علمپالنه
علمپالنه (په انګلیسي: scientism) هغه لیدلوری دی چې علم (ساینس) او علمي مېتود تر ټولو غوره یا عیني لارېچارې دي چې وګړي د هغو پر مټ معیاري او پوهنپوهنیز ارزښتونه ټاکي؛ کېدای شي ووایو چې طبیعي علوم تر ټولو باوري او پیاوړی نړۍلید رامنځته کوي.[۱]
په داسې حال کې چې دغه ګړنه په لومړیو کې «طبیعي ساینسپوه ته اړوند ګڼل شوي مېتودونه او تګلارې» په معنی وه، د ځینو دیني عالمانو په اند (او وروسته بیان ګڼشمېر نورو پوهانو) دا یو سپکاوی ؤ چې، «د طبیعي علومو د مېتودونو اغېزمنتیا، د اغراق لهمخې، په ټولو تحقیقي څانګو کې (لکه: فلسفه، ټولنیز او انساني علوم) پلي کړل شي. د «علمپالنې» ګړنه ډېري وخت په انتقادي توګه کارول کېږي، چې په داسې حالتونو کې د علم بېدلیله کارَونه ښیي چې علمي مېتودونه یا ورته علمي معیارونو پهکې د پلي کېدو وړ نهدي.[۲]
ټولیزه کتنه
سمولد ساینس په فلسفه کې، د «علمپالنې» ګړنه ډېرځلي د منطقي اثباتپالنې پر افراطي عبارتونو باندې نیوکې ته ویل کېږي او د ټولنیزو علومو پوهانو (لکه فرېدریک هایک)، د ساینس فیلسوفانو (لکه کارل پوپر) او فیلسوفانو (لکه ماري میدګلې)، وروستي هیلاري پوتنم او ځوېتن تادوروف لهخوا کارول شوې ده ترڅو (د بېلګې په توګه) د علمي مېتودولوجۍ جزمي تایید او اندازه کېدونکو یا تاییدي علومو ته د پوهې راجع کول بیان کړي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
په لا ټولیزه توګه، علمپالنه د ساینس «لهحده وتلې» کارونې په معنی انګېرل کېږي. د علمپالنې ګړنې دغه کارونه دوه معناوې لري:
- له ساینس یا علمي ادعاوو څخه ناوړه ګټهاخېستنه. د دغې ګټېاخېستنې په ترڅ کې، ساینس په داسې برخو کې کارول کېږي چې، هېڅ کوم کارونه نهلري؛ لکه، هغه حالتونه چې یوه سکالو د علمي څېړنې د ډګر له پولو څخه وتلې انګېرل کېږي او یا هغو شرایطو کې چې د یوې علمي پایلې د توجېه کولو لپاره شواهد بشپړ نهوي. پهدې کې د ساینسپوهانو له ادعاوو څخه افراطي ننګه یا د هرې پایلې انتقاد نهمنونکې تاییدونه شاملېږي چې د یوې علمي پایلې په توګه پېژندل کېږي. دا کېدای شي، علمي مرجعوالي ته د توسل لپاره یو خلف برهان وي. همدا راز کېدای شي ټولنیزو علومو کې د «ستونزمن ساینس» د مېتودولوجي او پرېکړندو ادعاوو د پلي کولو هڅو په توګه وپېژندل شي، چې فرېدریک هایک په خپل کتاب «د ساینس ضد-انقلاب» (۱۹۵۲ ز) کې یې د «ناشوني کار» په توګه پېژني؛ ځکه چې نوموړې مېتودولوجي کې داسې هڅه کېږي ترڅو «انساني عامل» لهمنځه یوسي، په داسې حال کې چې ټولنیز علوم (د اقتصاد څانګې په شمول) تر ډېره بریده یوازې د انسان پر کړنو باندې تمرکز کوي.[۱۱]
- «هغه باور چې د طبیعي علومو مېتودونه یا مقولې او هغه څیزونه چې په طبیعي علومو کې پېژندل شوي دي، په هرې فلسفي یا ورته څېړنه کې، د یوازېنیو وړ توکو په توګه انګېرل کېږي»، یا دا چې «ساینس او یوازې ساینس کولای شي، له لرلید څخه په خپلواکه توګه، نړۍ همهغسې چې ده، بیان کړي» له هغه لیدلوري سره په ملتیا کې چې «د تجربې ساپوهنیز [او معنوي] اړخونه نړوي». تام سورېل داسې یو تعریف وړاندې کوي: «علمپالنه، د زدهکړې او روزنې او هڅوب څانګو په پرتله، طبیعي علومو ته د بېحده لوړ ارزښت قایلېدلو په معنی دي». د الکساندر روزنبرګ په څېر فیلسوفان هم «علمپالنه» د هغه الواک په توګه پېژني، چې لهمخې یې ساینس د پوهې یوازېنۍ باوري سرچینه ګڼل کېږي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
تعریفونه
سمولګرېګوري ر. پیترسن، د علمپوهنې د سرچینو او اخځلیکونو د بیاکتنې لهلارې، دوې ټولیزې سکالوګانې ونومېرلې:[۱۷]
- د ساینس پر یوه ټولیز لیدلوري باندې د نیوکې کولو په معنی داسې کارول کېږي چې ګواکې دغه لیدلوری د واړو واقعیتونو او علومو د بیانولو وړتیا لري، یا ګنې دغه لیدلوری د واقعیت او واړو څیزونو د ماهیت په هکله د پوهې ترلاسه کولو یوازېنۍ سمه لار ده؛
- ډېري وخت، په سپکاوي کوونکې توګه، له هغو پولو څخه د اوښتلو او سرغړونې په معنی ده، چې پهکې د یوې (علمي) څانګې تیوريګانې او مېتودونه، په ناوړه نهښایېدونکې توګه، بلې (علمي یا غیرعلمي) څانګې او د هغې ساحې ته پلي کېږي. د دغې کارونې یوه بېلګه دا ده: «هرې هغې هڅې باندې، چې ادعا کوي ساینس د انساني ارزښتونو یوازېنۍ او لومړنۍ سرچینه ده (د اخلاقو څانګې یوه دودیزه ساحه)، یا ساینس د معنی او موخې سرچینه ده (د دیني څانګو او اړوندو نړۍلیدونو دودیزه ساحه)، د علمپالنې ټاپه لګوي».[۱۸][۱۹][۲۰]
د «علمپالنې – scientism» ګړنه د فرېدریک هایک لهخوا عامه شوه. نوموړي دغه ګړنه د «علمي مېتود او د ساینس ژبې ته په پټو سترګو غاړهاېښودنه» په توګه تعریف کړه. د کارل پوپر د تعریف لهمخې، «علمپالنه د داسې یوه څیز پېښې کول (تقلید) دی چې د تېروتنې لهمخې، په پراخه توګه، د ساینس مېتود انګېرل شوی دی».[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د ساینس او دین په هکله بحثونو سره تړاو
سمولهم دیني او هم غیردیني عالمونو د «علمپالنې» ګړنه، له نوي آتیزم سره اړوند وګړو لپاره کارولې ده. الهیاتپوه «جان هات» د استدلال لهمخې، فیلسوف دانیل دینېت او نور نوي آتیستان د علمي طبیعتپالنې د یوه داسې اعتقادي نظام پلوي کوي، چې ټینګار یې پر یوې سترې مرکزي جزمي ګروهې باندې دی — «یوازې طبیعت، د انسانانو او مخلوقاتو په شمول، رښتینی دی: خدای شتون نهلري او یوازې ساینس د رښتینوالۍ په هکله باوري بشپړه پوهه ورکولای شي». هات استدلال کوي چې، دغه اعتقادي نظام پهخپله، ځان ناسم جوتوي، ځکه له پلویانو څخه یې غواړي ترڅو هغه باورونه ومني، چې په ترڅ کې یې، علم لپاره د همدغه نظام څرګند شوي شرایط او مقررات تر پښو لاندې کېږي. مسیحي فیلسوف «پیتر ویلیامز» په ۲۰۱۳ ز کې استدلال وکړ چې یوازې د علم او علمپالنې له یوځای کولو په پایله کې نوي آتیستان ځانونه پر شرایطو برابر ګڼي ترڅو «د مېتافزیکي لانجمنو سکالوګانو په هکله وغږېږي». دانیل دینېت د هغې نیوکې په ځواب کې، چې په ۲۰۰۶ ز کې د هغه پر کتاب «د طلسم ماتونه: مذهب د یوې طبیعي ښکارندې په توګه» شوې وه، وایي: «د علمپالنې تورونه ټول مغرضانه او بېځایه پېغورونه [وو]… کله چې یو کس یوه علمي تیوري وړاندې کوي او د [مذهبي نیوکپال] په طبعه برابره نهوي، نو هغوی هڅه کوي ترڅو هغه د ‹علمپالنې› لهلارې بېاعتباره کړي. خو کله چې خبره د واقعیتونو او اړوند بیانونو شي، نو ساینس په ټول ښار کې یوازېنۍ لوبه وګرځي».[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
غیرمذهبي پوهان هم د نوي آتیزم تفکر له علمپالنې یا اثباتپالنې سره اړوند ګڼي. آتیست فیلسوف «ټوماس ناګل» استدلال کوي چې فیلسوف «سام هاریس» ټوله عملي پوهه له علمي پوهې سره یوځای کړه. مارکسیست ادبي نیوکپال «تېري ایګلتُن» استدلال کوي چې کریستوفر هیچېنز د «هغو څیزونو په هکله چې شواهدو ګڼل کېږي، د داسې یوه پخواني علمي اند» خاوند دی چې اوسنۍ پوهه په هغو سکالوګانو کې رالنډوي چې کېدای شي د علمي مېتود لهلارې جوت شي یا هم نهشي. اګنوسټیک فیلسوف «انتوني کېني» هم د نوي آتیست فیلسوف الکساندر روزنبرګ اثر «واقعیت ته د آتیست لارښود» تر نیوکې لاندې راولي او وایي چې دا کتاب د منطقي اثباتپالنې په هکله داسې یو پوهنپوهنه راژوندی کوي چې پهخپله، ځان ناسم جوتوي او همدا راز د نړۍ په هکله ټوله پوهه د فزیک په اصولو کې رالنډوي.[۳۶][۳۷][۳۸]
مایکل شرمر، د شکمنوالو ټولنې بنسټ اېښودونکی، د علمپالنې او دودیزو دیني غورځنګونو ترمنځ یو ورتهوالی انځور او شخصیتپالنې ته یې اشاره وکړه، چې د ځینو نامتو ساینسپوهانو پر شاوخوا رامنځته کېږي. هغه علمپالنه د یوه نړۍلید په توګه تعریف کړ چې طبیعي بیانونه رانغاړي، له ماورای طبیعي او خارقالعاده اټکلانګېرنو څخه ډډه کوي او تجربهپالنه او عقل ورته د منلو وړ دی.[۳۹]
ایراني فیلسوف «سید حسین نصر» څرګندوي چې، «په لوېدیځې نړۍ کې، د نومهاله ساینس اېډیولوجي د ډېریو لپاره، نه د ‹یوه معمولي ساده ساینس› په څېر، بلکې د دین د ځایناستي په توګه، د منلو وړ ده».[۴۰]
ګرېګوري ر. پیترسن لیکلي دي چې، «علمپالنه، د ډېریو الهیاتپوهانو او فیلسوفانو لهنظره، تر ټولو لویه فکري ګناه ده». د جنتیکي بیولوجي عالم «اوستین ل. هیوز» په نوي اتل محافظهکارې مجله کې لیکي چې علمپالنه (scientism) او خرافات سره یوشان دي: «هغه سرټمبه ټینګار چې یو څیز… داسې ځواکمن دی چې تاییدولو لپاره یې هېڅ ډول شواهدو ته اړتیا نهلېدل کېږي». [۴۱][۴۲][۴۳]
سرچینې
سمول- ↑ Quinton, Anthony (1999). "Scientism". The New Fontana Dictionary of Modern Thought (3rd). London: HarperCollins Publishers. 775. ISBN 0002558718. OCLC 45667833.
- ↑ "Scientism". Meriam-Webster.com Dictionary. Merriam-Webster. نه اخيستل شوی April 6, 2021.
- ↑ Rey, Abel (1909). "Review of La Philosophie Moderne". The Journal of Philosophy, Psychology and Scientific Methods. 6 (2): 51–3. doi:10.2307/2011609. JSTOR 2011609.
- ↑ Maslow, Abraham (1962), "Preface", Toward a Psychology of Being (1st ed.),
There are criticisms of orthodox, 19th Century scientism and I intend to continue with this enterprise
- ↑ Hayek (June 1, 1980), The Counter Revolution of Science: Studies on the Abuse of Reason, Liberty Fund
- ↑ Hacohen, Malachi Haim (2002). Karl Popper: the formative years, 1902–1945: politics and philosophy in interwar Vienna. Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-89055-7.
- ↑ Beale, Jonathan (January 2019). "Scientism and scientific imperialism". International Journal of Philosophical Studies. 27 (1): 73–102. doi:10.1080/09672559.2019.1565316.
There are also several philosophers, in addition to Wittgenstein, for whom anti-scientism is a leitmotif in their work, such as Mary Midgley and the later Hilary Putnam.
- ↑ Putnam, Hilary (1992). Renewing Philosophy. Cambridge, MA: Harvard University Press. pp. x.
- ↑ Todorov, Tzvetan. The Imperfect Garden: the legacy of humanism. Princeton University Press. 2001. Pg. 20. "Scientism does not eliminate the will but decides that since the results of science are valid for everyone, this will must be something shared, not individual. In practice, the individual must submit to the collectivity, which "knows" better than he does."
- ↑ Outhwaite, William (2009) [1988], Habermas: Key Contemporary Thinkers (2nd ed.), Polity Press, p. 22
- ↑ Peterson 2003، م. 753: "the best way to understand the charge of scientism is as a kind of logical fallacy involving improper usage of science or scientific claims"
- ↑ Blackburn, S (2005). The Oxford Dictionary of Philosophy. Oxford paperbacks. Oxford University Press. pp. 331–32. ISBN 978-0-19-861013-7. LCCN 2006271895.
Scientism: Pejorative term for the belief that the methods of natural science, or the categories and things recognized in natural science, form the only proper elements in any philosophical or other inquiry.
- ↑ Bannister, Robert (1998), Behaviorism, Scientism and the Rise of The "Expert", archived from the original on 2008-10-12, نه اخيستل شوی 2008-09-11
- ↑ Haack, Susan (2003), Defending Science Within Reason: Between Scientism and Cynicism, Amherst, NY: Prometheus Books
- ↑ Sorell, Thomas 'Tom' (1994), Scientism: Philosophy and the Infatuation with Science, Routledge, pp. 1ff
- ↑ Rosenberg, Alex (2011). The Atheist's Guide to Reality. W. W. Norton. ISBN 978-0-393-34411-0.
- ↑ Peterson 2003.
- ↑ Peterson, Donald R (June 2004), "Science, Scientism, and Professional Responsibility", Clinical Psychology: Science and Practice, 11 (2): 196–210, doi:10.1093/clipsy.bph072,
The term scientism is ordinarily used with pejorative intent.
- ↑ Hakfoort, C (1992), "Science deified: Wilhelm Osstwald's energeticist world-view and the history of scientism", Annals of Science, 49 (6): 525–44, doi:10.1080/00033799200200441,
The term 'scientism' is sometimes used in a pejorative sense
- ↑ Bannister, Robert C (1991), Sociology and Scientism: The American Quest for Objectivity, 1880–1940, The University of North Carolina Press, p. 8,
Scientism... a term of abuse since Friedrich Hayek first popularized it in the 1940s.
- ↑ Hayek, F. A. v. (1942). "Scientism and the Study of Society. Part I". Economica. 9 (35): 267–291. doi:10.2307/2549540. JSTOR 2549540.
- ↑ Popper, Karl R. (1979). Objective Knowledge: An Evolutionary Approach (Revised ed.). Oxford: Clarendon Press; New York: Oxford University Press. p. 185. LCCN 79318586. OL 4489088M.
- ↑ Stenmark, Mikael (2003), "Scientism", in van Huyssteen, J Wentzel Vrede (ed.), Encyclopedia of science and religion (2nd ed.), Thomson Gale, p. 783
- ↑ Monastra, G; Zarandi, MM (2004), Science and the Myth of Progress
- ↑ Orr, David (October 1992), "Environmental Literacy: Education as if the Earth Mattered", Twelfth Annual EF Schumacher Lectures, Great Barrington, MA, archived from the original on 2005-11-08, نه اخيستل شوی 2011-03-24
- ↑ Lears, T.J. Jackson (6 November 2013). "Get Happy!!". The Nation. Archived from the original on 13 November 2013. نه اخيستل شوی 21 December 2013.
- ↑ Gray, John (20 April 2012). "The Knowns and the Unknowns". The New Republic. Archived from the original on 24 December 2013. نه اخيستل شوی 22 December 2013.
These theories show the continuing appeal of scientism—the modern belief that scientific inquiry can enable us to resolve conflicts and dilemmas in contexts where traditional sources of wisdom and practical knowledge seem to have failed.
- ↑ Gray, John (22 November 2013). "Malcolm Gladwell Is America's Best-Paid Fairy-Tale Writer". The New Republic. Archived from the original on 4 December 2013. نه اخيستل شوی 22 December 2013.
... the mix of moralism and scientism is an ever-winning formula, as Gladwell's career demonstrates.
- ↑ Nagel, Thomas (20 October 2010). "The Facts Fetish". The New Republic. Archived from the original on 27 October 2013. نه اخيستل شوی 22 December 2013.
Harris urges that we use scientific knowledge about humans to discover what will maximize their well-being, and thereby to discover the right way to live. This is an instrumental use of science, starting out from his basic moral premise.
- ↑ Robinson, Marilynne (Nov 2006), "Hysterical Scientism: The Ecstasy of Richard Dawkins", Harper's Magazine
- ↑ Stephen LeDrew on his 'The Evolution of Atheism' an Interview, 10 Dec 2015, archived from the original on 10 March 2016, نه اخيستل شوی 10 March 2016
- ↑ Haught, John (2008). God and the New Atheism: A Critical Response to Dawkins, Harris, and Hitchens. Westminster John Knox Press. pp. X.
- ↑ Haught, John (2008). God and the New Atheism: A Critical Response to Dawkins, Harris, and Hitchens. Westminster John Knox Press. p. 17.
- ↑ Williams, Peter S. (2013). C.S. Lewis vs. the New Atheists. Paternoster. p. 1928.
- ↑ Byrnes, Sholto (10 April 2006), "When it comes to facts, and explanations of facts, science is the only game in town", New Statesman, archived from the original on 16 October 2011
- ↑ Nagel, Thomas (20 October 2010). "The Facts Fetish". The New Republic. Archived from the original on 27 October 2013. نه اخيستل شوی 22 December 2013.
He says that the discovery of moral truth depends on science, but this turns out to be misleading, because he includes under "science" all empirical knowledge of what the world is like ... Harris urges that we use scientific knowledge about humans to discover what will maximize their well-being, and thereby to discover the right way to live.
- ↑ Eagleton, Terry (2010). Reason, Faith, and Revolution: Reflections on the God Debate. Yale University Press. p. 6.
- ↑ Kenny, Anthony (June 2012). "True Believers". Times Literary Supplement.
The main tenets of this philosophy are bracingly summed up in a series of questions and answers: Is there a God? No. What is the nature of reality? What physics says it is.
- ↑ Shermer, Michael (June 2002), "The Shamans of Scientism", Scientific American, 286 (6): 35, Bibcode:2002SciAm.286f..35S, doi:10.1038/scientificamerican0602-35, archived from the original on 2006-10-16
- ↑ Chittick, William (2007). The Essential Seyyed Hossein Nasr. Bloomington: World Wisdom. ISBN 978-1-933316-38-3.
- ↑ Hughes, Austin (Fall 2012). "The Folly of Scientism". The New Atlantis. 37: 32–50. Archived from the original on 22 July 2018. نه اخيستل شوی 26 July 2018.
- ↑ Ward, Keith (2006), Is Religion Dangerous?
- ↑ Alston, William P (2003). "Religious language and verificationism". In Moser, Paul K; Copan, Paul (eds.). The Rationality of Theism. New York: Routledge. pp. 26–34. ISBN 978-0-415-26332-0.