غلام نبي عشقري د دري گړدود يو وتلی صوفي شاعر ؤ .

دوتنه:Ashqari.jpg
غلام نبي عشقري
غلام نبي عشقري

مخينه

دی په کال ۱۲۷۱ هـ لمريز کې د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې چې څلوېښت تنه سيمه ( چهل تن) نومېږي هلته زېږېدلی . صوفي عشقري د پاړسۍ ژبې يو تصووفي شاعر و . دی ښايي چې د مولانا جلال الدين بلخي له شعري ځېل څخه اغېزمن شوی وي . همدا رنگه ېې ډېری اشعار په مينې څرخي راڅرخي . دده ډېری شعرونه د دري ژبو سندرغاړو لخوا په سندرو کې ويل شوي دي . صوفي عشقري په يوې بزگرې کورنۍ پورې تړاؤ درلود . دی پخپل ژوند کې ډېر فقير او خدای دوسته پاتې شوی . له ځوانۍ څخه ېې شعرونه ويل ، د پلاره ورته دوکانداري پاتې وه او خپل ورځينی ژوند ېې پرې تېراوه . دده مينه له پيسو ، او دولت سره نه وه تل ېې د قناعت خبرې په شعرونو کې څرگندېږي .

مړينه

صوفي غلام نبي عشقري د لړم په مياشت کې کال ۱۳۵۸ لمريز کې لدې فاني نړۍ څخه وکوچېد .