عزيز الله واصفي د کندهار ولايت له مخورو او پېژندل شويو څېرو څخه دى، چې د ظاهرشاه په پير كې د كندهار د خلكو لخوا د ولسي جرگې د استازي په توگه ټاكل شوې ؤ. په ۱۹۷۵ز كال د سردار داود خان لخوا د كرنې او اوبه خوړ د وزير په توگه مقرر شو. په ۱۹۷۷ز د سردار داود خان په كابينه كې د لويې جرگې كې د رييس په توگه وټاكل شو، چې پدې ټاكلو سره يې اداري قانونيت او ټاكنو ته غوره قوت وروبخلو. پدې وروستيو كې په روم كې د ظاهر شاه له سلاكارانو څخه وټاكل شو.