عبدالستار سيرت
عبدالستار سیرت ( ۱۵ د اکټوبر، ۱۹۳۵ - ) (په انگرېزي: Abdul Satar Sirat) کې زېږېدلی دی . په خټه اوزبک ـ افغان دی . دی د افغانستان د وروستني پاچا ظاهر شاه د کورنۍ نژدې غړی دی . ډاکټر عبدالستار سیرت د افغانستان د وروستني پاچا ظاهر شاه په حکومت کې د عدليې وزیر پاتې شوی .
زده کړې
سمولډاکټر عبدالستار سیرت خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په افغانستان کې سرته رسولي او تر هغه وروسته ېې لوړې زده کړې د مصر په الازهر پوهنتون کې او د امریکې په کولمبيا پوهنتون نیويارک او همدارنگه ېې د دوکتورا سند په دیني علومو کې له پېسیفیک پوهنتون کلفورنيا څخه ترلاسه کړي دي.
دندې
سمولډاکټر عبدالستار سیرت له ۱۹۶۴ زېږيز څخه تر ۱۹۶۹ زېږيز پورې د کابل په پوهنتون کې د استاد په توگه دندې ترسره کړي . همدارنگه ېې د افغانستان د وروستني پاچا محمد ظاهر خان په وخت کې د عدلیې وزير په توگه دنده درلوده .