غټ پښې چې عموماً د «ساسکواچ» په نوم هم يادېږي، يو ستر او ويښته لرونکی، انسان ته ورته افسانوي مخلوق دی، د کوم په اړه چې ځينې ادعا لري په شمالي امريکا، په ځانګړي ډول په پاسفک شمال لوېديځ ځنګلونو کې ژوند کوي. د غټ پښي يادونه په امريکا او کاناډايي دواړو ولسي ادبياتو کې شوې ده، او د شلمې پېړۍ له نيمايي راهيسې، د يو کلتوري رمز په توګه راڅرګند شوی، چې په عام کلتور کې خپور، او د خپل فرعي کلتور يوه موضوع ګرځېدلې.[۱][۲][۳][۴][۵]

غټ پښې
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
هېواد

د غټ پښي ليوال، لکه د ژويو د شکمن شتون په شبه علم کې اخته خلک، د غټ پښي د وجود د ثابتولو لپاره ډول ډول شکمن شواهد وړاندې کوي، چې د ليدلو په اړه حکايتي ادعاوې، او تر څنګ يې د انځورونو، ثبت شوې ويډيو او غږ، د ويښتو نمونې، او د سترو پښو د نښو ادعاوې پکې شاملې دي. په هر حال، علمي اتفاق په دې دی چې د غټ پښي او د هغې ادعا شوی ثبوت، د يو ژوندي ژوی پر ځای د ولسي روايتونو، ناسمې پېژندګلو، او تېرايستنو يوه ټولګه ده.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ولسي ادب پوهان د غټ پښي ښکارنده په عواملو او د سرچينو په امتزاج کې لټوي، چې د اروپايي ځنګلي انسان شخص، ولسي کيسې او سيمه ييز کلتورونه پکې شامل دي. د ورته ځنګلي، په ويښتو پټ هومناډيز دا ډول ولسي کيسو بېلګې په ټوله نړۍ کې شته، لکه د متحده ايالاتو په سويل ختيځ کې د سکنک شادي [پيشوپړانګ وزمه ژوی ته ورته شادي]، په اسيا کې الماس، يرن، او يټي، استرايايي يووي، او د سيمه ييزو خلکو په افسانو کې دې ته ورته مخلوقات. هيله من فکر [خيال پلاو]، په چاپيريالي اندېښنو کې کلتوري زياتوالی، او د دې موضوع په اړه په مجموعي ډول ټولنيزه بيداري يې د اضافي لاملونو په توګه ښودل شوي دي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سپړنه (تشریح)

سمول

غټ پښي عموماً په تورو، نسواري تورو، يا تورو سور وزمه ويښتانو پوښلی، يو ستر د غښتلو غړيو لرونکيی او د دوه پښو انسان يا شادي وزمه مخلوق په توګه تشریح شوی دی. د نکلونو تر مخې لوړوالی يې شا اوخوا 6-9 فوټه (1.8-2.7 متره) اټکل شوی، او په ځینو تشریحاتو کې 10-15 فوټه (3.0-4.6 متره) دنګ دی. د يو شمېر مشاهداتو د ادعاوو پر اساس غټ پښی د شادي په پرتله تر ډېره بريده انسان برېښي، په ځانګړي ډول څېرې ته په کتنې سره. په 1971ز کال کې، د اوريګون په ډالاس کې ډېرو خلکو له پوليسو سره يو خبر ثبت کړی، چې يو ډېر ستر شادي (بيزو) پکې تشریح شوی و، او يو تن ادعا وکړه چې هغه د خپل ټوپک په دوربين کې دا مخلوق ليدلی دی، خو هغه ونه شول کولای چې يې ولي، ځکه چې له حيوان څخه زيات انسان ښکارېدو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په عامو توضحياتو کې يې پراخه اوږې، نه ښکارېدونکې غاړه او اوږدې مټې دي، چې ډېر شکمن خلک يې د نېغ ولاړ يږ سره ناسمې پېژندګلو ته منسوبوي. کله چې د شپې له مخې ليدل شوی نو، د دې مخلوق سترګې د ژيړ يا سرو په توګه ځلېدلې. په هر حال، د سترګو ځلېدل په انسانانو يا کومو نورو مشهورو لويو شاديانو کې نه شته، او له همدې امله په ځنګل کې په ځمکه د ليدو وړ حيواناتو کې چې سترګې يې ځلا پيدا کوي، کونګ، ريکون، يا د ونې په څانګه کې ناست اپوسم شامل دي. [۳۲][۳۳][۳۴]

د غټ پښي د موندلو د موزيم څښتن «مايکل روګ»، د غټ پښي د بوی کولو په ادعا سره وايي، "د يو داسې پيشوپړانګ وزمه حيوان تصور وکړئ چې په مړو ژويو کې رغړېدلی وي او د خزلو د کندو په شا اوخوا کې راځوړند وي". [۳۵]

د هغو غټو پښو نښې چې ادعا کېږي د همدې پښو له امله دې مخلوق ته نوم ورکړل شوی، ادعا کېږي چې 24 انچه (610 ملي متره) اوږدې او اته انچه (200 ملی متره) پلنې دي. د ځينو پښو په نښو کې د پنجو نښې هم وي، له کوم څخه چې دا شونتيا پيدا کېږي چې دوی د يږ په څېر ژويو څخه منځ ته راغلي دي، کوم چې پنځه ګوتې او پنجې لري.[۳۶][۳۷][۳۸]

تاريخ

سمول

ولسي ادب او ابتدايي تاريخچې

سمول

د چاپېريال پوهاند «رابرټ پايل» په دليل، ډېر کلتورونه په خپل ولسي تاريخ کې انسان ته د ورته سترو مخلوقاتو روایتونه لري، چې د يو شمېر پام جلبونکو مخلوقاتو د اړتيا څرګندونه کوي. په هره ژبه کې د دې مخلوق لپاره خپل نوم موجود وي، چې د دا ډول افسانو په سيمه ييزه بڼه کې ليدل کېږي. د ډېرو نومونو مطلب يو څه داسې وي لکه ځنګلي انسان، يا وېښته لرونکی انسان، په داسې حال کې چې نور نومونه هغه عام کارونه بيانوي چې دا مخلوق يې تر سره کوي، لکه د صدف خوړل يا د ونو ښورول. په اروپايي ولسي داستانونو کې په دوديز ډول د ځنګل د وحشي انسان يا د ځنګلي خلکو ډېرې بېلګې موندل کېږي، چې عموماً د يو لغړ مخلوق په توګه تشریح کېږي، چې په ويښتو پوښلی وي، يوازې مخ، پښې او لاسونه (او په ځينو صورتونو کې زنګنونه، څنګلې يا تيونه) يې له ويښتو پاک وي. دا اروپايي وحشي خلک له ګوښه انسانانو نيولې بيا انسان ډوله ديوانو [غټه بلا] پورې وو. شمالي امريکا ته د کوچ له کولو وروسته، د ځنګلي خلکو افسانې پر ځای پاتې شوې، او په هغو سيمو کې د ځنګلي خلکو د مستندو مشاهدو خبر ورکول شوی، چېرته چې اوس نيويارک ايالت او پنسلوانيا دي. د 2007ز کال په يوه مقاله کې چې د "د اروپا په داخل او بهر کې د وحشي انسان انځورونه" په عنوان وه، راغلي:[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

"په باوري توګه، عصري ساسکواچ تر ډېره بريده د اروپايي کلتور محصول دی، او ښايي چې استراليايي ياهو له دې هم تر ډېره بريده وي؛ په همدې ډول، د اروپايي ځنګلي انسان نښې په دواړو څېرو کې د درک وړ دی. بيا هم د ساسکواچ رېښې تر يو بريده په ويښته لرونکي هومينايډ کې موندل کېږي چې اميرينډين امریکايان يې ښودنه کوي، په داسې حال کې چې د دوی، کوم چې اکثره کوچني بلل کېږي، او د مشهور کاناډايي او امريکايي تصور يو غټ ساسکواچ تر منځ اړيکې په بشپړه معنا روښانه نه دی". -ګريګوري فورت

د شمالي امريکا لويې وچې په ډېرو سیمه ييز کلتورونه په ځنګلونو کې د اوسېدونکي په وېښتو پوښلي مرموز مخلوق کيسې لري، او د بشرپوه «ډيوډ ډيګلنګ» په وينا، دا کيسې د اوسني غټ پښي مخلوق په اړه د راپورونو څخه ډېر مخکې موجودې وې. دا کيسې په سيمه يیز ډول او د يوې ټولنې د کورنيو په منځ کې د خپلو تشريحاتو له پلوه مختلفې وې، او په ځانګړي ډول په پاسفيک شمال لوېديځ کې ډېرې خپرې دي. د برتانوي کولمبيا د لټڼ د Nlaka'pamux رئيس «ميشيل» په 1898ز کال کې «چارلس هيل ټاوټ» ته دا ډول کيسه کړې وه.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

په 2008ز کال کې د «Giants, Cannibals, Monsters: Bigfoot in Native Culture» په نوم د خپور شوې کتاب ليکوالې «کيتي موسکويټز سټرين» ادعا کړې، چې د «ټول ريور انډين ريزرويشن» په يوه سيمه کې چې د «پينټيډ راک» په نوم يادېږي، د «يوکټ» يوې قبيلې له خوا په ډبرو د  غټ پښو يوه ډله حک شوې، چې "فاميلي" په نوم يادېږي. تر ټولو ستر انځور يې ويښته لرونکی انسان بلل کېدو، او د اټکل تر مخې زر کاله زاړه دي. په 1975ز کال کې د «ټولير» ولسوالۍ د تعلیم ادارې تر مخې، غټ پښی، په وېښتو پوښلی سړی، یو داسې مخلوق و چې د عظيم غټ ديو په بڼه ښکارېدو، ويښتان يې اوږده او څپولي څپولي [ببر] و. هغه په يو ډول ښه و، ځکه هغه ژوي يې خوړل چې ښايي خلکو ته يې زیان رسولای وای". په «يوکوټ» کې به والدينو خپل بچيان وېرول چې د شپې له مخې سمندر سره نږدې ولاړ نه شي، ځکه کېدای شي چې د دې مخلوق سره مخ شي.[۴۷][۴۸][۴۹]

د شپاړسمې پېړۍ هسپانوي مکتشفينو او د مکسيکو ابادونکو د «los Vigilantes Oscuros» يا "Dark Watchers" په نومونو مخلوقاتو کيسې کړې وې، کوم چې غټ مخلوقات دي، او د شپې له مخې د دوی پنډغالي څاري. په هغه سيمه کې چې اوس مسيسيپي ده، يو جيسوټ پادري په 1721ز کال کې له «ناچز» سره اوسېدو، او هغه په ځنګل کې د ويښته لرونکي مخلوق کيسه کړې ده، چې په لوړ غږ يې چغې وهلې او څاروي يې غلا کول.[۵۰][۵۱]

سرچينې

سمول
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  3. Example definitions include:
    • "A large, hairy, manlike creature supposedly inhabiting the north-western United States and western Canada." (Oxford English Dictionary Archived February 16, 2024, at the Wayback Machine.)
    • "Bigfoot is a large and mysterious humanoid creature purported to inhabit the wild and forested areas of Oregon and the West Coast of North America" (Oregon Encyclopedia Archived April 18, 2021, at the Wayback Machine.)
    • (Bigfoot redirected to Sasquatch) "A hairy creature like a human being reported to exist in the northwestern U.S. and western Canada and said to be a primate between 6 and 15 feet (1.8 and 4.6 meters) tall." (Merriam-Webster online Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.)
    • "A very large, hairy, humanlike creature purported to inhabit the Pacific Northwest and Canada. Also called Sasquatch." (American Heritage Dictionary Archived June 2, 2023, at the Wayback Machine.)
    • "Sasquatch, also called Bigfoot, (from Salish se’sxac: “wild men”) a large, hairy, humanlike creature believed by some people to exist in the northwestern United States and western Canada." (Britannica Archived June 29, 2023, at the Wayback Machine.)
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  24. Walls, Robert E. 1996. "Bigfoot" in Brunvand, Jan Harold (editor). American Folklore: An Encyclopedia, p. 158–159. Garland Publishing, Inc.
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  26. "Sasquatch". Encyclopædia Britannica. (2008). 
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  32. (په January 11, 2019 باندې). Glowing Red-Eyes: Bigfoot Sightings Reported At Night In Mocksville. CBS News
  33. (په July 5, 2016 باندې). Is bigfoot just an upright-walking bear? We asked the experts..
  34. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  36. "Sasquatch". Encyclopædia Britannica. (2008). 
  37. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  38. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  39. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  40. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  41. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  42. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  43. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  44. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  45. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  46. Daegling 2004, p. 28
  47. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  48. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  49. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  50. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  51. (په January 31, 2022 باندې). Trekking California's mysterious Bigfoot trail.