فدرالي ټولنه
د قانون او عامه پاليسۍ فدرالي ټولنه “Federalist Society for Law and Public Policy Studies” د محافظه کارانو او ازادي غوښتونکو يو امريکايي قانوني سازمان دی، چې د متحده ايالتونو د اساسي قانون د متني او اصلي ژباړنې ساتندويي کوي. دا ټولنه د زده کونکي، وکيلانو او پوهنځي په نومونو درې څانګې لري. نوموړې ټولنه چې مرکزي اداره يې په واشنګټن ډي سي کې ده، اوسمهال د حقوقو (قانون) اړوند له ۲۰۰ څخه زياتو امريکايي ښوونځيو کې څپرکي لري. د وکيلانو څانګه په ۹۰ ښارونو کې له ۷۰۰۰۰ تنو څخه زيات غړي لري چې د وکالت دندې پر مخ وړي او په څانګه کې «د وکيلانو څپرکي» او «د تمرين ډلو» په توګه تنظيم شوي دي. فدرالي ټولنه د پېښو په اړه د وينا، بيانونو او نورو فعاليتونو له لارې د حقوقي مسلک، قضايي او حقوقي اکاډمۍ له غړو سره د اړيکې نيولو په موخه د مخالفو نظرونو د حقوقي متخصصينو لپاره يو جرګه ځای (فوريم) چمتو کوي. دا ټولنه د متحده ايالتونو له اغېزناکو يا نفوذ لرونکو سازمانونو له ډلې څخه ده. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد |
وېبپاڼه |
fedsoc.org (انګرېزي ژبه) |
---|---|
کورډينېشن |
فدرالي ټولنه په ۱۹۸۲ز کال کې د يال د حقوقو ښوونځي “Yale Law School”، هاروارد د حقوقو ښوونځي “Harvard Law School” او د شيکاګو پوهنتون د حقوقو ښوونځي “University of Chicago Law School” د يوه ډله زده کوونکو له لورې جوړه شوه، چې غوښتل يې هغه ليبرالي يا کيڼ اړخې ايډيالوژي وننګوي، چې د دوی د درک له مخې د امريکا د حقوقو پر زياتره اشرافي ښوونځيو او پوهنتونو باندې واکمنه وه. د ادارې بيان شوې موخې «د فدرالي واک څارل، د شخصي ازادۍ خوندي کول او د خپلې اصلي معنا له مخې د اساسي قانون ژباړنه» دي او د ځوان محافظه کار وکيلانو په شبکه جوړونه (راټولولو) او لارښوونه کې مرکزي ونډه لوبوي. د “Ideas with Consequences” د ليکوال اماندا هوليس بروسکي “Amanda Hollis-Brusky” په وينا فدرالي ټولنه او محافظه کار د اوښتون ضد “Conservative Counterrevolution”، فدرالي ټولنې «د مرکز د حق وکيلانو لپاره د رښتيني دروازه ساتونکې په توګه تکامل کړی دی، چې د جمهوري غوښتونکو ولسمشرانو تر لارښوونې لاندې دولتي دندو او فدرالي قضاوتونو ته لېواله دي». د ويليم او ماري د حقوقو ښوونځي د پروفيسور نيل ډيوېنس “Neal Devins” او د اوهايو د دولتي پوهنتون د پروفيسور لاورنس باوم له نظره د رونالډ ريګن او جورج ډبليو بوش ادارو «د محافظه کار قاضيانو نوماندول په نښه کړل او فدرالي ټولنه کې غړيتوب د محافظه کار فکر د پلوۍ استازيتوب و. فدرالي ټولنې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د قضايه نوماندانو په وړاندې کولو کې مهمه ونډه لوبولې ده؛ دې ټولنې د ولسمشر ټرمپ د متحده ايالتونو د سترې محکمې د نوماندانو لښتليک وپلټه او د ۲۰۲۰ ز کال تر مارچ پورې د ولسمشر ټرمپ د استيناف محکمې له ۵۱ نوماندانو څخه ۴۳ تنه يې د ټولنې اوسني يا پخواني غړي وو. [۹][۱۰][۱۱]
د ۲۰۱۹ ز کال په جنوري کې واشنګټن پوسټ مجلې وليکل، چې فدرالي ټولنه «د واک او نفوذ بې مخينې کچې» ته رسېدلې وه. د متحده ايالتونو د سترې محکمې د شته نهو غړو له ډلې شپږ تنه (برېټ کاوانا “Brett Kavanaugh”، نيل ګروسچ “Neil Gorsuch”، کلارنس توماس “Clarence Thomas”، جان روبرتس “John Roberts”، سامويل الايټو “Samuel Alito” او امي کوني باريټ “Amy Coney Barrett”) د دې ټولنې اوسني يا پخواني غړي دي. پوليټيکو “Politico” مجلې وليکل چې فدرالي ټولنه نه يوازې د حقوقو د زده کونکو په ذهن جوړونه کې «د تاريخ يو له تر ټولو اغېزناکو حقوقي ادارو څخه شوې، مګر تر څنګ يې په ارادي ډول په خپله امريکايي ټولنه بدلوي، چې په شعوري ډول د هېواد قضايه قوه سم لوري ته واړوي». [۱۲][۱۳]
بنسټ ايښودنه
سمولفدرالي ټولنه چې په يال د حقوقو ښوونځي، هاروارډ د حقوقو ښوونځي او د شيکاګو پوهنتون د حقوقو ښوونځي کې د زده کونکو له لورې رامنځته شوه، د زده کونکو د سازمان يا ادارې په توګه يې فعاليت پيل کړ او هغه څه يې وننګول، چې بنسټګرو غړو يې د ارتودوکس امريکايي ازادي غوښتونکې نظريې په توګه درک کړي وو او د امريکا په حقوقي ښوونځيو کې عام وو. د ډلې لومړنی فعاليت «د فدراليزم په اړه سمپوزيم: قانوني او سياسي پايلې» تر سرليک لاندې درې ورځنۍ ګډه ناسته (سمپوزيم) و، چې د ۱۹۸۲ زکال اپرېل کې يال ‘Yale’ کې تر سره شو. ياده ګډه ناسته چې ۲۰۰ تنو په کې ګډون کړی و، د سټيون جي کالابريسي “Steven G. Calabresi”، لي لايبرمېن “Lee Liberman Otis” او تيودور اولسن “Theodore Olson” له لورې تنظيم شوې وه او ويناوال په کې انتونين سکاليا ‘Antonin Scalia’، روبرت بورک “Robert Bork” او تيودور اولسن وو. [۱۴]
په ۲۰۱۸ز کال کې پوليټيکو مجلې وليکل چې: «دا هيڅ مبالغه نه ده چې وړانديز وکړو، چې دا ناسته ښايي د زده کونکو خورا ګټور ناسته وه؛ يانې په تېرو پېښو او حالاتو د غور کولو له مخې يو پلان و او د دې لپاره جوړ شوی و، چې د لرې پايلو د تر لاسه کولو په موخه له فکري راښکون سره ځوانه لېوالتيا څه ډول يو ځای کېږي». ټولنه څرګندوي چې «د هغو اصولو پر بنسټ رامنځته شوې ده، چې دولت د ازادۍ ساتلو لپاره ستون لري، د حکومتي قوو يا واکونو بېلتون زموږ په اساسي قانون کې مرکزي دی او دا چې د دې ويل په ټينګار سره د قضايه قوې د کار برخه او دنده ده، چې قانون څه شی دی، نه دا چې بايد څه ډول وي». [۱۴]
شاليد
سمولټولنه د قضايه محدوديت د غوره والي څرګندولو لپاره د فدرالي مقالې ۷۸ ګڼه “Federalist Paper Number 78” په پام کې نيسي؛ لکه څرنګه چې د الکساندر همېلټن له لورې ليکل شوي دي: «د دې ويل هيڅ ارزښت نه لري چې محکمې د کرکې په پلمه ښايي د مقننه قوې د بنسټيزو ارادو پر وړاندې د خپلې خوښۍ ځايناستي شي. محکمې بايد د قانون احساس په ډاګه کړي او که چېرې دوی بايد د قضاوت پر ځای د ارادې يا خوښې عملي کولو ته متمايل وي، نو پايله به د مقننه قوې پر ځای په برابر ډول خپلې خوښۍ ته ځای ورکوی وي».
د ټولنې نښان يا لوګو د پخواني ولسمشر او د اساسي قانون د ليکوال جيمز ماديسن “James Madison” نيمه څېره ده، چې په شريکه يې فدرالي ورځپاڼې يا مقالې “The Federalist Papers” وليکلې. د متحده ايالتونو د امنيت او تبادلې کمېسيون کمېشنر پاول اس اتکېنس “Paul S. Atkins” په يوه وينا کې چې د ۲۰۰۸ ز کال جنوري کې يې د تکزاس په دالاس کې د خپلو وکيلانو څپرکي ته وکړه، د ټولنې غړي «د جيمز ماديسن د ميراث وارثان» وګڼل. ماديسن ته په عمومي ډول د اساسي قانون د پلار امتياز ورکول کېږي او د متحده ايالتونو څلورم ولسمشر شو. [۱۵]
ويل کېږي چې د ټولنې نوم د اتلسمې پېړۍ فدراليست ګوند پر بنسټ دی؛ که څه هم جيمز ماديسن د توماس جېفرسن او د ديموکراتيک جمهوري غوښتونکي ګوند په ملتيا د فدرالي ګوند د سياستونو خلاف و، چې د سوداګرۍ فقرې “Commerce Clause” له ناتړلې ژباړې څخه يې سرچينه اخېستې وه. د ټولنې نظريې د وروستي فدرالي ګوند په پرتله د فدراليزم (په ځانګړي ډول د نوي فدراليزم “New Federalism”) له عمومي معنا او د فدرالي ورځپاڼو “Federalist Papers” سره نږدې اړيکه لري.
د ټولنې د ۱۹۸۲ز کال ناسته د زده کړه ييزو چارو انسټيټيوټ “Institute for Educational Affairs” له لورې د ۲۵۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت تمويل شوې وه. د ۵،۵ ميليون امريکايي ډالرو وروستی تمويل د جان ام اولېن بنسټ ‘John M. Olin Foundation’ له لورې وشو. نور لومړني تمويل کونکي د سکايفي بنسټ “Skaife Foundation” او د کوچ “Koch” کورنۍ بنسټونه وو. فدرالي ټولنې ته بسپنه ورکونکي ګوګل “Google”، چيورون “Chevron”، چارلس جي “Charles G.” او ډېوېډ ايچ کوچ “David H. Koch”، د ريچارد ميلن سکايف “Richard Mellon Scaife” د کورنۍ بنسټ او د ميرسير ‘Mercer’ کورنۍ وو. په ۲۰۱۷ زکال کې ۲۰ ميليون امريکايي ډالر کلنی عايد درلود. [۱۶][۱۷]
نوموړې ټولنه هر کال په واشنګټن ډي سي کې د وکيلانو ملي ناسته تر سره کوي، چې دا د کال د تر ټولو لوړو محافظه کارو پېښو څخه ده. د ناستې ويناوالان د ACLU پخوانی مشر نادين ستروسين “Nadine Strossen”، د سوداګرۍ اجرائيه رئيس او د ۲۰۱۶ ز کال جمهوري غوښتونکی ولسمشريز نوماند کارلي فايورينا ‘Carly Faiorina’ د BB&T پخوانی رئيس جان الېسن “John Allison”، پخوانی لوی څارنوال مايکل موکاسي “Michael Mukasey”، د متحده ايالتونو د مشرانو جرګې غړی مايک لي “Mike Lee” او د بارک اوباما اداره کې د سپينې ماڼۍ سلاکار نيل ايګليستن “Neil Eggleston” وو. فدرالي ټولنه خپلو غونډو ته د محافظه کار نظرونو د ځوابولو د هڅې په موخه وړ ليبرالي ګټندويان (مدافعين) رابولي. [۱۸][۱۹][۲۰]
“Harvard Journal of Law and Public Policy” د فدرالي ټولنې رسمي ژورنال دی او غړو ته يې پيسې (معاش) ورکول کېږي. [۲۱]
فدرالي ټولنه د نوښتي ځواب مفاهيمو “Creative Response Concepts” په نوم شرکت د عمومي اړيکو پېرودونکې ده. [۲۲]
سرچينې
سمول- ↑ ذکر کېدنه: GRID Release 2017-05-22. خپرېدو نېټه: ۲۲ مې ۲۰۱۷. DOI: 10.6084/M9.FIGSHARE.5032286.
- ↑ Charity Navigator ID (obsolete): 7960.
- ↑ Avery, Michael; McLaughlin, Danielle (2013). The Federalist Society: How Conservatives Took the Law Back from Liberals. Vanderbilt University Press. ISBN 9780826518774.
- ↑ Hollis-Brusky, Amanda (2015). Ideas with Consequences: The Federalist Society and the Conservative Counterrevolution. Oxford University Press. ISBN 9780199385522.
- ↑ Rosen, Jeffrey (May 10, 2013). "Packing the Courts". Sunday Book Review. New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 April 2015. بياځلي په 9 March 2015.
- ↑ Fletcher, Michael (July 29, 2005). "What the Federalist Society Stands For". Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 April 2015. بياځلي په 9 March 2015.
- ↑ Farrell, Henry (May 17, 2017). "Trump's values are abhorrent to the Federalist Society of conservative lawyers. That doesn't stop them from helping him". Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2018. بياځلي په 24 May 2018.
- ↑ Montgomery, David (January 2, 2019). "Conquerors of the Courts". The Washington Post Magazine.
The conservative and libertarian society for law and public policy studies has reached an unprecedented peak of power and influence.
- ↑ Hollis-Brusky, Amanda (2015). Ideas with Consequences: The Federalist Society and the Conservative Counterrevolution. Oxford University Press. ISBN 9780199385522.
- ↑ Ruiz, Rebecca R.; Gebeloff, Robert; Eder, Steve; Protess, Ben (2020-03-16). "A Conservative Agenda Unleashed on the Federal Courts". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2020-09-27.
- ↑ Fletcher, Michael (July 29, 2005). "What the Federalist Society Stands For". Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 April 2015. بياځلي په 9 March 2015.
- ↑ Kruse, Michael (September 2018). "The Weekend at Yale That Changed American Politics". Politico. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2019. بياځلي په 1 February 2019.
- ↑ "'She's been groomed for this moment': Amy Barrett's Supreme Court preparation began early". Politico (in انګليسي). بياځلي په 2020-09-27.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Kruse, Michael (September 2018). "The Weekend at Yale That Changed American Politics". Politico. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2019. بياځلي په 1 February 2019.
- ↑ Atkins, Paul S. (2008-01-18). "Speech by SEC Commissioner: Remarks at the Federalist Society Lawyers' Chapter of Dallas, Texas". SEC. خوندي شوی له اصلي څخه په 2008-09-16. بياځلي په 2008-07-28.
- ↑ Kruse, Michael (September 2018). "The Weekend at Yale That Changed American Politics". Politico. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2019. بياځلي په 1 February 2019.
- ↑ "In Gorsuch, Conservative Activist Sees Test Case for Reshaping the Judiciary". NYT. March 18, 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په April 6, 2017. بياځلي په March 19, 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Stein, Sam (November 19, 2014). "Legal Panel At Federalist Society Begrudgingly Accepts Obama's Immigration Powers". Federalist Society. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 February 2015. بياځلي په 10 March 2015.
- ↑ Mencimer, Stephanie (November 13, 2014). "Justice Scalia Goes to Conservative Legal Event, Gives Boring Speech". Mother Jones. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 March 2015. بياځلي په 10 March 2015.
- ↑ Volokh, Eugene (October 30, 2014). "Federalist Society 2014 National Lawyers Convention". Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 April 2015. بياځلي په 10 March 2015.
- ↑ Kruse, Michael (September 2018). "The Weekend at Yale That Changed American Politics". Politico. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2019. بياځلي په 1 February 2019.
- ↑ "PR firm helped Whelan stoke half-baked Kavanaugh alibi". Politico (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-09-21. بياځلي په 2018-09-21.