عبدالرحمان رحماني

عبدالرحمان رحماني يو افغان پښتو ژبی سندرغاړی دی.

عبدالرحمن رحماني


مخينه

عبدالرحمان رحماني پر ( ) لېږديز لمريز کال په کندهار کې زېږېدلی دی. رحماني په اصل کې يو سوداگر وو او له ۱۳۵۰ ز کاله راهيسې يې سوداگري کوله، خو له موسيقۍ سره يې له پخوا څخه مينه درلوده. هغه د راډيو افغانستان او ټلويزیون په ارشيف کې د ۸۰ شاوخوا کې سندرې لري. رحماني د خپلو ډېری سندرو يانې ۹۰ سلنې سندرو کمپوزونه پخپله جوړ کړي دي. د دې تر څنگ يې نورو سندرو غاړو ته هم کمپوزونه جوړ کړي لکه نعمت الله کندهاري، بشير کندهاري، ښاپېرۍ نغمې او ځينو نورو سندرغاړو ته.

رحماني پر ۱۳۹۴ لمريز کال د موسيقۍ په اړه يو کتاب ليکلی او چاپ کړی دی. دا کتاب د سندارا ډولونه او پيوندونه نومېږي. ښاغلي رحماني پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د دې کتاب لوستل به هر چا ته د موسيقۍ په باب کافي معلومات ورکړي او سندرغاړو ته د يوه درسي کتاب ارزښت لري.

کډوال کېدل

سندرغاړی عبدالرحمان رحماني د ۱۳۷۱ ل کال، کله چې په هېواد کې جهادي تنظيمونه واک و څواک ته ورسېدل او کورنۍ جگړې له نوي زور سره ادامه ومونده، رحماني صاحب د يو گڼ شمېر نورو هېوادوالو په څېر دې ته اړوت چې له افغانستانه ووزي او هند ته ولاړ شي.

اخځونه

  1. https://pa.azadiradio.com/a/25626828.html
  2. https://pa.azadiradio.com/a/27071409.html