غورځولی په انګرېزی کې (Cast Away) يو امريکايي فلم دی چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې د رابرټ زيميکيس په لارښوونه جوړ شوی دی. د فلم د مرکزي لوبغاړي "چک نولانډ" رول "ټام هانکس" لوبولی دی. دی د FedEx د ادارې سيسټم انجنير وي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د يادې ادارې څانګو ته ځي او هلته د مثمريت اړوند ستونزې اواروي. دا ځل دی ګمارل شوی وي چې د FedEx د ماليزيا دفتر ته ولاړ شي خو پر لارې يې الوتکه د شديد طوفان له کبله اقيانوس سمندر ته لوېږي. دی اوبه پر سر اخلي او يوې نامالومې جزيرې ته يې وړي. په درسته جزيره کې يوازې يو انسان تر کومه ژوندی پاتې کېږي؟ د چا لپاره ژوند کوي؟ خپل دردونه له چا سره شريکوي؟ څه خوري، څښي او له کومو زاره ترکيو سره مخامخ کېږي؟ دا ټول نو په فلم کې وګورئ... دا فلم د لوړهمت کيسه ده، د سوچه مينې داستان دی، او د وفادارۍ درس دی. دا فلم که دې ژړوي، خندوي دې هم. د فلم جوړېدو دوه کاله وخت ونيو. ډېر وخت يې ځکه واخېست چې د فلم د جوړولو پر مهال ټام هانکس بايد په اول سر کې ډېر چاغ وای او وروسته بيا ډنګر. هانکس ۲۳ کيلوګرامه ځان چاغ کړ او بيا يې بيرته کار وکړ چې وزن بايلي.

غورځولی
تمثيلي ریلیز پوسټر
ډاېريکټرRobert Zemeckis
توليدونکيTom Hanks
Jack Rapke
Steve Starkey
Robert Zemeckis
لېکوالWilliam Broyles, Jr.
فېلم لېکونکيWilliam Broyles, Jr. دا په ويکي‌ډېټا کې سم کړئ
لوبغاړيTom Hanks
Helen Hunt
Nick Searcy
موسيقي جوړونکیAlan Silvestri
فېلم اخېستونکيDon Burgess
اډېټورArthur Schmidt
تولیدونکی کمپنۍImageMovers
Playtone
وېشونکي20th Century Fox
(North America)
DreamWorks Pictures
(International)
د خپريدو نټېه
  • ۲۲ ډيسمبر ۲۰۰۰ (۲۰۰۰-12-۲۲)
وخت
143 دقیقې
هېوادمتحده ایالات
ژبهانگرېزی
بودېجه$90 ميليونه [۱]
د خرڅ جعبه$429.6 ميليونه [۱]

پر فلم باندې ۹۰ ميليونه ډالره لګښت راغی او ۴۲۹.۶ ميلونه ډالره بازار يې وکړ

سرچینۍ سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Cast Away (2000)". Box Office Mojo. January 1, 2001. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)