فرانسوي فلسفه

فرانسوي فلسفه، چې دلته په فرانسوي ژبه کې د فلسفې په معنا کارول شوې، خورا متنوع ده او د پېړیو لپاره یې په لوېدیځه فلسفه باندې چې د پیټر ابیلارډ (Peter Abelard) د منځنۍ پیړۍ سکالیسټیزم څخه نیولې د ریني ډیکارتس (René Descartes) له خوا د عصري فلسفې د بنسټ تر ایښودو پورې ، بیا یې د شلمې پېړۍ د ساینس، وجود اصالت(existentialism)، پدیدې پېژندنې(phenomenology)، د  جوړښت اصالت (structuralism) او پوسټ ماډرینېزم (postmodernism) پر فلسفې باندې په ټولیزه توګه اغېزه کړې ده.

منځنۍ دوره سمول

پیټر ابیلارډ (Peter Abelard) سمول

پیټر ابیلارډ (۱۰۷۹ – د اپریل ۲۱، ۱۱۴۲ز کلونه) یو رسېدلی  فیلسوف، الهیات پوه او منطق پوه ؤ. له هیلویس سره د هغه د اړیکو او مینې کیسه افسانوي شوې ده. د چیمبرز بیوګرافیکي قاموس هغه "د دولسمې پیړۍ تر ټولو غښتلي مفکر او تر ټولو زړور الهیات پوه" په توګه پېژني.[۱]

د ابیلارډ عمومي اهمیت  په علمي طریقې سره په فلسفي کولو کې په دې موخه چې د کلیسایی عقیدې ترلاسه کولو لپاره په رسمي ډول منطقي څرګندونې وړاندې کړي، له هغه څخه مخکې د بل هرچا په پرتله د هغه په خورا قاطع پریکړه کولو کې پروت دی. که څه هم د هغه خپل ځانګړي تفسیرونه به غندل شوي وي، خو په اصل کې له هغې عمومی فکري طرحې سره په رېښه یی بڼه یو شان بلل شوي وو، چې وروسته په دیارلسمه پېړۍ کې د کلیسا د مشرانو په تصویب سره تشرېح شوه.

هغه د ارستو د فلسفي اقتدار په تثبیت کې کې مرسته وکړه، کوم چې د هغه له مړینې څخه وروسته په نیمه پیړۍ کې په مضبوط ډول قایم شو. دا هغه وخت ؤ چې بشپړ شوی اورګانون(Organon) او په تدریجي ډول د یوناني مفکر ټول نور آثار د لومړی ځل لپاره په ښوونځیو کې ځای وموند. د هغه وخت څخه د مخه د اپلاتون اقتدار د غالب ریالیزم بنسټ ؤ. د نوموړي په اصطلاح د مفهوم پلوي او د نړیوال لید درلودونکو(Universals) مسئلې پر وړاندې د هغه د لیدلوري په اړه Scholasticism  ته مراجعه وکړئ.

د نوموړي له استدلال څخه بهر، ده د فلسفي فکر ترټولو لوی فعالیت په اخلاقو کې وښود. هغه په فردي اراده باندې ځانګړی ټینګار کاوه، که ونه وایو چې اخلاقي ځانګړتیا، لږترلږه اخلاقي ارزښت د انسانی کرکټرټاکونکی دی. په دې مسیر کې د هغه لیدلوری، د عصري قیاساتو اټکل کولو سره ډېر د پام وړ دي، ځکه چې د هغه علمي ځایناستو د اخلاقو په ډګر کې ډېرې کمې لاسته راوړنې درلودلې دي ، په سختۍ سره یې جرئت کړی چې د چلند اصول او قواعد ان له هغه وروسته  چې د ارستو ډېر اخلاقي تحقیقات ورته په بشپړه توګه روښانه شوي وو، تر خالص فلسفي بحث لاندې راولي.

پاپ انوسنټ III د ابیلارډ د برزخ نظریه ومنله، کوم چې د کرګدن اګسټین (Augustine of Hippo) د اصلي ګناه نظریه تعدیل کړه. واتیکان دا نظر منلی چې نا رسېدلي ماشومان ، لکه څنګه چې په لومړیو کې باور ؤ، مستقیم دوزخ ته نه، بلکې د برزخ یوې ځانګړې سیمې"limbus infantium"  ته ځي. له همدې امله به دوی درد نه احساسوی او د ماوراء الطبیعی خوښۍ احساس به هم نه کوي (یوازې طبیعي) ځکه په دې توګه به دوی، ونه شي کولی، هغه خدای وویني چې دوی یې پیدا کړي. [۲]

16مه پیړۍ سمول

میشل ایکوم دو مونتین(Michel Eyquem de Montaigne) (1533-1592م) اټکل کېږي چې کاتولیک ؤ، مګر د هغه دګماتیک ضد دریځونو نوموړی د فرانسوي انطباق ضد روحیې په پلار تبدیل کړ. د نوموړي آثار د هغه د افکارو لپاره کوچنۍ آزموینې شاملوي چې له ژوند لیکونو او کیسو څخه ډک دي. د نوموړي له مقالو څخه د هغه نیت دا ؤ چې داسې یو څه پریږدي، تر څو کورنۍ یې په یاد ولري. هغه لومړی کس ؤ چې د مقالو کلیمه یې وکاروله، او د هغه لیکنو په شکسپیر، روسو او نېچه باندې خورا اغیزه درلوده. د هغه پیرهونیایي فلسفې شکمنتوب ، چې د هغه په ​​شخصي شعار کې یعنې Que sais-je؟ ("زه څه پوهیږم؟")، د رینی ډیکارتس د آثارو لپاره د کتلست په توګه وکارول شو.

۱۷مه پیړۍ سمول

عصري فلسفه په فرانسه کې د رین ډیکارتس (1596-1650م) له فلسفې سره پیل شوه. په لومړۍ فلسفې باندې د هغه تعمق د فلسفې تفکر یواځینۍ موخه له اونټولوژۍ څخه ایپیسټیمولوژۍ ته بدله کړه او په ارستویي دګماتېزم باندې چې په تیرو پیړیو کې له سکالستیزم څخه په فلسفه کې په میراث پاتې د تفکر غالبه بڼه وه، غلبه وکړه،  په داسې حال کې چې په ورته وخت کې یې د فیلسوفانو د راتلونکو نسلونو لپاره ځینې خورا بنسټیزې ستونزې راپورته کړې.

رېني ډیکارتس(René Descartes) سمول

رېني ډیکارتس په علومو کې د نه قطعیت او د افراطیت شک په اړه اندیښمن ؤ چې د Sextus Empiricus خپرونو له رامنځته کېدو سره په ټوله اروپا کې خپور شو. ډیکارتس غوښتل چې له شک څخه عاري داسې زمینه ومومي، تر څو  په هغې کې ټول علوم ځای پرځای شي او په تدریجي بڼه پیل شي. په دې توګه نوموړي هر هغه څه رد کړل چې نا ډاډه ښکارېدل او پریکړه یې وکړه چې یوازې د ښودلو وړ(apodictic) پوهه د حقیقت په توګه ومني.

ډېکارتس د بهرنۍ نړۍ د ردولو لپاره د یوه مطلق غولوونکي د شتون د احتمال، او د هغو معلوماتو په استناد سره چې ده ته د دده د حواسو، ریاضي او منطق څخه ورکړل شوي وو،  ډیکارتس لږ تر لږه یو هغه څه کشف کړل چې په اپوډیکټیک بڼه پیژندل کیدی شي. که هغه په خپل ځان شک درلود، نو نوموړي باید شتون درلودلی. په دې توګه د کوګیتو ارګو سم Cogito Ergo Sum- زه فکر کوم، نو له همدې امله زه شته یم - د کارټیزیانیزم لومړی اصل شو.

وروسته بیا ډیکارتس ادعا وکړه چې څرنګه چې هغه  کوګیتو په روښانه او متمایزه بڼه د پوهیدو له لارې کشف کړ، هر هغه څه چې هغه یې په ​​​​ښکاره او څرګند ډول درک کولی شي، باید ریښتیا وي. نوموړی وروسته استدلال کوي چې هغه د لایتناهی خلقت تصور کولی شي، مګر محدود یا متناهي موجودات نه شي کولی لایتناهي نظرونه تولید کړي، نو له همدې امله یو لایتناهی موجود باید دا نظر د هغه په ​​​​ذهن کې ور اچولی وي. هغه دا استدلال کاروي، چې په عمومي توګه د انټولوژیکي استدلال یا برهان په نوم پیژندل کیږي، تر څو د یوه مطلق خیر خواه خدای شتون له شک پرته بنسټ په توګه چې ټول علوم ممکن کوي، ثابت کړي. ډیری خلکو به د ډیکارتس ارادې ستایلې، مګر له دې حل څخه ناخوښ وو. ځینې ​​​​هغه په ​​​​دایره پلوۍ(circularity) تورنوي، د هغه د انتولوژیکی(هستي پېژندنې) استدلال، د حقیقت د تعریف په اړه دسریزې په توګه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د نوموړي له خوا د حقیقت د تعریف اثبات د نوموړي د هستي پېژندنې له استدلال څخه د مقدمې په توګه کار اخلي. له همدې امله نفْس پلوي(solipsism)، حقیقت او د بهرنۍ نړۍ شتون مسئلو د ۱۷مې  پیړۍ په لوېدیځوال فکر غلبه وکړه.

بله مشهوره مسئله د ډیکارتس د مادې له دوه اړخیزېزوالي څخه سرچینه اخلي. د ډیکارتس لپاره، ماده هغه څه ده چې له بل هر څه څخه په خپلواکه توګه تصور کیدی شي او د بل هر څه څخه خپلواک شتون لري. له هغه ځایه چې ډیکارتس ذهن له بل هر څه څخه خپلواک تصور کاؤه، په داسې حال کې چې په هر نا ډاډه څیز باندې یې شک کاوه او که چېرې الله(ج) غوښتي وای چې داسې نړۍ پیدا کړي چې یوازې په کې ذهن شتون ولري، هغه ذهن له بدن څخه یوه جلا ماده تعریف کړه. د ډیکارتس له لید لوري، ذهن د یوې نا پراخې مادې په توګه تعریف شوی او بدن د یوې پراخې مادې په توګه تعریف شوی. نوموړي تعریف، دا بنستيزه پوښتنه راپورته کړه چې دا څنګه ممکنه ده چې ذهن او بدن یو له بل سره تعامل ولري.[۳]

نیکولاس میلبرنچ(Nicolas Malebranche) سمول

د ذهن - بدن مسئلې لپاره یو حل د دېکارتي نیکولاس میلبرانچ (1638-1715م)له خوا وړاندې شو. میلبرانچ داسې انګېرله چې د بېلابېلو ډولونو څخه رامنځته شوې مادې نشي کولی شي، له یو بل سره تعامل وکړي. په حقیقت کې، هغه په ​​​​دې باور ؤ چې د ورته ډول مادې نشي کولی متقابل عمل وکړي، ځکه چې هیڅ اړین لامل یې نه لیدل کېږي. هغه بیا وړاندیز کوي چې دا خدای دی یو نه جوړ شوی جوهر/ذات ، څوک چې دا  منځته راوړي  ،چې هرکله یو څوک "علت" درک کوي، یو "معلول" هم درک کوي. له همدې امله دې عقیدې ته، د موقعیت د علت  اصالت(occasionalism) نوم ورکړل شوی دی.

سرچينې سمول

  1. Chambers Biographical Dictionary, 2011, کينډۍ:ISBN, page 3
  2. International Theological Commission, the Vatican. "The Hope of Salvation for Infants Who Die Without Being Baptised". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. This section of the article references René Descartes’ Discourse on Method and Meditations on First Philosophy.