علي جواد چنگېزي

مېجر علي جواد چنگېزي پاکستانی هزاره جگړن و چې د تورخم سرحد باندې د ۲۰۱۶ز کال د جون میاشت په ۱۲مه نیټه پیل شوې جگړه کې د افغان ځواکونو له خوا په نښه شوی و، چې لومړی ټپي شو او پېښور روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې لاره کې ساه ورکړه او ووژل شو.

مخېنه سمول

مېجر علي جواد چنگېزي د بریگیډېیر خادم حسین زوی و چې له آره دا خادم حسین د هزاره توکم له جرغي سب توکم څخه و او د افغانستان د غزني بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی و. خادم حسین د روس پر ضد جگړه کې د شیعه هزاره ډلگیو تر چتر لاندې خپلو مبارزو ته دوام ورکړ و. مېجر علي جواد چنگېزي وروستیو کلونو کې د پاکستان کوېټې ښار ته گډه شوی؛ هورې د پاکستاني څارگرو ډلو ته جذب او د پوځ لیکو ته جذب شو. چې په دې دور کې یې وروستۍ دنده د ۲۰۱۶ز کال په تورخم کې ترسره او د افغانستان پر ضد جگړه کې لومړۍ لیکې ته راودانگل چې په همدې جگړه کې د افغان ځواکونو له خوا مرگونی گوزار ورکړ شو او د همدې گوزار له وجې پېښور روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکړ. د چنگېزي وژنه لومړنۍ رسمي تلفات دي چې پاکستاني اړخ یې رسما اعلانوي. [۱]

جنازه سمول

دده مړی له پېښور څخه د کوېټې خالد هوایي ډگر ته ور وړل شو چې له هغه ځایه د شیعه گانو امام بارگاه ته یوړل شو، دویم ځل جنازه کې یې د بلوچستان اعلی وزیر نواب ثناء الله زهري، د بلوچستان امنیه قومندان میجر جنرل شیر افگن، وفاقي وزیر سرحدي امورو متقاعد جنرال قادر بلوچ، ایالتي وزیرانو او ایالتي پارلماني غړو گډون کړی و. [۲]

تړلې لیکنې سمول

[[]] تورخم [[]]

سرچینې سمول

  1. /http://www.khaama.com/senior-pakistani-army-officer-dies-after-injured-during-clash-with-afghan-forces-01253
  2. /http://urdu.dunyanews.tv/index.php/ur/Pakistan/341083