غیرجنسي بیا توليد

غیرجنسي بیا توليد د بیا توليد يو ډول دی، په کوم کې چې د «ګاميټونو» يو له بل سره ګډېدل يا د کروموزومونو په شمېر کې بدلون نه وي ښکېل. هغه زوزات دی چې د غیرجنسي بيا توليد له لارې يا له يو حجروي يا ګڼ حجروي ژونديو موجوداتو څخه منځ ته راځي. د خپل يواځيني اصل (اصل هغه حجره چې دا ځینې منځ ته راغلي وي، دې ته په علمي اصطلاح کې والدين حجره يا مور حجره وايي) د جينونو بشپړ جينونه په ميراث وړي. غیرجنسي بيا توليد، د يو حجروي ژونديو موجوداتو لپاره د بيا توليد بنسټيزه بڼه ده، لکه: «ارکيا» او باکتريا. ډېری يوکرايوټي (کوم چې په حقيقت کې زړی لري) ژوندي موجودات چې بوټي، ژوي او فونګي په کې شامل دي، هم کولای شي، په غیرجنسي ډول بیا توليد شي. په ملا تير لرونکو کې، د غیرجنسي توليد تر ټولو عامه بڼه يې «پارتينوجينيسيس» دی، کوم چې په عام ډول په داسې وخت کې د جنسي توليد د بديل په توګه کارول کېږي، کله چې توليدي موکې (فرصتونه) محدود وي.[۱][۲]

په داسې حال کې چې ټول «پراکاريوټس» د ګامينټونو له جوړېدو او ګډېدو پرته بيا توليديږي، د جانبي جين د لېږد تګلارې لکه نږدې کېدل، اوښتل او لېږدېدل په «مايوسيس» کې د جنيټيکي بيا يو ځای کېدو په معنا سره له جنسي بیا توليد سره تشبېه کېدای شي.[۳]

د غیر جنسي بیا توليد ډولونه سمول

ماتېدل (د حجرې ماتېدنه) سمول

پروکاريوټونه (هغه هسته چې هسته نه لري) (ارکيا او باکترياوي) په دوو برخو د وېشل کېدو له لارې په غیر جنسي ډول بیا توليديږي، په کومه پروسه کې چې اصلي ژوندی موجود په دوو برخو وېشل کېږي، څو په جنيتيکي ډول دوه ورته لور ژوندي موجودات وپنځوي (په ساينسي اصطلاح کې له بلې حجرې څخه زېږېدلې حجرې يا ژوندي موجود ته د لور اصطلاح کارول کېږي). يوکرايوټونه (هغه حجره چې روښانه هسته لري)، (لکه: پروټسټ او يو حجروي فونګي) هم شونې ده چې د همداسې پروسې له لارې د ماټويوسس په مټ بيا توليد وکړي؛ د دوی ډېری يې په جنسي ډول هم د بيا توليد وړتيا لري.

په ډېرو «پروټيسټونو» کې د حجرې په کچه له يو څخه زیات ماتېدل منځ ته راځي، د بېلګې په ډول: «سپوروزوانونه» او اوبړۍ. د اصلي حجرې هسته د ماټويوسس په مټ څو ځلې سره وېشل کېږي او په دې ډول ګڼې هستې تولیدوي. له دې وروسته «سايټوپلازم» جلا کېږي او ډېرې لور حجرې زېږوي.[۴][۵][۶]

په « apicomplexans» کې، ګڼې چاودنې يا شيزوګوني راڅرګندېږي، دا چاره يا د « merogony»، يا د « sporogony»، او يا هم د « gametogony» له لارې صورت مومي. د « merogony» په پايله کې «merozoites» منځ ته راځي، کومې چې ګڼې لور حجرې دي چې د همدې حجرې په پرده کې پیدا کېږي، د « sporogony» په پايله کې «sporozoites»  او د « gametogony» په پايله کې «microgametes» منځ ته راځي.[۷][۸]

غوټۍ سمول

ځينې حجرې د غوټۍ په کولو سره وېشل کېږي (د بېلګې په ډول: د پخلي خميره)، په پايله کې يوه مور او يوه لور حجره منځ ته راځي، کومه چې په لومړي سر کې د اصلي حجرې څخه کوچنۍ وي. د غوټۍ کول په ګڼ حجروي کچه هم پېژندل شوي دي؛ د ژوي يوه بېلګه يې «هايډرا» ده، کومه چې د غوټۍ کولو په مټ بيا توليد کوي. غوټۍ په پوره بالغو افردو کې وده کوي، کوم چې په پايله کې د اصلي يا والد ژوندي موجود څخه جلا کېږي.[۹]

داخلي غوټۍ کېدل، د غیر جنسي بيا توليد يوه پروسه ده، کومه چې د « Toxoplasma gondii» په څېر پرازيتونو د خوښې وړ پروسه ده. په دې کې یوه غیر عادي پروسه ښکېله وي، په کومه کې چې دوه (اينډو جيني) يا زیات (اينډوپوليجيني) لور حجرې د يوې مور حجرې په داخل کې توليديږي، کومې چې د هغوی له جلا کېدو مخکې د زوزات له خوا په مصرف رسېږي (خوړل کېږي).[۱۰]

غوټۍ نيول، همدا راز (داخلي يا بهرنی) د « Taenia» او « Echinococcus» په څېر چېنجيو کې هم منځ ته راځي؛ دا چينجي يو «سايسټ» (دانې ته ورته کڅوړه) پیدا کوي او له هغې وروسته د غوټۍ نيولو سره «پروټوسکوليکس» توليدوي (په ځان تاوېدلو يا په تاوېدلو سره له پوښ څخه د کڅوړې په پيدا کولو).

نباتاتي زياتېدل (د بوټو زياتېدل) سمول

د بوټو زياتېدل (تکثير) د غیر جنسي بيا تولید يو ډول دی چې په بوټو کې موندل کېږي، په کوم کې چې د تخم يا هګيو له توليد پرته نوي افراد جوړېږي او دا چاره بې له يو ځای کېدو (syngamy) يا وېشل کېدو (meiosis) تر سره کېږي. د نباتاتي بيا توليد په بېلګو کې په ځانګړو پاڼو د کوچنيو بوټو جوړېدل شامل دي چې بوټګی (کوچني بوټي) يې بولي، د بېلګې په ډول: په «کالانچو» (Bryophyllum daigremontianum) او له دوی څخه ډېری يې نوي بوټي يا د وليو څخه يا له سټولون (لکه په ځمکني توت کې «سټرابري») څخه تولیدوي. نور بوټي يا د غوټې يا غدې (د بېلګې په ډول د غاټول غوټې يا د دليې د ګل غده) په جوړولو سره توليديږي. ځينې بوټي داسې څانګې جوړوي چې نامطلوبې وي او شونې ده چې يوه زوزاتي سيمه جوړه کړي (زوزاتي سيمه چېرې چې يو ډول بوټي موجود وي، او ډېر خصوصيات يې شریک وي). په دې بېلګو کې، ټول افراد «کلون» (زوزاتي) دي او شونې ده چې زوزاتي نفوس ډېره سيمه تر پوښښ لاندې راولي.[۱۱][۱۲]

د هګيو (تخم) جوړېدل سمول

ډېری ګڼ حجروي ژوندي موجودات، د خپل بيالوژيکي ژوند دوران پر مهال په يوه پروسه کې چې د «سپوروجنيسيس» په نوم يادېږي، هګۍ جوړوي. ژوي او ځينې پورټيسټونه له دې څخه مستثنا دي، کوم چې له القاح سملاسي وروسته له «مايوسيس» څخه تېريږي. له بلې خوا بوټي او ډېری اوبړۍ د هګيو له «مايوسيس» پروسې څخه تېريږي، په کومه کې چې مايوسيس «هاپلوايډ» هګۍ جوړوي، نه ګاميټونه. دا هګۍ په ګڼ حجروي افرادو کې بې له دې چې د زرخېزۍ (القاح) پېښه منځ ته راشي، وده کوي (د بوټو په اړوند دې ته ګيموفايټسس ويل کېږي). همدا هاپلوايډ افراد د مايوټسيس له لارې ګاميټونه پيدا کوي. د مايوسيس او ګاميټونو جوړېدل په همدې بنسټ د ژوند د دوران په جلا نسلونو يا «پړاوونو» کې منځ ته راځي، کوم ته چې د نسلونو د بدلون په توګه اشاره کېږي. له دې امله چې د جنسي بيا توليد تعريف ډېر ځله د ګاميټونو (القاح) د وېش په توګه په ډېر تنګ او مختصر ډول شوی، په همدې بنسټ د بوټو سپوروفايټس او اوبړيو د هګيو جوړېدل د غیر جنسي توليد (ايګاموجنسيس) يوه بڼه بلل کېدای شي، سره له دې چې دا د مايوسيس پايله او په پلوايد کې له کمښت څخه تېر شوی وي. په هر حال، دواړه حالاتونه (د هګيو جوړېدل او القاح) د بوټو د ژوند دوران د جنسي بیا توليد د بشپړولو لپاره اړين دي.

شونې ده چې ځينې فونګي او ځينې اوبړۍ هم د حقيقي غیر جنسي هګيو جوړولو څخه ګټه واخلي، په کوم کې چې «ماټيوسيس» ښکېل وې او بيا توليدونکې حجرې منځ ته راوړي چې د «ميټوسپور» په نوم پېژندل کېږي، همدا بيا له خپرېدو څخه وروسته په نوي ژوندي موجود بدلېږي.د بېلګې په ډول: د بيا توليد دا طريقه په مخروطي فونګي او سرو اوبوړيو « Polysiphonia» کې موندل کېږي او له مايوسيس پرته په کې «سپوروجينسيس» شامل وي. په همدې بنسټ د هګۍ حجرې د کروموزومونو شمېر د والد له شمېر سره برابر وي چې دا هګۍ تولیدوي. په هر حال، ميټوټي سپوروجينسيس يوه استثنا ده، د بوټو او ډېرو اوبړيو په څېر ډېری هګۍ، د مايوسيس له لارې توليديږي. [۱۳][۱۴][۱۵]

ټوټه ټوټه کېدل سمول

ټوټه ټوټه کېدل د غیر جنسي بیا توليد يوه بڼه ده، په کومه کې چې د پلار ژوندي موجود له يوې ټوټې څخه بل ژوندی موجود وده کوي. هره برخه په يو بالغ او بشپړ غټ شوي فرد بدليږي. ټوټه ټوټه کېدل په ډېرو ژونديو موجوداتو کې ليدل شوي دي. هغه ژوي چې په غیرجنسي طريقې سره بيا توليد کوي، په هغوی کې «پلانري»، ډېری حلقوي چينجي چې په هغې کې ډېر «پوليچايټس» او يو شمېر «اليګوشايت»، «تربيليرينز» او د سمندر ستوري شامل دي. ډيری فونګي او بوټي په غیر جنسي ډول پیا توليديږي. يو شمېر بوټي د ټوټه ټوټه کېدو له لارې د بيا توليد لپاره ځانګړي جوړښتونه لری، لکه: د کاڼي په ګل کې «ګیميا» (د کاڼي ګل يو شنه اوبړۍ ته ورته نبات دی/ګيميا په همدې کې غوټۍ ده). ډيری ليچين (د ونو پپونک/ګل سنګ)، کوم چې د يو فونګي او فوټوسينتيسيزي اوبړۍ یا سيانوباکتري يو ځای ژوندي (چې يو په بل متکي ژوند کوي) دي، د ټوټه کېدو له لارې بيا توليد کوي، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې نوي افراد د دواړو ژونديو لرونکي دي. شونې ده چې دا ټوټې د «سوريډيا» بڼه خپله کړي، د ګرد په څېر بڅرکي، کوم چې د «فوټوبايونټ» حجرو په شا اوخوا کې راټول شوي او د فونګي هايفن لرونکي وي.[۱۶][۱۷]

په ګڼ حجروي يا يو له بل سره نښتو ژونديو موجوداتو کې «کلوني» ټوټه کېدل د غیر جنسي بیا توليد يا د «کلوننګ» يو ډول دی، په کوم کې چې يو ژوندی موجود په ټوټو وېشل کېږي. دا هره ټوټه بالغ، بشپړ ډول ستر شوي افراد منځ ته راوړي، کوم چې د اصلي ژوندي موجود کلونونه (نقل) دي. په هغو کې چې پوستکی يې اغزي لري، د توليد دې طريقې ته عموماً ماتېدل ويل کېږي. د ګڼو چاپيرياليزو او «اپي جيني» توپيرونو له امله، هغه «کلونونه» چې د يو نسب څخه منځ ته راغلي وي، په حقيقت کې په جينتيکي او اپي جينيتي ډول يو له بل څخه توپير لرلای شي.[۱۸][۱۹]

اګاموجينسيس سمول

اګاموجينسيس د بيا توليد هغه بڼه ده، په کومه کې چې نارينه ګاميټ نه وي شامل. بېلګې يې پارټينوجينسيس او اپوميکسيس دي.

پارتينوجينسيس سمول

پارتينوجينسيس د اګاموجينسيس يوه بڼه ده، په کومه کې چې يوه نابلاربه شوې هګۍ په يو نوي فرد بدلېږي. دا له ۲۰۰۰ څخه په زياتو انواعو کې مستند شوی دی. پارتينوجينسس په وحشي او ډېرو بې ملا تيره کې منځ ته راځي(لکه د اوبو ورږې، روټيفرونه، سپږۍ، د لرګيو خزنده، ځينې ميږيان، موچۍ او پرازيتي غومبسې) او د ملا تير لرونکي (ډېری خزنده ګان، دوه ژوندي او کب). دا همدا راز په کورنیو مرغیو کې هم مستند شوي او همدا راز په جنيتيکي ډول د لابراتوار بدلو شويو موږکانو کې هم موندل شوي. بوټي د اپوميکسيس په نوم د يوې پروسې په مټ په «پارتينوجنسيس» کې مصروفېدای شي. په هر حال، ډېری دا عمل يوه خپلواکه توليدي طريقه نه بولي، بلکې د دې پر ځای يې د جنسي تولید تر شا د تګلارې خرابوالی بولي. پارتينوجنيټیک ژوندي موجودات په دوو مهمو ډلو وېشل کېدای شي، چې هغه دا دي: اختياري او لازمي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. Engelstädter, Jan (June 2017). "Asexual but Not Clonal: Evolutionary Processes in Automictic Populations | Genetics". Genetics. 206 (2): 993–1009. doi:10.1534/genetics.116.196873. PMC 5499200. PMID 28381586. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dudgeon, Christine L.; Coulton, Laura; Bone, Ren; Ovenden, Jennifer R.; Thomas, Severine (2017-01-16). "Switch from sexual to parthenogenetic reproduction in a zebra shark". Scientific Reports (په انګلیسي ژبه کي). 7 (1): 40537. Bibcode:2017NatSR...740537D. doi:10.1038/srep40537. ISSN 2045-2322. PMC 5238396. PMID 28091617. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Narra, H. P.; Ochman, H. (2006). "Of what use is sex to bacteria?". Current Biology. 16 (17): R705–710. doi:10.1016/j.cub.2006.08.024. PMID 16950097. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Cell reproduction". Encyclopædia Britannica. 
  5. Britannica Educational Publishing (2011). Fungi, Algae, and Protists. The Rosen Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61530-463-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. P.Puranik; Asha Bhate (2007). Animal Forms And Functions: Invertebrata. Sarup & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7625-791-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Margulis, Lynn; McKhann, Heather I.; Olendzenski, Lorraine (2001). Illustrated glossary of protoctista: vocabulary of the algae, apicomplexa, ciliates, foraminifera, microspora, water molds, slime molds, and the other protoctists. Jones & Bartlett learn. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86720-081-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Yoshinori Tanada; Harry K. Kaya (1993). Insect pathology. Gulf Professional Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-683255-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Leeuwenhoek, Antoni Van (1703-12-31). "IV. Part of a letter from Mr Antony van Leeuwenhoek, F. R. S. concerning green weeds growing in water, and some animalcula found about them". Philosophical Transactions of the Royal Society of London (په انګلیسي ژبه کي). 23 (283): 1304–1311. doi:10.1098/rstl.1702.0042. ISSN 0261-0523. S2CID 186209549. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Smyth, James Desmond; Wakelin, Derek (1994). Introduction to animal parasitology (الطبعة 3). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 101–102. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-42811-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Asexual Reproduction". Ucmp.berkeley.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Celebrating Wildflowers - Fading Gold - How Aspens Grow". Fs.fed.us. 11 May 2010. مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Plant." Britannica Academic, Encyclopædia Britannica, 15 Jun. 2021. Accessed 20 Jan. 2022.
  14. Card, V. (2016). Algae. In M. S. Hill (Ed.), Biology (2nd ed., Vol. 1, pp. 21-23). Macmillan Reference USA.
  15. "Fungus." Britannica Academic, Encyclopædia Britannica, 4 Oct. 2018. Accessed 20 Jan. 2022.
  16. Ruppert, E. E.; Fox, R. S.; Barnes, R. D. (2004). "Annelida". Invertebrate Zoology (الطبعة 7). Brooks / Cole. د کتاب پاڼي 434–441. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-025982-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ruppert, E.E.; Fox, R.S.; Barnes, R.D. (2004). "Annelida". Invertebrate Zoology (الطبعة 7). Brooks / Cole. د کتاب پاڼي 466–469. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-025982-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sköld, Helen Nilsson; Obst, Matthias; Sköld, Mattias; Åkesson, Bertil (2009). "Stem Cells in Asexual Reproduction of Marine Invertebrates". In Baruch Rinkevich; Valeria Matranga (المحررون). Stem Cells in Marine Organisms. Springer. د کتاب پاڼې 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-2766-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Neuhof, Moran; Levin, Michael; Rechavi, Oded (26 August 2016). "Vertically and horizontally-transmitted memories – the fading boundaries between regeneration and inheritance in planaria". Biology Open. 5 (9): 1177–1188. doi:10.1242/bio.020149. PMC 5051648. PMID 27565761. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "parthenogenesis | Definition, Types, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Ozias-Akins, Peggy; Conner, Joann A. (2012-01-01), Altman, Arie; Hasegawa, Paul Michael (المحررون), "16 - Regulation of apomixis", Plant Biotechnology and Agriculture (په انګلیسي ژبه کي), San Diego: Academic Press, د کتاب پاڼي 243–254, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-381466-1, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Kono, Tomohiro; Obata, Yayoi; Wu, Quiong; Niwa, Katsutoshi; Ono, Yukiko; Yamamoto, Yuji; Park, Eun Sung; Seo, Jeong-Sun; Ogawa, Hidehiko (2004-04-22). "Birth of parthenogenetic mice that can develop to adulthood". Nature. 428 (6985): 860–864. Bibcode:2004Natur.428..860K. doi:10.1038/nature02402. ISSN 1476-4687. PMID 15103378. S2CID 4353479. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ramachandran, R.; McDaniel, C. D. (2018). "Parthenogenesis in birds: a review". Reproduction (Cambridge, England). 155 (6): R245–R257. doi:10.1530/REP-17-0728. ISSN 1741-7899. PMID 29559496. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)