غلط معلومات خپرول (ګمراه کول)

ګمراه کول یا غلط معلومات خپرول، د پروپاګند یا تبلیغاتو یوه برخه ده، چې په کې غلط معلومات په قصدي ډول خپرېږي او دې کارته، تور تبلیغات (black propaganda) ویل کېږي. ځینې وختونه د ناسمو معلوماتو (misinformation) سره ګډوډېږي، چې غلط دي، خو قصدي نه دي.[۱][۲][۳][۴]

انګلیسي کلمه یې disinformation د dis مختاړي او information له یوځای کېدو جوړ دی، چې معنا یې "د معلوماتو بېرته راګرځول او یا هم لرې کول" دي. دغه کلیمه چې ډېره کمه کارېدونکې ده، په دې معنا لږ تر لږه، په ۱۸۸۷ ز کال کې په چاپي ډول څرګنده شوه. یو شمېر استدلال کوي چې، دا د روسي dezinformatsiya څخه په پور ژباړه ده، چې د KGB د تورو تبلیغاتو د یوې برخې له سرلیک نه اخیستل شوې ده. فراري آیون میهای پسیپا (Ion Mihai Pacepa) ادعا کړې ده چې، دا اصطلاح جوزف ستالین جوړه کړې وه، خو د فرانسوي عنوان په ورکولو یې هڅه کړې ده چې وښيي، لویدیځه رېښه لري. روسي ګټنه ترې په ۱۹۲۳ ز کال کې "دغلطو معلوماتو خپرولو د ځانګړي دفتر" په جوړېدوسره پیل شوه. غلط معلومات، د شوروي اتحاد په لوی پوهنغونډ (۱۹۵۲ ز کال) کې "د غلطو معلوماتو خپرول د عامه افکارو د غولولو په موخه" تعریف شوي دي. INFEKTION عملیات، په عامه افکارو د اغېز په موخه، د شوري اتحاد د غلطو معلوماتو خپرولو عملیات و، څو وښيي چې، د امریکا متحده ایالاتو ایډز ناروغي جوړه کړې ده. د امریکا متحده ایالاتو، تر ۱۹۸۰ز کال پورې، تر هغه مهاله چې یو ناسم(غلط) سند خپور شو، چې د امریکا متحده ایالات، له اپاراتاید څخه ملاتړ کوي؛ د دغو تبلیغاتو پر ضد فعال تبلیغات ونه شو کړای.[۵][۶][۷][۸][۹][۱][۲][۳][۴][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په انګلیسي ویي پانګو او لغتامو(ډیکشنریانو) کې تر ۱۹۳۹ ز کال پورې، د disinformation کلیمه نه وه کارېدلې. په انګلیسي کې یې کارېدنه، هغه وخت زیاته شوه چې، په ۱۹۸۶ ز کال کې د لیبیايي مشرمعمر القذافي پر ضد د ریګان د ادارې ناسم معلومات افشا شول. تر ۱۹۹۰ ز کال پورې یې، د امریکا په سیاست کې ځای وموند او له ۲۰۰۱ ز کال وروسته، په عام ډول دروغ ویلو او تبلیغاتو ته اړونده شوه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

رېښه موندنه او لومړنۍ ګټنه سمول

د disinformation (غلطو معلوماتو خپرول) انګلیسي کلیمه، د روسي ژبې د дезинформация یا dezinformatsiya ژباړه ده. په داسې حال کې چې ناسم معلومات(misinformation) د تېروتنو له مخې وي، خو غلط معلومات خپرول بیا یوه قصدي چاره ده چې، د یو طراح له خوا خپرېږي. هغه مهال چې غلط معلومات په قصدي ډول خپرېږي، له ناسمو معلوماتو څخه د غلطو معلوماتو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي. له دغه تخنیک څخه د تاریخ په اوږدو کې کار اخیستل شوی دی، د بېلګې په توګه: د رومیانو او فارسیانو ترمنځ د اوږدو جګړو پر مهال، د ګینداروس د غره په جګړه، د تلفیس – اولاریا په جګړه او په فارس باندې د هرایکلوس په برید کې کارول شوي دي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

غلط معلومات، تر ډېره د دولتي استخباراتي سازمانونو له خوا کارول کېږي، خو یو شمېر نا دولتي سازمانونه او سوداګریز شرکتونه هم ترې ګټنه کوي.د روسي تاکتیکي وسلې په توګه د دغې اصطلاح کارونه، په ۱۹۲۳ ز کال کې هغه مهال پیل شوه، کله چې د KGB مخکینۍ ادارې یا د دولتي سیاسي استخباراتو ((GPU مشر جوزیف اونزلېخت (Józef Unszlicht) " داستخباراتي عملیاتو لپاره د غلطو معلوماتو خپرولو د ځانګړي دفتر" د جوړېدو غوښتنه وکړه. GPU په شوروي اتحاد کې لومړنۍ اداره وه چې، د ناسمو معلوماتو اصطلاح یې، د خپلو استخباراتي تاکتیکونو لپاره وکاروله. ویلیام سفایر (William Safire) په ۱۹۹۳ ز کال کې، په خپل کتاب Quoth the Maven کې لیکلي دي چې: غلط معلومات، د KGB د بنسټګرې ادارې له خوا " د یوه هېواد په استخباراتي سیستم کې د معتبرو،مګر ګمراه کوونکو معلوماتو د ورګډولو" د څرګندولو لپاره وکارول شول. له دې ځایه وروسته، د غلطو معلوماتو خپرول، د شوروي اتحاد په سیاسي جګړه کې د فعالو تدبیرونو (active measures) تر نامه لاندې، په یوه تاکتیک بدل شول.  فعال تدبیرونه، د شوروي استخباراتي ستراتیژي مهمه برخه وه، چې د نفوذي عملیاتو په توګه په کې جعل، له منځه وړل (subversion) او په رسنیو کې لاسوهنه شاملېده. د ۲۰۰۳ ز کال Propaganda and Mass Persuasion  په پوهنغونډ کې راغلي دي چې: د disinformation اصطلاح، له روسي ژبې dezinformatsia اخیستل شوې هغه اصطلاح ده چې، د A سرویس په نوم د روسیې د تورو تبلیغاتو د برخې فعالو تدبیرونو ته اشاره کوي. دغه اصطلاح، په ۱۹۳۹ ز کال کې "د جرمني د غلطو معلوماتو د خپرولو ادارې" (German Disinformation Service) له خوا وکارول شوه. د مریم ویبسټر د نړیوالو تاریخونو د نوي کتاب د ۱۹۹۱ ز کال په نسخه کې، د disinformation اصطلاح، د روسي ژبې د dezinformatsiya د احتمالي ژباړې په توګه تعریف شوې ده. په دغه قاموس کې یادونه شوې ده چې، کېدای شي، د دغې اصطلاح روسي او انګلیسي دواړه ډولونه، په یوه وخت کې، په خپلواکه او موازي توګه وده کړې وي. [۲۵][۲۶][۲۷]

د رومانیا د استخباراتي پولیسو پخوانی لوړ پوړی چارواکی آیون میهای پسیپا وايي چې: دغه کلیمه د جوزف ستالین له خوا جوړه شوې او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال کارېدلې ده. ستالیني دولت، وروسته له هغه د غلطو معلوماتو د خپرولو له تکتیکونو څخه په دویمه نړیواله جګړه او سړې جګړې دواړو کې کار واخیست. پیسیپا او رونالډ جی ریچلاک، د غلطو معلوماتو د خپرولو تر سرلیک لاندې په خپل کتاب کې لیکلي دي چې: ستالین دغه تاکتیک ته فرانسوي عنوان ورکړ، څو چل ول وکړي او دا وښیي چې، دغه تخنیک د لویدیځې نړۍ له خوا کارول کېږي.[۲۸][۲۹]

له ۲۰۰۰ ز کال وروسته، د روسیې له خوا د غلطو معلوماتو خپرول سمول

د شوروي اتحاد له شیندل کېدو(تجزیې او پاشل کېدو) وروسته، د غلطو معلوماتو خپرول، د روسیې په نظامي دوکترینو کې یو له کلیدي تاکتیکونو څخه وګرځېد. روسیې له ۱۹ مې پېړۍ وروسته، د غلطو اطلاعاتو د خپرولو له عملیاتو کار واخیست.[۳۰][۳۱]

د یووېشتمې پېړۍ په پیل کې اروپایي اتحادیې او ناټو دواړو، د روسیې له خوا د غلطو معلوماتو خپرول، د یوې ستونزې په توګه وګڼل او د درواغو او غلطو معلوماتو د ارزونې او تجزیې په موخه یې ځانګړي واحدونه رامنځته کړل. ناټو د ۲۰۱۵ ز کال په مارچ میاشت کې، د دولتونو د مشرانو په هوکړه، د غلطو معلوماتو خپرولو په موخه د ځواب ویلو یو ساده مرکز په لیتوانیا کې جوړ کړ او اروپایي اتحادیې ته یې اجازه وکړه چې، د اروپایي بهرنیو چارو ځانګړې اداره East Stratcom Task Force جوړه کړي، چې خپل اونیز راپورونه، د "EU vs Disinfo" په ویب پاڼه کې خپروي. دغې ویب پاڼې او د هغو همکارانو، د ۲۰۱۵ ز کال له سپتمبر نه، د ۲۰۱۷ ز کال تر نومبر پورې، د غلطو معلوماتو د خپرولو کرېملن پلوه ۳۵۰۰ مورده پیدا او افشا کړي دي.[۳۲][۳۳]

په ورته مهال، کې روسیې له خپل تلویزیون RT (چې پخوا د نن روسیې یا Russia Today په نوم پېژندل کېده) او سپوټنیک خبري اژانس څخه ګټنه وکړه. هغه مهال چې د سویډن د امنیتي خدمتونو، د ۲۰۱۶ ز کال کلنی راپور یې د غلطو معلوماتو پر بنسټ تشرېح کاوه، سویډني استازي ویلیام اونجی څرګنده کړه چې: "موږ په انټرنټي څرخ کې، د پروپاګند او د RT او سپوټنیک شبکو په څېر رسنیو له خوا، د غلطو معلوماتو د خپرولو اړوند په هرڅه پوهېږو". RT او سپوټنیک د دې لپاره جوړ شوي، چې له لویدیځو معیارونو نه په کار اخیستوسره، په لویدیځو مخاطبینو تمرکز ولري او RT هڅه کوي، څو وښيي چې، ستونزې په څه ډول، د لویدیځو هېوادونو د تېروتنو له امله رامنځته کېږي.[۳۴] [۳۵][۳۶]

په ۲۰۱۰ مه ز لسیزه کې، هغه مهال چې ټولنیزو رسنیو شهرت وموند، روسیې د فیسبوک، ټوېټر او یوتیوب په څېر نورو ټولنیزو رسنیو څخه د غلطو معلوماتو په خپرولو کې کار واخیست. د روسيې انټرنټي تشکیلاتو او روبوټونو، چې په عمومي ډول د روسیې د انټرنټي څېړنو د ایجنسي (Internet Research Agency) له خوا کنټرول کېږي، د ټولنیزو رسنیو له دغو چینلونو نه په عامه توګه، د غلطو معلوماتو د خپرولو په برخه کې کار اخیست. د ۲۰۱۷ ز کال په وروستیو کې، فیسبوک باور درلود چې، ۱۲۶ میلیونه کارونکو یې، د روسیي د غلطو معلوماتو خپرول، په خپلو پاڼو کې لیدلي دي. ټوېټر څرګنده کړه چې: موندلې یې ده چې ۳۶ زره روسي روبوټونو، د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو اړوند ټویټونه خپاره کړي دي. په نورو ځایونو کې، روسیې له ټولنیزو رسنیو نه د شوروي اتحاد د پخوانیو دولتونو، لکه: اوکراین او د لویدیځو هېوادونو، لکه: فرانسې او هسپانیې په بې ثباتۍ کې کار اخیستي دی.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ۲۰۲۰ زکال د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، د روسیې IRA د غلطو معلوماتو د خپرولو په موخه، له پرمختللو تکتیکونو کار واخیست. ښایي چې دا کار به  یې، د ټولنیزو رسنیو د کشف له میکانیزم نه د تېښتې په موخه تر سره کړی وي،څو IRA د بشري حقونو په برخه کې، د یوې ګانايي نادولتي مؤسسې فعالین، په امریکا کې د تورپوستو ټولنو د نښه کولو په موخه استعمال کړي. [۴۱][۴۲][۴۳]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Ion Mihai Pacepa and Ronald J. Rychlak (2013), Disinformation: Former Spy Chief Reveals Secret Strategies for Undermining Freedom, Attacking Religion, and Promoting Terrorism, WND Books, د کتاب پاڼي 4–6, 34–39, 75, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-936488-60-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bittman, Ladislav (1985), The KGB and Soviet Disinformation: An Insider's View, Pergamon-Brassey's, د کتاب پاڼي 49–50, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-031572-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Shultz, Richard H.; Godson, Roy (1984), Dezinformatsia: Active Measures in Soviet Strategy, Pergamon-Brassey's, د کتاب پاڼي 37–38, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-031573-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Ireton, C & Posetti, J (2018) "Journalism, fake news & disinformation: handbook for journalism education and training" UNESCO: https://unesdoc.unesco.org/ark:/48223/pf0000265552
  5. (په 1887-02-17 باندې). Early use of the word "disinformation" (1887). Medicine Lodge Cresset.
  6. (په 1892-08-18 باندې). Professor Young on Mars and disinformation (1892). The Salt Lake Herald.
  7. (په 1907-09-26 باندې). Pure nonsense (early use of the word disinformation) (1907). The San Bernardino County Sun.
  8. (په 1917-12-18 باندې). Support for Red Cross helps U.S. boys abroad, Rotary Club is told (1917). The Sheboygan Press.
  9. Garth Jowett; Victoria O'Donnell (2005), "What Is Propaganda, and How Does It Differ From Persuasion?", Propaganda and Persuasion, Sage Publications, د کتاب پاڼي 21–23, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-0898-6, In fact, the word disinformation is a cognate for the Russian dezinformatsia, taken from the name of a division of the KGB devoted to black propaganda. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Taylor, Adam (26 November 2016), "Before 'fake news,' there was Soviet 'disinformation'", The Washington Post, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. United States Department of State (1987), Soviet Influence Activities: A Report on Active Measures and Propaganda, 1986–87, Washington D.C.: Bureau of Public Affairs, د کتاب پاڼي 34–35, 39, 42 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Waller, J. Michael (2009), Strategic Influence: Public Diplomacy, Counterpropaganda, and Political Warfare, Institute of World Politics Press, د کتاب پاڼي 159–161, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9792236-4-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Martin J. Manning; Herbert Romerstein (2004), "Disinformation", Historical Dictionary of American Propaganda, Greenwood, د کتاب پاڼي 82–83, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-29605-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Time Traveler by Merriam-Webster: Words from 1939". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ion Mihai Pacepa and Ronald J. Rychlak (2013), Disinformation: Former Spy Chief Reveals Secret Strategies for Undermining Freedom, Attacking Religion, and Promoting Terrorism, WND Books, د کتاب پاڼي 4–6, 34–39, 75, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-936488-60-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bittman, Ladislav (1985), The KGB and Soviet Disinformation: An Insider's View, Pergamon-Brassey's, د کتاب پاڼي 49–50, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-031572-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Biagi, Shirley (2014), "Disinformation", Media/Impact: An Introduction to Mass Media, Cengage Learning, د کتاب پاڼې 328, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-133-31138-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Martin, David (1990), The Web of Disinformation: Churchill's Yugoslav Blunder, Harcourt Brace Jovanovich, د کتاب پاڼې xx, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-15-180704-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Barton, Geoff (2001), Developing Media Skills, Heinemann, د کتاب پاڼې 124, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-435-10960-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Cunningham, Stanley B. (2002), "Disinformation (Russian: dezinformatsiya)", The Idea of Propaganda: A Reconstruction, Praeger, د کتاب پاڼي 67–68, 110, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-97445-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bittman, Ladislav (1985), The KGB and Soviet Disinformation: An Insider's View, Pergamon-Brassey's, د کتاب پاڼي 49–50, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-031572-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Taylor, Adam (26 November 2016), "Before 'fake news,' there was Soviet 'disinformation'", The Washington Post, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ion Mihai Pacepa and Ronald J. Rychlak (2013), Disinformation: Former Spy Chief Reveals Secret Strategies for Undermining Freedom, Attacking Religion, and Promoting Terrorism, WND Books, د کتاب پاڼي 4–6, 34–39, 75, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-936488-60-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Golbeck, Jennifer, المحرر (2008), Computing with Social Trust, Springer, د کتاب پاڼي 19–20, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84800-355-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Goldman, Jan (2006), "Disinformation", Words of Intelligence: A Dictionary, Scarecrow Press, د کتاب پاڼې 43, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-5641-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Samier, Eugene A. (2014), Secrecy and Tradecraft in Educational Administration: The Covert Side of Educational Life, Routledge, د کتاب پاڼې 176, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-81681-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Tandoc, Edson C; Lim, Darren; Ling, Rich (2019-08-07). "Diffusion of disinformation: How social media users respond to fake news and why". Journalism (په انګلیسي ژبه کي). 21 (3): 381–398. doi:10.1177/1464884919868325. ISSN 1464-8849. S2CID 202281476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Senn, Ann (1995), Open Systems for Better Business: Something Ventured, Something Gained, Van Nostrand Reinhold, د کتاب پاڼې 25, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-442-01911-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Ostrovsky, Arkady (5 August 2016), "For Putin, Disinformation Is Power", The New York Times, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. MacFarquharaug, Neil (28 August 2016), "A Powerful Russian Weapon: The Spread of False Stories", The New York Times, د کتاب پاڼې A1, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 2021-05-01 باندې). Fake news is not new: Russia's 19th-century disinformation experiment. OUPblog.
  32. Anne Applebaum; Edward Lucas (6 May 2016), "The danger of Russian disinformation", The Washington Post, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "EU vs Disinfo". EU vs Disinfo. European External Action Service East Stratcom Task Force. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. MacFarquharaug, Neil (28 August 2016), "A Powerful Russian Weapon: The Spread of False Stories", The New York Times, د کتاب پاڼې A1, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Russian state-sponsored media and disinformation on Twitter". ZOiS Spotlight. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. کينډۍ:Cite document
  37. Ajir, Media; Vailliant, Bethany (2018). "Russian Information Warfare: Implications for Deterrence Theory". Strategic Studies Quarterly. 12 (3): 70–89. ISSN 1936-1815. JSTOR 26481910. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 2017-10-30 باندې). Facebook says 126 million Americans may have seen Russia-linked political posts. Reuters.
  39. . Russia Using Disinformation To 'Sow Discord In West,' Britain's Prime Minister Says. NPR.org.
  40. . How Russia's Disinformation Campaign Could Extend Its Tentacles. NPR.org.
  41. "IRA in Ghana: Double Deceit". graphika.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. . Facebook removes Russian networks tied to intelligence services that interfered in the U.S. in 2016. Washington Post.
  43. . Facebook takes down Russian operation that recruited U.S. journalists, amid rising concerns about election misinformation. Washington Post.