آرنۍ غورنۍ پرانيستل

عبدالله بن عمر البيضاوي رح د فارس دبیضاء د سیمي اوسیدونکی ؤ ، اصلي نوم یې عبدالله دی ، لقبي نوم یې ناصرالدین ، اوکنیه نوم یې ابوالخیر او ابو سعید دی. د پلار نوم یې عمر او د نیکه نوم یې محمد دی .علامه عثماني رح لیکې : چې فارس ته له دي امله فارس ویل کیده چې عامو وگړو به یې د سورلئ لپاره آسونه استعمالول ، خو آخوا عربو به دسوارلیو لپاره بیا زیاتره اوښان استعمالول . نوفارسیانوته فارس [چې معنی یې دی دآس سوریدونکي ] له همدي امله ویل کیده .

اوبیضاء دفارس یوډیره ښائسته سیمه وه ، دهرډول میوي باغونه یې درلودو ، اومیوه یې دنورو سیمو له میوو څخه خورا په کمیت اوکیفیت کې بیله وه . له همدي امله په لمړیو کې ورته فارسیانو درسفید ویل ، چې بیا دغه لفظ عربي ته له اوښتلو وروسته په بیضاء بدل شوو. ځینونوروعلماو ویلي : چې اصلا په دی ښارکې یوه سیپینه کلاوه اودهماغې کلاته په نسبت دغه ښار په بیضاء سره مشهور شو .

همداراز ددي ښار په اړه ویل شوي چې دبیضاء ښار خوراقدامت لري تردي چې ځینومورخینوویلي چې دغه ښار دسلیمان علیه السلام په مهال ابادشوی ، اوجناتو یې په آبادي کې کار کړی .مشهور زاهد اوصوفي حسین بن منصور الحلاج دهمدغه ښار اوسیدونکی دی .علامه بیضاوي به خپل وخت کې یوسترعلمي شخصیت ؤ ، په تقوی ، زهد ، اوعلم کې یې ساری نه ؤ ، په مذهبي مسلک شافعي ؤ ،دشیراز دقضاء عهده یې سرته رسولي ،له همدي امله ورته قاضي ویل کیږي . خووروسته یې دقضاء منصب پریښود . اوپه تبریز کې دشیخ محمد بن محمد کتحتاني سره [چې دوقت له سترو مشائخو اوصوفیه ؤڅخه ]یوځای شو ،دهغه مجلس یې غوره کړ ، اونوریې ددنیاچاروته خیرباد وویل .اوپه همدغه قیمتي زمانه کې یې ستره علمي پانگه [تفسیربیضاوي ] نړئ ته پریښوده .

تفسیربیضاويسمول

علامه بیضاوي رحمه الله چې خپله دټولو علومواوفنونو ماهر اوحاذق ؤ ، همدغه ډول یې نوموړی تفسیر هم دعلومواوفنونو له خزانوڅخه پیمانه ده .هغه په خپل دغه تفسیرکې له حقائقواودقائقو څخه نیولي بیا تراسراراوحکمو پوري ،اوله منقولاتو څخه نیولي بیاترمعقولاتواومعاني ؤ پوري په سلگونو علوم اوفنون ځای کړي دي

علامه بیضاوي په خپل تفسیر کې دعلم بیان ، معاني ، اواعراب بحثونه دزمخشري له تفسیر کشاف څخه اخستې ،حقائق ، کلام ، اواسرار یې دعلامه رازي صاحب له تفسیر څخه اخستې ،داشتقاق لطائف اواشارات یې دعلامه راغب اصفهانی له تفسیر څخه اخستې . اوداسې یې له نورو تفسیرونو څخه هم مهمي خبري نقل کړي دي . اوداسې ډیر مفید مباحث یې له ځان څخه هم ورضم کړي .

کله چې نوموړی تفسیر ولیکل شو نوپه علماو کې یې خورازیات شهرت وموند اودعلماو خوښ شو .تردي چې دشاه جهان اوعالمگیر تروخته به خلگو دقرآن کریم دحفظ سره دتفسیر بیضاوی حفظ هم کاوه . دعلامه عبدالحکیم سیالکوټي رحمه الله چې په دي کتاب یې مشهوره شرحه هم لیکلي یوخاص شاگرد مولانا محمد معظم دقرآن کریم سره دغه ټول تفسیر لساني یادؤ .

مگر څرنگه چې علمي ارتقاء دارتفاع څخه وتنزل ته شوه نودتفسیر بیضاوی صورت اوکمیت هم ورسره وخوړ شو ، اوله ټول کتاب څخه یې په نصابونوکې اوس یواځې یوه سیپاره یاربع پاته ده ، بلکه اوس خو موډیری طالبان په یوه رکوع کفایت کوي .

دنوموړي کتاب اهمیت ته که څوک ددي کتاب دحواشي اوشروحو له زاویې څخه وگوري .نویوسمندربه به په کوزه کې ورته ښکاره شې . دزمکي له ختیځه ترلویدیځه په هرعصر اووطن کې علماو ددي کتاب شروح اوحواشې لیکلي .

چې دحواشیو د کمیت اوکیفیت له لیکلو څخه یې دستومانئ عذر لیکم .البته دومره به ووایم چې علامه حنیف گنگوهي صاحب یې په احوال المصنفین ص\۳۷څخه تر۴۰ پوري ددغه شروحو اوتعلیقاتو تذکره ه کړي .همداراز نواب صدیق حسن خان په خپل کتاب الاکسیر في اصول التفسیر کې ددغه شروحو په کیفیت اوکمیت غږیدلی . اویوبل عالم ددغه شروحو اوتعلیقاتونومونه تراویاو 70 پوري لیکلي دي ..

دعلامه بیضاوي رحلتسمول

علامه تاج الدین سبکي رح په طبقات کبری کې لیکلي :

علامه بیضاوي رح په تبریز کې ۶۸۵ هجري کې له نړۍ څخه سترگې پوټي کړي اوهمالته دخپل شیخ قبرته څیرمه خاوروته سپارل شوی.


یوشاعریې مرثیه اودرحلت تاریخ ته داسې اشاره کړي

نصرت حق ناصردین نبي شدچوازدنیا بفردوس برین
وفریدالعصر تاریخش دگر اصردین سیداهل یقین

پاتې آثارسمول

علامه بیضاوي رح سره له دي چې ترټولو ستریادښت اوپانگه یې همدغه تفسیربیضاوي دی ولي هغه نورهم ډیري ارزښتمني لیکني دي نړئ ته پرایښې دي .چې موږبه یې په بیلگواکتفاء وکړو .

  1. الغایة القصوی في الفقه الشافعي
  2. منهاج الوصول الی علم الاصول
  3. شرح المنهاج والمرصاد
  4. مصباح الارواح في اصول الدین
  5. شرح المنتخب في اصول الفقه
  6. طوالع الانوار في الکلام
  7. شرح المصابیح في الحدیث
  8. شرح المطالع في المنطق
  9. لب الالباب في الاعراب
  10. تهذیب الاخلاق