عبد الله سهار له نن نه اوه ويشت ٢٧ کاله د مخه د ننگرهار ولايت د کږې ولسوالۍ د کوز بيار په سيمه کې د استاد سيد عمر په کاله کې دې نړۍ ته سترگې پرانيستې.

زده کړې

نوموړي لومړنۍ زده کړې د هجرت په چاپېريال (پېښور) کې تر سره کړي دي او پر ۱۳۸۰ لمريز کال د ننگرهار د عالي لېسې له دولسم ټولگي څخه فارغ شوى چې د همدې كال د كانكور ازموينې له لارې د ننگرهار پوهنتون ادبياتو پوهنځي ته بريالى او تېر كال له همدې پوهنځي څخه په ښو نومرو بريالى راووت.

سهار له اوو ۷ کالو راهيسې شعر ليکي چې د ده په وينا اوس يې نيږدې يوه ټولگه شاعري کړې.دى په شعر سربېره په نثر کې هم يو څه لاس لري چې ادبي- نثري ټوټې يې د يادونې وړ دي. سهار له پورته ځانگړنو سره سره يوه خاصه ځانگړنه چې هغه خوږ غږ دى هم لري چې په غونډو او مشاعرو کې پرې د خپلو يارانو تنده خړوبوي. دى تر دې دمه چاپ کړي اثار نه لري خو يوه ټولگه شاعري يې د چاپ لارې څاري.


نوموړي له پوهنتونه تر فراغت وروسته د ډېرو دفترونو ورونه د دندې په موخه وټکول خو، په هېواد کې د لياقت پر ځاى د واسطې بر لاسي دى يو څه موده بې دندې پاتې کړ، خو هغه د چا خبره قيمتي ډبره اخر هم خپل جوهر ښايي چې دى هم د همدې چوهر له مخې په کابل کې د کليد مجلې او راډيو ادارې ځانته ور وباله او اوس د همدې مجلې پښتو اډيټر اوراډيو تکړه وياند دى. د يادونې وړ د چې سهار د پوهنځې پر مهال هم په ننگرهار کې د يوې سيمه ايزې راډيو (شرق) او دملگرو ملتونو د بشري راډيو( ارين) سره د رپورټر په توگه دنده تر سره کړې وه.

باندنۍ تړنې