غړی (بيالوژي)

په بيالوژي علم کې، يو غړی د نسجونو ټولګه ده چې په يو جوړ شوي واحد کې سره يو ځای شوي وي، تر څو يوه شريکه دنده تر سره کړي. د ژوند په لړيزه کې، يو غړی د نسج او د غړي د نظام په منځ کې پروت وي. نسجونه له يو ډول حجرو څخه جوړ شوي، تر څو د يو فعاليت په تر سره کولو کې په ګډه کار وکړي. له بېلا بېل ډوله نجسونو څخه يو غړی جوړيږي، کوم چې ځانګړې دنده لري. د بېلګې په ډول د کولمو دېوال د «اپټيليل» نسج او پستې، اوارې عضلې د نسج په مټ جوړ شوی. دوه يا زيات غړي چې په ګډه سره د بدن يوه دنده تر سره کوي د غړي نظام بلل کېږي، بيالوژيکي نظام يا د بدن نظام هم بلل کېږي[۱][۲]

د يو غړي نسجونه په پراخه کچه د «پيرانچيما» (اصلي سکښت)، کارکوونکي نسج (نسج بافت يا پللې بللی شي) او «سټروما» په ډول ډلبندي کېدای شي چې جوړونکي نسجونه يې ملاتړي، تړونکي يا مرستندويه دندې پر مخ وړي. د بېلګې په ډول د غدو (مرغړی) نسج، کوم چې هارمونونه جوړوي «پيرانچيما» دی، له بلې خواو هغه اعصاب چې «پيرانچيما» منځ ته راوړي، د وينې هغه رګونه، کوم چې دې ته اکسيجن رسوي، د هغې پالنه کوي او د هغې ميټابولیک فاضله مواد لرې کوي او هغه نښلونکي نسجونه، کوم چې د دې لپاره مناسب ځای برابروي، تر څو هلته ځای پر ځای او پیاوړی شي، په «سټروما» کې شامل دي. هغه بنسټيز نسجونه چې يو غړی منځ ته راوړي، دا خاصيت لري چې شریک جنيني اصول ولري، لکه د یو تخم (جراثيم/سرچينه) له منځه منځ ته راتلل. غړي په ډېرو ګڼ حجروي ژونديو موجوداتو کې وي. د باکتريا په څېر د يوې حجرې لرونکو موجوداتو کې، د يو غړي د دندو ورته والی د «اورګنيل» په نوم پېژندل کېږي، (ارګنيل د يوې حجرې د يوې برخې يوه ځانګړې دنده). په بوټو کې درې بنسټيز غړي شته.  [۳]

د اناټومي په مطالعه کې، له «ويسکيرا» (يو ويسکوس) (ويسکوس او ويسکيرا هغه غړي دي چې د خېټې په داخل کې وي، لکه کولمې، ينه او داسې نور) څخه موخه د خېټې، سينې او د خاسرې د لګن په تشو کې شته داخلي غړي دي. شونې ده چې د خېټې غړي د سختو یا منځ خالي غړيو په توګه ډلبندي شي. سخت غړي ينه، تريخي، توری، ګردې او د ګردو د پاسه غدود دي.د خېټې منځ خالي غړيو کې معده، کولمې، د صفراء کيسه (شينی)، مثانه او مقعد شامل دي. د سينې په تشه کې زړه يو منځ تشی حجروي غړی دی. [۴][۵][۶]

په يو ژوندي موجود کې د غړیو شمېر تر ټاکلي تعريف پورې تړلی دی. په پراخه کچه د يو منل شوي تعريف تر مخې، د انسان په بدن کې نهه اويا غړي پېژندل شوي دي. [۷]

ژوي سمول

له «پلاکوزونونو» پرته، د انسانانو په ګډون ګڼو حجروي ژويو کې د غړيو د نظامونو بېلا بېل ډولونه شته. همدا ټاکلي نظامونه په انساني اناتومی کې په پراخه ډول تر مطالعې لاندې نيول شوي دي. د دې غړيو د نظامونو دندې ډېر ځله يو په بل کې نغښتې وي. د بېلګې په ډول، د اعصابو او «اينډوکراين» نظام (انډوکراين د غدودو يو ډول نظام دی) د «هايپوتيلمس» په نوم د یو شريک غړي په مټ کار کوي. له همدې امله، دا دواړه نظامونه سره يو ځای کړای شوي او د «نيورواينډوکراين» نظام په نوم يو ځای تر مطالعې لاندې نيول کيږي. همدا اصل په سکلټي عضلاتي نظام هم د عمل وړ دی، ځکه چې د سکلټي (سکلټ، د هډونو جوړښت، خاکه، د هوډوکو چوکاټ) او عضلاتي نظامونو تر منځ اړيکې شته.

  • د زړه د غړيو نظام: د وينې او د وينې د رګونو په مرسته بدن او سږو ته وينه پمپ کول او لېږدول.
  • د هاضمې نظام: د لياړجنو غدو، د خوراک د نالۍ، معدې، ينې، د صفراء کيسې (شينی)، تريخي، لويې کولمې، مقعد او مخرج په مټ د هاضمې او د خوراک د اړولو (په بله ماده د خوراکي توکو اړولو پروسه) جریان پر مخ وړل.
  • د اينډوکراين نظام: انډوکراين غدې لکه «هايپوتيلمس، پټيوټري غدې، پاینل بدن يا پاينل غدې، تايريوډ، پاراتايريوډ او انډيرينل يعنې ايډرينل غدو په مرسته د جوړو شويو هارمونونو په کارولو سره د بدن په داخل کې اړيکې.
  • د ايستلو نظام: ګردې، د متيازو نل، مثانه او د متيازو لاره د مايعاتو په توازن، د اليکټرولايټ په توازن او د متيازو په ايستلو کې ښکېل دي.
  • لمفاوي نظام: د نسجونو او وینې د جريان تر منځ د «لايمف» په لېږد کې ښکېل جوړښتونه، لمف او نوډز او هغه رګونه دي کوم چې وينه او لمف لېږدوي، د دفاعي نظام په ګډون: دوی د ناروغۍ د لامل د ګرځېدونکو استازو په وړاندې د «leukocytes, tonsils, adenoids, thymus او spleen»  په مرسته دفاع کوي. 
  • د پوښ نظام: د تي لرونکو پوستکی، ويښته او نوکان. همدا راز د کبانو، څښېدونکو ژويو او مرغيو او د مرغيو بڼکې.
  • عضلاتي نظام: د اندامونو په مرسته خوځښت.
  • د اعصابو نظام: د ماغزو، ملا تير او اعصابو په مرسته د معلوماتو راټولول، لېږد او په جريان کې اچول.
  • د بيا توليد نظام: جنسي غړي، لکه د هګیو برخه، د فالوپ نلکې، رحم، د فرج بهرنۍ برخه، فرج (مهبل)، خصيتين، د دفران لارې، د مني پوکاڼۍ، پروسټاټ او تناسلي اله.
  • د سا اخستلو نظام: هغه غړي چې د ساه اخستلو لپاره ګټه ځينې اخستل کيږي، هغه حلق، حنجره، برونچيا، سره مرۍ، سږي او ډيافراګم دي.
  • سکيلټي نظام: د هډوکو، غضروف (کرپندوکی) او «ټينډون» (عصب) په مرسته د جوړښت مرسته او ساتنه کول.

کولمې سمول

د اناتومي په مطالعه کې، ويسيسرا (کولمې یا د بدن منځنۍ تشه برخه) ( مفرد يې viscus دی) له دې څخه په اناتومي کې موخه خېټه، سينه او د خاصرې د لګن په تشه کې شته غړي دي. د خېټې غړي د سختو غړيو، يا منځ تشيو غړيو په توګه ډلبندي شوي دي. سختو غړیو کې ينه، تریخي، توری، ګوردې او انډريال غدې شامل دي. معده، کولمې، د صفراء کيسه، مثانه او مقعد منځ تشو غړو برخه دي. د سينې په تشه کې زړه منځ خالي او غضلاتي غړی دی. «سپنګنالوژي» د کولمو يا د منځ د تشيو مطالعې ته ويل کېږي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

اصليت او تکامل سمول

په ژويو کې د غړيو د رامنځ ته کېدو کچه په لومړي ځل په «اوارو چينجيو» او هغو کورنیو کې موندل شوي چې ډېر مشتق شوي دي (يعنې بیا بيا استنتاج شوي). لږ پرمختللي انواع  (لکه پلاکوزوا، سفنجونه او راډيټ) په غړيو کې د خپلو نسجونو د يو ځای کېدو ښودنه نه کوي.

نور پېچلي ژوي له بېلا بېلو غړيو څخه جوړ شوي دي، کومو چې د وخت په تېرېدو سره بشپړتيا موندلې. د بېلګې په ډول، ينه د ملا تير لرونکو په ملا کې له پنخه سوه ميلیونه کاله څخه زيات وخت کې تکامل موندلی، په داسې حال کې چې کولمې او ماغزه يې زيات لرغوني دي، له شپږ سوه ميليونه کاله څخه مخکې موده کې خزنده ګان او چينجي د ملا تير لرونکو نيکونو څخه راپورته شوي دي.

د ډېريو هغو ژويو غړي چې د ملا تير لري تر ټولو لرغونی اصل لري، څېړونکو د نمونوي نظامونو لټون کړی، چېرته چې تر ټولو وروستي غړي تکامل ته رسېدلي دي، غوره يې هغه دی چې په خپلواک ډول بيا بيا تکامل ته رسېدلي وي.  د دې ډورونو د څېړنې لپاره تر ټولو غوره نمونه «پلاسينټا» (هغه غړی چې د حمل پر مهال د رحم په ديوال باندې منځ ته راځي) ده، کوم چې په ملا تير لرونکو کې په خپلواک ډول له سلو څخه زيات ځله تکامل موندلی دی، په پرتليز ډول په وروستيو کې يې په ځينو کورنيو کې تکامل پیدا کړي او په شته بېلګو کې په منځنيو بڼو موجود دي. د «پلاسينټا» د تکامل په اړوند څېړنو یو شمېر جنيتيکي او رواني پروسې پېژندلي دي، کومې چې د غړيو له اصليت او تکامل سره مرسته کوي، په دې کې د شته ژويو د نسجونو لپاره بيا موخه ټاکل، د دې نسجونو په مټ د نويو وظيفوي ځانګړتياوو تر لاسه کول او د نسجونو  د بېلا بېلو ډولونو تر منځ د نویو تعاملاتو منځ ته راتلل شامل دي. [۱۲]

بوټي سمول

د بوټو د غړيو مطالعه د بوټو په مورفولوجۍ کې تر څېړنې لاندې نيول کېږي. د بوټو اصل په توکېدونکو او بيا توليديدونکو کې وېشل کېدای شي. د ټوکيدونکو بوټو په اصل کې رېښې، ډنډر او باڼې شامل دي. بيا توليديدونکي غړي بدليدونکي دي. په ګل نيونکو بوټو کې، ګل، تخم او ميوه د دوی استازولي کوي. په غوټۍ نيونکو کې، هغه غړی چې د جوړښتونو د بيا توليد مسظوليت په غاړه لري «کون» بلل کېږی. د بوټو په نورو وېشونو (کورنيو/ډلو) کې،  بيا توکيدونکو غړيو ته «سټروبلي» وايي، به «Lycopodiophyta» يا په ساده ډول په موسیس (موسيس هغه نازک بوټي دي چې په لمدو ځمکو شنه کيږي او کله کله شینکی بلل کېږی) يوازې «gametophores » بلل کېږي. په بوټو کې د عامو غړيو د نظام په دندو کې د څانګو او جرړو توپير شامل دی. د ځمکې پر سر د بوټې ټولې برخې (په غير ايپفايټس کې)، په فعال ډول د جلا جلا پاڼو او د ګل غړيو په ګډون، ټول يو خای د څانګو د غړي نظام په توګه ډلبندي کېدای شي.[۱۳]

سرچینې سمول

  1. Widmaier, E P; Raff, H; Strang, KT (2014). Vander's Human Physiology (الطبعة 12th). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-128366-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  2. Kent, Michael (2000). Advanced biology. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 0199141959. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Botany/Plant structure - Wikibooks, open books for an open world". en.wikibooks.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bell, Daniel J. "Viscera | Radiology Reference Article | Radiopaedia.org". Radiopaedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bell, Daniel J. "Solid and hollow abdominal viscera | Radiology Reference Article | Radiopaedia.org". Radiopaedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Biology of the Heart - Heart and Blood Vessel Disorders". MSD Manual Consumer Version. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2017 باندې). New organ named in digestive system. BBC News.
  8. Bell, Daniel J. "Viscera | Radiology Reference Article | Radiopaedia.org". Radiopaedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bell, Daniel J. "Solid and hollow abdominal viscera | Radiology Reference Article | Radiopaedia.org". Radiopaedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Biology of the Heart - Heart and Blood Vessel Disorders". MSD Manual Consumer Version. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Medical Definition of SPLANCHNOLOGY". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Griffith, Oliver W.; Wagner, Günter P. (23 March 2017). "The placenta as a model for understanding the origin and evolution of vertebrate organs". Nature Ecology & Evolution. 1 (4): 0072. doi:10.1038/s41559-017-0072. PMID 28812655. S2CID 32213223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Plant Body | Boundless Biology". courses.lumenlearning.com. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)