فاروق فردا د ننگرهار ولايت د بهسودو د سیمې اوسېدونکی دی. مکتب يې د ننگرهار په لېسه او بیا کابل پوهنتون، اجتماعی علومو انستیوت کې ترسره کړی او په روسیه کې اوس هم سبق وایي. واده يې کړی او درې ماشومان لري.

فاروق فردا

چاپ اثار

  1. دگلپاڼو پرخې شعري مجموعه
  2. سېوری شعري مجموعه
  3. زه د ځنگه ،دسین او غر ملگری شعري مجموعه
  4. آنکه در پای گل خورشید خوابید (اږچرک) فارسي.
  5. بازتاب اندیشه های مترقی در ادبیات معاصر افغانستان فارسی
  6. دماشومانو یادداشتونه فارسی او پښتو
  7. په ډېرو گډو مجموعو کې د نورو شاعرانو سره زما شعرونه.

نا چاپ آثار

  1. آشنا لیک په پښتو شعر کې رومان.چې په ۷۰۰ مخونو کې چاپ ته تیار دی.
  2. دلیکوال لور ،له روسي ژبې ځخه پښتو ته ژباړل شوی فرانسوی ناول.
  3. په شعر کې د عیني او ذهني انڅور مساله پښتو.
  4. ته زما هیره نه یې، د شعرونو محموعه.
  5. افغانستان د هېواد له یو شمېر سیاسیونو سره دمرکو مجموعه.
  6. دختر نویسنده، له روسي ژبې ځخه د یوه فرانسوي ناول ژباره فارسی-دري.

نور:

۱- په روسیه کې مهاجرینو ته دخدمت په ویاړ د روسيې د مهاجرینو د سراسري ټولنې له خوا د سروزرو مډال ورکړل شوی. ۲- د مسکو د لیکوالو د اتحادیي له خوا په روسیه کې د افغاني فرهنگ د پراختیا په چارو کې د هڅو په خاطر د «انتوان چېخوف» مډال ورکړل شوی او له دې سره د روسیي د لیکوالو د اتحاديي غړیتوب هم لري. ۳- په مسکو کې د ۱۷ کالو راهیسې د «نوید روز» په نامه یوه ورځپاڼه خپروي چې د مهاجرت له امکاناتو سره هره ورځ په پښتو او دري ژبو خپرېږي. ۴- دافغانانو د کاري مرکز د خپرنيز ارگان «ساحل» د میاشتنۍ مسوول مدیر دی.او د افغان په نامه د یوه ځايي تلویزیون مسوول هم دی چې د ورځې لس ساعته خپرونې لري.

په کابل کې:


۱- د «درفش جوانان »د خپرونې د لیک ډلې غړی او د «پېښاهنگ» د مجلې د مسوول مدیر مرستیال وه. ۲-د «پیام »د ورڅپانې د پوهې او فرهنگ د ځانگې مشر وه. ۳-د«اخبار هفته» د خپرونې مسوول سکر تر وه. ۴-دټولنیزو علومو په انستیتوت کې د تاریخ او ژورنالیزم په دیپارتمنتونو کې استاد وه. ۵-دافغانستان د لیکوالو د انجمن دمرکزي شورا غړی وه. ۶-دافغانستان دژورنالیستانو د اتحادیي دمرکزی شورا غړی وه. ۷-دافغانستان د څوانو شاعرانو او لیکوالو د انجمن مسوول وه. ۸-دافغانستان دمخدره موادو سره دمبارزی د عالی کميټې غړی وه. ۹-دافغانستان د فرهنگ د عالي کمېتې غړی وه. ۱۰-دافغان -ویتنام د دوستۍ د ټولنې د رییسه هیات غړی وه. ۱۱- دافغانستان دملي جبهې د اجراییه هیات غړی وه. ۱۲- دنوموړي جبهې د اوونیزي (ملي جبهه) دخپروونې مسوول مدیر وه او د جبهې د تبلیغ او ترویج د څانگې عمومي رییس وه. ۱۳- دفرهنگ په برخه کې دافغانستان د څوانانو د اتحادیی د عمومي رییس مرستیال وه.

یو شعر دسترگو جام دنظر شراب مې څښلي د یو چا دسترگو جام کې چې همت یې د «خوشحال» دی او مستي یې په «خیام» کې پر سر شور یې د «حمید» دی اوشرر د «مولانا» یی تر قیامته به ځلېږي لکه سپین هلال گلفام کې معرفت یې د «رحمان» دی، لېونتوب یې د«غني» دی محبت یې د «الفت» دی او قوام یې په قیام کې د«سعدي » پر دلدل سپور دی داسمان په زړه کې گرځي د«حمزه» پیغام یې لاس کې سرمنزل یې دی په قام کې وینې ټنگ یې د «عاصي» دی او ټکور یې د «ننگیال» دی خدایه څه جادو گري ده زه ویې وینم په کلام کې سر یې ایښی پر ډبرې د پاریال خوبونه ویني ملنگي یې ده ظاهره ،استغنایې په الهام کې درڼا له گوټ یې مست او زې «*»د سیوري لاندې ځمه دا دستورو یو باران دی چې ورېږي په ما ښام کې یو انځور د چا دحسن،مستوي د شعر خیال یې دا د چا دبڼو توره ؟،نه اوسېږي په نیام کې د«حافظ» امسا یې لاس کې په تیارو زړونو کې گرځي لټوې دزړه پر سترگو دخپل یار انځور په جام کې«**» «*»:زی د زه یې مخفف. «**»:دحافظ دې مسراع ته اشاره ده چې وایې: «ما در پیاله عکس رخ یار دیده ایم» مسکو.سهار دجولای ۱۸ کال ۲۰۱