په نیمايي کې په یو سخت دریځي جمهوري غوښتونکی بدل شو.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

هغه د فرانسې او بارسلونا ترمنځ د ریل په دفتر کې د تکټ پلورونکي په توګه له خپل ځایګي څخه په ګټڼې پیغامونه د جمهوري غوښتونکو تبعیدي رهبر مانوئل رویز زوریلا ته لېږل او همدارنګه یې جمهوري غوښتونکي، راډیکالان او فراماسونیان خپلو ځایونو ته انتقال کول. فریر د جنرال مانوئل ویلاکامپا دل کاستیو د کودتا د هڅو څخه د ملاتړ له امله چې غوښتل یې د ۱۸۸۶ زکال په وروستیو کې د هسپانیا جمهوریت رامنځته کړي؛ مجبور شو، له خپلې ښځې او درېو لورانو سره فرانسې ته وتښتي؛ چېرې چې هغوی ۱۶ کاله هلته پاتې شول. فریر هغه مهال چې په فرانسه کې و، خپل ماسوني فعالیتونه یې له ګراند اوریان دو فرانس سازمان سره ترسره کول.[۲۰][۲۱]

په پاریس کې تبعید سمول

فریر په پاریس کې د هسپانوي ژبې درس ورکاوه، واین یې په کمیشن خرڅول، په رضا کارنه ډول یې د رویز سکرتریت وکړ (په ۱۸۹۵ زکال کې تر خپلې مړینې پورې) او راډیکالي هڅو ته یې دوام ورکړ. هغه په ۱۸۹۶ زکال کې د دویم انټرنېشنل په کانګرس کې کې د درایفوس استازی او د ماسوني ښوونځي ښوونکی و.[۲۰]

فریر د رویز له مړینې وروسته د انارشېزم په کشف پیل وکړ. هغه له لوئیز میشل، الیزه رکلوس او سبستین فوره سره ملاقات وکړ او له چارلز مالاتو او ژان ګریو سره ملګری شو، همدارنګه یې د هسپانوي انارشېست آنسلمو لورنزو او فرناندو تاریدل دل مارمول سره اړیکه ټینګه کړه. د هغوی شخصیتونو او نظریاتو هغه تر اغېز لاندې راوست او د ۱۸۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې یې هغوی خپلې خپلوانې ارواه ګانې وبللې. په داسې حال کې چې فریر وروسته په انارشیستي خوځښت کې له خپل دخالت څخه انکار وکړ، په ځانګړې توګه هغه مهال چې پرهغه دولتي څار زیات شو. انارشیستي لیکوال پل اوریچ لیکلي چې: د فریر انارشیستي اړوندتیا نه انکار کېدونې وه، په داسې حال کې چې لرغونو تاریخ لیکونکو د یو انقلابي پر ځای، هغه یو سوله غوښتونکی او یا آیډیالیست بللی. فریر د خپل ژوند په اوږدو کې په څو هېوادونو کې د انارشیستي اهدافو لپاره کار وکړ، ډېری انارشیستي چارو ته یې مالي سرچینې برابرې کړې. په بارسلونا کې ډېری مخکښو او کوچنیو انارشیستي شخصیتونو د هغه له ښوونځي سره چې وروسته یې افتتاح کړ، کار کاوه. د اروپا مخکښو انارشېست رهبرانو، هغه ته مشورې ورکولې او د ده لپاره یې لیکنې کولې.[۲۰][۲۲][۲۳]

فریر هغه مهال چې په پاریس کې و، له زده کړو سره یې لېوالتیا پیدا شوه، هغه موضوع چې په انارشیستي او عقل پالونکو کړیو کې ګرمه موضوع وه. فریر په Cempuis کې د پاول رابین د یتیم خانې مجذوب شوی و، چې له هغو څخه په نمونه اخېستنې فریر خپل ښوونځی افتتاح کړ. د رابین مشترک روزنیز میتود له اجبار پرته د ماشومانو د فکري او جسمي ظرفیت په لټه کې و. هغه باورمن و چې ټولنیز او اقتصادي چاپېریال له وراثت څخه زیات د ماشوم په وده کې رول لري او له همدې امله د هغه د ښوونځي موخه د طبیعیت، لوبو، مینې او تفاهم وړاندې کول و، په ځانګړې توګه هغو ماشومانو ته چې ستونزه یې لرله. فریر له رابین Cempuis سره مکاتبه وکړه، خو هیڅکله یې هم هغه و نه لید. د ۱۹۰۰ زکال په شاوخوا کې فریر د ورته آزادي غوښتونکي ښوونځي د پرانیستو په موخه خپل هوډ څرګند کړ او هغه مهال د پلي کېدو وړ وګرځېد چې له یوې منځنۍ عمر لرونکې فرانسوي مېرمنې څخه چې له ده یې په هسپانوي کې زده کړه کړې وه او د ده له نظریاتو څخه اغېزمنه شوې وه، یو میلیون فرانکه ده ته په میراث پاتې شول.[۲۴]

شخصي ژوند سمول

فریر له خپلې ښځې ترزا سانمارتي جلا شو او وروسته یې د خپلې ښځې له ملګرې سره چې ارث یې د بارسلونا د ښوونځي بودیجه برابره کړه اړیکه لرله. هغه وروسته د سولیداد ویلفرانکا په نامه د خپل ښوونځي په یوې ښوونکې میئن شو.[۲۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0026770.xml — subject named as: Francesc Ferrer i Guàrdia — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  2. https://www.revistaalella.cat/en-paper — د نشر نېټه: ۲۰۲۱
  3. Le véritable Francisco Ferrer: d'après des documents inédits — د خپرولو نیټه: ۱۹۴۸
  4. Quinze pédagogues: Idées principales et textes choisis — د خپرولو نیټه: ۱۴ مې ۲۰۱۲ — ISBN 978-2-84922-191-4
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119449709 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68w5jd5 — subject named as: Francesc Ferrer i Guàrdia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ferrer-i-guardia-francesc — subject named as: Francesc Ferrer i Guàrdia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. https://datos.gob.es/es/catalogo/e00123904-autores-espanoles-en-dominio-publico-fallecidos-desde-1900
  9. Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/9615/francisco-ferrer-guardia — subject named as: Francisco Ferrer Guardia — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Diccionario biográfico español — خپرونکی: Real Academia de la Historia
  10. Encyclopedia of Brno History person ID: https://encyklopedie.brna.cz/home-mmb/?acc=profil_osobnosti&load=4577 — subject named as: Francisco Ferrer Guardia — سرليک: Encyklopedie dějin města Brna
  11. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/127386 — subject named as: Francisco Ferrer i Guardia
  12. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/21183 — subject named as: Francisco Ferrer Guardia — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119449709 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. Avrich 1980، ص. 31.
  15. While sources commonly report Ferrer's birth date as January 10, a local historian found records in 2022 that list Ferrer's birth date as January 14. "La Viquipèdia i l'Enciclopèdia Catalana rectifiquen la data de naixement de Ferrer i Guàrdia a partir d'un article de la revista Alella". Revista Alella (په الكتالونية ژبه کي). 2022-01-20. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  16. Avilés Farré 2006، ص. 42.
  17. Martínez Olmedilla 1960، ص. 250.
  18. Fidler 1985، ص. 103.
  19. Avrich 1980، ص. 3.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ Avrich 1980، ص. 4.
  21. Avilés Farré 2006، ص. 43.
  22. Avrich 1980، صص. 24–25.
  23. Avrich 1980، ص. 25.
  24. Avrich 1980، صص. 4–6.
  25. Avrich 1980، ص. 27.