عزیز حديث يعني دضَرَبَ باب اوصفت مشبه صيغه ده. چي دلږاونادرپه معنی دی. که دادفتح له باب عزّيعزّ دعين په زور(فتح) سره وويل شي نوبيادقوي اوسخت په معنی دی نوداډول روايات ياخوله دې وجې په دې نوم يادشوي چي دهغوتعدادلږاونادردی،ياله دې وجې چي کله بل سندورسره يوځای شي نوپه هغه کي قوت پيدا کيږي.

اصطلاحاً

هغه حديث دی چی دهغه راويان په ټولوطبقو کي تردؤکم نه وي.

۲ ــ دتعريف وضاحت

يعني ددې روايت دسندپه ټولوطبقوکي دراويانوشمېرتر دؤکم نه وي،خوکه په کومه طبقه کي تردې زيات شي يعني درې ياډېر،نوڅه پروانه لري .مگراړينه داده چي داتعدادبه په هيڅ طبقه کي تردؤکم نه وي،که څه هم يوه طبقه وي ، ځکه پرحديث ياسندحکم دهغه په طبقاتوکي دتعدادپه لحاظ سره کيږي اودحافظ ابن حجر رحمه الله په وينا همدغوره تعريف دی . (نخبة الفکرشرح ۲۱ ــ ۲۴)

۳ ــ مثال

په بخاري اومسلم کي له انس t اويوازي په بخاري کي له ابوهريرة t څخه روايت دی چي رسول اکرم r وويل : په تاسوکي هيڅوک ترهغومؤمن کېدلای نه شي ترڅوچي زه ده ته ترخپل پلار،مور،اولاداونوروټولوخلکوډير محبوب نه شم . داحديث له انس t څخه قتاده اوعبدالعزيزبن صهيب روايت کوي،له قتادة څخه يې بياشعبه اوسعيد، له عبدالعزيزڅخه يې بيااسماعيل بن عليه اوعبدالوارث او له هغوئ څخه يې بيايوه لویه ډله روايت کوي .

۴ ــ په دې موضوع کي تصنيفات

له عزيزحديث سره اړوندکوم ځانگړی انفرادي تصنيف نه شته،ښکاره ده چي يادشوی مخصوص صفت بالکل لږاو نــــادردی اوپه داډول تصنيف کي کومه دپام وړگټه هم نه وي .