فرانسوا رابيله
فرانسوا رابيله (د 1483 او 1494 کلونو تر منځ موده کې زېږېدلی او په 1553 کې مړ شوی) يو فرانسوی لیکوال و، څوک چې لومړی ستر فرانسوی نثري لیکوال بلل کېږي. نوموړی چې د فرانسوي رنسانس يو بشرپال او يو يوناني عالم و، د «جان کيلون» او کاتوليکې کليسا د راهبانو دواړو له مخالفت سره مخ شو. که څه هم په خپله زمانه کې هغه د يو طبيب، عالم، ديپلومات او کاتوليک پادري په توګه تر ټولو ښه پېژندل کېدو، خو د خپلو بې تناسبه او عجيبه انځورونو او مبالغه لرونکو کردارونو له امله يې وروسته د يو طنز ليکونکي په توګه شهرت پيدا کړ.[۱][۲][۳]
په داسې حال کې چې هم د کليسا پلوی او هم يې د راهبانو پر ضد و، هم مسيحي او هم ازاد خيال و، هم يو ډاکټر و او هم يې د ښه ژوند سره مينه درلوده، د نوموړي د شخصيت ګڼ اړخونه کله کله يو له بل سره ټکر لرونکي برېښي. د اصلاحاتو په مذهبي او سياسي کړکېچ کې را ايسار رابيله په خپلو ناولونو کې د خپلې زمانې د سترو پوښتنو ته ځواب پیدا کړ. د وخت په تېرېدو سره د هغه د ژوند او اثارو په اړه ارزونې بدلون موندلی، چې د فکر له غالبو نمونو سره تړاو لري.
رابيله د «ايراسموس» ستاينه کړې ده او د هغه په څېر يو مسيحي بشرپال بلل کېږي. نوموړي د منځنيو پېړيو د دوديزې زده کړې پر سبک نيوکې درلودلې، په عام محضر کې يې د ځواکمنو شهزاده ګانو او پاپانو پر ناوړه چلند ملنډې وهلې، او د يوناني-رومي د زده کړې او ولسي کلتور په مټ يې د هغوی مخالفت کاوه.
رابيله تر ډېره د لومړيو دوه ټوکونو له امله زيات مشهور دی، کوم چې د «Gargantua او Pantagruel» په نوم د دوه سترو ديبانو (غښتل مخلوقات يا انسانان) د کوچنيوالي اړوند دي، او د يو شخص په اړوند د بحث کولو په بڼه لیکل شوي دي، د هغه وروستي اثار – درېيم کتاب (Third Book) (کوم چې د فلسفي ناول انځور وړاندې کوي) او څلورم کتاب (Fourth Book) په خپله لهجه کې تر ډېره بريده زده کړه ييز دي.
د هغه ادبي ميراث تر دې حده دی چې د «Rabelaisian» ټکی د يو داسې شي لپاره کارول کېږي، کوم چې د "پیاوړې مزاح، کاريکاتوري انځورګريۍ او زړورې طبيعيت پالنې" ځانګړنتيا لري.[۴]
ژوندليک
سمولد تورين له کليوالو سيمو د رهبانيت تر ژونده
سمولد يو روايت تر مخې چې تاريخ يې تر «Roger de Gaignières» (1642 - 1715) پورې رسېږي، فرانکويس رابيله د قضايي مامور او وکيل «اينټون رابيله» زوی و، او د سيويلي (له شينون سره نږدې) په «La Devinière» کې زېږېدلی و، دا سيمه په «ټورين» کې موقعيت لري، او اوس د «Indre-et-Loire» په نوم يادېږي، چېرته چې اوس د رابيله موزيم هم اوس شته. د هغه د زېږېدو کره نېټه (شا او خوا 1438 - 1494) او مړينه يې (1553) نه دي معلومې، خو ډېری پوهان مني چې احتمالاً د هغه د زېږېدو کال 1483 و. ښايي چې هغه زده کړه د منځنيو پېړيو د وروستي پړاو په څېر شوې وې: چې پيل يې د «ټريويم» (درې ګوني مضامين) له نصاب څخه کېدو، په دې کې د ژبپوهنې، ويناوالۍ، او جدلياتو لوستل شامل و، او «کواډريوم» (څلور ګوني مضامين) ته له تګ مخکې لوستل کېدل، په کوم کې چې د رياضي، هندسې، موسيقۍ او ستورپوهنې زده کړه شامل و.[۵][۶][۷]
په 1623ز کال کې، «Jacques Bruneau de Tartifume» وليکل چې «رابيله» له «انګرس» سره نږدې، د «کورډيلير» په صومعه کې د «کورډيلير» د «فرانسسکي» دستور کې د يو نوي روزل کېدونکي په توګه خپل ژوند پيل کړ؛ په هر حال، دا نظريه کوم مستقيم شاهد نه ده تاييد کړې. تر 1520ز کال پورې، هغه د «پواټو» په «Fontenay-le-Comte» کې و، چېرته چې يې له «پير ليمي» سره ملګرتيا شوه، نوموړی هم همکار «فرانسسکي» و، او له «ګيلوم بوډی» سره يې ليکونه تبادله کړل، چا چې ولیدل چې نوموړی لا له مخکې څخه په قانون کې وړتيا دلوده. د لوقا انجيل په اصل يوناني نسخه د «ايراسمس» له تبصرې وروسته، «سوربون» (په پاريس کې يو کالج و) په 1523ز کال کې د يوناني پر زده کړه بنديز ولګاه، باور يې درلود چې دا د عهد جديد د شخصي تشریح ملاتړ کوي. د دې په پايله کې، د «ليمي» او «رابيله» دواړو کتابونه مصادره شول. «رابيله» چې په دې بنديز ناهيلی و، له پاپ کليمنټ اوم (1523-1534) څخه غوښتنه وکړه او د پادري «Geoffroy d'Estissac» په مرسته يې د کليسا د بنديزونو د لېرې کولو حکم تر لاسه کړ، او وتوانید چې په «ميلزايس» کې د «بينيډکټي» دستور لپاره «فرانسسکي» دستور پرېږدي. د «Saint-Pierre-de-Maillezais» په صومعه کې، نوموړي د راهب لپاره د منشي په توګه کار وکړ – دا یو ښه لوستی روحاني و چې د لومړي فرانسيس له خوا ټاکل شوی و – او د هغه له ملاتړ څخه برخمن و.[۸][۹][۱۰][۱۱][۹]
طبيب او لیکوال
سمولد 1527ز کال په شا اوخوا کې نوموړي له اجازې پرته خانقا خوشې کړه، مرتد شو، تر دې چې پاپ درېیم پال نوموړي ته له دې جرم څخه برأت ورکړ، له کوم سره چې په 1536ز کال کې د سختو بنديزونو خطر موجود و. تر دې وخته، د کليسا قانون په نوموړي بنديز ولګاوه چې د طبيب يا جراح په توګه کار وکړي. «J. Lesellier» اټکل کړی چې د 1528 او 1530ز تر منځ کلونه نوموړي په پاريس کې تېر کړل، او د نوموړي له درې بچيانو دوه يې (هر يو François او Junie) وزېږېدل. له پاريس وروسته، «رابيله» د «پوايټي» پوهنتون او بيا د «مونټپيلي» پوهنتون کې د طب زده کړې لپاره ولاړ. په 1532ز کال کې، نوموړی «ليون» ته ولاړ، کوم چې د رنسانس له فکري مرکزونو څخه يو و، او په «Hôtel-Dieu de Lyon» روغتون کې يې د ډاکټر په توګه په کار پيل وکړ. په «ليون» کې، نوموړي د چاپونکي «سيباسټين ګريفيس» لپاره لاتيني اثار تصحيح کړل، او له چاپونکي څخه يې د يوناني مخطوطې د استولو لپاره «ايراسمس» ته د ستاينې يو مشهور ليک واستاوه. «ګريفيس» د «رابيله» ژباړې او «هيپوکريټس، ګيلين» او «جيواني منارډو» حاشيې او تشریحات خپاره کړل. په 1537ز کال کې، نوموړی د طبابت د جواز تر لاسه کولو په موخه د فيس د تاديې لپاره بېرته «مونټپیلی» ته راغلی (3 اپريل) او په راتلونکي مياشت (22 مۍ) کې يې د ډاکترۍ سند تر لاسه کړ. د دوبي په موسم کې «لايون» ته په راستنېدو سره، هغه په «Lyon's Hôtel-Dieu» کې د يو راځړول شوي سړي د جسد په کارولو سره د اناتومي يو درس ورکړ، کوم چې «ايټين ډولي» د «کارمينيا» به خپل اثر کې تشریح کړی دی. د طب په ډګر کې د خپل کار او علم په مټ «رابيله» په ټوله اروپا کې شهرت پیدا کړ.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
په 1532ز کال کې، د «الکوفريباس نايژر» (چې له François Rabelais سره شباهت لري) په مستعار نوم، نوموړي خپل لومړی کتاب خپور کړ چې د «Pantagruel King of the Dipsodes» په نوم و، دا د نوموړي د «ګارګنشوا» د لړۍ لومړی کتاب و، او په بنسټيز ډول په روغتون کې د خپل عايد د پوره کولو لپاره خپور شوی و. «رابيله» ته د غښتلو مخلوقاتو (غول پيکر) د ژوند په اړه د يو تمثيلي بنسټ اېښودلو نظريه د «les Grandes chroniques du grand et énorme géant Gargantua» ولسي داستانونو له افسانې څخه پیدا شوه، کوم چې د «ليون» په ميلو کې د کتاب پلورونکو له خوا د ولسي ادب په توګه د قيمتي رسالو په توګه وپلورل شول. د «Pantagrueline» د وړاندوينو په نوم د هغه مهال د ستورپوهنې د وړاندوينې د تمثيل کونکي «تقويم» لومړۍ نسخه په 1533ز کال کې د «رابيله» خپرونکي «François Juste» له چاپخونې خپره شوه. د هغې په بشپړ عنوان کې د "Maître Alcofribas" نوم موجود و. مشهور تقويم د 1542ز کال په وروستۍ نسخې پورې په غېر منظم ډول خپور شو، کوم چې د پرله پسې کال د وړاندوينې لپاره چمتو شوی و. له 1537ز کال څخه، دا د د «جسټ» د «پينټاګريل» د نسخو په پای کې خپور شوی و. «Pantagruelism» د "وخوره، وڅښه او واده وکړه" فلسفه ده، د کوم له امله چې د هغه کتابونه د دينپوهانو د ناخوښۍ لامل وګرځېدل، خو مشهور شول، او وروستنيو نيوکه کونکو د بدن په اړه د هغې د توجه د تمرکز له امله د هغه ستاينه وکړه. دا لومړی کتاب، چې په شته خانقايي او تعلیمي سيستم يې نيوکه درلوده، په فرانسوي ژبه لومړی هغه کتاب دی چې په لومړي ځل يې د «encyclopédie، caballe، progrès» او «utopie» الفاظ رامنځ ته کړل. دا کتاب د 1534ز کال له خپلې مقدمې سره مشهور شو، کوم چې د «Pantagruel» د پلار «Gargantua» د ژوند او کارنامو په اړه بحث کوي، د هغه مهال د سياست څخه ډېر اغېزمن و، او د پخواني ټوک په پرتله په څرګند ډول د پاچايۍ لپاره مناسب و. د «Pantagruel» د 1534ز کال په دويمه نسخه کې ډېر املايي، ګرامري او مطبعي اختراعات شامل دي، په ځانګړي ډول د خپلواکنښو (د ليکلو نښې او علامې) (لهجې، غړړوندي او تحويلات) استعمال، کوم څه چې هغه مهال په فرانسوي ژبه کې نوي و. «Mireille Huchon» دا اختراع په فرانسوي حروفو د «دانته» د «De vulgari eloquentia» په نوم اثر اغېز ته منسوبه کړې ده.[۱۸][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
سرچينې
سمول- ↑ اشرف غنیمتی
- ↑ کينډۍ:Cite EPD
- ↑ Renner, Bernd (26 February 2020). "François Rabelais". Oxford Bibliographies. Oxford University Press. doi:10.1093/OBO/9780195399301-0153. ISBN 978-0-19-539930-1.
- ↑ "Rabelaisian". Merriam-Webster.com.
- ↑ Lazard 2002، م. 38.
- ↑ Huchon 2011، م. 33–34.
- ↑ The Rabelais Encyclopedia، م. xiii.
- ↑ Demonet, Marie-Luce (2022). "Rabelais moinillon à la Baumette. Retour sur une hypothèse". In Garnier, Isabelle; La Charité, Claude (eds.). Narrations fabuleuses. Mélanges en l'honneur de Mireille Huchon (په فرانسوي). Paris: Classiques Garnier. pp. 25–44. doi:10.48611/isbn.978-2-406-12714-7.p.0025.
Qui sait si Tartifume, bon connaisseur du Gargantua, n'est pas parti du roman pour imaginer ce noviciat?
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Boulenger 1978، م. xi.
- ↑ Lazard 2002، م. 41.
- ↑ Demerson 1986، م. 13.
- ↑ Lesellier, J. (1936). "L'absolution de Rabelais en cour de Rome ses circonstances. Ses résultats". Humanisme et Renaissance (په فرانسوي). 3 (3): 237–270. JSTOR 20673008.
Les moines en rupture de ban se comptaient alors par milliers et, d'une façon générale, l'opinion ne se montrait nullement sévère à leur égard
- ↑ Lesellier, J. (1938). "Deux enfants naturels de Rabelais légitimés par Paul III". Humanisme et Renaissance (په فرانسوي). 5 (4): 549–570. JSTOR 20673173.
- ↑ Huchon 2011، م. 242.
- ↑ Boulenger 1978، م. xvii.
- ↑ Demerson 1986، م. 15.
- ↑ Huchon 2011، م. 247.
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Boulenger 1978، م. xiii.
- ↑ Demerson 1986، م. 14.
- ↑ Huchon, Mireille (2003). "Pantagruelistes et mercuriens lyonnais". In Defaux, Gérard; Colombat, Bernard (eds.). Lyon et l'illustration de la langue française à la Renaissance (په فرانسوي). ENS Éditions. p. 405. ISBN 978-2-84788-032-8.
- ↑ Original context (fr / en)
- ↑ Huchon 2011، مم. 188–192.
- ↑ Huchon 2011، مم. 183–187.
- ↑ Huchon 2011، مم. 164–165.
- ↑ Boulenger 1978، مم. xiii, xv.