عیسی منگل په انګرېزۍ کې (Essa Mangal) يو افغان انځورگر دی، چې اوس په جرمني کې مېشت دی.

مخينه سمول

هغه د سردار منگل زوی په ۱۳۳۴لمریز کال په کابل کې په یوه متدینه،روشنفکره او هنرپروره کورنی کې زیږیدلی دی. پلار یی سردار محمد منگل د غښتلی قلم څښتن او څلورویشت کاله یی د علمي پروژې دایرة المعارف د ریس په توگه دنده ترسره کړه. پلار یی په خپل زوی کی خاص استعداد لیدو، ځکه یی خپل زوی ته زمینه برابره کړه چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او خپله علمی پانگه زیاته کړي. د دی تر څنگ هنر ته وده ورکړي.

زده کړه سمول

عیسی منگل په۱۳۵۳ل کال له حبیبیې لیسې نه فارغ شو او له هغه یوکال وروسته یی د عسکرۍ د مکلفیت دوره بشپړه کړه. عیسی منگل خپلی لوړی زده کړی د ښکلو هنرونو په پوهنځی کی بشپړی کړې او بیا یی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه مامور په توگه دنده پیل کړه.

هنري هڅې سمول

ښاغلی منگل د ښوونځی په دوره کی هم نقاشی او انځورگری کوله او څیری (پورټریټونه) یی ښکلي رسمول. د وخت په تیریدو سره د میناتوری له ظریف هنر سره اشنا شو او ځانگړی مینه یی ورسره پیدا کړه. په لومړیو کی یی میناتوری پر بیلابیلو پاڼو کوله، خو وروسته یی د استاد مشعل هروي له اثارو سره اشنایی پیدا کړه او د هغه په مرسته یی خپل هنر ته وده ورکړه. د وخت په تیریدو سره عیسی منگل مهارت زیات شو او ځینی ښکلی تابلوگانی یی رسم کړی چی په خپل میناتوری هنر کی د محترم کمال الدین بهزاد مکتب رهرو دی او ساړه رنگونه د تودو (گرمو) رنگونو اتحاد په مهارت سره ترکیبوی. د ده ځینی اثار په یوه نندارتون کی ننداری ته کیښودل شول، خلکو یی هنری کارونه وستایل.

په کابل، هند او جرمني کی یی هم اثار ننداری ته وړانې شوی او ځینی جایزی یی هم گټلی دی. د عیسی منگل یوه له لویو هنری پروژو چی ده ورباندی د میناتوری ظریف کار کړی دی، پر یوه لوی خُم د میناتوری رسامی ده، چی دری انځورونه بیانوی، د کوچیانو ژوند، وزلوبه (بزکشی) او شپون چی خپله رمه پیايي. د میناتوری او انځورگری تر څنگ عیسی منگل په موسیقی کی هم اوږد لاس لری او د څه مودی لپاره یی د ځوانانو د کلوپ د موسیقی برخه کی هم دنده ترسره کړی ده.

ښاغلی منگل د موسیقی د پیژندل شوی استاد ډاکټر صادق فطرت ناشناس شاگردی هم کړی ده. عیسی منگل ۴ کاله په هند کې تېر کړي او له ۲۸ کلونو راهیسی د جرمني په فرانکفورټ ښار کې ژوند کوی، د پښتو تر څنگ په دری، اردو او جرمني ژبو لاسبری دی.

سرچینه سمول

  1. ازادي رايو
  2. امریکا غږ اشنا راډيو