عیسویت په عصري (مدرن) زمانې کې

د عیسویت (مسیحیت) دین اړوند عصري عیسویت تاریخ د ۱۵مې پېړۍ له پیل نه د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه پورې دی، چې د عصري دورې په لومړنۍ او وروستۍ برخو یې وېشلای شو. د عصري دورې لومړنۍ برخې اړوند د عیسویت تاریخ د اکتشافاتو او سپړنو له دورې سره سمول لري او معمولاً له پروتستاني اصلاحاتو ۱۵۲۵ – ۱۵۱۷ ز کلونه (معمولاً تر ۱۵۰۰ ز کلونو) سره پیل کیږي او د ۱۸مې ز پېړۍ په وروستیو کې د صنعتي انقلاب او هغو پېښو په پلیدو سره پای ته رسېږي، چې په ۱۷۸۹ز کال کې د فرانسې د انقلاب لامل شوې. په دې برخه کې د کاتولیک کلیسا او اصلاحاتو ضد د پروتستان اصلاحات په کې شامل دي او د مسیحیت د کشف دوره د اکتشافاتو اړوند دورې په لړ کې ټولې نړۍ ته وده وکړه. په دې توګه عیسویت د نړۍ په تر ټولو لوی دین بدل شوی دی. [۱]

لومړنۍ عصري دوره (د شاوخوا ۱۵۰۰ ز څخه تر ۱۷۵۰ ز پورې)

سمول

ارتودوکس د عثماني حکومت لاندې

سمول

په ۱۴۵۳ز کال کې قسطنطنیه د عثماني سترواکۍ لاس ته ورغله. په عثماني حکومت کې د یونان ارتودوکسي کلیسا د یوې خپلواکې برخې په توګه د پام وړ واک ترلاسه کړ. ایکومینیکل کلیسا (د ټولې نړۍ اړوند کلیسا) د ټول «یوناني ارتودوکس ملت» (عثماني اداري واحد) مذهبي او اداري واکمن و، چې د سترواکۍ ټول ختیځ ارتودوکس اړوند څانګې په کې شاملې وې. د عثمانیانو د فتحې او دغه راز د قسطنطنیې د سقوط په پایله کې د بالکان او نږدې ختیځ اړوند ټوله ارتودوکس ټولنه په ناڅاپي توګه له لویدیځ څخه جلا شوه.

د راتلونکو څلور سوه کلونو لپاره به په یوه متخاصمې او دښمنې اسلامي نړۍ کې ښېکل شي، چې له مذهبي او کلتوري پلوه یې لږ څه مشترکات ورسره درلودل. دا یو څه اندازه د هغه جغرافیایي او فکري محدودیت له امله دی، چې د شپاړسمې پېړۍ اړوند اروپا کې د اصلاحاتو په لړ کې د ختیځ اړوند ارتودوکس غږ اورېدل شوی نه و. په پایله کې دا اړین کلامي بحث تر ډېره د ارتودوکسونو لپاره عجیب او تحریف شوی ښکاري. هغوی هیڅکله په دې بحث کې برخه نه ده اخیستې او له همدې امله نه اصلاح او نه هم د اصلاحاتو ضد برخې د هغوی د دیني ټولګې اړوند نه دي.

اسلام نه یوازې دا چې عیسی(ع) یې د یوه ستر پیغمبر په توګه پیژني، بلکې مسیحیان یې د بل اهل کتاب په توګه زغملي او ښه سلوک یې ورسره کړی دی. په دې توګه کلیسا خاموشه او ړنګه نه شوه او نه یې هم د زده‌کړو او سلسله مراتبو په بهیر کې د پام وړ ګډوډۍ او بې نظمۍ رامنځته شوي، بلکې کلیسا خپل فعالیت ته دوام ورکړ. یو له هغو لومړیو فعالیتونو څخه چې محمد فاتح ترسره کړ، دا و چې کلیسا ته یې اجازه ورکړه، تر څو د ګینادوس سکالیرس په نامه خپل نوی سرپرست رئیس وټاکي، ایاصوفیا او پارتنون چې کابو د ۱۰۰۰ کلونو لپاره مسیحي کلیساوې وې، دواړه په ښکاره توګه په جوماتونو بدلې شوې؛ خو بیا هم په قسطنطنیه او نورو ځایونو کې بې شمیره نورې کلیساوې د عیسویانو په لاس کې پاتې شوې. پر دې سربېره دا د یادونې وړ ده، چې د سرپرست یا پلار اوسېدو اړوند موقعیت او د بهیرونو لړۍ یې په سمه او ارزښتمنه توګه تقویه شو او ځواک یې هم زیات شو. هغوی په عثماني ځمکو کې پر ټولو مسیحیانو باندې مدني او دغه راز کلیسایي ځواک درلود. لکه څنګه چې اسلامي قانون د قومیت او مذهب ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي، ټول عیسویان، پرته له دې چې د دوی ژبه یا قومیت وي، ټول یې یو ملت یا واحد ملت ګڼل کیږي. په دې توګه سرپرست یا د کلیسا مشرد تر ټولو لوړې رتبې په توګه له مدني او مذهبي اقتدار څخه برخمن شو او د مسیحي ارتودوکس د ټول جمعیټ عمومي رئیس او مشر شو. عملاً دا په دې معنا و، چې د عثماني حکومت په خاوره کې د ارتودوکس ټولې کلیساګانې د قسطنطنیې تر کنترول لاندې وې. له همدې امله د مشر پالنې او مشرۍ اړوند اقتدار او د قضایي پولو کچه یې خورا پراخه شوه.

په هر حال دا حقوق او امتیازات، د عبادت او مذهبي تشکیلاتو د ازادۍ په ګډون ډېری وخت په اصل کې تأمین و؛ خو په ندرت به یې له واقعیت سره مطابقت درلود. د مشر او کلیسا قانوني امتیازات په حقیقت کې د سلطان او عالي مقام په رحم او هوس پورې تړاو درلود، حال دا چې ټول مسیحیان د دویمې درجې اتباعو په توګه ګڼل کېده. پر دې سربېره د ترکیې فساد او وحشت یوه افسانه نه وه. په دې کې شک نشته، چې همدا «کافر» مسیحي و، چې دا هرڅه یې د نورو په پرتله ډېر تجربه کړل. همدارنګه په دې پیړیو کې د عیسویانو عمومي وژنې هم نامعلومې نه وې. ویجاړونې هم د کلیسا لپاره دا واقعیت و، چې د مسیح لپاره یې شاهدي نه شوه ورکولای. د مسلمانانو په منځ کې تبلیغي کار ډېر خطرناک او په واقعیت کې ناشونی و، حال دا چې اسلام منل او مسلمانېدل بیخي قانوني او روا و. هغه کسان چې اسلام یې منلی و او بېرته ارتودوکس ته راوګرځېدل ټول یې د مرتد په توګه ووژل شول. هیڅ ډول نوې کلیساوې جوړېدای نه شوې او حتی د کلیسا د زنګونو غږول هم منع وو. د مسیحي ملایانو روزنه او عیسوي زده‌کړې په بشپړه توګه بندې شوې یا دا چې بیخي ابتدايي عناصرو ته راټیټې شوې.[۲][۳]

فساد

سمول

د ارتودوکس کلیسا ځان د ترکیې د اداري فساد اړوند سیسټم تابع ګڼه. د پاچاهۍ تخت به تر ډېره په لوړه بیه پلورل کېده، حال دا چې د نوې پاچاهۍ پانګونې به حکومت ته د درنو تادیاتو سره مل وې. د خپلو زیانونو د جبرانولو لپاره به یې سراسقفانو / سرپرستانو او د پاچاهۍ استازو به د کلیسا له اړوندو سیمو او د هغوی مسیحي ملایانو څخه مالیه اخیستله. د پاچاهۍ تاج او تخت هیڅکله خوندي نه و. د پنځلسمې او نولسمې پیړۍ تر منځ بیخي لږ شمیر مشران یا حکومتي سرپرستان د واک پر مهال په طبیعي مرګ مړه شول. جبري راپرځول، جلاوطنۍ، په دار ځړول، ډوبېدل او د مشرانو یا حکومتي سرپرستانو مسمومیتونه په واضح ډول ثبت شوي دي. خو که چیرې د مشر یا سرپرست موقعیت به ناامنه و، نو درجه بندۍ به یې هم خوندي نه وه. د ۱۸۲۱ ز کال د عیسوي اختر (Easter) د یکشنبې په ورځ د پاچاهۍ پر دورازې باندۍ د پنځم ګریګوري پاچا په دار راځړول د دوه سراسقف یا والیانو او دولسو مسیحي ملایانو له اعدامولو سره مل وو.

دیوشیرمه (Devshirmeh)

سمول

دیوشیرمه د عثماني سلطانانو په وسیله له فتح شویو عیسوي سیمو څخه د ځوانانو د راټولولو سیسټم و، چې د منظم مالیې ټولولو سیستم یوه بڼه وه، ترڅو له دې ځوانانو نه وفاداره اردو رامنځته کولو لپاره (چې پخوا به په لویه کچه دا اردو له جنګي اسیرانو نه جوړېده)، د «جنچریانو Janissaries» په نامه د پوځي مدیرانو اړوند طبقې جوړولو، یا هم د نورو خدمتکارانو او نوکرانو لکه په حمامونو کې د کارمندانو پوره کولو لپاره ترې ګټه واخلي. د devşirme کلمه په عثماني ترکي ژبه کې د «راټولولو» په معنا ده. هغه ځوانان او هلکان به چې په دې توګه عثمانیانو ته سپارل کېده، هغوی به د «غلمان ghilman» یا «تازه کاره هلکان acemi oglanlar» په نامه یادیدل.

رومي کاتولیکي ماموریتونه / مذهبي پلاوي

سمول

رومي کاتولیک کلیسا د بومي خلکو د مذهب بدلولو لپاره ځینې ماموریتونه رامنځته کړل. په همدې وخت کې یو شمېر مبلغینو لکه جیسویتسیانو، اګوستینیانو، فرانسیسیانو او دومینیکنیانو اسیا او لرې ختیځ برخو ته حرکت وکړ. پرتګالیانو ځینې پلاوي افریقا ته واستول. په چین کې د Matteo Ricci Jesuit ماموریت نسبتاً سوله ییز و او په چینایي فکر کې یې د کاتولیک عقیدې په منلو ټینګار کاوه، د نورو په منځ کې یې مړو ته د احترام کولو اجازه ورکوله. واتیکان له دې هرڅه سره مخالفت وکړ او په ۱۶۹۲ او ۱۷۴۲ ز کلونو کې یې د چینایي دودونو په نامه اړوند شخړه کې هر ډول موافقت منع کړ. د روم د کاتولیکي کلیسا په اساسي رول سره د پرتګال کاتولیک سترواکۍ او د اسپانیا سترواکۍ پراختیا د دې لامل شوه چې د امریکا بومي خلک لکه ازیتکیان او اینکایان مسیحي شي؛ خو تر ۱۹مې پېړۍ پورې باید دا پلاوي د هسپانوي او پرتګالي حکومتونو او اردو تر نظر لاندې فعالیت کړی وای.[۴]

سرچينې

سمول
  1. Adherents.com, Religions by Adherents
  2. The Australian Institute for Holocaust and Genocide Studies Archived 2007-06-07 at the Wayback Machine. The New York Times.
  3. http://www.helleniccomserve.com/pdf/BlkBkPontusPrinceton.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  4. Franzen, 362