غوره بېلګه

نبوت په الهي نړۍ ليد کې،پېغمبرانو ته د انسان اړتيا څرګنده ده .که هستي موخه لري او پخپل بهير کې سمه روانه وي؛نو انسان هم،چې د نړۍ يوه برخه ده،بايد څرګنده او له هر ډول تېروتنې پاکه لار ولري او که داسې نه وي؛نو نېکمرغه به نشي . په توکيز نړۍ ليد کې،چې نړۍ ته موخه نشته او انسان هم بې له پخوانۍ ونډې او طرح جوړ شوى او تر څه مودې وروسته به له منځه ولاړ شي؛نو په دې نړۍ ليد کې د نبوت خبره نوموتې نه ده .

د توحيد او نبوت اړيکه ددې خبرې رايادول اړين ګڼم،چې پنځګر غونډال پخپله پر پېغمبرانو او رسالت يې ژوندى لووی-ګواه دى؛ که پنځګر غونډال ته يوه لنډ کتنه وشي؛نو خداى د موجوداتو يوه اړتيا يې هم نه ده پرېښې؛د بېلګې په توګه:که ليدو ته يې سترګې ورکړي دي؛نو ساتلو ته يې باڼه او وريزي هم ورکړي،چې د رڼا ورننووتل اوډون کړي. د سترګو په ګوټ کې يې د اوښکو کڅوړې جوړې کړي،چې سترګه لمده وساتي؛ځکه د سترګې وچېدل، سترګه له منځه وړي او د همدې سترګې په ګوټ کې يې يو وړوکى سورى جوړ کړى،چې اضافي اوبه د پوزې له لارې ترې وباسي او که دواړه سوري نه وي ؛نو دا ټولې اوبه به مو پرمخ رابهېدې ! د سترګې ګاټي ته يې هومره حساسيت ورکړى،چې د پياوړي او کمزورې رڼا پر وړاندې پخپله تنګ او پراخېږي،چې رڼا تنظيم شي او سترګه زيان و نه ويني.د سترګې شاوخوا ته يې ډول ډول عضلات جوړ کړي،چې بې د سر له تاوولو خپله شاوخوا بې له کومې ستونزې وويني؛نو پخپله ووياست، خداى چې د بشر دا ټولې غوښتنې چمتو کړي؛نو ايا بشر به له يوه ډاډمن مشره بې برخې کړي،چې له وحې سره اړيکه لري ؟! د هېواد مشهور فيلسوف "ابوعلي سينا بلخي" پخپل مشهور کتاب "شفا" کې ليکلي:

  • د الهي پېغمبرانو راتګ ته د انسان اړتيا تر بڼو،وېښتانو او وريزو ډېره ده ؛نو (ناشونې ده)،چې خداى هغه راکړي او دا را نه کړي . *