غَور (تدبُر)
غور (په لاتین کې: prudentia، چې د providentia لنډه بڼه ده او معنی یې «وړاندڅارنه؛ کاغتوب یا ځیرکتیا» ده)، د عقل په کارونې سره د خپل ځان د سمبالونې او روزنې وړتیا په توګه پېژندل کېږي. په کلاسیکه توګه، دغه ګړنه د فضیلت (ښېګڼې) په معنی وه او په ځانګړې توګه د څلورو سترو فضیلتونو (چې د دینپوهنې له درېیو فضیلتونو سره، د اووه فضیلتونو یوه برخه ده) یو فضیلت ګڼل کېده. پرودنشیا (Prudentia) د دغه فضیلت یو ښځینه استعاري مظهر دی، نښې یې یوه هېنداره او یو مار دی، چې ډېري وخت د یوستیتیا (Justitia) – د عدالت رومي الهه – سره یوځای د یوې جوړې په توګه انځورل کېږي. [۱]
دغه وییکی د څوارلسمې زېږدیزې پېړۍ د لرغونې فرانسوي ژبې له «prudence» څخه اخېستل شوی دی او په خپل وار سره، مخینه یې د لاتین ژبې «prudentia» وییکي ته ورګرځي، چې معنی یې «وړاندلېدنه/ ــڅارنه؛ کاغتوب یا ځیرکتیا» ده. غور ډېري وخت له حکمت، بصیرت او پوهې سره په ملتیا کې څرګندېږي. په دغه پېر کې، فضیلت، د سپېڅلو او ناوړو کړنو تر منځ د قضاوت کولو وړتیا ده، نهیوازې په ټولیزه معنی، بلکې په یوه ځانګړي مهال او ځای کې وَړُّو کړنو ته په کتو سره. که څه هم «غور» پهخپله هېڅ کوم عمل نهترسره کوي او یوازې له پوهې سره تړاو لري، خو اړینه ده ترڅو ټول فضیلتونه د هغه له لارې تنظیم شي. د زړهورتوب او بېغوري یا بېزړهتوب تر منځ د توپیر کولو عمل، غور ته یو اړوند عمل دی؛ لهدې امله د یوه ستر (مرکزي) فضیلت په توګه ډلبندي شوی دی.
په نومهالې انګلیسي کې، دغه وییکی په تدریجي توګه د «cautiousness – پاملرنه/احتیاط/تدبر» مترادفې بڼې ته اوښتی دی. لهدې اړخه بیا غور، ګواښونو ته د لېوالتیا نهدرلودلو په توګه انګېرل کېږي؛ چې د نااړینو وېرو او ګواښونو په پام کې نیولو سره، د یوې «ښېګڼې/فضیلت» په توګه پاتې کېدلای شي؛ خو که چېرې د غور لمن په غیرمنطقي توګه بېحده زیاتو پاملرنو ته وغځېږي، نو ناوړه ډار/بېزړهتوب بلل کېږي.
ارسطو په «نیکوماخویی اخلاقو» کې د Phronesis (په لرغونې یوناني: ϕρόνησις)په هکله، چې په دودیزه توګه د «غور/احتیاط» په توګه ژباړل کېږي، یو پراخ بحث پرانېستلی دی؛ خو لهدې سره، سره، دغه وییکي (د متداولې کارونې څخه لوېدو له امله) ګڼشمېر ستونزې رامنځته کړې دي. د «ϕρόνησις» تر ټولو وروستۍ ژباړه «عملي حکمت»، «عملي قضاوت» یا «منطقي غوراینه» ده.
غور– د واړو فضیلتونو «سرچینه»
سمولغور، د لرغونو یونانیانو او وروسته مسیحي فیلسوفانو، په تېره بیا ټوماس آکوینس لهخوا د ټولو فضیلتونو لامل، معیار او بڼې په توګه پېژندل شوی؛ او یا داسې انګېرل کېده چې ښایي «auriga virtutum – د ټولو فضیلتونو سرلاری/ګاډۍوان» دی.
فضیلت د یوه معنوي شخص د «بشپړې وړتیا» په توګه پېژندل کېږي او معنوي شخصیت د لوېدیځ په کلاسیک پوهاوي کې د ځیرکتیا او خپلواکې ارادې لرلو معنی وړاندې کوي. فضیلتونه یوازې هغه وخت د خپلې بشپړتیا څوکې (کمال) ته رسېږي چې د سمو پرېکړو او غورو تصمیمونو نیولو لپاره د «غور» یا «بشپړې وړتیا» پر بنسټ ولاړ وي؛ له همدې پلوه، «غور» د «لامل» په توګه انګېرل کېږي. د بېلګې په ډول: یو شخص هغه وخت پتمن ژوند درلودلای شي چې د خپلو فطري غریزو د مهارولو په موخه د سمې پرېکړېنیونې عادت ترلاسه کړي.
د غور دنده ده ترڅو هغه کړنلاره په ګوته کړي چې په یوه ځانګړي حالت کې یې تعقیبول اړین دي. دغه موضوع د غور لهخوا د نومېرل شوي خیر له تحمیلولو سره هېڅ کومه نېغ په نېغه اړیکه نهلري. غور، د نورو فضیلتونو په پرتله، د لارښوونې یوه پياوړه وړتیا لري؛ لاره روښانوي او د فضیلتونو د پلي کېدو ډګر اواروي. بې له غوره چاپېریال کې بهادري او زړهورتیا، حماقت ګرځي؛ رحمت په زهیرتوب کې، خپلواکه څرګندونه او مهرباني په ترټلو، عاجزي او تواضع په ذلت او تکبر، سرښندنه په فساد او متانت په تعصب کې ډوبېږي. فرهنګي او باضبطه کړنې باید د ګټورو اقداماتو په پام کې نیولو سره وي. دنده یې، په عمل کې د رعایت کېدونکو شرایطو (لکه: مهال، ځای، طریقه او داسې نور) په ډاګه کول دي، چې له هغې جملې څخه مَدرسیان (Scholastics) د «medium rationis» تر سرلیک لاندې ډلې کې راځي. نو دا دی هغه غور، چې د عقل (او نه اراده) په محدودولو سره بیا هم د یو جوت اخلاقي فضیلت په توګه انګېرل کېږي. [۲]
له هغه ځایه چې غور د ښو او سمو اخلاقي کړنو یو موډل وړاندې کوي، نو هغه ته د اخلاقي فضیلتونو د معیار په سترګه کتل کېږي. «یو هنري اثر، د هنرمند په ذهن کې د هغه د بېلګهییزې لومړنۍ بڼې سره په مطابقت کې، سم او رښتینی دی؛ په ورته ترتیب سره، د غور د بېلګهییزې بڼې سره په مطابقت کې، د یو وګړي خپلواک فعالیت سم دی» (جوزف پیـپېر). د بېلګې په توګه: یو صراف د خپلې تجربې او د لاسرسيوړ ټولو معلوماتو په کارولو سره د ګټې ترلاسه کولو په موخه تصمیم نیسي چې خپل ټول «الف» اسعار سبا ۲ بجې وروسته له غرمې وپلوري او «ب» اسعار نن راوپېري. د تصمیمنیونې دننۍ برخې (د بېلګې په توګه: اسعار، کچه، مهال او وسایل) د غور په څېر یوې کړنې محصول دی، په داسې حال کې چې د پرېکړې د پلي کېدو په صورت کې کېدای شي نور فضیلتونه هم شامل وي، لکه: زړهورتیا (د زیان وېرې ته په نهکتلو سره د معاملې ترسره کول) او یا عدالت (خپل شرکت او کورنۍ ته د عدالت په احساسولو سره د معاملې ترسره کول). د یوه پلي شوې کړنې «ښهوالی»، د غور او احتیاط لهمخې لومړنۍ نیول شوې پرېکړې ته په کتو سره سنجول کېږي.
په یوناني او مدرسي فلسفه کې، «بڼه» د یوه څیز ځانګړې ځانګړتیا ده چې له هغه څخه یې اوسنی دغه «شته» څیز رامنځته کړی. نو له دغې دریڅې، غور نورو فضیلتونو ته خپل د دنني جوهر او وږم بڼه وربخښي؛ چې دغه دننی جوهر، د یوه فضیلت په توګه، د غور ځانګړې ځانګړتیا ده. د بېلګې په توګه: [یوازې لهدې امله چې رښتیا خبره د رښتینوالي او صداقت د فضیلت له مخې ویل کېږي،] د رښتیا ویلو ټولې کړنې «ښې» نهګڼل کېږي. هغه څه چې «رښتیا ویلو» ته د یوه فضیلت رنګ ورکوي، له بشپړ غور څخه وروسته رښتیا ویل دي.
غور د بېغورۍ، درغلۍ، او کاذب غور پر وړاندې
سمولپه مسیحي پوهاوي کې، د غور او درغلۍ توپیر په هغه هوډ پورې تړاو لري چې لهمخې یې د یوې کړنې د ترسره کولو پرېکړې منځپانګه رامنځته کوي. له نړۍ څخه مسیحي پېژندنه کې د خدای شتون، طبیعي قانون او د انساني کړنو اخلاقي پایلې شاملې دي. نو په دغه ترڅ کې، غور له درغلۍ څخه په توپير کې راڅرګندېږي، ځکه چې د ماورای طبیعي ښېګڼه په پام کې نیسي.
د ټوماس آکوینس په باور، هغه قضاوتونه چې ناوړو (شیطاني) موخو ته رسېدلو لپاره پهکې ناوړه دلایل یا ناوړه وسایل کارول کېږي، «درغلۍ» او «کاذب غور» انګېرل کېږي او رښتیني «غور» پورې تړاو نهلري.
غور لپاره په لرغونې يوناني ژبه کې مترادفه ګړنه «وړاندلېدنه/ _څارنه» ده. لرغوني یونانیان په دې عقیده وو چې خلک د اولمپي خدایانو عبادت ته د چمتو کېدو لپاره د بشپړ غور خاوند کېدلو ته اړ دي. [۲]
نهبېلېدونکې برخې
سمولغور، ځانګړو پېرونو کې د نړۍشمولو اصولو پلي کول دي. په مدرسي فلسفه کې، د فضیلتونو «ناشنونې برخې» هغه ځانګړنې دي چې د فضیلت یوې کره بشپړې کړنې لپاره یې شتون اړین دی:
- حافظه (Memoria): روغه او دقیقه حافظه؛ یعنې هغه حافظه چې له واقعیت سره سمون ولري؛ له تجربو څخه د زده کولو وړتیا؛
- ذکاوت (Docilitas): د ذهن خلاصون په څېر یوه ځانګړنه ده چې د تنوع د نومېرلو وړتیا لري او هم په یوې برخه کې د نورو پوهه او تجربه لټولای او کارولای شي؛[۳]
- ځیرکتیا (Intelligentia): پر لومړنیو اصولو پوهېدل؛
- تېرهتوب (Sollertia): کاغتوب یا تېزنظري، یعنې په چټکۍ سره د یوه وضعیت د شننې او ارزونې وړتیا؛
- منطق یا عقل (Ratio): منطقي بحث کول او د بدیلونو په هکله د څېړنې او د هغوی پرتله کولو وړتیا؛
- وړاندوینه: وړاندلېدنه؛ یعنې د ځانګړو کړنو پر مټ د موخو د حقیقت موندنې اټکلولو وړتیا؛
- پاملرنه (Circumspection): د ټولو اړوندو شرایطو په پام کې نیولو وړتیا؛
- احتیاط (Caution): د وېرې او ګواښونو د کچې راټیټولو وړتیا.
سرچینې
سمول- ↑ Prudence - Definition and More from the Free Merriam-Webster Dictionary. Merriam-webster.com (31 August 2012). Retrieved on 2013-07-19.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ "Delany, Joseph. "Prudence." The Catholic Encyclopedia. Vol. 12. New York: Robert Appleton Company, 1911. 2 May 2014".
- ↑ "McManaman, Douglas. "The Virtue of Prudence", Catholic Education Resource Center".