عینیت یو فلسفی نظام دی چې د روس- امریکایی لیکوالې اېن رنډ له لوري وړاندې شو. رنډ په لومړي ځل په خپلو افسانو کې، په ځانګړې توګه د سر-چینه (۱۹۴۳) او اتلس اوږه پورته کړه (۱۹۵۷)، او وروسته په غیر افسانوي مقالو او کتابونو کې، عینیت څرګند کړ. لیونارد پیکوف، چې یو مسلکي فیلسوف او د رنډ معنوي وارث دی، وروسته یې یو غوره رسمي جوړښت ورکړ. رنډ د عینیت "د انسان مفهوم د یو اتل موجود په توګه، چې د خپل ژوند د اخلاقي موخې لپاره خوښي لري، د غوره فعالیت په توګه تولیدي لاسته راوړنې لري، او د خپل یوزاني مطلق لپاره استدلال لري" تعریف کړ. پیکوف عینیت د یو "تړلي سیسټم" په توګه د تر داسې یوې کچی مشخصوي چې د هغې "بنسټیز اصول" د رنډ له لوري ترتیب شوي او د بدلون تابع ندي. خو هغه وویل چې "نوي اغېزې، کارونې او الحاق تل کشف کېدای شي".[۱][۲][۳][۴][۵]

د عینیت اصلي اصول دا دي چې واقعیت د شعور څخه په خپلواکه توګه شتون لري، دا چې انسانان د احساس د درک له لارې له واقعیت سره مستقیم اړیکه لري (مستقیمه او غیر مستقیمه واقعیت پالنه وګورئ)، دا چې یو څوک کولای شي د درک د جوړښت او د قیاسي منطق د بهیر له لارې عیني پوهه ترلاسه کړي، دا چې د یو چا د ژوند غوره اخلاقي موخه هغه د خوشهالۍ تعقیب دی (عقلاني ځانپالنه وګورئ)، دا چې له دې اخلاقو سره سم یوازینی ټولنیز سیسټم هغه دی چې د هغو انفرادي حقونو لپاره بشپړ درناوی څرګندوي چې د آزاد اقتصاد په کپیتالیزم کې راوړل شوي دي، او دا چې  د هنر ونډه په انساني ژوند کې د واقعیت د ټاکلي تکثیر پر مټ د انسان میتافزیکي نظریات فزیکي بڼې ته واړوي - یعنې هنر - چې یو څوک پوهېدلای شي او هغه څه چې یو څوک ورته احساسي غبرګون وښودلای شي.  

یو محدود شمېر اکادمیک فیلسوفان د رنډ د فلسفې ملاتړ کوي، خو زیات نور یې له پامه غورځوي او یا یې ردوي. له دې سره، عینیت د فردي آزادۍ غوښتونکو او امریکایی محافظه کارانو ترمنځ د پام وړ نفوذ لري. د عینیت خوځښت چې رنډ یې تاسیس کړ، هڅه کوي چې د نوموړې نظرونه خلکو ته او په عملي چاپېریال کې خپاره کړي.[۶][۷][۸]

فلسفه سمول

په اصل کې رنډ خپل فلسفي نظریات په خپلو ناولونو کې - په ځانګړې توګه، سر-چینه او اطلس اوږه پورته کړه کې څرګند کړل. نوموړي نور توضیحات په خپلو مجلو او ژورنالونو کې لکه The Objectivist Newsletter, The Objectivist او The Ayn Rand Letter   او په غیر افسانوي کتابونو لکه د عینیت پېژندنې مبادي (Introduction to Objectivist Epistemology ) او د ځانخوښۍ ښېګڼه (The Virtue of Selfishness) کې ورکړي.[۹]

د "Objectivism" اسم له داسې اند څخه اخیستل شوی چې د انسان پوهه او ارزښتونه عیني (objective) یا حقیقي دي: یعنې دوی شتون لري او د واقعیت د ماهیت پر بنسټ ټاکل کېږي، باید د شخص د ذهن له خوا کشف شي، او د هغو افکارو پر مټ نه را منځ ته کېږي چې یو کس یې لري. رنډ وویل چې نوموړې دا اسم ځکه وټاکه چې د فلسفې لپاره د هغې غوره اصطلاح د هستي - "هستي پالنې" د برترۍ پر بنسټ له وړاندې غوره شوې وه.  [۱۰][۱۱]

رنډ عینیت "په ځمکه کې د ژوند کولو د فلسفې" په توګه تعریفوي چې د حقیقت پر بنسټ وي، او هغه د یو داسې میتود په بڼه وړاندې کړ چې د انسان طبیعت او د هغې د نړۍ طبیعت تعریفوي چې موږ پکې ژوند کوو.[۱۲]

په اصل کې زما فلسفه د یو اتل په توګه د انسان مفهوم، چې د خپل ژوند د اخلاقي موخې لپاره خوښي لري، د غوره فعالیت په توګه تولیدي لاسته راوړنې لري، او د خپل یوزاني مطلق لپاره استدلال لري. — اېن رنډ، اطلس اوږه پورته کړه

میتافزیک: عیني واقعیت سمول

د رنډ فلسفه په دریو ښکاره حقیقتونو پیل کېږي: هستي، شعور، او هویت. رنډ د ښکاره حقیقت د داسې وینا په توګه تعریف کړ" چې د پوهې اساس او په دې پوهه اړوند نورې ویناوې تشخیصوي، هغه وینا چې په نورو ټولو کې شتون لري که کوم ځانګړي ویناوال د هغې تشخیص غواړي یا نه. ښکاره حقیقت هغه فرضیه ده چې مخالفین د یو داسې حقیقت پر بنسټ ماتوي هغوی باید دا ومني او د ردولو په هره هڅه کې یې وکاروي." لکه څنګه چې عینیت پلوه فیلسوف لیونارد پیکوف استدلال وکړ، د ښکاره حقیقتونو لپاره د رنډ استدلال "د دې ثبوت نه دی چې د هستي، شعور او هویت ښکاره حقیقتونه ریښتیا دی. دا د دې ثبوت دی چې دوی ښکاره حقیقتونه دي، چې دوی د پوهې په بنسټ کې دي او په دې توګه د انکار وړ نه دي." [۱۳][۱۴][۱۵]

رنډ وویل چې هستي د نورو ټولو علومو په بنسټ کې د پام وړ ځان-څرګنده حقیقت دی، د بېلګې په توګه، "هستي شتون لري". نوموړې زیاته کړه چې موجودیت باید یو څه وي، یعنې "هستي هویت دی". په بل عبارت، موجودیت "د يو خاص ماهيت يو وجود دی چې د ځانګړو صفاتو څخه جوړ شوی وي". هغه څه چې ماهیت یا صفات نلري، شتون نلري. د هستي حقیقت د داسې یو څه په بڼه وړاندې شوی چې یو څه له هېڅ څه توپیر کوي، پداسې حال کې چې د هویت قانون یو شی له بل څخه توپیر کوي، د یعنې، د عدم تناقص د قانون په اړه لومړی پوهاوی، د پاتې پوهې لپاره بل مهم بنسټ دی. لکه څنګه چې رنډ لیکلي، "د الف پاڼه ... په ورته وخت کې ټوله سره او شنه نشي کېدای، دا په ورته وخت کې کنګل او سوځیدلی نشي ...یعنې الف، الف دی." عینیت په هر هغه څه باور ردوي چې ادعا کېږي له هستۍ څخه تېرېږي. [۱۶][۱۷][۱۸]

رنډ استدلال وکړ چې شعور "د هغه څه د پوهېدو پوهنځۍ ده چې شتون لري". لکه څنګه چې نوموړې وایي، "د دې لپاره چې باشعوره وو په دې معنې ده چې د یو څه په اړه باید شعور ولرو"، یعنې شعور په یوازې توګه توپیر یا مفهومي کېدای نشي، مګر دا چې له یو خپلواک واقعیت سره په تړاو کې وي. "دا یوازې د خپل ځان په اړه پوهاوی نشی وړاندې کولای – یعنې په دې ځای کې هېڅ 'ځان' نشته، تر هغه چې د پوهاوي یوه وسیله نه وي. په دې توګه، عینیت په دې معنی دی چې ذهن واقعیت نه رامنځ ته کوي، بلکه دا د واقعیت موندلو وسیله ده. یعنې، هستي په شعور باندې "لومړتوب" لري، چې باید ورسره مطابقت ولري. رنډ هر بل ډول استدلال، د میټافزیکي ذهنیت یا خدای پېژندني هر ډول په ګډون، د "شعور د لومړیتوب" په نوم یاد کړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

عینیت پلوه فلسفه د عمل او سبب خپل تشرېحات د هویت له حقیقت څخه ترلاسه کوي، چې سبب ته "د هویت داسې یو قانون وایي چې په عمل باندې پلي کېږي". د رنډ په وینا، دا هغه وجود یا ذات دي چې عمل کوي، او هر عمل د یو ذات عمل دی. هغه لاره چې یو ذات عمل کوي، د دې ذات د ځانګړي ماهیت (یا "هویت") له امله رامنځ ته کېږي؛ که دوی مختلف وي نو د دوی عمل هم مختلف دی. د نورو ښکاره حقیقتونو په اړه، د سبب په اړه بې شرطه پوهه د ذاتونو تر منځ د سببي اړیکو د لومړنیو مشاهداتو څخه اخیستل کېږي حتی مخکې له دې چې په لفظي توګه تشخیص شي او د نورې پوهې د اساس په توګه ونډه لوبوي. [۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. Badhwar & Long 2020
  2. Contemporary Authors Online, s.v. "Leonard Peikoff". Accessed March 2, 2008.
  3. McLemee, Scott (September 1999). "The Heirs Of Ayn Rand: Has Objectivism Gone Subjective?". Lingua Franca. 9 (6): 45–55. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "About the Author" in Rand 1992, pp. 1170–1171
  5. Peikoff 1989b
  6. Sciabarra 2013, p. 1; Badhwar & Long 2020; Gotthelf 2000, p. 1; Machan 2000, p. 9; Gladstein 1999, p. 2; Heyl 1995, p. 223; Den Uyl & Rasmussen 1984, p. 36
  7. Sciabarra 1995, pp. 1–2
  8. Burns 2009, p. 4; Gladstein 2009, pp. 107–108, 124
  9. (په September 15, 2007 باندې). Ayn Rand's Literature of Capitalism.
  10. Peikoff 1991, p. 36
  11. Rand 1967, p. 23
  12. (په September 15, 2007 باندې). Ayn Rand's Literature of Capitalism.
  13. Peikoff 1991, p. 11
  14. Rand 1992, p. 1040.
  15. Peikoff 1991, pp. 4–11
  16. Rand, Ayn (1996). For the New Intellectual: The Philosophy of Ayn Rand. New York: Signet. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-451-16308-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Peikoff 1991, pp. 31–33
  18. Rand 1992, p. 1016.
  19. Peikoff 1991, p. 5
  20. Gotthelf 2000
  21. Rand 1990
  22. Rand 1982, pp. 24–28
  23. Peikoff 1991, p. 14
  24. Rand 1992, p. 1037