عبدالودود پښتونځار

عبدالودود پښتونځار د ملا شاه محمد زوى او مولوي غلام محمد لمسى دى، چې د لغمان ولايت،د قرغه يو ولسوالۍ د فرمانخېلو په کلي کې پر ١٣٦٠ ل کال زېږېدلى.


زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې پاکستان ته دکډوالۍ په دوران د سوابۍ په برکي پنډغالي، منځنۍ زده کړې يې د کوهي زاخېلو په پنډغالي، ثانوي زده کړې يې په اسلام اباد کې ترسره کړيدي. همداشان د ژبې او ادبياتو په برخه کې يې داسلام اباد په بېلا بېلو پوهنيزو مرکزونو کې زده کړې کړيدي.

دندې

دۀ په اسلام اباد کې دکډوالوافغانانو دروزنې لپاره يو منځنى ښوونځى(غلام سخي منځنى ښوونځى ) د اسلام اباد په کچه ابادۍ کې پرانستى وو،چې ددغه ښوونځي په برکت له پنځه سوه څخه ډېرو پښتنو ناچارو ماشومانو زده کړې پکې وکړې او د ليک لوست له نعمت ،څخه برخمن شول.

نوموړى په ٢٠٠۵ ز کال داگسټ په مياشت کې له اسلام اباد نه افغانستان ته راغلى او دوردگ-ميدان ولايت د والي وياند وگومارل شو. همداشان دى دکابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو دمعينيت مطبوعاتي او فرهنگې مسوول هم پاته شوى.دۀ په ميدان - وردگو كې د ځينو ملحوظاتو پر اساس ويندوي پرېښوده او يو ځل بېرته ښاروالۍ ته راغى او په ښاروالۍ كې د ښاري خدمتونو د معين سكرټر شو خو هغه دنده يې هم له دې امله چې خپل فرهنگي كارونو ته نه وزگارېده، پرېښوده او يو ځل يې خپل ځان له دولت نه راوكيښ او په خپلو ليكنيو چارو اخته دى.

ادبي لاسته راورنې

دى په پښتو او انگرېزۍ ژبو کې ليکنې کوي. او ځان په ډانگ پېلې تو گه پښتون نشنلسټ بولي. دى لنډې ادبي ټوټې هم ليکي، چې يوه يې داده:

څه وايي؟ د ساحل په لور روانې چپې، دمازديگرزېړی لمر، دگلونوسپړېدل اورژېدل، دسپرلي راتله اوبېرته تله، دشپې چوپه چوپتيا، دورځې بنډارونه اوغوغا، دسپرلي هرخواگلونه شيندل،دخزان ډاگ اوبېديا، څه وايي؟ دورځې تېرېدل،دشپې راتلل،دمغروره سيندچپې په ځگونو بدلېدل، له گلاب نه دمچکو اخستو لپاره دپرخې راتلل اوسهار داغيارله لاسه پناه کېدل،څه وايي؟ بس ټوله دپيدا، او پناه کيسه ده. دژوند ژوره فلسفه ده. نورهېڅ نه دي.د ژوند داستان دی اوبس!

اخر دومره بې اعتماده؟روان ؤم په لار کې مې پيشو وليدله، ماته يې راوکتل. کتلو يې زما پام هم ځانته واړاؤ. په کتو کې يې مينه وه. معصومه مينه. زړه مې وغوښتل،چې حال ترې وپوښتم. دمينې خبرې ورسره وکړم. دژوند کيسې ورسره و وايم. او پردې پوه شم، چې دوى ته ژوند څه معنى لري؟ نو ورته ودرېدم.خو دې رانه منډه کړه. ورته کښېناستم. غېږ مې ورته خلاصه کړه او ورنه مې وغوښتل چې راشي! ما ورنه دراتلو هيله درلوده، خو دې رانه بيا منډه کړه او په يو ځاى کې ودرېده، مخ يې ماته را وگرځاؤ. بيا مې ورته زارۍ پيل کړې، چې راشي،دزړه خواله سره وکړو او دژوند کيسې او فلسفې سره ووايو. تاسې باور وکړئ، زارۍ مې ډېرې ورته وکړې. دسليمان عليه السلا م قسم مې ور واچاؤ. هان چې د ډېرو زاريو نه مې سترگې له اوښکو ډکې شوې.خو دې راته هماغسې کتل او زاريو پرې هيڅ اثر نه کاؤ. له ناکامه پاسېدم. سوړ اسويلى مې له خولې ووت او له ځان سره مې وويل، چې دا انسان څومره بې اعتماده دى چې حيوانات يې هم پر مينه،زاريواو ننواتو باور نشي کولاى!

چاپ شوي اثار

  1. اتمه مڼې گل ( د اتمې مڼې گل مېلې دراپورونو او شعرونو ټولگه ده چې د مڼې په اړه پكې پوره څېړنه شوېده. (چاپ اثر)

ناچاپه اثار

  1. پښتو-انگريزي انځوريز سيند(ناچاپ)
  2. اس د تاريخ په اوږدو كې ( داس په اړه ځانگړى څېړنيز اثر، ناچاپ)
  3. له ميرخانه تر كرزيه( تاريخي اثر، ناچاپ)
  4. وردگ د تاريخ په اوږدو كې (ناچاپ)
  5. English and Pashto Cognates
  6. پخوانی مصر او مصری ښاريتوب

باندنې تړنې