عرضه انګلیسي: Supply په اقتصاد کې عرضه د سرچینې هغې اندازې ته ویل کېږي چې شرکتونه، تولیدوونکي، کاریګران، د مالي شتمنیو تامینوونکي یا نور اقتصادي عاملین یې بازار یا یوه فرد ته د وړاندې کولو لېوال وي یا یې وړتیا لري. عرضه کېدای شي په تولید شویو توکو، کاري وخت، خامو موادو یا هر کم‌پيدا او ارزښتناک شي کې وي. عرضه په ګرافیکي ډول د عرضې د یوه منحني په توګه طرحه کېږي چې د هر واحد بیه یې په عمودي محور کې وي او عرضه شوې اندازه د بیې د تابع په توګه په افقي محور کې وي. د خپلواکو او ناخپلواکو متغیراتو دغه معمول ځایونه معکوسول یوه ناوړه خو معیاري قاعده ده.

د عرضی منحنی رسم

د عرضې منحني کېدای شي د یوه منفرد پلورونکي لپاره وي یا هم کېدای شي د ټول بازار لپاره وي او د ټولو پلورونکو له‌خوا عرضه شوې اندازه راونغاړي. عرضه شوې اندازه د یوې ځانګړې زماني دورې لپاره ده (د بېلګې په توګه، د اوسپنې ټنونه چې یو شرکت یې په یوه کال کې عرضه کوي)، خو واحدونه او وخت په تیوریکي عرضو کې له پامه غورځول کېږي.

د توکو په بازار کې عرضه د وخت په واحد کې د یوه محصول اندازه ده چې تولیدوونکي یې په هغه صورت کې په بېلابېلو بیو پلورلو ته لېوال دي چې نور فکتورونه یا عوامل ثابت وساتل شي. د کار په بازار کې د کاري ځواک عرضه په اونۍ، میاشت یا کال کې د وخت هغه اندازه ده چې افراد په کې کار کولو ته لېوال دي.

په مالي بازارونو یا مارکېټونو کې د پیسو عرضه د هغو شتمنیو اندازه ده چې د پیسو په بازار کې د نغدېدو لوړه کچه لري چې یا یې د یوه هېواد د پیسو باصلاحیته مقام ټاکي یا د هغه تر اغېز لاندې راځي. دا ډول عرضه د پیسو د عرضې ډول ته په کتو سره توپیر لري. د بېلګې په توګه M1 معمولاً هغو نازکو پیسو، سیکو، نغذو پیسو او نورو هغو وجهي معادلونو ته ویل کېږي چې فوراً پر کرنسۍ بدلېدای شي. په M2 کې د M1 ټول ډولونه راځي، خو لنډمهالې پیسې او د بازار د بسپنو خاص ډولونه هم په کې شاملېږي.

د عرضې جدول سمول

د عرضې جدول هغه جدول دی چې ښيي یو یا څو شرکتونه په اوسنیو شرایطو کې په ځانګړو بیو سره عرضې ته څومره لېوال دي. ځینې مهم عوامل چې پر عرضه اغېز لري هغه د توکو خپله بیه، د اړوندو توکو بیو، د تولید لګښتونه، ټکنالوژي، د تولید عوامل او د پلورونکو تمې دي.[۱]

پر عرضه اغېز لرونکي عوامل سمول

بې شمېره عوامل او شرایط کولی شي چې د توکو د تولید او پلور لپاره د پلورونکي پر تمایل او وړتیا اغېز وکړي. ځینې معمول عوامل یې دا دي:

د توکو خپله بیه: د عرضې اصلي اړیکه د توکو د بیې او عرضه شوې اندازې تر منځ ده. د عرضې د قانون له مخې، که نور عوامل ثابت وساتل شي، د بیې د لوړوالي له امله د عرضې اندازه هم لوړېږي.[۲]

د اړوندو توکو بیه: اړوند توکي هغو توکو ته ویل کېږي چې د تولید عوامل یې را ایستل کېږي تر څو د لومړنیو توکو په تولید کې وکارول شي. د بېلګې په توګه سپم [د خوګ د غوښې یو برنډ دی] د خوګ د مټ او ورانه له غوښې څخه جوړ شوی دی. دا دواړه د خوګ له غوښې څخه مشتق دي. له دې امله خوګ له سپم سره یو اړوند توکی بلل کېږي. په دې صورت کې به اړیکه منفي یا معکوسه وي. که د خوګانو بیه لوړه شي، د سپم عرضه کمېږي (د عرضې منحني کیڼ لوري ته بدلېږي)، ځکه چې د تولید لګښت زیاتېږي. اړوند توکي هم کېدای شي داسې توکي وي چې د یوه شرکت د تولید له فکتورونو سره تولید شي. د بېلګې په توګه، فرض کړئ چې یو شرکت چرمي کمربندونه تولیدوي، خو مدیران یې دې پایلې ته رسېږي چې د ځیرکو موبایلونو لپاره چرمي پوښونه د کمربندونو تر جوړولو ډېره ګټه لري. دا شرکت ښايي د خپلو کمربندونو تولید راکم کړي او د دغو معلوماتو پر بنسټ د ګرځنده موبایل د پوښونو تولید پیل کړي. په پایله کې ویلی شو چې د یوه مشترک محصول په بیه کې بدلون پر عرضه اغېز کوي. د بېلګې په توګه د غوا غوښه او چرم مشترک محصولات دي. که یو شرکت هم د غواوو غوښه پروسس کړي او هم د چرمګرۍ کارخونه وچلوي، په دې صورت کې د غوا د غوښې بیه لوړېدل په دې معنا دي چې ډېر غویان پروسس کېږي او د چرم عرضه ورسره زیاتېږي.[۳][۴]

د تولید شرایط: دلته تر ټولو مهم عامل د ټکنالوژۍ وضعیت دی. که د یوه توکي په تولید کې د ټکنالوژۍ پرمختګ موجود وي، عرضه ډېرېږي. نور متغیرات هم ښايي د تولید پر شرایطو اغېز ولري. د بېلګې په توګه، د کرنیزو توکو لپاره د هوا حالت ډېر مهم دی، ځکه ښايي د تولید پر حاصل اغېز وکړي. په لګښتونو کې سپما هم کولای شي د تولید پر شرایطو اغېز وکړي.[۵]

تمې: د بازار د راتلونکو شرایطو په اړه د پلورونکو اندېښنه هم پر عرضه مستقیمه اغېزه کولی شي. که یو پلورونکی په دې باور وي چې د محصول لپاره به یې په راتلونکي کې تقاضا ډېره لوړه شي، د شرکت مالک ښايي د راتلونکې بیې د لوړېدو وړاندوېینه وکړي او د خپل تولید بیه لوړه کړي. د عرضې منحني به بدل شي.[۶][۷]

د تولید د عواملو بیه: د تولید په عواملو کې ځمکه، کاري ځواک، انرژي او خام مواد شاملېږي. که د تولید د عواملو بیه لوړه شي، د عرضې منحني کیڼ لوري ته بدلون کوي. ځکه چې پلورونکي کمه لېوالتیا یا کمه وړتیا لري چې توکي په هره بیه وپلوري. د بېلګې په توګه که د برېښنا بیه لوړه شي، پلورونکی ښايي د تولید د لګښتونو د ډېرېدو له امله د خپل محصول عرضه کمه کړي. د تولید ثابت عوامل کولای شي د تولید د عواملو پر بیه اغېز وکړي او د تولید اندازه کولای شي پر دې کچه اغېز وکړي چې ثابت لګښتونه تر کومه حده د توکو پر نهايي بیه بدلېدای شي.[۸][۹]

د عرضه کوونکو شمېر: د بازار د عرضې منحني د منفردې عرضې د منحني ګانو افقي مجموعه ده. صنعت ته چې څومره ډېر شرکتونه را دننه کېږي، د بازار د عرضې منحني د وتلو لوري ته ځي او بیې را ټيټېږي. د دولت پالیسۍ او مقررات: د دولت مداخله پر عرضه ډېره اغېزه کولی شي. د دولت مداخله ښايي په بېلابېلو ډولونو وی، لکه چاپېریالي او روغتیايي مقررات، د ساعتونو او حق‌الزحمې قوانین، مالیات، د برق او طبیعي ګاز نرخونه او د ناحیه‌بندۍ او ځمکې د کارولو مقررات.[۱۰][۱۱]

دا نوملړ بشپړ نه دی. ټول هغه حقایق او شرایط چې د یوه توکي د تولید او پلور لپاره د پلورونکي په لېوالتیا او وړتیا پورې اړوندوېږي، پر عرضه اغېز لرلی شي. د بېلګې په توګه که د واورې لپاره وړاندوېینه شوې وي، پرچون پلورونکي د واورې لپاره د ښویېدونکو دړو، ژمنیو جامو یا ډوډۍ او شیدو زېرمې ډېروي.[۱۲]

سرچينې سمول

  1. Mankiw, N. Gregory (1998). Principles of Economics, Wall Street Journal Edition. Dryden Press, San Diego. د کتاب پاڼي 71–73. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-03-098238-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Melvin & Boyes, Microeconomics 5th ed. (Houghton Mifflin 2002)
  3. Melvin & Boyes, Microeconomics 5th ed. (Houghton Mifflin 2002)
  4. Ayers & Collins, Microeconomics (Pearson 2003) at 66.
  5. Rosen, Harvey (2005). Public Finance, p. 545. McGraw-Hill/Irwin, New York. کينډۍ:ISBN.
  6. Goodwin, Nelson, Ackerman, & Weissskopf, Microeconomics in Context 2d ed. (Sharpe 2009) at 83.
  7. Goodwin, N, Nelson, J; Ackerman, F & Weissskopf, T: Microeconomics in Context 2d ed. Page 83 Sharpe 2009
  8. Goodwin, Nelson, Ackerman, & Weissskopf, Microeconomics in Context 2d ed. (Sharpe 2009) at 83.
  9. Samuelson & Nordhaus, Microeconomics, 17th ed. (McGraw-Hill 2001), p. 53.
  10. Samuelson & Nordhaus, Microeconomics, 17th ed. (McGraw-Hill 2001), p. 53.
  11. Samuelson & Nordhaus, Microeconomics, 17th ed. (McGraw-Hill 2001) at 56
  12. Colander, David C. Microeconomics 7th ed. Page 90. McGraw-Hill 2008.

نور سمول

سرچینی سمول