فاشیزم او ایډیالوژي

د فاشیستي ایډیالوژي تاریخچه ډېره اوږده او په زیاترو سرچینو کې راغلې ده. فاشیستانو پر نژادي خلوص باندې د تمرکز او د یوه نخبه اقلیت له خوا د حکومت کولو پر ټینګار د سپارتانو په څېر له زړو سرچینو څخه الهام اخیستی دی. فاشیزم د افلاطون له ارمانونو سره هم اړوند ده، که څه هم د دې دواړو تر منځ بنسټیز توپیرونه شته. فاشیزم خپل ځان د روم ایډیولوژيک په تېره بیا د روم د سترواکۍ ځایناستی بولي. له هغه وخت راهیسې، د دولت د مطلق اقتدار په اړه د ګیورګ ویلهلم فریډریش نظریات په کلکه سره پر فاشیستي تفکر باندې اغېزه وکړه. د فرانسې انقلاب په سیمه کې ستر اغېز رامنځته کړی و، په داسې حال کې چې نازیانو بیا خپل ځانونه د هغو زیات شمېر ایډیاوو مخالف باله کوم چې تعالی ته رسېدلي و په تېره بیا لیبرالیزم، لیبرال دیموکراسي او نژادي برابري، په داسې حال کې چې فاشیزم بیا د نشلنیزم له انقلابي ارمانونو څخه په کلکه سره ګټه پورته کوله. د سامي کلتور (انګلي) پر وړاندې د اریايي کلتور تعصب (عالي او نجیب) د نازي د نژادي لیدلورو اصلي ټکی و، په داسې حال کې چې د فاشیزم نورو لومړنیو ډولونو یې بیا له ملت څخه پرته نژادي برداشتونو باندې تمرکز درلود.

د فاشیست خوځښتونو عمومي شعارونو کې دا شامل و: اتوریتارینیزم، نشنلیزم (د نژادي نشنلیزم او مذهبي نشنلیزم په ګډون)، سلسله مراتب او اشرافیت او پوځيتوب. د فاشیزم نور اړخونه لکه د انحطاط درک، برابري ځپل او توتالیتاریزم کولا شو له همدې نظریې څخه وګڼو. راجر ګریفین وړاندیز کړی دی چې فاشیزم د توتالیتاریزم او له نشنلیزم څخه ور هاخوا ترکیب دی چې له ملي بیازېږیدنې او بیارغاوونې له افسانې څخه یې تقدس موندلی دی، کوم چې هغه ورته «اولترنشنلیزم پالینژنټیک» اصطلاح کاروي.[۱]

له نورو ایډیالوژیو سره د فاشیزم اړیکې پېچلې دي. هغوی زیاتره دا ایډیالوژۍ خپل دښمنان ګڼل، خو په ورته وخت کې به یې د هغو په تر ټولو محبوبو اړخونو باندې تمرکز درلود. فاشیزم د خصوصي ملکیت له حقونو - پرته له هغو ډلو چې تر تعقیب لاندې وي- او د کپیټالیزم د ګټې له انګیزې ملاتړ کوي، خو له دولت څخه په ستر مقیاس کې د کپيټالیزم د خودمختاري د له منځه وړلو لپاره کار کوي. فاشیستان د خپل وخت په زیاترو محافظه کارو موخو کې شریک وو او زیاتره به یې ناراضي محافظه کاره ځواکونو جذبول تر څو له دوی سره یو ځای شي او ځانونه به یې د عصري ایډیالوژۍ لرونکي معرفي کول چې د دودیز مذهب په څېر کارونو به یې لږ تمرکز درلود او په دې لټه کې به وو چې د شته وضعیت د ساتنې پر ځای، ټولنه د انقلابي ګامونو له لارې بدله کړي. فاشیزم د سوسیالیزم له طبقاتي تضاد او برابري غوښتونکي خصلت سره په ټکر کې و او له لیبرالیزم، کمونیزم، انارشیزم او دیموکراتیک سوسیالیزم سره په کلکه مخالف و.

ایډیالوژیکي منشاووې

سمول

لومړنۍ اغېزې (له میلاد څخه ۴۹۵ کاله وړاندې – ۱۸۸۰ میلادي کال)

سمول

هغه لرغونې اغېزې چې د فاشیزم ایډیالوژي ته یې بڼه ورکړه هغه لرغوني یونان ته ورګرځي. د لرغوني یونان سیاسي کلتور او په تېره بیا د لیکوراګوس په مشرۍ د لرغوني یونان د سپارټا ښار، چې پر پوځي توب او نژادي خلوص باندې یې ټینګار درلود، د نازیانو سخت خوښ شول. د نازیانو لارښود، اډولف هټلر پر دې ټینګار درلود چې جرمني باید یوناني ارزښتونو او کلتور ته – په تېره بیا لرغوني سپارټ- ته په کلکه سره غاړه کېږدي. نوموړي له لرغونو یونانیانو سره د اریايي نژاد د ګډ پیوند لرلو باندې په ټینګار سره، د هلني ارزښتونه د غیرجرمني توب له امله تر کلکې ترټنې لاندې ونیول او په خپل کتاب (زما جګړه) کې یې داسې لیکلي دي: «انفرادي توکمي تفاوتونو ته باید اجازه ور نه کړو چې یوه ستره نژادي ټولنه سره وپاشي». په حقیقت کې، له لرغوني یوناني کلتور سره د نژادي اړیکو نښلول د ملي حکایت لپاره اړین ګڼل کېدل، ځکه چې هټلر د جرمني فبیلو له کلتوري اثارو څخه په هغه وخت کې خبر نه و او ویل یې: «که چېرې څوک له موږ څخه د خپلو نیکونو په اړه وپوښتي، نو باید تل ورته ووایو چې هغه لرغوني یونانیان دي». [۲][۳][۴]

هټلر د خپل کتاب په ادامه کې لیکي: «کومه مبارزه چې نن روانه ده هغه ډېرې سترې موخې له ځان سره لري: یو کلتور د خپل شتون لپاره جنګیږي، چې زریزې سره ګډوي او هلینیزم او جرمني توب سره یو ځای کوي». د یوانیس متاکساس نیمه فاشیستي رژيم هم له سپارټانو څخه تقلید وکړ کوم چې له یونانیانو څخه یې وغوښتل چې د سپارټیانو په څېر خپل ځانونه په بشپړه توګه یوه ملت ته ژمن وګرځوي. په ۱۹۳۰مه او ۱۹۴۰مه لسیزه کې د اګسټ د ۴مې رژیم ملاتړو د متاکساس ډیکټاټوري له دې اړخه توجیه کوله چې د «یونان لومړني تمدن» د اټن هغه ډیکټاټوري درلوده چې د پریکلیس په مشرۍ یې لرغونی یونان خپل عظمت ته ورساوه. یوناني فیلسوف افلاطون له فاشیزم سره ورته له ډېرو سیاسي مواضعو څخه ملاتړ وکړ. افلاطون په جمهوري (شاوخوا ۳۸۰ میلادي کال) کې په ایډه آل حالت کې د یوه فیلسوف پاچا اړتیا باندې ټینګار کوي. افلاطون پر دې اند و چې یو ایډه آل دولت د اشرافو د ډلې له خوا د «ساتونکو» په نوم د حاکمانو له خوا اداره کېږي او د ټولنیز برابري ایډه ردوي. افلاطون پر یوه استبدادي دولت باندې عقیده درلوده. افلاطون د اټن دیموکراسي ته په سپکاوي سره وايي: «د دیموکراسي قوانین د یوې پوچې خبرې په څېر دي، ازادي یې ګډوډي ده، برابري یې د نابرابرانو برابري ده». د فاشیزم په توګه، افلاطون ټینګار کوي چې خلک باید قوانینو ته غاړه کېږدي او خپلې دندې تر سره کړي او په ورته وخت کې باید کسانو ته دا حق ور نه کړل شي چې د هغوی پر ژوند کې د دولت لاسوهنه محدوده یا رد کړي. د فاشیزم په څېر، افلاطون همداشان ادعا کوله چې یو ایډه آل دولت باید د دولت چلولو پوهه ولري تر څو وکولای شي وړ حاکمانو او جنګیاليو ته ترفیع ورکړي. د زیاترو فاشیست ایډیالوګانو په څېر، افلاطون د دولت په ملاتړ په خپل جمهوریت کې د ساتونکي ډلې د ښه والي په خاطر د غوراوي پروروش له لارې د نژادي اصلاح د یوه پروګرام له پلي کولو څخه ملاتړ وکړ. ایټالوي فاشیست بینیټو موسولویني د افلاطون له اثارو سره کلک تړاو درلود. خو بیا هم، د افلاطون او د فاشیزم د ارمانونو تر منځ د پام وړ توپیرونه شته. د فاشیزم خلاف، افلاطون هېڅکله پراختیا غوښتنه دود نه کړه او له تېرې کوونکي جګړې سره مخالف و.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

ایټالوي فاشیست خپله ایډیالوژي د لرغونې روم په تېره بیا رومي سترواکۍ سره تړلې بلله: د هغوی ایډه آل ژولیوس سزار او اګوسټوس و. ایټالوي فاشیزم د ایټالیا عصري دولت ته د رومي سترواکۍ د وارث په توګه کتل او پر دې یې ټینګار درلود او «رومي ارزښتونو ته د ورستنېدو» لپاره یې د ایټالوي کلتور پر اړتیا ټینګار درلود. ایټالوي فاشیستانو د معاصرې فردغوښتونکي لیبرال ټولنې په پرتله چې د دوی له انده یوه له ګډوډۍ ډکه ټولنه ده، رومي سترواکۍ د یوه ایډیال طبیعي او ثابتې ټولنې په توګه پېژانده. ژولیوس سزار د فاشیستانو له خوا د یوې الګو په توګه پېژندل کېده، ځکه چې هغه د یوه داسې انقلاب مشري وکړه چې پخوانی نظم یې نسکور او د ډیکټاټوري له مخې یې داسې یو نوی نظم رامنځته کړ چې په هغه کې نوموړي بشپړ واک درلود. موسولیني د ډیکټاټوري او د یوه فعاله رهبرۍ طرز او د ژولیوس سزار په څیر د یو مشر په اړتیا ټینګار وکړ چې "د یو متحد او متوازن مرکز د جوړولو اراده او د عمل لپاره یو ګډ اراده" په کې شامله وه. ایټالوي فاشیستانو هم اګوسټوس د هغه اتل په توګه مانه چې د روم سترواکۍ بنسټ یې کېښود.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۲][۱۴]

سرچينې

سمول
  1. Griffin, Roger (11 October 2013) [1991]. "A New Ideal Type of Generic Fascism". The Nature of Fascism (reprint, revised ed.). London: Routledge. p. 26. ISBN 9781136145889. نه اخيستل شوی 2 November 2024. [...] it is high time we set out our own stall. We propose to do so by offering a concise definition [...]: Fascism is a genus of political ideology whose mythic core in its various permutations is a palingenetic form of populist ultranationalism.
  2. Whiffen, Timothy (2013). "To what extent was Hitler's rule of Nazi Germany similar to life in Sparta?". Academia. نه اخيستل شوی 15 April 2016.
  3. Anthony Grafton, Glenn W. Most, Salvatore Settis. The Classical Tradition. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press, 2010. p. 353.
  4. Roche, Helen (2019-12-17). "Mussolini's 'Third Rome', Hitler's Third Reich and the Allure of Antiquity: Classicizing Chronopolitics as a Remedy for Unstable National Identity?". Fascism. 8 (2): 127–152. doi:10.1163/22116257-00802004. ISSN 2211-6257. S2CID 212420296.
  5. Edwards 1999، م. 221.
  6. Fischer, Jürgen (2007). Balkan strongmen: dictators and authoritarian rulers of South Eastern Europe. London: Purdue University Press. p. 184.
  7. Sharma, R.N. (1991). Plato: An Inter-disciplinary Perspective. New Delhi, India: Atlantic Publishers and Distributors. pp. 131–132.
  8. Contemporary Political Theory: New Dimensions, Basic Concepts and Major Trends (12th ed.). New Delhi, India: Sterling Publishers Private Ltd. 2007. p. 705.
  9. Sharma, R.N. (1991). Plato: An Inter-disciplinary Perspective. New Delhi, India: Atlantic Publishers and Distributors. pp. 131–132.
  10. "Eugenics". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Center for the Study of Language and Information (CSLI), Stanford University. 2 July 2014. نه اخيستل شوی 2 January 2015.
  11. Griffin, Miriam (2008). A Companion to Julius Caesar. John Wiley & Sons. pp. 435–439. ISBN 978-1444308457.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Edwards 1999، م. 223.
  13. Blamires او Jackson 2006، مم. 140–141.
  14. Edwards 1999، م. 207.