غوث خيبري

افغان اديب، ژورنالېست او ليکوال

غوث خيبري (۱۳۱۲ ل.) (انگرېزي: Ghaus Khaibari) يو افغان ليکوال او د راډيو افغانستان د پښتونستان د خپرونې او د هند د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې پخوانی وياند دی. هغه د کيسو گڼ شمېر کتابونه ليکلي او همداراز يې د مستندو تاریخي کيسو هم يو شمېر کتابونه چاپ شوي.

غوث خيبري
غوث خيبري
غوث خيبري

مخينه سمول

نوموړی د پاينده گل خان زوی او د شيخ عبدالرحمن لمسی دی چې په ۱۳۱۲ ل. هـ کال کې د ننگرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د سنگر سرای په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړی د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کالونو کې له افغانستان نه وتلی او د نورو افغاني کډوالو پشان کډوال شوی دی چې دم مهال د جرمني په هېواد کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

مدني حالت سمول

ښاغلی خيبري متحل دی او دوه زامن او څلور لوڼې لري. زامنو يې په هند او المان کې لوړې زده کړې کړي دي او په لوڼو کې يې درېو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او يوې يې د ښوونې او روزنې پوهنځی لوستی او بريليکونه يې تر لاسه کړي دي.

ځانگړي وړتوبونه سمول

غوث خيبري د پښتو او دري ژبو تر څنگ په اردو او انگرېزي ژبو هم پوهېږي. هغه د افغانستان په دواړو رسمي ژبو (پښتو او پارسي) گڼ شمېر کتابونه کښلي.

زده کړې سمول

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل ټاټوبي په لومړني ښوونځي کې کړي او منځوۍ زده کړې يې په کابل کې تر ۱۲ ټولگي سر ته رسولي. بيا د لوړو زده کړو لپاره هند ته تللی او هلته يې د ډهلي پوهنتون کې د هنرونو په څانگه کې خپل د لېسانس بريليک لاس ته راوړی.

دندې سمول

لومړنۍ رسمي دولتي دنده يې په ۱۳۳۸ ل. کال کې په افغانستان کې پيل کړه او په همدې کال کې د کابل راډيو د پښتون غږ د راډيويي مجلې د مدير په توگه يې دنده سر ته رسولې. په هغه مهال د کابل راډيو نوم په افغانستان راډيو نه ؤ اړول شوی او د پښتون غږ مجله د کابل راډيو يو خپرندويه اورگان ؤ.

ښاغلی خيبري نيژدې اوه کاله په هند کې د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې وياند او د تاريخي ادبي مقالو ليکوال پاتې شوی. په دولتي چارو کې يې د لومړۍ رتبې نه پورته د مافوق رتبې او خارج رتبې پورې په لوړو دندو، له کورناستۍ (تقاعد) پرته خپلې چارې پرمخ بېولي دي. د هغه په نورو رسمي دندو کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د پراختيا د رياست د مرستيالۍ دنده، د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور د آمر او د ننگرهار د ورځپاڼې مسؤل مدير، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د آمر او د طلوع افغان د ورځپاڼې مسؤل مدير، د جمهوريت د ورځپاڼې د تدقيق مدير او د پښتو سرمقالو او فيچرونو ليکوال، د راډيو افغانستان د پښتونستان د اووه ساعته خپرونې د چلولو مسؤل، همدا رنگه د راډيو افغانستان د پښتونستان د خپرونې، د دې خپرونې د تاريخي، سياسي مقالو د ليکلو او خپرولو مسؤليت او دنده يې هم سر ته رسولې.

د ليکوالۍ ژوند سمول

چاپ شوي آثار سمول

  1. لکه های خون - د تاريخي لنډو کيسو ټولگه (د استعمار په ضد د پښتنو مبارزې)
  2. طوفانها - تاريخي ناول (د استعمار په ضد د پښتنو مبارزې) - چاپکال ۱۳۴۰ هـ. ل
  3. تفنگداران خيبر - تاريخي ناول (د انگرېزانو پر ضد د پښتنو مبارزې)
  4. ديوانه - عشقي ټولنيز ناول
  5. د اور لمبې - تاريخي ناول - چاپکال ۱۳۳۵ هـ. ل
  6. ابدالي توره - تاريخي ناول (په هند کې د ستر احمد شاه بابا د جگړو يوه گوښه)
  7. اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر - تاريخي ناول (د سکندر سره د يوې پښتنې اتلې جگړه)
  8. هغه وژړل - د تاريخي لنډو کيسو ټولگه
  9. پردېس - د کډوالو د ژوند يو انځور (د لنډو کيسو ټولگه)
  10. د کندهار ناوې - تاريخي ناول (د انگرېزي ښکېلاک په ضد د يوې پښتنې جگړه)
  11. د گوگا منډه لېوان - د لنډو کيسو ټولگه
  12. پاکه وينه - تاريخي ناول (په هند کې د لودي پښتنو په اړه دی)
  13. قهرمان ميميرد - تاريخي ناول (د برتانيوي ښکېلاک په ضد د پښتنو مبارزه)
  14. د مرگ سندره - تاريخي ناول (د برتانيوي ښکېلاک په ضد د پښتنو مبارزه)
  15. لوی افغان شېرشاه سوري - تاريخي څېړنيز اثر
  16. د تيراه جگړه - تاريخي څېړنيز اثر (د انگرېزانو سره د پښتنو جگړې)
  17. سياسي دايرةالمعارف (پوهنغونډ) - ژباړه
  18. نوميالي افغانان يا د هند په تاريخ او مدنيت کې د افغانانو برخه - تاريخي څېړنيز اثر
  19. په افغانستان کې توپان - تاريخي سياسي څېړنيز اثر (په افغانستان کې د سياسي تاريخي پېښو بهير)
  20. پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې - تاريخي سياسي څېړنيز اثر
  21. پښتانه د برهما، زردښت، بودا او اسلام په پېرونو کې - پوهنيز سياسي اثر
  22. پښتانه د افغانستان په افسانوي داستاني تاريخ کې - تاريخي سياسي څېړنيز اثر
  23. پښتانه د آريانا په کيسو کې - تاريخي څېړنې او گروېږنې - چاپکال ۲۰۰۹ ز.
  24. جيبي سياسي دايرة المعارف - د پښتو د پراختيا د رياست لخوا چاپ شوې. (د شهامت په مستعار نوم يې خپور کړی)
  25. پښتانه د ايران د پاچايۍ پر تخت - د دانش خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوی - چاپکال ۲۰۱۱ ز [۱].

ناچاپه آثار سمول

  1. د هند يادښتونه - تاريخي، سياسي، ټولنيز او څېړنيز اثر
  2. د آزادۍ سندره - د ادبي ټوټو ژباړه

لاسته راوړنې سمول

سفرونه سمول

باندنۍ تړنې سمول

سرچينې سمول

  1. د دانش خپرندويې ټولنې وېبپاڼه - د نوو کتابونو خبرتياوې[مړه لينکونه]