فتانه گیلانی

مېرمن فتانه ګیلاني په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلې ده. فتانه ګیلاني مېرمن اسحاق ګیلاني ده. نوموړې یوه جګړه ماره وه او د افغان ښځو د خدمت په تړاو یې په ډېرو پوستونو کې کار کړی دی.

مخینه

فتانه اسحق ګېلاني د سيد فاروق سعيدي لور په ۱۳۴۰لمريز کال کې په کابل کې په يوې روڼ آندې کورنۍ کې نړۍ ته سترکې پرانيستې او په ۱۹۷۳ زېږديز کال کې له ملالۍ لېسې څخه فارغه شوي ده. مېرمن اسحق ګېلاني خپلې لوړې زده کړې د پاکستان په پېښور کې د کور د چارو د تدبير په برخه کې سر ته رسولي او له ۱۹۸۶زېږديز کال راپدېخوا د افغانستان د ښځو د ټولنې بڼسټ اېښودونکي او مشره ده.

فعالیتونه

مېرمن اسحق ګېلاني د ټولنيزو فعاليتونو تر څنګ په پېښور کې د آريانا ښوونځي بڼسټ اېښودونکي او مديره هم وه چې افغان کډوال ماشومانو ته يې د زده کړې لاره هواره کړه. نوموړي د خپلو ټولنيزو فعاليتونو په رڼا کې يو لړ د پام وړ وياړنې لري، په ځانګړي ډول له کورنيو او نړېوالو ادارو څخه يې ګڼ شمېر جايزې تر لاسه کړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي: د کډوالو مېرمنو او کوچنيانو جايزه، د ښځو کمېسيون، نيويارک، امريکا. د هسپانيې د شهزاده جايزه (نړيواله همکاري ۱۹۹۸) مادريد هسپانيه. د سولې د سفير جايزه، د نړېوالې د سولې سازمان، ۲۰۰۶ زېږديز کال امريکا او دېته ورته نورې جايزې چې په ملي او نړېواله کچه يې تر لاسه کړي دي. مېرمن ګېلاني د افغانستان د ښځې ټولنې بڼسټ اېښودونکي او د همدې ټولنې مشره په توګه خپل ډېری فعاليتونه د ښځو او کوچنيانو د حقونو څخه د ملاتړ او دفاع په برخه کې تر سره کړي دي. نوموړي د يوې مبارزې مېرمنې په توګه تل کوښښ کړی چې د ټولنيز عدالت او د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه کې کار ؤګړي، چې اوس هم دوام لري.

شخصي ژوند سمول

مېرمن فتانه په ۱۳۶۰ کال کې له اسحاق ګیلاني سره واده وکړ او دوه لوڼې لري.

ماخذ

  1. فتانه گیلانی: تباهی مردم، از جاه طلبی برخی از سران مجاهدین سرچشمه می گیرد

چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۱ [۱]

  1. گفتگو با فتانه گیلانی همسر اسحاق گیلانی از رهبران جهادی افغان لیکونکی مریم غم گسار د بی بی سی ویبساید

[۲]