عیسوي کمونیزم

عیسوي کمونیزم یوه الهیاتي نظریه ده چې له مخې یې د عیسی(ع) لارښوونې عیسویان دې ته اړ کوي څو د آیډیال ټولنیز سیستم په توګه له مذهبي کمونیزم ملاتړ وکړي. په داسې حال کې چې د دغې نظریې او په عیسویت کې د کمونیستي چارو د پیل د نېټې په اړه هېڅ عمومي توافق شتون نه لري، خو ډېری عیسوي کمونېستان ادعا کوي چې د سپېڅلي کتاب شواهد ښيي چې د رسولانو (apostles) په ګډون لومړنیو عیسویانو له عیسی څخه په وروسته کلونو کې کوچنۍ کمونیستي ټولنه رامنځته کړه. په دې ترتیب سره د عیسوي کمونیزم ډېری پلویان استدلال کوي چې دغه کمونیزم د عیسي له خوا دوی ته ښوول شوی او د رسولانو له خوا کارول شوی. یو شمېر تاریخ پوهان د هغو شتون تائیدوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

یو شمېر داسې کسان هم شته چې باور لري د عیسویت لومړۍ کلیسا لکه څه ډول چې د رسولانو په اعمالو کې بیان شوې، د کمونیزم او مذهبي سوسیالېزم لومړی ډول دی. د دغه لیدلوري له مخې کمونیزم په عمل کې عیسویت او عیسی لومړنی کمونېست و. دغه اړیکه د کارل مارکس په یوه لیکنه کې واضحه شوې چې څرګنده کړې یې ده: «عیسی هغه واسطه ده چې انسان خپل ټولې ښېګڼې او دیني اړیکې د هغه پر مخ خلاصوي، نو دولت هغه واسطه ده چې هغه خپله ټوله بې خدايي او خپله ټوله انساني آزادي هغو ته لېږدوي».[۸]

لنډه کتنه سمول

عیسوي کمونیزم د کوینونیا په مفهوم ولاړ دی چې د مشترک یا ګډ ژوند په معنا دی، دا یوه اقتصادي دوکتورین/نظریه نه وه، بلکې د آګاپ مینې څرګندول او له ټولنې سره د توکو دواطلبانه شریکول و. د رسولانو د اعمالو د کتاب د څلورم فصل په ۳۵ مه برخه کې راغلي چې په اورشلیم کې په لومړۍ کلیسا کې «هېچا ادعا ونکړه چې د هغه شتمني هغه ته اړونده ده او په ټولو شیانو کې سره شریک و». دا په ډېر احتمال سره د اورشلیم له ړنګېدو وروسته د عیسویانو د بقا وسیله وګرځېده، په داسې حال کې چې وروسته دغه چاره د کلیسا په تاریخ کې یوازې له رهبانیت پرته له منځه لاړه.[۹][۱۰][۱۱]

عیسوي سوسیالېزم د بریتانیا د کارګر ګوند یو له بنسټ اېښودونکو لاملونو څخه و او ادعا کېږي چې په ۱۴ مه پېړۍ کې د واټ ټایلر او جان بال په پاڅون سره پیل شو. [۱۲]

په عیسوي اروپا کې باور په دې و چې کمونیستانو آتیزم (بې خدايي) منلې. په پروتستانت انګلستان کې کمونیزم د رومن کاتولیک ګډو مراسمو ته ډېر نږدې و، له همدې امله سوسیالیستي اصطلاح ته ترجیح ورکول کېدله. فریدریش انګلز استدلال کاوه چې هغه مهال چې په ۱۸۴۸ زکال کې کمونېست مانیفیست خپور شو، سوسیالېزم په اروپا کې درناوی درلود، په داسې حال کې چې کمونیزم داسې نه و. د عیسی لارښوونې په ځانګړي ډول د عیسوي سوسیالیستانو له خوا تر ډېره د سوسیالیستي لارښوونو په توګه بلل کېږي. په داسې حال کې چې د کارګري طبقې خوځښتونو «په بشپړ ډول د ټولنیز بدلون لپاره د اړتیا اعلان وکړ» او ځانونه یې کمونېستان وبلل، خو په انګلستان کې اونیت یان او په فرانسه کې فوریریستان  د درناوي وړ سوسیالیستان بلل کېږي. د سوسیالېزم دغو ډلو په فرانسې کې د آتین کابه او په آلمان کې د ویلهلم وایتلینګ کمونیستي آثار تولید کړل.[۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۶ مه پېړۍ کې، انګلیسي لیکوال توماس مور چې په کاتولیک کلیسا کې د سنت توماس مور په توګه درناوی ورته کېږي په خپله رساله Utopia کې د مشترک مالکیت پر بسټ ټولنه انځور کړه چې رهبرانو یې له عقل څخه په کار اخیستو اداره کوله. د انګلستان په کورنۍ جګړو کې ګڼ شمېر ډلو له دغې نظریې ملاتړ وکړ. خو یو شمېر نورو په ځانګړي ډول Diggers ډلې له کمونیستي او د زارعت پالنې د نظریې له آرمانونو ملاتړ وکړ. د دغو ډلو پر وړاندې د اولیور کراموېل او ګراندیانو چلن په سم حالت کې مخالف او تر ډېره دښمني ډوله و.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

توماس مونتزر د ۱۶ مې پېړۍ په جرمني کې د آلمان د بزګرانو د شخړو پر مهال یو لوی اناباپتیست خوځښت رهبري کړ، هغه چې فریدریک انګلس هغه د جرمني د بزګرانو د جګړې په توګه تحلیل کړ. مارکسیستي اخلاق چې موخه یې یوموټي توب دی، د عیسویت د نړۍ پالنې لارښوونې منعکسې کوي چې څرګندوي ټول بشریت یو ډول دی او یوازې یو خدای شتون لري چې د وګړو ترمنځ تبعیض نه کوی. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

پهر ګوترک هماغه کال چې د کمونیزم مانیفیست په جرمني ژبه خپور شو، سویډني ژبې ته وژباړه، خو د خپل عیسویت څخه په اغېز یې په هغه کې یو لړ بدلونونه راوړل، لکه د دغه مشهور نقل قول بدلون، د نړۍ کارګرانو، یوموټۍ شۍ! (Workers of the world, unite! to Folkets röst, guds röst! ) (یا Vox populi, vox Dei ، «د خلکو غږ د خدای غږ دی»). هغه همدارنګه د عیسویت له نظره په کپیټلیسټي مخ پر وده ټولنو باندې د نیوکو په موخه ګڼ شمېر آثار ولیکل.[۲۸]

د خصوصي مالکیت په نظریې باندې نیوکو د اتلسمې پېړۍ د روڼ آندۍ تر دورې پورې د یو شمېر مفکرینو لکه پیاوړي دیني متفکر ژان ژاک روسو له خوا دوام وموند. روسو چې د یو کالونیست په توګه را لوی شوی و، د روم کاتولیک کلیسا د یانسنیست (Jansenist) خوځښت تر اغېز لاندې و. یانسنیست خوځښت د رومن کاتولیک له ارتودوکس ترینو سقفانو سرچینه اخیسته چې په اوولسمه پېړۍ کې یې د رومن کاتولیک کلیسا د اصلاح په موخه د سکولاریزاسیون او پروتستانیزم د درولو هڅه کوله. د یانسنیزم یو له اصلي اهدافو څخه د کلیسا په عالي سلسله مراتبو کې له اشرافي فساد څخه د مخه نیولو په موخه دموکراتیک کول و. په تایپنګ پاڅون کې ګډون کوونکي چې تئوکراتیکه عیسوي - سنیکي تایپنګ آسماني پاچاهي یې تاسیس کړه، د چین د کمونیست ګوند له خوا د لومړنیو کمونېستانو په توګه بلل کېږي. سونګ چینګ لینګ یو میتودیست و چې د چین د خلکو په کمونیستي جمهوریت کې یې لوړې څوکۍ لرلې. [۲۹][۳۰]

هوتریت یانو بیا د بایبل په اصولو او د کلیسا په انظباط باندې په کلکې پابندۍ باور درلود او د کمونیزم یو ډول یې پلی کاوه. هوتریت یانو په خپلو ټولنو کې Ordnungen سخت دریځه سیسټم رامنځته کړ چې د ژوند په ټولو برخو کې یې حاکم مقرارت لرل او یو موټی لیدلوری یې خوندي کاوه. عیسوي کمونیزم د یو اقتصادي سیسټم په توګه د ډېری هغو بزګرانو لپاره چې په ۱۶ مه پېړۍ کې یې په مرکزي اروپا کې له ټولنیز انقلاب «لکه د جرمني د بزګرانو د جګړې» ملاتړ کاوه او همدارنګه د هغو اناباپتیستانو لپاره چې فریدریش انګلز لومړني کمونیستان بلل؛ جذابیت درلود.[۳۱][۳۲]

د مورمون خوځښت په لومړیو کلونو کې جوزف سیمیت د تبرک قانون (law of consecration) او د یو موټي نظم مفهوم ترویج کړ. نن ورځ هم یو شمېر بنسټ پالې ډلې له دغه اصل څخه ګټنه کوي.[۳۳][۳۴]

ډلې سمول

دا د هغو عیسوي ډلو نوملړ دی چې ګډ مالکیت لري او یا یې هم وړاندې درلود.

موجودې ډلې:

  • آروني ډله /نظم (Aaronic Order).
  • برودرهوف ټولنې (Bruderhof Communities).[۳۵]
  • د مقدس کتاب د درک کلیسا (Church of Bible Understanding).
  • د عیسی مسیح کلیسا (کاتلریت) Church of Jesus Christ (Cutlerite).
  • د نوي نړیوال پېر د اسرائیلي ماموریت انجیلي ټولنه (Evangelical Association of the Israelite Mission of the New Universal Covenant)
  • ګولریوال عیسوي ټولنه (Gloriavale Christian Community)
  • هوتریت یان (Hutterites).
  • د عیسي مسیح عیسویان (Jesus Christians).
  • د متحده ایالاتو عیسوي وګړي (Jesus People USA).[۳۶]
  • کوینونیا همکاران (Koinonia Partners).
  • پادانارام ښارګوټي (Padanaram Settlement).
  • ربا فیلوشپ ځای (Reba Place Fellowship).
  • شیکرز (Shakers).
  • سوجورنرز ټولنه (Sojourners Community)
  • د دوولسو قبیلو ټولنې (Twelve Tribes communities).

له تاریخي پلوه ګڼ شمېر ډلو عیسوي کمونیزم پلی کړی او کېدای شي چې موجود مورد ته اړوند وي یا نه وي.

  • ادونای – شومو (Adonai-Shomo).
  • امانا مستعمرات (Amana Colonies) (د واقعي الهام ټولنه) اوس شتون لري خو اشتراکي نه ده.[۳۷]
  • ارورا کالوني (Aurora Colony).
  • باټنبرګر (Batenburgers).
  • ډیګرز (Diggers).
  • ډولنسیان (Dulcinians).
  • د عیسی پوځ (Jesus Army).
  • لابادیستان (Labadists).
  • هارموني ټولنه (The Harmony Society).
  • اونایدا ټولنه (The Oneida Community).
  • د عیسي د متحد نظم فامیلی (United Order Family of Christ).
  • د زوار جلا غوښتونکو ټولنه (Society of Separatists of Zoar).

سرچينې سمول

  1. Montero, Roman. "The Sources of Early Christian Communism". Church Life Journal (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kautsky, Karl (1953) [1908]. "IV.II. The Christian Idea of the Messiah. Jesus as a Rebel.". Foundations of Christianity. Russell and Russell. Christianity was the expression of class conflict in Antiquity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lansford, Tom (2007). "History of Communism". Communism. Political Systems of the World. Marshall Cavendish. د کتاب پاڼي 24–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761426288. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Guthrie, Donald (1992) [1975]. "3. Early Problems. 15. Early Christian Communism". The Apostles. Grand Rapids, Michigan: Zondervan. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-310-25421-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Renan, Ernest (1869). "VIII. First Persecution. Death of Stephen. Destruction of the First Church of Jerusalem". Origins of Christianity. II. The Apostles. New York: Carleton. د کتاب پاڼې 152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Boer, Roland (2009). "Conclusion: What If? Calvin and the Spirit of Revolution. Bible". Political Grace. The Revolutionary Theology of John Calvin. Louisville, Kentucky: Westminster John Knox Press. د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-23393-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ellicott, Charles John; Plumptre, Edward Hayes (1910). "III. The Church in Jerusalem. I. Christian Communism". The Acts of the Apostles. London: Cassell. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Houlden, Leslie; Minard, Antone (2015). Jesus in History, Legend, Scripture, and Tradition: A World Encyclopedia: A World Encyclopedia. Santa Barbara, CA: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 357. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781610698047. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Fuller, Reginald Horace; Westberg, Daniel (2006). Preaching the Lectionary: The Word of God for the Church Today. Liturgical Press. د کتاب پاڼي 81–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8146-2792-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tourgée, Albion Winegar (15 April 2010). Undaunted Radical: The Selected Writings and Speeches of Albion W. Tourgée. LSU Press. د کتاب پاڼي 146–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8071-3754-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Flinn, Frank K. (2007). Encyclopedia of Catholicism. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 173–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7565-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 21 May 1994 باندې). Labour revives faith in Christian Socialism.
  13. Williams, Raymond (1976). Keywords: A Vocabulary of Culture and Society. Fontana. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-633479-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Engels, Friedrich (2002). Preface to the 1888 English Edition of the Communist Manifesto. Penguin. د کتاب پاڼې 202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Eagleton, Terry (2007). The Gospels. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Davis, J. C. (28 July 1983). Utopia and the Ideal Society: A Study of English Utopian Writing 1516–1700. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-27551-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Empson, Martin (5 April 2017). "A common treasury for all: Gerrard Winstanley's vision of utopia". International Socialism. العدد 154. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Campbell, Heather M, المحرر (2009). The Britannica Guide to Political Science and Social Movements That Changed the Modern World. The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼي 127–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61530-062-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. E.g. "That we may work in righteousness, and lay the Foundation of making the Earth a Common Treasury for All, both Rich and Poor, That every one that is born in the Land, may be fed by the Earth his Mother that brought him forth, according to the Reason that rules in the Creation. Not Inclosing any part into any particular hand, but all as one man, working together, and feeding together as Sons of one Father, members of one Family; not one Lording over another, but all looking upon each other, as equals in the Creation;" in The True Levellers Standard ADVANCED: or, The State of Community opened, and Presented to the Sons of Men
  20. Stearns, Peter; Fairchilds, Cissie; Lindenmeyr, Adele; Maynes, Mary Jo; Porter, Roy; Radcliff, Pamela; Ruggiero, Guido, المحررون (2001). Encyclopedia of European Social History: From 1350 to 2000. 3. Charles Scribner's Sons. د کتاب پاڼې 290. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-684-80577-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Johnson, Daniel (1 December 2013). "Winstanley's Ecology: The English Diggers Today". Monthly Review. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bernstein, Eduard (1930). Cromwell and Communism. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Müntzer, Thomas (1988). Matheson, Peter (المحرر). The Collected Works of Thomas Müntzer. Edinburgh: T&T Clark. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-567-29252-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Blickle, Peter (1981). The Revolution of 1525: The German Peasants' War from a New Perspective. Baltimore, Maryland: Johns Hopkins University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-2472-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Engels, Friedrich (1969) [1850]. The Peasant War in Germany. تُرجم بواسطة Schneierson, Vic. Moscow: Progress Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85315-205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Wolf, Eric R. (1987). "The Peasant War in Germany: Friedrich Engels as Social Historian". Science and Society. 51 (1): 82–92. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Halfin, Igal (2000). From Darkness to Light: Class, Consciousness, and Salvation in Revolutionary Russia. Pittsburgh, PA: University of Pittsburgh Press. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 0822957043. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Jansson, Anton (2013). "Religion as ideology and critique: Per Götrek's Christian communism". LIR.journal (3): 91–104. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Roche, Daniel (1993). La France des Lumières [France of the Enlightenment] (په فرانسیسی ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Little, Daniel (17 May 2009). Marx and the Taipings. University of Nebraska–Lincoln. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰. Mao and the Chinese Communists largely represented the Taiping rebellion as a proto-communist uprising. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Janzen, Rod; Stanton, Max (2010). The Hutterites in North America (الطبعة illustrated). Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼي p. 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801899256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Friedmann, Robert (1 December 1955). "The Christian Communism of the Hutterite Brethren". Archiv für Reformationsgeschichte. Gütersloher Verlagshaus. 46. doi:10.14315/arg-1955-jg14. S2CID 163574509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Why I want to Live the United Order". Mormon Matters (په انګلیسي ژبه کي). 27 January 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Weidow, Lesley (2009-01-01). "Montana Zion: American Communalism in a Mormon Fundamentalist Community". Graduate Student Theses, Dissertations, & Professional Papers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "FAQs". Bruderhof (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "What Do Jesus People USA Believe and Practice?". Learn Religions (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Amana Today - - The Amana Colonies National Register of Historic Places Travel Itinerary". nps.gov. 18 May 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)