فرانسس ويلبي

فرانسس ويلبي (22 نومبر 1635 – 3 جولای 1672) يو انګلستانی مرغه پوه (د مارغانو يا الوتونکو د علم عالم) او کب پوه (د کبانو د پېژندنې د علم عالم)، رياضي پوه، او د ژبېوهنې او لوبو ابتدايي محصل و.

نوموړی د «وارکشير» په «مډلټن هال» کې زېږېدلی او ستر شوی و، د يوې بډايې کلیوالې کورنۍ يوازينی زوی و. هغه د کامبريج په ټرينيټي کالج کې محصل و، او هلته د رياضي پوه او طبيعيت پوه «جان ری» تر سرپرستۍ لاندې وروزل شو، له هغه سره يې د ژوند تر پايه ملګرتيا او همکاري پيدا شوه، او «ری» له «ويلبي» سره له 1662ز کال وروسته هغه مهال يوځای و اوسېده، کله چې د يو ډول والي په قانون (دا په يو ډول د مذهبي مراسمو او عبادت د تر سره کولو لپاره جوړ شوی قانون و) د لاسیک کولو څخه د انکار له امله «ری» خپل معاش له لاسه ورکړ. «ويلبي» په اوه ويشت کلنۍ کې د شاهي ټولنې غړی وټاکل شو.

«ويلبي»، «ری» او د «جان ولکنز» په څېر نور د ساينس د زده کړې د يوې نوې طريقې ملاتړي وو، چې د ارستو او بايبل د تر لاسه کړي واک پر ځای يې په مشاهده او ډلبندۍ تکيه درلوده. د دې موخې تر لاسه کولو لپاره، «ويلبي»، «ری» او د هغوی نورو ملګرو د معلوماتو او نمونو د راټولولو لپاره ګڼ سفرونه وکړل، په لومړيو کې دا سفرونه په انګلستان او «ويلز» کې تر سره شول، خو بالاخره په اروپا لويه وچه کې دا سفرونه پراخه شول، دوی له موزيمونو، کتابتونونو او خصوصي ټولګو څخه ليدنې وکړې، تر څنګ يې سيمه ييز بوټي او ژوي مطالعه کړل. په لويه وچه کې له خپل سفر وروسته، هغه او «ری»، تر ډېره بريده هم په «مډلټن هال» کې ژوند وکړ او هم  کار. «ويلبي» له «ايما برنارډ» سره په 1668ز کال کې واده وکړ، او دوی درې بچيان درلودل.

«ويلبي» د کلونو په اوږدو کې بيا بيا له ناروغيو څخه ورنځېد او بالاخره د 1672ز کال د جولای په مياشت کې «پلوريسي» (پلوريسي يا پلوريز د پړپوس يوه ناروغي ده) د ناروغۍ له امله په شپږدېرش کلنۍ کې ومړ. د هغه له وخت مخکې مړينې له امله «ری» اړ شو، تر څو د ژويو په اړه هغه کارونه بشپړ کړي، چې دوی دواړو په شریکه طرحه کړي و. «ری» په خپل وخت کې د مرغيو، کبانو او غيرفقاري ژويو په اړه کتابونه خپاره کړل، چې هغه د «Ornithologiae Libri Tres»، «Historia Piscium» او «Historia Insectorum» په نومونو وو. د مارغانو په اړه د «Ornithology» په نوم کتاب هم په انګليسي ژبه کې په پراخه شوې بڼه خپور شو. په دې کتابونو کې د ژويو د ډلبندۍ نوې او اغېزناکې طريقې شاملې وې، او درېواړه کتابونه د ژوند د علم (د ژونديو موجوداتو علومو) په تاريخ کې اغېزناک کتابونه وو، په ورته وخت کې يې د طبيعي تاريخ په ليکوالانو او د «لينيس» د دوه جمله يي علمي نوم اېښودنې په جوړولو کې د دوی پر اهميت تاثير درلود.

د ژوند لومړي کلونه

سمول

«فرانسس ويلبي» د نومبر د 1635ز کال په دوه ويشتمه نېټه د «وارکشير» په «مډلټن هال» کې زېږېدلی و، نوموړی د «سر فرانسس ويلبي» او د هغه د مېرمنې «کيسانډرا» (چې د ريجوی په نوم هم پېژندل کېده) يوازینی زوی و. د «ولټن هال» «سر پرسيول ويلبي» او د «لنډنډيری» لومړی ایرل «تامس رجوی» د هغه نيکونه وو. دا يوه بډايه قدرمنه کورنۍ وه، چې د دوی مرکزي څوکۍ «لټن هال» «فرانسس» ته په ميراث کې پاتې شوه، او اوس په «ناټنګم» کې ده. کشر فرانسس په «بشپ ويزي ګرامر» ښوونځي، «سټن کلډفيلډ»  او د کيمبرج په ټرنيټي کالج کې زده کړې وکړې. داسې برېښي چې هغه ډېر لوستونکی و، د مړينې پر مهال يې په کتابتون کې د ادب، تاريخ او نسب پېژدنې، همدا راز د طبيعي علومو یو شمېر ټوکونو په ګډون، اټکلاً دوه زره کتابونه موجود وو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

«ويلبي» په اولس کلنۍ کې په خپل لګښت په ټرينټي کې زده کړې پيل کړې. د هغه ښوونکی «جيمز ډيوپورټ» و، دوی دواړو د انګلستان په کورنۍ جګړه کې يو ډول شاهي پلوه خواخوږي درلوده. «جان ری»، چې هغه مهال يو رياضي پوه او په ټرنيټي کې د هغه هکار و، خپل زده کونکي «ايزاک بارو» ته لارښونه وکړه چې «ويلبي» ته دا مضمون تدريس کړي. دواړه ملګري شول، او په 1655ز کال کې، خپل «Euclid's Elements» (د اقليديس اصول) «ويلبي» او دوه نورو شتمنيو ملګرو محصلينو ته ډالۍ کړ.[۹][۱۰]

سره له دې چې بډايه محصلينو عموماً د سند له تر لاسه کولو پرته پوهنتون پرېښود، «ويلبي» د 1656ز کال د جنورۍ په مياشت کې لسانس سند تر لاسه کړ، او وروسته د 1660ز کال د جولای په مياشت کې دې سند ته  د مشرتابه له خوا د ماسترۍ درجه ورکړل شوه. پ 1657ز کال کې، نوموړی په «ګري اين» کې داخل شو، چې د يو شتمن لپاره يو غېر معمولي ګام نه و، چې ښايي هغه له حقوقي شخړو سره لاس او ګريوان شوی وای. «ويلبي» او «ری» په ټرينټي کې د کیميا په ډېرو پروژو يو له بل سره همکاري وکړه، چې د سرپو بورې جوړل او د انتيمون را ايستل پکې شامل و، او په 1663ز کال کې «ويلبي» په اوه ويشت کلنۍ کې، د «ری» او «جان ولکنز» په نمونې سره د شاهي ټولنې د بنسټګر غړي په توګه وټاکل شو، څوک چې په 1660ز کال کې د ترنيټي کالج ماستر (عمومي څارونکی) وګرځېد، او بالاخره د «چيسټر» اسقف شو. په 1667ز کال کې، «ری» هم د شاهي ټولنې غړي په توګه وټاکل شو، خو د خپلې بې وزلۍ له امله يې له دې غړيتوب معذرت وکړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سفرونه

سمول

د شپاړسمې پېړۍ په وروسیو او اولسمې په لومړيو کې، «فرانسس بيکن»، په ارستو او د کليسا په واک د تکيې پر ځای، د مشاهداتو او تجبرو په مټ د پوهې د پر مختګ پلوي کوله. د «ری، ولکينز» او «ويلبي» په څېر د شاهي ټولنې غړيو، د نمونو او معلوماتو د راټولولو په موخه د سفرونو په ګډون، تجرباتي تګلارې ته د عملي جامې اغوستلو هڅه وکړه. «ويلبي» له «ری» سره مرسته وکړه تر څو د « Catalogus Plantarum circa Cantabrigiam Nascentium» (د کيمبريج کاتالوګ) په نوم، د خپل نباتاتي اثر لپاره بوټي راټول کړي، کوم اثر چې په 1660ز کال کې د لیکوال له نوم څخه پرته خپور شوی و.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د همدې کال په وروستيو کې، «ری» او «ويلبي» د شمالي انګلستان له لارې «ليک ډسټرکټ، ايل اف مين» او «کالف اف مين» ته سفرونه وکړل، او په وروستي ځای کې يې «Manx shearwater» (يو ډول مارغه يا د اوبو چرګوړی) وکوت. «ويلبي» له دې وروسته د طبيعي تاريخ د يو شمېر نادرو کتابونو څخه د ليدنې په موخه اکسفرډ پوهنتون ته لنډ سفر وکړ. [۲۲]

چيشر او ويلز

سمول

د 1662ز کال د مۍ په مياشت کې، «ويلبي»، «ری» او د «ری» له زده کونکي «فلپ سکيپن»، د «نانټ وچ» او «چيسټر» له لارې د لوېديځ پر لور په «اينګلسي» په دويم سفر روان شول. دوی د هېواد په داخل کې «کلنبيرس» ته بېرته ستانه شول، او دوی ته د يو سيمه ييز جهيل کب وښودل شو، چې د «ټورګوک» (torgoch) په نوم يادېږي، کوم چې «ويلبي» کټ مټ د «ونډرمير چار» (Windermere charr د يو کب نوم دی) په توګه تشخيص کړ، کوم چې نوموړي له دې مخکې په «لیک ډسټرک» کې تشریح کړی و. دا ډلګۍ له دې وروسته د سويل په لور له لوېديځ ويلز څخه تېره شوه، او د «پيمبرک» په لور روان شوه، او په لاره کې يې له «بارډسي ټاپو» څخه ليدنه وکړه. دوی له دې وروسته د ويلز د سويلي څنډې په اوږدو کې د «ټينبي» په لور بېرته ولاړل، چېرته چې دوی د کبانو ډېر انواع وليدل، او «ابروان» ته ولاړل، چېرته چې دوی ته د تورو وزرو لونکې نادره مرغۍ (black-winged stilt زاڼې ته ورته يو مارغه دی) وښودل شوه.[۲۳][۲۴]

«ويلبي» د ويلزي ژبې ويونکو سره مرکې وکړې، تر څو د دې ژبې د يوې منظمې څېړنې هڅه وکړي، کومه مرکه چې که څه هم خپره نه شوه، په راتلونکو پوهانو يې اغېز درلود. د همدې سفر پر مهال «ری» او «ويلبي» د ټولو ژونديو موجوداتو د ډلبندي کولو د هڅې پرېکړه وکړه، په داسې حال کې چې «ری» اساساً په بوټو کار کاوه، او «ويلبي» په ژويو کار کاوه. د دوی له خوا د انواعو جوړ شوي جدولونه، «ويلکنز» د يو ځای کونکې طرحې د يوې برخې په توګه وکارول، کوم چې وروسته په 1668ز کال کې د « An Essay towards a Real Character, and a Philosophical Language»  په عنوان خپاره شول. «ويلکنز» په پام کې درلوده، تر څو د طبيعي نړۍ د تشریح کولو لپاره يوه نړيواله اصطلاح جوړ کړي، او د ژبو او د ليکنې د سيستمونو د څېړنې موخه د خپلې ډلبندۍ لپاره د يو منطقي ژبني چوکاټ جوړول و.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د «ويلبي» او د هغه د ملګرو ملګرتيا هغه مهال پای ته ورسېده، کله چې نوموړی په «ګلوسټر» کې ناروغ شو، په داسې حال کې چې هغوی د «ويسټ کانټري» څخه تېر شول، او تر «لينډز اينډ» پورې ولاړل. کله چې «ويلبي» ښه شو، نوموړي د دوبي موسم کې د مرغيو د ليدنو په موخه يوه څه برخه په «لکنشر» کې تېره کړه. «ری» او «ويلبي» وروسته په 1667ز کال کې يو ځای له «ويسټ کانټري» څخه ليدنه وکړه، او له «ډورسيټ، هيمپشاير» او لندن له لارې بېرته راستانه شول.[۳۰][۳۱]

سرچينې

سمول
  1. کينډۍ:Cite ODNB
  2. Robert Thoroton (1797). History of Nottinghamshire: Volume 2. J. Throsby. pp. 214–215.
  3. Walter, Alice Granbery (1978). Captain Thomas Willoughby 1601-1657 : of England, Barbadoes and lower Norfolk County, Virginia : some of his descendents 1601-1800. Manuscript in Virginia Beach Public Library.
  4. The Willoughby Family of Wollaton and Middleton: A Brief History, Manuscripts and Special Collections, University of Nottingham, Accessed March 8, 2024
  5. Birkhead (2018) pp. 3–5.
  6. Serjeantson (2016) pp. 44–60.
  7. Poole (2016) pp. 231–232.
  8. Poole (2016) pp. 238–240.
  9. Birkhead (2018) pp. 24–25.
  10. Serjeantson (2016) pp. 44–60.
  11. Serjeantson (2016) pp. 44–60.
  12. Johnston (2016) pp. 6–8.
  13. Roos (2016) p. 118.
  14. Roos (2016) pp. 108–109.
  15. Birkhead (2018) p. 43.
  16. Birkhead (2018) pp. 34–38.
  17. Birkhead (2011) p. 27.
  18. Birkhead (2018) pp. 11–12.
  19. کينډۍ:Cite ODNB
  20. Birkhead (2018) pp. 47–50.
  21. Birkhead (2018) pp. 34–38.
  22. Birkhead (2018) pp. 47–50.
  23. Birkhead (2018) pp. 50–55.
  24. Birkhead (2018) pp. 59–61.
  25. کينډۍ:Cite ODNB
  26. Jardine (1999) pp. 301–302.
  27. Cram (1992) p. 193.
  28. Stimson, Dorothy (1931). "Dr. Wilkins and the Royal Society". The Journal of Modern History. 3 (4): 539–563. doi:10.1086/235790. JSTOR 1898891. S2CID 144604251.
  29. Cram (1990) pp. 229–239.
  30. Welch, Mary (1972). "Francis Willoughby, F.R.S. (1635–1672)". Journal of the Society for the Bibliography of Natural History. 6 (2): 71–85. doi:10.3366/jsbnh.1972.6.2.71.
  31. Birkhead (2018) pp. 65–70.