عمده افسردګي

افسردګي داسي حالت دی چي د شخصیت د پیدایښت پر کیفیت باندي ژور تأثیر کوي او له خپل ځان او چاپیریال څخه يي د درک ډول بدلوي . خُلق څه شئ ده؟ د انسان د رواني صفتونو مجموعه ده چي معمولاً د هغه ( شخص) ، شیانو او اشخاصو تر منځ د اړیکي راپيدا کېدل ښکاره کوي . او یا که داسي ووایو چي افسردګي یو ناخوښه رواني حالت دی چي په زړه خوړلو ، نااومیدي او ستړتیا سره ښکاره کیدای شي او له څه نا څه اضطراب سره یو ځاي وي .

په کلي ډول افسردګي د رفتار هغه ډول ته ویل کیږي چي د هغې څیښتن ( افسرده شخص) په خپل ځان کي ډوب وي او له چاپیریال او نورو سره يي کم توجهي ښکاره کیږي . د افسردګي کلمه د خُلق یو ډول حالت ته سره لکه : بي روحيي کیدل ، بي توانه کیدل ، د فقدان احساس کول ، بیهوده کیدل چي له بدبیني او بي میلي څخه کیسې کوي ؛ یو ځاي ده . افسردګي د غم په احساس ، له فعالیتونو سره په بي علاقي کیدو او د انرژي په کمیدیو سره مشخصه کیږي . علایم له : په نفس اعتماد له لاسه ورکول ، د نامتناسبي ګناه احساس کول ، د مرګ او ځان وژني فکر کول ، د تمرکز کمښت ، د خوب او اشتیا اختلالونه ، او همدارنګه د مختلفو بدني شکایتونو ، له کولو څخه عبارت دي . پخوا داسي فکر کیده چي افسردګي یواځي او يواځي د لویوالي په دوره پوري اړه لري او ماشومان او نوي ځوانان له لویانو څخه لیږ په افسرده کیږي ، خو نن ورځ نوې څیړني دا ښکاره کوي چي افسردګي د نویو ځوانانو او ځوانانو تر منځ یوه مروجه ستونزه ده . د نوي ځواني او ځواني په دورو کي له دي وجي د افسردګي پيژندل او تشخیصول ستونزمن دي چي د افسردګي نښي ډيري لیږ د پاملرني وړ دي یاني نوي ځوانان ا و ځوانان ډیر لیږ خپل احساسات څرګندوي او ډیرو مسایلو څخه انکار کوي . په نویو ځوانانو کي افسردګي ډيره مهمه ده ځکه چي که چیرته له یوه ځانګړي وخت څخه تیره شي نو عادي علایم به يي د ناروغي په علایمو باندي بدل شي او ددې حالت دوام کولای شي د نویو ځوانانو په راتلوونکي باندي ډیري بدي اغیزي وکړي .

په نویو ځوانانو کي د افسردګي علایم سمول

په نویو ځوانانو کي افسردګي د هیجاني ، بیقراري ، د فکر په تمرکز او پاملرنه کي دقدرت او آرامتیا نه درلودل او د ذهني فعالیتونو په کنټرول کي د ناتوانايي ، په حالت سره ښکاره کیږي . نوی ځوان د ستړتیا احساس کوي او له پرلپسي یا وار په وار دردونو څخه شکایت کوي او درسي وروسته والی ( عقب ماندګي ) لري. په کلي ډول که چیرته د لاندینیو مواردو څخه دری او یا له دې زیات په نوي ځوان کي موجود شول نو په افسردګي باندي د نوي ځوان د مبتلا کیدلو احتمال زیاتیږي . ۱ – بي دلیله ژړاګاني ، غمګین او بد اخلاقه کیدل ۲ – ځانته کښیناستنه « له ملګرو او ټولنیزو فعالیتونو څخه» ۳ – د خوب ستونزي ۴ – د خوراک یا تغذيي ستونزي ۵ – د درسي یا ښوونځي د فعالیت نه تر سره کول ۶ – بیخي ډیر فعالیت ۷ - د ګناه یا د ځان کم لیدلو احساس ۸ – دایمي ستړتیا ۹ – رواني ، حرکتي او ... پریښاني یا اندیښنه ۱۰ – په فکرکولو کي د توانايي کمښت او په یوه ځانګړي موضوع کي د ذهني تمرکز ضعف ۱۱ – په ټولو فعالیتونو کي د پاملرني او علاقي کمښت که چیرته د نویو ځوانانو د افسردګي ستونزو ته ونه رسیږو نو امکان لري چي نوی ځوان له داسي یوه وضعیت څخه د تیښتي لپاره ځان وژنه وکړي . همدارنګه کولای شو چي د افسردګي مشهورو نښانو او علایمو ته هم اشاره وکړو : ۱ – له ټولو یا ځینو فعالیتونو سره بي علاقي کیدل: د افسردګي له کلیدي علایمو څخه دي ، خو باید پاملرنه وکړو چي پنځوس سلنه ( ٪ ۵۰) د ناروغان د افسردګي له احساس څخه انکار کوي او کورنۍ یا د هغه نور کسان د هغه د کړنو ، فعالیت او ګوښه کښیناستني په دلیل سره هغوي درمانوي او یا يي ټولني ور داخلوي . ۲ – د بې خوبي یا دېر خوب په حیث اختلالات اتیا سلنه ناروغان د خوب له ستونزو څخه شکایت کوي په ځانګړي ډول دا شکایت بي خوبي او یا هم سهار وختي پاڅېدل وي . ۳ – بې قراري ( Restlessness ) یا د رواني حرکت سستوالی ( Psychomotor Retardation ) . ۴ – د ستړتیا یا بې انرژي کېدلو احساس چي له ډیرو مشهورو شکایتونو څخه دی . ۵ – د اشتیا تغییر ؛ په بي اشتیايي یا د ډیري اشتیا په ډول سره . ۶ – د بي ارزښتي احساس یا د نامتناسبي ګناه احساس ږ ۷ – د فکر په تمرکز کې ستونزه . ۸ – د مرګ او ځان وژني په اړه فکرونه . ۹ – بي صبري . ۱۰ – بدني دردونه . ۱۱ – د زړه په فعالیت کې اختلال ( تفس تنګي ). ۱۲ – حسي احتلال لکه : په سترګو يي تیاره کیدل ، لړزه او د بدن د غړیو سړېدل . مهم ټکی دا دی چي پورتني علایم په ناروغ کي د ښکاره رنځ لامل کیږي او یا هم په شغلي او د نورو ټولنیزو کړنو په ترسره کولو کي دا ناروغ په اختلال کي راګیریږي . د افسردګي د معلومولو یا تشخیص لپاره پورتني علایم باید لږتر لږه دوه اونۍ شتون ولري .

په ماشومانو او نویو ځوانانو کي افسردګي سمول

په ماشومانو کي له ښوونځي څخه ویره یا ( School phobia ) او په والدینو پوري زیات تړاو د افسردګي له علایمو څخه دي ، له بلوغ څخه وړاندي دوره کي باید افسردګي د بدني شکایتونو او رواني او حرکتي بي قراریو سره په څیر ښکاره کیږي . په نویوځوانانو کي د زده کړي کړني ضعیفه ، د موادو نه مصرفول په سم ډول ، د ټولني ضد رفتارونه او له ښوونځي تیښته کولای شو د افسردګي علایم وبولو . په نویو ځوانانو کي د افسردګي د رامنځته کیدو لاملونه ( عوامل ): ۱ – وراثت : افسردګي تر ډیره بریده کولای شو د وراثت په مسایلو پوري وتړو ، ځکه د یوې کورنۍ د غړو په منځ کي کیدای شي دا ناروغي خپره وي . ۲ – سټرس ( فشار ) : په نویو ځوانانو او ځوانانو کي افسردګي ؛ چي د مادي او ورځنيو فشارونو له مسایلو سره مخامخ وي نسبت نورو ته ډیره تر سترګو کیږي او همدارنګه په ښوونځي کي تغییر او د زده کړي له یوې دورې څخه بلي دورې یا له یوې سطحي څخه بلي سطحي ته د هغوی داخلیدل د افسردګي له نورو لاملونو څخه دي. ۳ – جنسیت : څیړني دا ښيي چي د هلکانو پروړاندي په انجونو کي د افسردګي کچه ډيره ده او د جنسیت عامل په افسردګي کي ډیر مهم رول لري . که څه هم له بلوغ څخه وړاندي په هلکانو کي د افسردګي تشخیص ډیر دی خو دا اندازه د بلوغ له سن څخه وروسته د انجونو په منځ زیاتووالی پیدا کوي او په نهايي ډول د افسرده انجونو اندازه د هلکانو پر وړاندي دوه برابره وي . ۴ – د بدو پیښو سره مخامخ کیدل: د بیلګي په توګه : د کورنۍ له غړیو څخه د یوه مړینه او یا هم د والدینو طلاق. ۵ – په ماشومتوب کي له جنسي ناوړه پیښو سره مخامخ کیدل . ۶ – د ټولنیزو مهارتونو نه شتون . ۷ – د کورنۍ له یوه داسي غړي سره ژوند کول چي له افسردګي څخه ځوریږي . ۸ – د ځيني ويټامینونو کمښت لکه ( B1 , B6 ) .

درملنه سمول

هر وخت چي افسردګي ژر تشخیص شي نو په سم ډول يي درملنه هم کیږي ، او هر وخت چي د نویو ځوانانو افسردګي د ډېر وخت لپاره بي تشخیصه پاتي شي او اوږد وخت ونیسي په هغه وخت کي یي درملنه ستونزمنه کیږي . په هر صورت افسردګي د درملني وړ ده چي له دارو درماني ، د افسردګي ضد ځانګړي درمل استعمالول او همدارنګه د روان درماني په وسیله کولای شو د هغي مخه ونیسو .

سرچينه سمول

Https://www.facebook.com/Safi19official