عبدالرحيم بختانی خدمتگار
عبدالرحيم بختانى (زېږېدنه: ۱۳۳۷ ل. د تلې مياشت) يو افغان ليکوال او څېړونکی دی. همداراز هغه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړيتوب هم لري.
مخينه
نوموړی د سر څيړونکى عبدالله بختانی خدمتگار زوى دی او د ننگرهار ولايت د سره رود د بختان په کلى کې زيږيدلى دى.
زده کړې
لومړني زده کړه يې دسره رود دچهار باغ صفاء په منځني ښوونځي کې په ١٣٥٢ هـ ل کال کې بشپړې کړي دي . او په ١٣٥٨ هـ ل کې د ننگرهار د ليسې څخه د بکلوريا په درجه فارغ شوى دى. د کانکور د ازموينې تر تيرولونه وروسته د ١٣٥٨ هـ ل کال په پاى کې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو له پوهنځي د تاريخ څانگې ته شامل شو . په ١٣٦٢ هـ ل کال کې د نوموړي پوهنځي څخه د تاريخ د څانگې نه د ليسانس په سويه فارغ شو. د ١٣٦٣ هـ ل کال نه تر ١٣٦٥ هـ ل کاله پورې د پخواني شوروي اتحاد د گرجستان جمهوريت د تبليسى دولتى پوهنتون د تاريخ په پوهنځى کې د ما سترۍ په پروگرام بوخت وو . د ١٣٦٥ هـ ل کال په نيمايى کې د نوموړي پوهنتون د تاريخ د پوهنځي څخه خپله ماسټرى د افغانستان د معاصر تاريخ په بر خه کې تر لاسه کړه.
دندې
د ١٣٦٥ هـ ل کال نه تر ١٣٧١ هـ ل کاله پورې په دولتى ورځپاڼو کې په ژورناليستيکي دندو باندى بوخت وو. د ١٣٧١ هـ ل کال نه تر ١٣٨١ هـ ل کال پورې په شخصي دندو باندې بوخت وو . په ١٣٨١ هـ ل کال کې د افغانستان په علومو اکاډمى کې د علومو اکاډمۍ د کانکور له ازموينى وروسته د علومو اکاډمى د علمي غړي په توگه ومنل شو. د ١٣٨٢ هـ ل کال د چنگاښ په مياشت کې د نامزادۍ دورې تر تيرولو وروسته يې د محقق علمي درجه تر لاسه کړه، او تر اوسه پورې د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د علمي غړي په توگه دنده سرته رسوي.
همدارنگه د نورو علمي او څيړنيزو دندو ترڅنگ د ١٣٨١هـ ل کال نه تر اوسه پورې د افغانستان د علومو اکاډمي او د ښوونې او روزنې د وزارت په موافقه د سيد جمال الدين د ښوونکي د روزنې په عالي موسسه کې د رسمي وخت نه وروسته د تاريخ د استاد په حيث دنده سرته رسوي.
څيړنوال عبدالرحيم بختانى د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي او څيړنيزو چاروپر څنگ يو شمير علمي، تاريخي او سياسي مقالې ، ژباړي او کتابونه يې په پښتو، درى او روسي ژبو ليکلى دى. چې ځينې چاپ شوي دي او ځينې نا چاپ دي چې په لاندې ډول دي.
چاپ شوي آثار
- د گل پاچا الفت نثرى کليات دوهم ټوک ( تدوين )١٣٨٠ هـ ل .
- د پښتنو سره د بابر اړيکې _ ( تاليف ) _ ١٣٨٥ هـ ل
- کتابخانه هاى افغانستان درمسير تاريخ ( ژباړه ) _ ١٣٨٣ هـ ل
- د سر محقق عبدالله بختانی خدمتگار لنډ ژوند ليک ( تاليف )
ناچاپه آثار
- د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي غړ وپيژندنه ( تاليف )
- د افغانستان د سياسى ، فرهنگى او علمى شخصتونو د زمانې تاريخي حالات ( تاليف )
- دگل پاچا الفت نثري کليات _ دريم ټوک _ ( تدوين )
- په افغانستان کې د مشروطيت غورځنگ (د ماسټري تيزس ) ( تاليف )
- د هند کې د گورگاني واکمنۍ په دوره کې د پښتنو سياسي ، اقتصادي او فرهنگي وضع ( تاليف )
سرچينې
د عبدالرحيم بختاني خدمتگار ژوندليک Archived 2010-02-10 at the Wayback Machine.
باندنۍ تړنې
د عبدالرحيم بختاني خدمتگار وېبلاگ Archived 2010-01-18 at the Wayback Machine.