عبید الله سېندي

عبیدالله سېندي د هند د نیمې وچې نامتو عالم، فاضل او سیاسي څېره ده چې د سېند ایالت په ... کې زېږېدلی و.

عبیداللہ سېندي

زوکړه سمول

سېندي د مارچ په 28مه، 1876ء چې د محرم الحرام له 12مې، 1289هجري سپوږمیز سره سمون خوري، د سیالکوټ په یوه سېکې کورنۍ کې سترگې وغړولی.

اسلام منل سمول

1884ء کې سېندي له خپل یو ټولگيوال څخه د یوه دیني عالم چې مولانا عبیداللہ پایلي نومېده؛ د “تحفة الهند“ په نامه کتاب ترلاسه او ولوست. له هغې وروسته د شاه اسماعیل شهید “تقویة الایمان“ ولوست، او په دې توگه یې اسلام سره لېوالتیا ډېره شوه او د ۱۵ کلنې په عمر، د اگست په ۱۹مه 1887ء یې د اسلام دین ومانه.

زده کړه سمول

اردو مېډل زده کړه یې د ډېره غازي خان له جامپور څخه ترلاسه کړه. بیا د اسلام له منلو وروسته په ۱۸۸۱ز کال دیوبند مدرسې ته ولاړ او زده کړې یې په کې بیل کړی. تفسیر، فقه، منطق او فلسفه یې هورې زده کړه.

مهمې کارنامې سمول

  • 1909ء کال د محمود الحسن (شیخ الهند) په سپارښتنه دیوبند دارالعلوم ته ورغلو او د طالبانو په “جمیعت الانصار“ تنظیم کې یې رغنده رول ولوباوه.
  • د ورېښمین دستمال له فعالو کارکوونکو او لیکونکو څخه و.
  • * افغانستان کې د هند ملي گانگرېس څانگې بنسټ کېښود.

مړینه سمول

12 اگست 1944ء مولانا سېندي په دین پور سیمه کې ومړ او هورې خښ کړای شو.

دا هم وگورئ سمول

مولانا منصور انصاري

سرچینې سمول