فتحی یکن د اسلامی نړۍ هغه ستر لیکوال او مفکر و چې په خپلو لیکنو یې د اسلامی دعوت د سختو معادلو حل په اسانی سره راویستی دی، او دایی ثابته کړې چې اسلام د فخر او ویاړ یو داسې نعمت دی چې د بشریت د قیادت بشپړ او پوره اهلیت او صلاحیت لری، د زمانی جاهلی اړخونه او قیادتونه هیڅکله دردمند بشریت ته د نیکمرغی ارامی په راوړلو کې نشی کامیابیدای. استاد یکن چې د کورنۍ ریښې یې د ترکیی هیواد یو معتبری کورنی ته رسی د ۱۹۳۳ م د می د میاشتی په ۹مه نیټه د لبنان هیواد د طرابلس ښار د الرفاعیه نومی سیمی د محمد عنایه په کور کې سترگې پرانیستې. مرحوم استاذ فتحی یکن په خپلو یادښتونوکې لیکی چې ما د خپل کوچنیتوب لومړنی کلونه د خپلی پلرنی نیا په پالنه او څارنه کې تیر کړم د هغې مشفقی غییږی ماته د ژوندون لومړنی وږمی راو ړاندی کړی او د هغې پر لاس د اودس، لمونځ، او اسلامی ادابو پر پل روان شوی یم. هغه وایی: سره له دې چې زما د تربیی او روزنی لومړی پاړکی زما مرحومی نیا ایښی خو زما پلار محمد عنایت ماته د ژوندون تیرولو نظام او دسپلین راښودلی چې د ‎ژوندون په وروستیو کی هم د هغې څرک زما په ژوندون کی بریښی. استاذ یکن د خپل ژوندون په لسم کال کې د النجاح االوطنی او بیا د النموذج ښوونځیوڅخه خپلی زده کړی پیل کړی او په ۱۹۴۶ کی یی پلار په یوه امریکایی ښوونځی کې شامل کړ چې په ۱۹۵۳ کی تری په بریالیتوب سره ووت، استاذ یکن په خپلو خاطرو کې د هغه وخت یو مشهوره غمیزه په زړه کوی او وایی چې زما هغه ورځ له یاده نه وځی چې دلبنان ولس سره می په یوه لاریون کې برخه واخیسته چې د فرانسوی ښکیلاک په وړاندې مو ترتیب کړی و او بالمقابل هغوی د زده کوونکو پر تش لاسو لاریون د گولیو باران جوړ کړ او بیا له پاسه پر دوی د ټانکونو یو کتار تیر کړ. استاذ یکن د خپلی ځوانۍ په نوی پسرلی کې د اسلامی روزنی او اخلاقو په گاڼه سنبال و، هغه به هره هفته په هغه غونډه کې برخه اخیسته کومه چې به د نوموړی پلار د اونۍ په یوه شپه دسیمی د مشهورو علماوو لکه شیخ نصوح بارودی او د شیخ انور مولوی اونورو لپاره د خپل کور په انگړ کې د قرآنی او ا سلامی ښوونې د زده کړو لپاره ترتیبوله. استاذ یکن په دې مرحله کې د خپل مورنی نیکه مرحوم حمکت شریف یکن ښه هم په زړه کوی او وایی: نوموړی د خپلې زمانی ستر لیکوال، مورخ او ادیب و او تر ۳۶ زیات کتابونه یې په خپيل لاس لیکلی، هغه د زیار، هڅونې او بډایه کتابتون زما د شخصیت په جوړولو کې خپل رول لوبولی دی. داستاد یکن په ژوند کې د خوځښت ټکی له هغه وخت را پیل شو چې کله په ۱۹۵۳ کی د اخوان المسلمین د نړیوال اسلامی تحریک مرکزی نشراتی ارگان یعنی د الاعوه مجلی ځینی هغه گڼې په لاس ورغلی چې مرحوم استاذ صالح عسماوی په زیار له مصره خپریدی، استاذ فتحی یکن وایی: ددې مجلو لوستلو په ما کې د احساس مسﺉولیت یوه نوی ولوله په خوخښت راوسته، او زما د شخصیت د تحریک او مسوولیت یوه نوی ولوله په خوځښت راوسته، اورما د شخصیت د تحریک کیدو بنسټ وگرځید. دې مجلی په ما کې د فردی مسوولیت پر ځای د یوه ډله ییز مسوولیت روح پوکړ، او همدا لامل شو چې په ۱۹۵۳ کې د طرابلس ښار د الرفاعیه سیمی داسلامی اخلاقو له ټولنې سره یې یو ځای کړم کومه چې د ازهر د نړیوال اسلامی پوهنتون د بعثی (رالیږلی ډلې) د مشر شیخ صلاح الدین ابوعلی لخوا جوړه شوی وه. استاد یکن وایی: دغی ټولنې زموږ په ښار کې د ځوانانو تر منځ یو داسې خوځښت راوست چې ځوانان د میراثی اسلامی نه یو عام فهمه او سهی اسلام لوری ته په مخه کړ. استاد به د همدی ټولنی په هغو غونډوکې گډون کاوه چې د عامو خلکو پوهونې او بلنې لپاره به په لار اچول کیدی، او د خپل کم عمر سره به یې د منبر له سره دوی ته خپله خطبه وړاندی کوله. په ۱۹۵۴ کې جمعیة مکارم الاخلاق الاسلامیه ټولنه د جماعة عبادالرحمن له ډلی سره یوځای شوه کومه چې استاد محمد عمر داعوق د ۱۹۴۸ کال د عربو او اسراییلو له جگړی وروسته د اسلام تر بیرغ لاندې عنوان په نامه جوړه کړې وه، استاد یکن ددغی ډلې له تړاو سوه وکولای شو تر څو د لبنان په لر او بر کې د خپل تړون تار وزغلوی چې په خپل وخت ددعوت او کار یوه زرینه زمانه وه. استاد فتحی یکن په همدی کلونو کې په دې وتوانید چې د بیروت ښار د انجنیری پوهنځی د برق دیپارټمنټ د ملکی مخابراتو له څانگې نه د لیسانس دیپلوم ترلاسه کړی. استاد فتحی یکن د پنځوسمې لسیزی په منځ کې د لبنان د یو متحرک ځوان په صفت را څرگند شو، هغه په ۱۹۵۸ کې د لبنان د وخت اولسمشر کمیل شمعون د هغه تړون پرخلاف له هغه ستر لاریون سره یو ځای شو کوم چې د امریکا اولسمشر ایزنهاور له پروسی او بغداد له تړون سره یې خپل هیواد یو ځای کاوه. دغه مقاومت خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د (صوت لبنان الحر) په نامه یو رادیویی چینل هم پرانیست او لبنانی اولس یې خپلې دفاع او میړانی ته را بلل چې د استاد یکن رول پکی له ټولو روښانه و. دوی په ۱۹۵۸ کې د خپل لږ قوت سره په دی وتوانیدل چې د امریکا د شپږمی فرقی هغه بحری ځواک چلینج کړی کومو چې د لبنان مسلمان او قومی ځواک ته یې د یرغل گواښ کاوه. دغه مقاومت او غورځنگ د حکومت او سوریې توکمو ملیشو سره هم څووار په اخ و ډب لاس پوری کړ او همدا خبره ددې لامل شوه چې عبادالرحمن ډله خپلو کی سره وویشل شی او بالاخره د طرابلس څانگه ترې جلا شوه. په دې حساسه مرحله کې چی له یوی خوا اسلام پالی د بهرنی ځواک سره ښکیل وه او له بل لوری خپل منځی کشمکش دوی له یو بل ستر ناورین او ننگونې سره مخ کړی وو، الله جل جلاله پر دوی لطف اومهربانی تر سره کړه او د اسلامی نړی ستر مفکر مرحوم ډاکټر مصطفی السباعی یې ناڅاپه د مسیحا په څیر پر دوی پیښ کړ، چې له یوې خوا د مسلمانانو د خپلې منځی درز پیوند او له بل لوری د لبنان اسلامی خوځښت اوتحریک ورسره پوخ او لیار موندنې ته ورسید، په دې اړه استاد یکن وایی: زه خپله دعوتی مبارزه داستاد سباعی د کوښښونو گرو او پوروړی بولم. په ۱۹۵۴ کې د اخوان المسلمین د نړیوال اسلامی تحریک دوهم لارښود استاد حسن هضیبی د لبنان داسلامی تحریک د څیړلو په موخه لبنان ته سفر وکړ چې په ترڅ کې یې د ځوانانو د ویښولو په لړکې ډیر درسونه او ویناوی تر سره کړی، هغه اسلام خلکو ته د اعتماد او خلاصون یوازینی لاره په گوته کړه. استاد یکن وایی: موږ یو وار استاد هضیبی سره د تعلیم او تربیې پوهنځی په انگړکې له هغه د یو ډله ییز عکس غوښتنه وکړه. کله چې استاد هضیبی عکس ته ودرید نو د لوړتیا له امله یی عکس پوره نه راته، نو عکاس ور ته لږڅه دکږیدو وویل، نواستاد په ځواب کې ورته وویل: زه له څښتنه پرته چاته په کږیدو نه یم عادت شوی. په ۱۹۶۲ کی استاد یکن له خپلو مخلصو ملگرو سره په لبنان کې د اسلام پالنې او اسلامی روزنی پلی کولو لپاره د یو اسلامی جماعت تهداب کیښود، چې تر ۱۹۹۲ پوری یې د همدی جماعت د سرمنشی دنده په پوره دیانتداری او امانت سره سرته ورسوله. په ۱۹۹۲ کی استاد فتحی یکن د هیواد په پارلمانی ټاکنوکې د ملت داستازی په توگه غوره شو، د هغه استازی توب د لبنان په پارلمان کې د قانونیت اومشروعیت یو نوی باب پرانیست او په معقولیت یې د هیواد قضایا او ستونزو ته د حل لاری راوویستی، هغه د سیاست په میدان کې تل دا هڅه کړی چې د نا امنیو او گډوډیو مخه ونیسی اود لبنان د ښکیلو گروپونو تر منځ د یو مصلح او منځگړی رول تر سره کړی چې غوره بیلگه یې د ۲۰۰۶ کال ددسمبر په میاشت کې د لبنان د پخوانی صدر اعظم فواد سنیوره او د هغه د ایتلافی ملگرو او ددوی د اپوزیسیون حزب الله او میشل عون او نبیه بری هغه ناندری وی چې نژدې ویې لبنان یوځل بیا د کورنۍ جگړې سره مخ کړی، خوداستاد فتحی یکن معقولیت او خیرخواهی وه جې دغه اور مړ او پای ته ورسید. استاد فتحی یکن په ۱۹۹۵ کی په لبنان کې د اسلامی کار جبهه رامنځته کړه او دهغی له منبره یې د ا سلامی امت او په سر کې د فلسطین اسلامی قضیی ته رادنگلی. لنډه دا چې استاد فتحی یکن داسلامی دعوت یو ځلانده ستوری و چې په خپلو لیکنو یې ددعوت ستونزمنه لیار روښانه کړی، دده دعوتی موسوعی له ده څخه یو دعوتی اتل جوړکړی چې د تل لپاره به ددعوت په تاریخ کې ثبت وی. دده د لیکوالی سبک د اسلامی نړی د ستر مفکر شهید استاد سید قطب ته ورلنډ دی خو پر ده څه نا څه د سیاست او نرم مزاجی غالب وه.


ادبي ژوند

استادفتحی یکن د اسلامی دعوت په بیلا بیلو موضوعگانو کې بډایه تصنیفات تر سره کړی چې د تل لپاره به د توحید او دعوت لارویو ته د څراغ اوډیوی حیثیت ولری. استاذ فتحی یکن ته د همدغو علمی خدماتوت په پاس د اسلامی او عربی زده کړو د فخری دوکتورا بری لیک هم ورکړل شوی ،هغه کابو ۳۵ تصنیفات لری چې ځینی یې په لاندې ډول دی:

  1. مشکلات الدعوة و الداعیة
  2. کیف ندعو الی الاسلام؟
  3. نحو حرکة اسلامیة عالمیة واحدة
  4. وارب النجاة فی حیاة الدعاة
  5. الموسوعة ا لحرکیة
  6. ما ذا یعنی انتمایی الاسلام؟
  7. المسالة اللبنانیة من منظور اسلامی
  8. البیروسترویکا من منظور اسلامی
  9. حرکات و مذاهب فی میزان اسلام
  10. اضواء علی التجربة النیابیة الاسلامیة فی لبنان
  11. الاستیعاب فی حیاة الدعوة والدعاة
  12. نحو صحوة اسلامیة فی مستوی العصر
  13. المناهج التغییریة الاسلامیة خلال القرن العشرین
  14. الاسلام فکرة و حرکة و انقلاب
  15. تحدیات القرن الحادی و العشرین فی ضوء فقه ا لفطرة
  16. الشباب والتغییر
  17. المتساقطون علی طریق الدعوة
  18. الانسان بین هدایة الرحمن و غوایة الشیطان
  19. ابجدیات التصور الحرکی للعمل الاسلامی
  20. القضیة الفلسطینیة من منظور الاسلامی
  21. العولمة و مستقبل العالم الاسلامی

د یادولو وړ ده چې د هغه میرمن دوکتوره منی حداد دده په څارنه کې په طرابلس کې د (الجنان) د اسلامی پوهنتون تهداب ایښی چې د علمی او دعوتی خدمت کې ستر نوم لری. استاد یکن په واقعیت سره یو داسې د عوتگر و چې پر کتابونو یې داسلامی امت افکار راټول شوی وو او پرفکر یې عقلونه سره راغونډ یدلی شی. دا سلامی امت په قضیو کی د هغه رسا نظر تر هر چا ځلانده و او د همدی موخو لپاره یې گڼو کانفرانسونو کې برخه اخیستې وه. هغه په دې معتقد و چې انسان مخکی له دی نه چې خیټه یې تشه وی له روحی خلا سره د مخامختیا درد یې د خیټې د درد په نسبت څو چنده او هغه ټولنیز، اقتصادی او سیاسی مشکلات چې د لوړو اخلاقو د تزلزل او لوړو ارزښتونو او معیارونو د نشتوالی له امله راپیدا شوی بی مثله او له نورو سره د انډول وړ نه دی. هغه په خپلو لیکنو کې دا ثابته کړی چې اسلام یوازینی دین او منهج دی چې دانسان اصلی فطرت تلی او اندازه کوی یې، د هغه نفسی او روحی غوښتنو ته د هغه بدنی او مادی اړتیاوو سره گوری او بیا یې دې ته یو داسې منهج او لار جوړه کړی چې د هرې ټولنی او زمانی لپاره جوگه او سمه وی. استاد یکن یعنی څه کم د یوې پیړۍ د دعوت او مبارزی هغه باب و چې بالاخره د ۲۰۰۹ د جون میاشتی په ۱۳مه نیټه د شنبی په ورځ یې له دې فانی نړۍ سره په مخه ښه وکړه. الله جل جلاله دې د نوموړی درجات لوړ او فکر دې ورته روښانه ولری.

سرچینې

  1. قرآن کریم
  2. د استاد فتحی یکن خاطرات
  3. الداعیة فتحی یکن- داکتر عصام العریان لیکنه
  4. د اسامه جابر مقاله- الدعوه آن لاین
  5. فتحی یکن، استاد الفکر والدعوة، د حازم سعید لیکنه


لیکوال / جنید الله ظهیر