فرانسسکس پيټريشيس

فرانسسکس پيټريشيس (25 اپريل 1529 – 6 فبروري 1597) د وينس جمهوريت اوسېدونکی يو فيلسوف او ساينسپوه و، او اصلاً د «کيس» ښار اوسېدونکی و. نوموړی د افلاطون د فلسفې د مدافع او د ارستو د فلسفې د مخالف په توګه پېژندل کېږي.[۱]

په سرچينو کې د هغه ملي هويت توپير لري، او نوموړی هم د کروشيايي او هم د ايټالوي په توګه ښودل شوی دی. په کروشيا کې هغه عموماً د Franjo Petriš يا Frane Petrić (او کله کله د Petris، Petrišević، او Petričević) په نومونو پېژندل کېږي. په «کريس» کې د هغه کورنی نوم د «پيټريس» په نوم پېژندل کېدو.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

«پيټريشيس» په لومړيو کې خپلې زده کړې په «پډوا» پوهنتون کې د ارستو فلسفې ته وقف کړې وې، خو لا محصل و چې د د  افلاطون فلسفې لور ته واوښت. نوموړی د ارستو د فلسفې او اندونو سخت او د لوړې کچې مخالف وګرځېد، له چا سره نوموړی په پراخه ليکنو کې په سختو مخالفتونو کې ښکېل شو. د مادي ژوند د لارو چارو د سرچينو د پيدا کولو لپاره د ډېرو کلونو ناکامو هڅو وروسته، نوموړي بالاخره په 1577ز کال کې په «فرارا» وشي کې د «هاوس اف ايسټ» د دوشي  دربار څخه يوه بلنه تر لاسه کړه. د «فيرارا» په پوهنتون کې، د افلاطوني فلسفې په اړوند يو موقف په ځانګړي ډول د هغه لپاره جوړ کړای شو. له هغې وروسته کلونو کې، نوموړي د يو پروفيسر په توګه شهرت تر لاسه کړ، خو په علمي او ادبي شخړو کې هم ښکېل و؛ نوموړی د بحث او مشاجرې پلوی و، خو بالاخره د خپلو مخالفينو له خوا تر سختو نيوکو لاندې ونيول شو. په 1592ز کال کې، نوموړي روم ته د تګ يوه بلنه ومنله، چېرته چې د پاپ د ملاتړ په پايله کې نوموړي ته يو نوی معاش لرونکی موقف ايجاد کړای شو. د هغه د ژوند وروستي کلونه، د روم د څېړنو له محکمو سره په سختو شخړو کې ښکېل و، کومو چې د «Nova de universis philosophia» په نوم د هغه د اصلي اثر ممنوع کړ.

د رنسانس د يو وروستي بشرپال په توګه، «پيټريشيس» د پراخه زده کړې، متنوعو ساينسي فعاليتونو، د اختراع لپاره پياوړې ارادې لرونکي او فوق العاده ادبي زرخېزۍ لرونکي د ځانګړتياوو د لرونکي په توګه تشريح شوی دی. نوموړي د ثابتو، په نړيواله کچه پېژندل شويو تعليماتو تنقدي څېړنه وکړه، او د هغې بديلونه يې وړانديز کړل. په ځانګړي ډول، هغه غوښتل چې مروجه ارستويي طبيعي فلسفه په خپلې نمونې بدله کړي. نوموړي د خپلې يوې پراخه، بې پرې، علمي تاریخي څېړنې په مټ په خپل اند سره، د تاريخي مطالعو د معناوو د دوديز ليدلوري مخالفت وکړ، کوم چې عموماً تر اخلاقي لارښونو پورې محدود و. په شاعرۍ کې نوموړي د الهام پر اهميت ټينګار وکړ، او د دوديزو اصولو ضد هڅې يې وکړې، کوم څه چې هغه د تخليقي ازادۍ په وړاندې خپلسري، غېر حقيقي بنديزونه بلل.

په ابتدايي عصري پړاو کې، د کليسا د غندنې سره سره، د پيټريشيس د طبيعيت سختې لانجمنې فلسفې پراخه انګازې وکړې، خو بيا هم نوموړی په بهرني موقف پاتې شو. عصري څېړنه د تشيال د عصري تصور او تاریخي نظريې په قانون کې د هغه په ونډه اعتراف کوي.

اصل او نوم

سمول

فرانسسکو پيټريشيس اسټريا ته مخامخ په همدې نوم پر يو ټاپو واقع ښار «کريس» څخه و. هغه مهال دا ټاپو د «وينس» اړوند و. فرانسسکو د «Stefano di Niccolò di Antonio Patricius» (Stjepan Nikola Antun Petriš or Petrić) په نوم د يو پادري غېر مشروع زوی و، څوک چې د ښکته اشرافيه ټولنې غړی و. مور يې «ماريا راډوکا» (همدا راز Borofcich) نومېده، هغه يوه سيمه ييزه ښځه وه، وروسته يې له يو بل سړي سره واده وکړ، او ښايي چې "د همدې کورنۍ له دوه نورو راهبانو سره يې هم جنسي اړيکې درودلې وي". په زړو ادبیاتو کې، د فرانسسکو پلار په تېروتنې سره په همدې نوم د يو قاضي په توګه پېژندل شوی دی، چې « Stefano di Niccolò di Matteo Patricius» نومېدو، او د هغه مور د «Maria Lupetino» په نوم پېژندل شوې وه، چې ګومان کېږي د دې قاضي مېرمن وه. په ورته توګه د مشهور دينپوه «متهياس فلاسيس» سره د دې فيلسوف د شجره نسب د تړاو ادعا هم ناسمه ده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د فرانسسکو په وينا، په اصل کې د هغه کورنۍ په بوسنيا کې مېشته وه، او د دوی د ملي نښانونو تر مخې له شاهي زوزات څخه وه. د ترکانو له خوا د هغه د پلرني ټاټوبي د نيولو له امله، هغه وکوچېده، او په دې ډول د «Stefanello» په نوم د دوي يو نېکه «کريس» ته ولاړ. که دا وينا سمه وي، نو دا بهير د پنځلسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې پېښ شوی دی. د «Paralleli militari» په نوم په خپل کتاب کې، هغه ويلي چې د «سيانا» د «پيټرزي» کورنۍ سره تړاو لري.[۱۸][۱۹]

د يو بشرپال رواج تر مخې، دې فيلسوف خپل نوم لاتيني کړ، او خپل ځان يې Patricius يا Patritius باله. له دې امله چې هغه په ايټاليه کې ژوند کړی و او هلته يې خپل اثار خپاره کړي وو، د فرانسسکو پيټريشيس نوم په نړيواله کچه ومنل شو، خو په کرويشا کې د کورشيايي بڼې مختلفو بڼو ته ترجيح ورکول کېږي. سربېره پر دې د "da Cherso" (له کريس څخه) نوم، نوموړي ته د «سيانا» د بشرپال فرانسسکو پيټريشيس (Franciscus Patricius Senensis) څخه توپير ورکوي، چا چې په پنځلسمه پېړۍ کې ژوند کړی و.[۲۰]

ژوند

سمول

ځواني او زده کړه

سمول

فرانسسکو پيټريشس د 1529ز کال د اپريل په پنځه ويشته نېټه په «کريس» کې زېږېدلی و. نوموړي خپل ابتدايي ماشومتوب په خپل ښار کې تېر کړ. د هغه کاکا «جيواني جيورجيو پيټريشس» (Ivan Juraj Petriš)، چې د يوې وينزي جنګي بېړۍ مشري يې درلوده، دا نهه کلن هلک په 1538ز کال کې د ترکانو پر ضد په يو جګړه ييز ماموريت کې له ځانه سره بوت. لکه چې روښانه ده، فرانسسکو د «پريويزا» په جګړه کې برخه اخيستې وه، په کومه جګړه کې چې د مسيحيانو بېړۍ وهل شوې وې. نږدې وه چې نوموړی د ترکانو په لاس بندي شي. نوموړي ګڼ کالونه په سمندر کې تېر کړل. د 1543ز کال د سپتمبر په مياشت کې، نوموړی «وينس» ته ولاړ، تر څو مسلکي وړتياوې تر لاسه کړي. د «جيواني جيورجيو» د هيلې سره سم لومړی سوداګريز ښوونځي ته ولاړ، خو هغه د بشرپالنې لور ته ميلان درلود. له دې امله چې پلار يې د نوموړي په هيلې پوهېدو، دې ځوان لاتيني ژبې زده کړې تر لاسه کړې. وروسته يې پلار په «انګلوشتات» کې د زده کړې لپاره واستاوه، چېرته چې «باويرين» پوهنتون و. هلته يې په يوناني کې زده کړه وکړه. په هر حال، په 1546ز کال کې، هغه بايد د «شملکالډک» د جګړې د ګډوډۍ له امله له «باويريا» څخه تللی وای.[۲۱][۲۲]

سرچينې

سمول
  1. "Petrić, Frane". Encyclopedia of the Miroslav Krleža Lexicographical Institute, Zagreb (په کرواسي). نه اخيستل شوی 2023-11-24.
  2. Rabil, Albert (1988). Renaissance Humanism: Humanism beyond Italy. University of Pennsylvania Press. ISBN 978-0-8122-8064-7.
  3. Tuksar, Stanislav (1980). Croatian Renaissance Music Theorists. Music Information Center, Zagreb Concert Management. ISBN 978-0-918660-51-0.
  4. Štěpánová, Irena (2014-09-01). Newton: Kosmos, Bios, Logos. Charles University in Prague, Karolinum Press. p. 33. ISBN 978-80-246-2379-5.
  5. Birnbaum, Marianna D. (1986). Humanists in a Shattered World: Croatian and Hungarian Latinity in the Sixteenth Century. Slavica Publishers. ISBN 978-0-89357-155-9.
  6. Aralica, Tomislav; Aralica, Višeslav (1996). Croatian warriors through the centuries (په کرواسي). Znanje. ISBN 978-953-6473-32-8.
  7. "Petrić, Frane | Hrvatska enciklopedija". enciklopedija.hr. نه اخيستل شوی 2021-04-22.
  8. Birnbaum, Marianna D. (1986). Humanists in a Shattered World: Croatian and Hungarian Latinity in the Sixteenth Century. Slavica Publishers. p. 308. ISBN 978-0-89357-155-9.
  9. "Petrić, Frane | Hrvatska enciklopedija". enciklopedija.hr. نه اخيستل شوی 2020-12-08.
  10. Rabil, Albert (1988). Renaissance Humanism: Humanism beyond Italy. University of Pennsylvania Press. p. 280. ISBN 978-0-8122-8064-7.
  11. Paul Oskar Kristeller, Eight philosophers of the Italian Renaissance, Stanford 1964, pp. 110-126.
  12. Elisabetta Scapparone (2012). "Patrizi, Francesco". Il Contributo italiano alla storia del Pensiero – Filosofia. Istituto dell'Enciclopedia Italiana. 
  13. Toth, Lucio. "Per una storia della Dalmazia tra medioevo ed età contemporanea." Clio 38 (2002): 361.
  14. Emil Jacobs: Francesco Patricio and his collection of Greek manuscripts in the library of the Escorial. In: Zentralblatt für Bibliothekswesen 25, 1908, p. 19–47, here: p. 20 Note 2 assumed to be the place of birth Osor on Cres, but this hypothesis has not been taken up in more recent literature.
  15. Vittore Branca; Sante Graciotti (1983). L'Umanesimo in Istria. L.S. Olschki via University of Michigan. pp. 40-56. ISBN 88-222-3178-3.
  16. Isidoro Kamalic (1930). Francesco Patrizzi 1529-1597: nella cultura e sopratutto nella poetica cinquecentesca. University of Fribourg. p. 8. ISBN 88-222-3178-3.
  17. Cesare Vasoli: Immagini umanistiche, Naples 1983, pp. 531–541, 547 f., 553.
  18. Cesare Vasoli: Immagini umanistiche, Naples 1983, pp. 528-530.
  19. Patrizi, Francesco (1594). Paralleli militari (په اېټاليايي). Appresso Luigi Zannetti.
  20. For the name see Zvonko Pandžić (ed.) : Franciscus Patricius: Discussiones Peripateticae, Cologne 1999, S. XI; Emil Jacobs: Francesco Patricio and his collection of Greek manuscripts in the library of the Escorial. In: Zentralblatt für Bibliothekswesen 25, 1908, pp. 19–47, here: pp. 20 f. Note 2.
  21. See Cesare Vasoli: Immagini umanistiche, Naples 1983, pp. 529, 539, 552 f.
  22. Cesare Vasoli: "La lettera autobiografica di Francesco Patricius." In: "Quaderni di Retorica e Poetica" 1986/1, pp. 59–66, here: 61; Cesare Vasoli: Immagini umanistiche, Naples 1983, pp. 555 f.