غلا په پټه توگه له خوندي ځای او یا له ساتونکې څخه د بل چا مال اخستل دي. پدې شرط چې نصاب ته ورسیږي چې له لس شرعي روپیو څخه عبارت دي.[۱] په پورته نصاب باندې په یو حدیث کښې صراحت هم شوې دی، نبي (ص) فرمایلي دي ((لا قطع فیما دون عشرة دراهم)) یعنې: د لسو درهموڅخه په کم مقدار کښې دلاس قطعه نشته.[۲] هغه غلا چې شرعي غلا ده، داسې تعریف کیږي چې څوک محروز (ساتل شوې ) پردې مال مال په پټه سره واخلي نو دا کار په شرع کښې د غلا په نامه یادیږي.[۳] ب: د غلا شرعي حکم: د الله تعالی په کتاب ، نبوي سنتو او د امت په اتفاق سره حرامه ده الله تعالی فرمایلي دي (والسارق والسارقة فاقطعوا ایدیهما جزاء بما کسابا نکالا من الله والله عزیزحکیم (المائدة۳۸) یعنې:او غل که ښځه وي او که نارینه د دوی لاسونه پریکړئ دادهغو د خپلې گټې بدله ده اودالله له لوری د عبرت وړ سزا ده الله پرټولو غالب دی اوهغه د پوهې او حکمت څښتن دی . همدا رنگه نبي (ص) په یو حدیث کې ویلي دي (لعن الله السارق یسرق البیضة فتقطع یده) ععنې الله تعالی دې په هغه غله لعنت وکړي چې د هگۍ په غلا لاس پورې کړي او بیا یې لاس غوڅ کړی شي .[۴] همدارنگه هغه ټولنه چې په هغې کې لسگونه چپاولگر،دغلاگرو بانډونه او ظالم وگړي وجود لري د دغې ټولنې حالت به څنگه وي؟ په دغه شان ټولنه کې هغه څوک چې کار کوي د خپل کار له ثمرې څخه نه برخمن کیږي او یو شمیر کسان چې هیڅ کار نه کوي د نورو د زیار او کار میوه په جیبونو کې اچوي.[۵]

سرچینې

سمول
  1. ( د اسلامي اقتصاد اساسات-۱۷۷)
  2. (عزیزالتفاسیر–ایت۳۸-صفحه۵۵۹- جلد-۳)
  3. (عزیزالتفاسیر–ایت ۳۸-صفحه-۵۵۷-جلد-۳)
  4. (د اسلامي اقتصاد اساسات -۱۷۷-۱۷۸)
  5. (اسلام د فطرت دین-۱۲۴)