غزنوۍ پښتو

غزنوۍ پښتو د پښتو ژبې يوه لهجه يا ګړدود دی چې په غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو کې پښتانه ورباندې خبرې کوي. دا لهجه له پکتياوالې پښتو سره نږدېوالی لري، د (ږ) او (ښ) تورې يې هم ځانګړي دي.

د کندهاري (ږ، ښ) پرخلاف د دې لهجې ږ او ښ تورې بل ډول تلفظ کېږي، «ږ» يې (غ) ته نږدېوالی او «ښ» يې د خ او ښ ترمېنځ يو ځانګړی تلفظ لري، لکه څنګه چې په پکتياوالې لهجې کې تلفظېږي. د پښتو ژبې د نورو لهجو په څېر دا هم يوه خوږه لهجه ده چې په ځانګړي ډول د «اتي» يا «زياتي»، زوی دي مړ نسېزه (زومکې) اصطلاحات پکې ډېر عام دي.

ځانګړتياوې

سمول

د معياري او رسمي پښتو سره يې پرتله او ځينې بېلګې يې پرلاندې ډول دي:

معياري پښتو:

سمول

هې هلکه، ډېرې خبرې مه کوه څو ځله درته ووایم؟

غزنوي پښتو:

سمول

هې زمکیه، ډېري خبري مکه څوړه درته ویایم؟

معياري پښتو:

سمول

مسکا ډېره ښه نجلۍ ده، زما خوښېږي.

غزنوي پښتو:

سمول

مسکا ډېره ښه چکۍ ده، زړه مي پې کېنستی.