دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
دوکتور عبدالصمد حامد

دوکتور عبدالصمد حامد (په انگرېزي: 8 د جنوري، 1929 ز. - 30 د دېسمبر، 2012 ز.) يو افغان قانونپوه او سياستپوه و. هغه د خوگياڼيو په ولسوالۍ كې زېږېدلې و. لومړنۍ زده كړې يې د نجات په لېسه كې ترسره كړي، او د لوړو زده كړو لپاره سوېزرلېڼد ته ولېږدول شو. هورې يې په قانونپوهنه كې د دوكتورا ډېپلوم په ۱۹۵۷ز كال ترلاسه كړ

د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې يې د ښوونكي په توگه دنده ترسره كړه، د خپل كاري وخت كې يې په لوړو څوكيو كار كړې. په ۱۹۶۴ز كال د اساسي قانون له ليكوالې ډلې څخه يو دې هم ؤ. د غويي له كرغېړنې اووښتون څخه وروسته په ۱۹۷۸ز كال زندان ته واچول شو، او په ۱۹۸۰ز كال راخلاص او مخ په اروپا مهاجر شو.