غلامي په افریقا کې
له تاریخي اړخه په افریقا کې غلامي ډېره ده. په لرغونې زمانه کې د غلامۍ او غلام ساتنې سیستمونه د افریقا په ځینو برخو کې عام وو، لکه څنګه چې د لرغونې نړۍ په ډېرو برخو کې وو. کله چې له افریقا ور هاخوا د غلامانو سوداګري، د هند سمندر د غلامانو سوداګري او د اطلس د غلامانو سوداګري (چې په ۱۶ پیړۍ کې پیل شوه) پیل شوه، ډېرو د پخوانیو سیمه ییزوافریقايي غلامانو سیستمونه له افریقا بهرد غلام بازارونو لپاره د بندیانو رسول پیل کړل. غلامي تراوسه هم د غیرقانوني کېدو سربېره په معاصره افریقا کې عملي کیږي.[۱][۲][۳][۴]
د افریقا غلامي په اړونده لیکنو کې په بومي غلامۍ او صادراتي غلامۍ طبقه بندي شوې، په دې پورې اړه لري چې ایا غلامان د وچې هاخوا معامله شوي که نه. غلامي په تاریخي افریقا کې په مختلفو بڼو ترسره شوې: د پور غلامي، د جنګی بندیانو غلامي، پوځي غلامي، د فحشا لپاره غلامي او د مجرمینو غلامي ټولې د افریقا په بېلابېلو برخو کې ترسره کېدې. په ټوله افریقا کې غلامي د کورني او درباري مقاصد لپاره رواج وه. همدارنګه د کښت غلامي په ځانګړې توګه د افریقا په ختیځ ساحل او د لوېدیځې افریقا په ځینو برخو کې واقع شوه. د کورني کښت د غلامۍ اهمیت د ۱۹ پېړۍ په اوږدو کې د اتلانتیک غلامانو د سوداګرۍ لغو کولو له امله زیات شو. ډیرو افریقایي هیوادونو چې د غلامانو په نړیواله سوداګرۍ پورې تړلي وو خپل اقتصاد یې د قانوني سوداګرۍ په لور چې د غلام کارګرانو له خوا ترسره کېده، متوجه کړ.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د غلامۍ بڼې
سمولد غلامۍ او غلام سانتې ډېرې بڼې د افریقا تاریخ په اوږدو کې موجودې وې او د غلامۍ د داخلي دودونو او همدارنګه د غلامۍ د رومي بنسټ (او د غلامۍ په اړه د عیسویانو وروستي نظرونه)، د مسلمانو غلامانو د سوداګرۍ له لارې د غلامۍ اسلامي بنسټونو او بالاخره د اتلانتیک غلامانو سوداګرۍ له خوا جوړې شوې وې. غلامي د ډېرو پېړیو لپاره د افریقایي ټولنو د اقتصادي جوړښت یوه برخه وه که څه هم کچې یې توپیر درلود. ابن بطوطه چې د مالي له لرغوني پاچاهۍ څخه د څوارلسمې پېړۍ په نیمایي کې لیدنه وکړه، وايي چې د سیمې اوسیدونکو د خپلو غلامانو او نوکرانو په شمېر کې یو له بل سره سیالي کوله او په خپله هغه ته یو غلام هلک د "میلمه پالنې ډالۍ" په توګه ورکړل شوی وو. د غلامانو اړیکې په سویلي سهارا افریقا کې اکثراً پېچلې وې، هغه حقونه او ازادۍ چې په غلامۍ او د پلور او چلند په محدودیتونه کې موجودې وې د بادارانو له خوا اشخاصو ته ورکړل شوې وې. ډېرو ټولنو د غلامانو مختلفو ډولونو تر منځ درجه بندي درلوده: د بېلګې په توګه، د هغو کسانو ترمنځ توپیر کول چې په غلامۍ کې زېږېدلي وو له هغه کسانو سره چې د جګړې له لارې نیول شوي وو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د غلامۍ بڼې په افریقا کې د خپلو له جوړښتونو سره نږدې تړاو درلود. په ډېرو افریقایي ټولنو کې چې ځمکه ملکیت نه کېده د افرادو غلامي د یوې وسیلې په توګه کارول کېده څو یو شخص خپل نفوذ زیات کړي او اړیکې پراخې کړي. دې کار غلامان د بادار د نسب یوه دایمي برخه جوړه کړه او د غلامانو ماشومانو کولی شول د لویو کورنیو پیوندونو سره نږدې اړیکې پيدا کړي. د غلامانو اولادونه چې په کورنیو کې زېږېدلي وو، د بادار د خپلوۍ په ډله کې مدغم کېدلای شول او په ټولنه کې لوړو مقامونو ته حتی په ځینو مواردو کې د رئیس تر کچې پورې رسېدل.[۱۸][۱۹][۲۰]
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ Jennings, Justin (2010), "But Were They Really Global Cultures?", Globalizations and the Ancient World, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 121–142, doi:10.1017/cbo9780511778445.007, ISBN 978-0-511-77844-5
- ↑ "The slave trade in the eighteenth century", Senegambia and the Atlantic Slave Trade, Cambridge University Press, pp. 61–80, 1997-12-13, doi:10.1017/cbo9780511584084.009, ISBN 978-0-521-59226-0
- ↑ "The Atlantic Slave Trade in the Century of Abolition", The Atlantic Slave Trade from West Central Africa, 1780–1867, Cambridge University Press, pp. 16–37, 2017-06-26, doi:10.1017/9781316771501.003, ISBN 978-1-316-77150-1
- ↑ Lovejoy, Paul E. (2012). Transformations of Slavery: A History of Slavery in Africa. London: Cambridge University Press.
- ↑ Dirk Bezemer, Jutta Bolt, Robert Lensink, "Slavery, Statehood and Economic Development in Sub-Saharan Africa", AFRICAN ECONOMIC HISTORY WORKING PAPER SERIES, No. 6/2012, p. 6
- ↑ Foner, Eric (2012). Give Me Liberty: An American History. New York: W. W. Norton & Company. p. 18.
- ↑ Moore, Sean D. (2019-02-28), "See Benezet's Account of Africa Throughout", Slavery and the Making of Early American Libraries, Oxford University Press, pp. 166–200, doi:10.1093/oso/9780198836377.003.0005, ISBN 978-0-19-883637-7
- ↑ Lovejoy, Paul E. (2011), "Slavery and "Legitimate Trade" on the West African Coast", Transformations in Slavery, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 160–184, doi:10.1017/cbo9781139014946.012, ISBN 978-1-139-01494-6
- ↑ Fernyhough, Timothy (1988). "Slavery and the Slave Trade in Southern Ethiopia in the 19th Century". Slavery & Abolition. 9 (3): 103–130. doi:10.1080/01440398808574965. ISSN 0144-039X.
- ↑ Austin, Gareth (1995-08-17), "Between abolition and Jihad: the Asante response to the ending of the Atlantic slave trade, 1807–1896", From Slave Trade to 'Legitimate' Commerce, Cambridge University Press, pp. 93–118, doi:10.1017/cbo9780511523861.005, ISBN 978-0-521-48127-4
- ↑ David Eltis; Stanley L. Engerman; Seymour Drescher; David Richardson, eds. (2017). "Slavery in Africa, 1804-1936". New York: Cambridge University Press.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ Stilwell, Sean (2013), "Slavery in African History", Slavery and Slaving in African History, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 29–59, doi:10.1017/cbo9781139034999.003, ISBN 978-1-139-03499-9
- ↑ "Slavery, Slave Trade". doi:10.1163/1878-9781_ejiw_com_000524.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Painter, Nell Irvin; Berlin, Ira (2000). "Many Thousands Gone: The First Two Centuries of Slavery in North America". African American Review. 34 (3): 515. doi:10.2307/2901390. ISSN 1062-4783. JSTOR 2901390.
- ↑ Noel King (ed.), Ibn Battuta in Black Africa, Princeton 2005, p. 54.
- ↑ Fage, J.D. (1969). "Slavery and the Slave Trade in the Context of West African History". The Journal of African History. 10 (3): 393–404. doi:10.1017/s0021853700036343.
- ↑ Rodney, Walter (1966). "African Slavery and Other Forms of Social Oppression on the Upper Guinea Coast in the Context of the Atlantic Slave-Trade". The Journal of African History. 7 (3): 431–443. doi:10.1017/s0021853700006514. JSTOR 180112.
- ↑ McMahon, Elisabeth (2013), "Mitigating Vulnerability through Kinship", Slavery and Emancipation in Islamic East Africa, Cambridge: Cambridge University Press, pp. 193–230, doi:10.1017/cbo9781139198837.008, ISBN 978-1-139-19883-7
- ↑ Snell, Daniel C. (2011). "Slavery in the Ancient Near East". In Keith Bradley and Paul Cartledge (ed.). The Cambridge World History of Slavery. New York: Cambridge University Press. pp. 4–21.
- ↑ Gudmestad, Robert (2006-01-26). "Technology and the World the Slaves Made". History Compass. 4 (2): 373–383. doi:10.1111/j.1478-0542.2006.00313.x. ISSN 1478-0542.