عبدالقدوس پرهېز

(له عبدالقدوس پرهیز نه مخ گرځېدلی)

عبدالقدوس پرهيز د شمس الدين خان افغان ځوي دي چۍ په ١٢٩٤ لمريز لېږدي کال دننگرهار د ولايت د کوز کنړ د ولسوالۍ د ملکزيانو د قوم پوري مربوط په يوه روښانفکره کورنۍ کې زيږيدلې دي. پلار يي مرحوم شمس الدين خان د خپل وخت د نامتو ليکوالو او قلم چلونکو څخه ؤ چۍ پوره ديارلس کاله يوازي د ننگرهار دمطبوعاتو مدير او له ننگرهار څخه د خپريدونکۍ جريدي اتحاد مشرقي مسوول چلونکۍ پاتۍ شوي په سونو ادبۍ او، ټولنيز او سياسۍ مقالۍ او ليکنۍ يي د اتحاد مشرقي په اونيزه او د هيواد دهغه مهال په نورو مطبوعاتو کې خپري شوي وي خو د بده مرغه د نه پاملرنۍ له امله فعلا هيڅ په لاس کې نشته. ددوي په هکله دپام وړ خبره داده چۍ د ننگرهار د وخت اکثره ليکوال او شاعران چۍ وروسته لوړ نوم او شهرت ته ورسيدل د همدغه مرحؤم د لاس نيالگۍ وه چۍ زياتو يي مدام په خپلو خبرو کې دهغوي علمې مقام او دپياوړي ليکوالۍ ستاينه کوله عبدالقدوس پرهيز خپلۍ لومړنۍ زده کړي د کوز کنړ دسيد جمال الدين افغان په لومړنۍ ښونځۍ کې چۍ نوي پرانيستل شوي ؤ سرته رسولۍ خو د لوړو زده کړو څخه چۍ هغه وخت يوازي په کابل کې ممکن وو پاتي شو خو د خپل زيار او هاند له امله يي وکولې شول چۍ د هغه وخت مروجه دينی او ټولنيز علوم له نورو عالمانو او پوهانو څخه زده کړي همدارنگه دخپل فکري استعداد، ذوق او شوق او د پلار د هڅو په نتيجه کې يي ځان د نامتو شاعرانو او ليکوالانو تر سطحي ورسوه پرهيز هم دخپل پلار په څير د خپل ژوند زياته برخه دهيواد په مطبوعاتي چاپيريال کې د وطن دځوان نسل دبيداري او ويښتيا لپاره په چوپړ کې تيره کړي ده . نوموړي په پښتو ټولنه ، راډيو افغانستان، د ننگرهار د مطبوعاتو د مدير او د ننگرهار د ورځپاڼۍ د مسوول چلوونکۍ او نورو ډيرو نشراتۍ موسساتو کې د يوه تکړه ليکوال او ژورناليست په حيث کار کړي دي. په سونو شعرونه ، ادبې، سياسی، ټولنيز او تحقيقۍ مقالي او ليکنۍ يي په جريدو او مجلو کې خپاره شوي دي.

ليکلي آثار

تر هغی چۍ موږ ته پته ده د کتاب په بڼه يوازي يو تحقيقی اثر يي د پوهانو د افکارو په نوم او د زړه بڅري چۍ دده د شعرونو يوه برخه ده، خپور شوي‎

  1. د پوهانو افکار
  2. د زړه بڅري